دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه غره ته روان سړی
پرپتنګانو مين ماشوم

بوډا د ويالې پر غاړه ناست و او سترګې يې په اوبو كې ګنډلې وې. د ويالې پر غاړه واښه را شنه وو او په رڼو اوبو كې يې تور سيوري برېښېدل. اوبه لكه د بوډا د عمر په څېگگر ورو_ ورو روانې وې. يو تك تور بورا د بوډا پر سپينه او ځلېدونكې ږيره كېناست. تور بورا د يوې شېبې لپاره د مناسبې ښكلا منظره جوړه كړه. بوډا خپل لمسي ته ورنارې كړې. لمسي مخ را واړاوه او په مينه ګركي انداز يې وويل:
_څه وايې بابا؟ْ
_بابا دې جارشي دا څه د شوخ وري غوندې منډې وهې، خداى مه كړه لاسونه پښې به دې مات شي.
لمسي وخندل:
_نه ماتيږي بابا، په پتنګانو پسې منډې وهم.
_څه كوې په پتنګانو، نه ګورې په ګلونو كې مشغوليږي، مه كوه دوى هم تا غوندې ماشومان دي مه يې په عذابوه ماشوم منډه واخيسته او ويې ويل:
_بابا وژنم يې نه، هسې يې رانيسم او سات ورسره تېروم.

_ظالمه خو چې راويې نيسې وژل كېږي در نه، دوى خو ډېر نازك دي.
_بابا چې راويې نيسم يوه شېبه يې ښايسته او رنګين وزرونه وګگورم او بيا يې بيرته پرېږدم.
ماشوم يو نيول شوى پتنګ بيرته پرېښود. هله بابا ته ګوره! چې له لاس نه مې خوشي كړ داسې كوږ وږ په هوا لاړ او د ګل پر پاڼه كېناست.
بوډا وخندل او ويې ويل:
پرې يې ږده بچو چې په ګلونو كې ښه ښكاري.
* * * *
بوډا د ويالې پر غاړه ناست دى. د ويالې پر غاړه سوربخون واښه ولاړ دي. د ويالې اوبو د چنارونو، توتانو او ولو سوربخونې او تكې ژيړې پاڼې را روانې كړې دي. د بوډا له سترګو نه مړې_ مړې اوښكې بهېږي. اخوا دې خوا وګوري خو هيڅوك هم په نظر نه ورځي. لكه ماشوم پړينګ په ژړا شو او چيغې يې كړې:
بچو راشه! پتنګان راونيسه! راشه بچو! راشه زړګيه!
سوړ اسويلى يې وكېښ او له ځان سره په خبرو شو:
_پتنګان هم تاغوندې تري تم دي، دا ژوند هم عجيبه دى!
په اوبوكې يې د يو چا تصوير وليد. مخ يې ور واړاوه. كه ګوري يو سپين ږيرى يې خوا ته را روان دى. د سپين ږيري په شونډو موسكا ښكاري تكې سپينې جامې يې اغوستې دي، او د خوشبو يوه نرمه وږمه ترې خېژي. د ناست سپين ږيري خوا ته را ورسېد او سلام يې ور واچاوه. ناست بوډا د ده سلام واخيست. تازه راغلي سپين ږيري ناست بوډا ته وويل:
_په كومو چورتونو كې ډوب يې؟
بوډا اسويلى وكېښ:
_هسي ما ويل چې دا ژوند هم عجيبه دى!

تازه راغلي سپين ږيري وويل:
ښه، ژوند نو عجيبه درته ښكاري!... ام دا ووايه چې د مرګ په معنى پوهېږې؟
ناست بوډا وويل:
_نه پې پوهېږم خو ته يې راته وښيه.
تازه راغلي سپين ږيري وويل:
_مرګ هغه ماشوم دى چې په ګلونو كې پتنګان را ونيسي، يوه شېبه يې رنګين وزرونه وګوري او بيا يې په خندا_ خندا د ګلونو په غېږ كې خوشي كړي.


پېښور
2002_3_17

شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه