دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه غره ته روان سړی
رياضت
ناڅاپه مې د بنګړو شرنګ په غوږ شو. په زړه كې مې يو لښكر ميږې وغونځېدل. زړه مې ټينګ كړ او سترګې مې ور وانه ړولې.
"اې تاته وايم، ګل مې درته راوړى دى" دې اواز د مقناطيس غوندې ورونيوم. ما د قدم اخيستلو تاب نه درلود او پر ځمكه پورې ميخ شوم. زه له نن نه شل كاله شاته ولاړم او ښكلا مې سترګو ته نېغه ودريده. شل كاله وړاندې زه د اوولسو كالو وم او ښكلا د پنځلسو شپاړسو كالو وه. د اختر ورځې شپې وې او د دوى كډه تازه له غره نه كلي ته راغلې وه. څو ځله يې په دروازه تېر او راتېر شوم او څه سندره مې هم زمزمه كوله. د دروازې له شانه مې د بنګړو شرنګ واورېد. په مهين او خندان اواز يې راته وويل:"اې تاته وايم ګل مې درته راوړى دى"
د دروازې تر څنګه يې وارخطا ودرېدم. اخوا دې خوا ګورم چې څوك مې ونه ويني. له نيمكښې دروازې نه د بنګړو ډك لاس را اوږد شو او يو غرنى ګل يې ماته راكړ. لكه د پاچا له خزانې نه مې چې لال راپټ كړى وې داسې وار خطا خو، خوشاله بيرته راوګرځېدم. اوس دا دى شل كاله وروسته له خپل كلي نه لرې په دې لوى ښار كې ګرځېدم چې د غلا په تور يې ونيوم. دوى د غلا له پاره

هېڅ ثبوت نه لرې بې له هغه زرين زنځيره چې په كړۍ كړۍ يې كله الله او كله ښكلا يادوم. زما لاسونه يې په هماغه زنځير تړلي دي. له ډيرې مينې نه كله كله دا زنځير ښكلوم. له زنځيرنه د ښكلا د لونګو بوى راځي. دوى لكه چې ټول زما رقيبان دي.دا دى په درو مې وهي او راته وايې چې روغ او هوښيار سړى يې او ځان دې ليونى كړى دى. دوى له ډيره قهره غاښونه راته چيچي او داسې راته وايې:
"ته صبر وكړه چې د قاضي په وړاندې دې يو څو درې ووهو په خپله به اعتراف وكړې. هغه دى قاضي راغى. قاضي د عدالت پر څوكۍ كېناست. زه يې لاس تړلى قاضي ته ور روان كړم. د زنځير شرنګى خيژي او زه قاضي ته مخامخ لاس تړلى ودرېدم. په زنځير تړلي غبرګ لاسونه مې خپلو شونډو ته ورنږدې كړل او زنځير مې ښكل كړ. قاضي په ډير غضب سترګې را پورته كړې او په قهرجنه لهجه يې راته وويل:
"رښتيا به راته وايې"
ما په ډير پرتم سره داسې خبرې پيل كړي:
صيب له ښكلا سره مې ازلي مينه وه. لا ماشومان وو چې يو بل ته به مو افسانې سره ويلې. پټپټاني به مو سره كول ميږې او وري به مو په ګډه سره څرول. يو بل مو په خوبونو كې سره ليدل او يو بل ته به مو خوبونه سره ښودل. ما به چې خوب وليده ښكلا به يې تعبير را كاوه چې ښكلا به خوب وليده ما به يې تعبير وركاوه. يوه ورځ مې ورته ووې چې ښكلا خوب مې ليده. ښكلا وې ښه دې ليده. ماوې چې ښه دې د ايمان شه ښكلا! ته مې په خوب ليدې. ښكلا په خندا كې ووې ښه څنګه دې ليدم؟ ماوې چې ته ليلا وې او زه مجنون وم. خلكو زه له كلي نه شړلى وم او په ځنګله كې اوسيږم. ته په خوب كې راشې او يو ښايسته ګل هم در سره وي. كله زه ستا پر ځنګانه سر ږدم او كله ته زما پرځنګانه. كله چې ته بيرته كلي ته ځي نو هغه ګل ماته راكړې زه په خوب كې له خوب نه

راويښ شم او هغه ګل همداسې له ما سره وي. ښكلا ووې چې دا خو ډير ښكلى خوب دى خو زه يې په مانا نه پوهېږم. ناڅاپه قاضي ميز ته ډب وركړ:
نورې خبرې پريږده د زنځير خبره وكړه!
ښه صيب، خو د ښكلا د زرين زنځير خبره ټوله زما په رياضت كې پټه ده داسگې هم نه ده چې ګنې زه د اولياىكرامو له ډلې يم. زما په زړه كې هم نجونو او ښكليو ښځو ته د هوس سل شيطانه ناست دي. خو كه رښتيا راباندې وايې دا په ښارونو او بارزارونو كې چې ځينې خلك نجونو او ښځو ته سپي سپي كېږي خداى شته چې ډير بد مې ايسې. دا وجه وه چې نجونو او ښځو ته د نه وركتلو رياضت مې پيل كړ. ډلې ډلې نجونې به مې مخې ته راتلې خو ما به نه وركتل.
قاضي صيب بيا ميز ته ډب وركړ: لا حولاولا، تا د رياضت كيسه را واخيسته زه درته وايم چې د زنځير كيسه وكړه دا چې لاسونه دې ورباندې تړل شوي دي دا زنځير دي له كومه كړ؟
ما يو ځل بيا زنځير ښكل كړ. له زنځير نه همداسې د ښكلا د لونګو بوى راتلو: قاضي بيا مېز ته ډب وركړ او په غوسه يې وويل: د زنځير خبره وكړه.
قاضي صيب ته لږ صبر وكړه د همدې زنځير خبره مې را اخيستې ده. خبره داسې وه چې زما رياضت بيخي اوج ته رسېدلى. زه د يوه مستغنې ملنګ په څېر په ښار كې روان وم چې ناڅا په مې د ښكلا د بنګړو شرنګ او د هغې مهين اواز واورېد" اې تاته وايم ګل مې درته راوړى دى" ما په ډيره ليونۍ مينه ښكلا ته ور وكتل شل كاله ډير عمر دى خو دې شلو كلونو د ښكلا پر مخ يوه ګونځه هم نه وه غځولې. ښكلا د يوې ښكلي خوب غوندې مخامخ راته ولاړ وه. سلګيو او غريو نيولې وه. شونډې يې رپېدې ما په ډير ليوني انداز ورته وويل:
كوم دى ګل؟!
خو د هغې له لاسونو او پښو نه زنځير تاو و. ما چيغې وكړې:


"زه دا نه شم زغملى" ما له ښكلا نه غېږه تاو كړه اوږد زرين زنځير مې ترې راخلاص كړ. ښكلا غره ته ولاړه او د ښار له سترګو ترې تم شوه. خو زه مې پر خپلې مينې ايمان لرم چې ښكلا به راشي او يو ګل به ماته راوړي.
قاضي صيب په ډير غضب سره ميز ته ډب وركړ او داسې يې وفرمايل:
"ده د ښار په موزيم كې د ښكلا له مجسمې نه زرين زنځير مات كړى او د مجسمې ښكلا ته يې زيان رسولى دى. د محكمې حكم دا دى چې متهم دې په همدې زنځير له همغې مجسمې سره وتړل شي.

پېښور ناصر باغ كمپ
1999_2_15

شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ End