دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه غره ته روان سړی
سپينه کوتره
د تاريخ كتاب مې لانه و لوستى چي زموږ د كلي له سپين ږيرو مې د لر كلي په باب ډيري افسانې اوريدلې وې. افسانې نه وې حقيقت و. خو موږ ماشومان پر افسانو مين وو.
لركلي ماته د ښاپيريانو د افسانوي ارم حيثيت درلود چې تورو ديوانو يې د بريد پر سر د جادو زنځير غوړولى و. كه موږ پر زنځير ور واوړو د ښاپيريانو غوندې به مو وزرې وسوځيږي. موږ به هر ماښام خپلو مشرانو ته زارۍ كولې چې يوه افسانه راته ووايي. په مشرانو كې به چې كوم چا افسانه نه وه ياده يوه تاريخي پيښه به يې د افسانې په نوم راته واوروله. ځينو سپين سرو ښځو او سپين ږيرو به د ښاپيريانو نكلونه راته اورول. د ادم خان او درخانۍ د مومن او شيرينو نكلونه به يې راته اورول. چې څومره به شپه پخيده دومره به افسانې خوند پيداكاوه. ماته به خوب ورو ورو جوټې راكولې. ما به خپلې سترګې سره موښلې او كله كله به مې په يخو اوبو ومينځلې. ماوې هسې نه چې ويده شم او بيا به زما همزولو افسانه ياده كړې وې او ما به نه وي ياده. كله به چې په افسانه كې توردېو، ښاپېرۍ د جادو په سپينه ښيښه كې بنده كړه زه به هم توري شپې د خوب په ښيښه كې بند كړى وم. په خوب كې به د ښاپېريانو په وطن كې ګرځېدم.

د ارم په باغ كې د ډنډ پر غاړه به د يو ګل تر څانګو لاندي پټ شوم. يوه ډله ښاپيرۍ به راغلې، د ډنډ پر غاړه به يې د وزرو جامې و ايستلې او بربنډې به په ډنډكي لمبېدې. ټولې ښاپېرۍ مې نوم په نوم پيژندې. بدرۍ جماله، ګل
اندامه، زبزبانه او نورې ډيرې. زه به غلى د ګل له منځه را ووتم او د ښاپېريانو د وزرو د جامو د پاسه به د يوه سوبمن اتل په څېر كيناستم او په كړس كړس به مې وخندل. په ډنډ كې به د ښاپېريانو لامبو غلې شوه او ټولې ښاپېرۍ به د ناسپړلو غوټيو په څېر سره راټولې شوې. په غاړو كې به يې د سليمان پيغمبر هيكلونه
ځليدل. ټولو به ماته زارۍ كولې چي مه كوه د خداى لپاره زموږ جامې راكړه. موږ بربنډې يو او له تانه ډيرې شرميږو. ما به بيا په كړس كړس وخندل او له جېب نه به مې د اور دبلى راواخيست، يو تيلى به مې ولګاوه او ښاپېريانو ته به مې د دوى د وزرو د جامو د سوځلو ګواښ وكړ. دوى به وار خطا شوې او ماشومانه ژړاوې به يې پيل كړې، زارۍ به يې راته كولې:
_مه كوه، خداى ته ګوره چې زموږ جامې ونه سوځوې چې بيا په موږ پسې تور ديوان راځي، موږ به هم يوسي اوتا به هم راسره يوسي. تا به بندي كړي. د شپږ كوټو كيلي ګاني به دركړي او د اوومې (د راز د كوټې) كيلي به نه دركوي.
زما په ګوتو كې به بل شوى تيلى و سوځېده. د ګل پر پاڼه په مې سوى تيلى وروغورځاوه. داسې به برېښېده لكه بې وزرو بورا او يا لكه چې ښه ماهر انځور ګر د مين د زړه په غشي پېيلى انځور كښلى وي.
ما به بل تيلى ولګاوه او بيا به مې ښاپېريانو ته د دوىد وزرو د جامو د سوځولو ګواښ وكړ. دوى به بيا قسمونه را واچوال:
_پام چې زموږ جامې ونه سوځوې. ته چې هر څه غواړې موږ يې دركوو. په موږ كې چې هره يوه غواړې ستا وينځه به شي.
ما به ورته وويل: زه يوه نه غواړم زه تاسې ټولې غواړم چې زما وينځې شئ او زه ستاسو پاچا شم.

دوى ټولو به دا خبره هم راسره ومنله خو بيا به هم زما په زړه كې شكونه راتلل چې كه د وزرو جامې وركړم ټولې به رانه د سپينو كوترو په شان والوځي. زه به لږ غلى غوندې شوم او فكر به مې كاوه. دوى به ويل:
_ژركوه كنه، هسې نه چې تور ديوان راشي. ما به سترګې ور واړولې ناڅا په به مې سترګې د دوى په غاړو كې د سليمان پيغمبر هيكلونو وبريښولې. زه به له خندا نه شين شوم.
_بس بس اوس به ستاسو د وزرو جامې دركړم خو په يوه شرط. دوى به په اوبو كې د اور دبلو لمبو په څېر رپېدې. په عاجزۍ به يې سترګې را پورته كړې:_وايه كنه هر شرط دي منظور دى.
ما به وويل:
_ښه وايم يې....اًم رانه هېر شو، چي ماڅه ويل؟
دوى به بيا زارۍ راته پيل كړې:
_خداى ته ګوره، ديوان به راشي.
_ښه وايم يې، غوږ شى شرط دا دى:
_ستاسو دي په خپلو غاړو كي د سليمان په هيكلونو قسم وي چې ما به د خپل پاچا په صفت ومنئ او تاسې به زما وينځې شئ؟
دوى به په سترګو سترګو كې سره وكتل او ورو به يې وويل:
_دې ظالم ته وګورئ، دا څومره سخت شرط؟!
خو بيا به يې هم راته وويل:
_هو زموږ دې د سليمان پيغمبر په هيكلونو قسم وي چې ته به زموږ پاچا يې او موږ ټولي به ستا وينخي وو.
ما به په ډير فاتحانه او شاهانه انداز په خپله غېږك د وزرو جامې راټولې كړې او د ډنډ پر غاړه به مې ورته كيښودې. دوى به د ډنډ له منځ نه د ډنډ غاړې ته راغلې او راته وبه يې ويل:

_ته سترګي پټې كړه.
ما به سترګې نيمكښې غوندي پټې كړې او د سترګو په وت كې به مې دوى ته ور كتل. يوه ښاپېرۍ به له خندا نه شنه شوه:
_ته ډير شوخ يې! تر بڼو لاندې د سترګو په وت كې راګورې. سترګې سمې پټې كړه! هسې هم تا وګټله او موږ وبايلله. اوس خو هسې هم زموږ پاچا يې. لږ مو پريږده چې ژر ژر جامې واغوندو بيا به د سپينو كوترو په شان ستا پر سر اووه
ځلې هوا يي طوفونه وكړو. ستا پر سر به د ارم ګلونه و شيندو او ستا په غېږ كې به د خپلو غاړو د سليمان هيكلونه كېږدو.
ما به خپل لاسونه پر سترګو كېښودل:
دا دي سترګې مې پټې كړې.
دوى د وزرو د جامو په اغوستلو پيل وكړ او ما دوى ته د ګوتو په وتونو كې غلي غلي وركتل. زما سترګې د دوى د غاړو هيكلونو وبريښولې. ما له خپلو سترګو نه لاسونه لرې كړل. كه ګورم چې لمر زموږ د كلي د غره د پاسه د وړانګو د وزرو په جامو كې ولاړ دى او غيږه يې د سليمان له هيكلونو ډكه ده.
زه له زرينو خوبونو او د ښاپېريانو له افسانو سره ورو ورو رالوى شوم. د دنيا د ملكونو تاريخونه مې ولوستل. د بر كلي او لركلي تاريخ خو مې لكه د لمانځه په ياد كړ. كله چې لر كلي ته راتلم نو د بريد پر سر د بېلتون افسانوي زنځير د مړه ښامار په څېر غځېدلى و او ما يې له ډيره قهره پر ملا پښه كېښوده.
لر كلى هم كټ مټ د بر كلي په څير و. په لر كلي كې مې تر ټولو د مخه كوتره وپېژنده. كوتره رښتيا هم د كوترې له څېري سره لګېدلى نوم و. يو شى چې له كوترې سره يې توپير درلود د كوترې اواز و چې د نيمو شپو د بلبلې غوندې خوږ او سندريز و. ما د كوترې په سترګو كې ټولې وركې وموندې. د ماشومتوب شېبې، زرين خوبونه، د ښاپيريانو افسانې، د وزرو جامې، د سليمان پيغمبر هيكلونه، د قرآن آياتونه، جوماتونه، حجرې، ګودرونه، د ادم د رباب

شرنګا، د درخو د بنګړو شور، چيغې، ډولونه، لښكرې، اتڼونه، د لر او بر كلي ګډ انځور. د لراو بر كلي تر منځ د بريد كرښه. د زلميتوب شېبې، مينه، بيلتون، غزل، ټپې، د رحمن بابا ساده او رواني غزلي، د خوشال حماسې او رندانه غزلې.
د عقابانو او بازانو ځالې، الوتكې، بمونه، سوې شوبلې، وران كلي، وران ګودرونه، سوي ځنګلونه، غوڅ چنارونه. لنډه دا چې د كوتر په سترګو كې زما
د ژوند د زرينو انځورونو يو كاروان روان و. زه نه پوهېږم چې زما د ژوند د زرينو انځورونو دا كاروان ما څنګه د كوترې په سترګوكې بيا موند. كيداى شي د هر چا په سترګو كې د يو چا د ژوند د تيرو شېبو د انځورونو يو كاروان روان وي خو څوك چې د سترګو په لوستلو پوى شي. ما چې لومړى ځل د كوترې سترګو ته وكتل نو ومې لوستلاى شوې. كه څه هم ځينې ټكي په كې د كلاسيكو او زړو متونو په څېر تت وو او سم نه لوستل كيدل. زه هم له هغو تتو تورو تېر شوم. په زړه كې مې وې چې هسې نه غلط يې ولولم بيا به مې غاړه بنده شي.
ما به هميشه د كوترې سترګو ته كتل. كوترې به ما ته ويل:
_ته ولې دومره ډير زما سترګو ته ګورې؟!
ما وې ستا په سترګو كې زما د ژوند ټولې شېبى او ټولې خاطرې ښكاري. پردې خبرو به كوتره په خپل بلبلي انداز له خندا نه شنه شوه او راته ويل به يې:
_ما ته خو يو هم پكې نه ښكاري.
ما ورته وويل:
_خپلې سترګې خو څوك ليداى نه شي.
كوترې وويل:
_ما خو خپلې سترګې په هنداره كې هم كتلي دي خو ستا د ژوند د شېبو انځور مې يو هم پكې نه دى ليدلى.

ما خپلې سترګې د كوترې په سترګو كې وګنډلې او د خپل ژوند د زرينو انځورونو روان كاروان مې په كې وليد.
كوتره بيا له خندا نه شنه شوه:
_څنګه غلى شوې. زه پوهېږم چې ځواب نه لرې.
ما وې نه، ځواب لرم. همدا اوس يې هم وينم چې ستا په سترګو كې زما د ژوند د تيرو شېبو د انځورونو كاروان روان دى. كيداى شي دا كاروان به په اصل كې
زما په روح كې روان وي خو بس زه يې ستا په سترګو كې وينم. ما ته هم يو خدايي راز ښكاري.
هاغه دى همدا اوس هم ستا په سترګو كې زما د زلميتوب د اولو شېبو يوه تراژيدي خاطره چې له حماسې نه هم جلالي ده وينم.
كوتره له خندا نه شنه شوه:
_مړه زه خو يې نه وينم، ته يې راته ووايه چې له تا يې واورم.
_ښه غوږ كېږده!
_اُم دا دى غوږ مې دى.
_خو ګوره! ته به ستا په سترګو كې زما د ژوند د انځورونو په كيسه كې رالوېږې نه. دا كيسه ډيره اوږده ده ترپايه به يې اورې، پوه شوې!
_هو وايه.
_د نښترو ښكلى ځنګل دى. د نښترو تر څانګو لاندې شين چمن دى. زموږ د كلي د ماشوم شپونكي ښايستوكې وري اخوا دې خوا درنجكې وهي. مېږې مړې دي او په چمن كې پر يوې ډډې پرتې دي، ډك ډك تيونه يې ښكاري. ګوره چې پام دې وي، دا شپونكى تر ټولو كليوالو شپنو خوږه شپېلۍ غږوي. څه صفت به يې درته كوم خو لنډه دا چې په شپېلۍ غږولو كې بيخي قيامت
كوي. نوم يې نه راځي خو زه يې ماشوم اسرافيل بولم. هغه ده خپله شپېلۍ يې د نښترو په پښو كې كېښوده. د شپېلۍ په نرۍ ملا كې له وېښته نه لږ لوى غوندې

نرى درز هم ښكاري. د شپونكي له كيڼ لاس نه د نښتر د ژاولو پټۍ تاوه ده. لاس يې اوس هم لږ لږ دردكوي. دا نښتر خو وينې چې ځينې څانګي يې زخمي او ځيني ماتې دي. د نښترو په سټه كې ژور ژور زخمونه دي. ښايي د نښتر څانګې به هم د ماشوم شپونكي د خوږ لاس غوندې لږ لږ درد كوي. ستا په زړه كې به درګرځيدلي وي چې ماشوم شپونكى خو ښه دى له لاس نه يې د نښتر د ژاولو پټۍ تاوه ده، د نښتر پر څانګو به څوك پټۍ تړي؟ دا ښه پوښتنه ده خو ځواب
يې له ماشوم شپونكي سره شته. نه وبخښه غلط شوم ځواب نه د نښتر د زخمي څانګو او د نښتر د پټ درد مرهم يادوم. لږ صبر وكړه چې ماشوم شپونكى په ښي لاس د نښتر له ژورو زخمونو نه د نښتر ژاوله چې زه يې د نښتر اوښكې بولم ښي را وتويږي او په لوښي كې يې واچوي، بيا به وګورې چې ماشوم شپونكى څنګه د نښتر د پټو دردونو علاج كوي؟
ښه، هغه دى ماشوم شپونكي د نښتر د سټې له زخمونو نه د نښتر ژاوله يا په بل عبارت د نښتر اوښكې را وتوږلې. لاسونه يې د نښتر په ژاولو يعنې د نښتر په اوښكو ككړ شول. هغه دى د خپلو مېږو خوا ته ورغى.هغه دى دتاندې لنګې مېږې تى يې د زخمى لاس په ګوتو كې ورو، ونيو، د روغ لاس لپې ته يي د مېږي تودې شيدې څو دارې ور ولوشلې او لاس يې له ژاولو نه پرې ومينځه. اوس يې هم لا لاس ښه پاك شوى نه دى. هغه دى د چمن پر سره د پرخو پر دانو يې لاس تير او را تير كړ. لاس يې وګوره د كوچو غوندي تك سپين شو. اوس نو د شپونكي په زړه كې د شپېلۍ د مينې لمبه وغځېده. شپېلۍ يې را واخيسته او د خپل خوږ لاس درد يې هېر شو.
ماشاالله له بدو سترګودې په امان وي، څومره ښكلي نغمه په شپېگلۍ كې اړوي. هغه دي ساړه ساړه بادونه را والوتل. د نښتر څانګې لكه زانګو ورو ورو زنګوي او



د نښتر ماشوم دردونه للو للو كوي. ماشوم شپونكى په خپلو سندريزو ګوتو د نښتر پر زخمونو د نغمو پټۍ لګوي او د نښتر د پټو دردونو علاج كوي.
خدايه! خير پېښ كړې شپونكي شپېلۍ غلې كړه او آسمان ته حيران حيران ګوري. ده خو كله هم په شپېلۍ كې نيمګړې نغمه نه وه پر اېښې. چې دا بيا څه ټكه را روانه ده؟ الله.... خير. الله خير! هغه دى شپونكى شپېلۍ په خوږ لاس كې او د نښتر د اوښكو جام په روغ لاس كې د نښتر د سټې شاته پټ شو. وري او ميږې په ترپكو شول.
ټول سوې رمباړې وهي. خير خدايه! خير!.... خداى دې شپويكى د جبرائيل تر وزرو لاندې وساتي. خير خدايه! د نښترو پر ځنګله سخته طوفاني سېلۍ راغله. هغه دي د سر څانګې يې اخوا دې خوا وشيندلې. هغه دي د نښترو د سرڅانګې د نښترو تر پښو پورې راورسيدې. اوه خدايه! دا بيا څه بوږنوونكې صحنه وينم.د نښتر پر سر د الوتكې وزر لګيږي. هغه دي د تندرونو غوندې بمونه يې وغورځول. هغه دي شنې لمبې له نښتر نه پورته شوې. ته صبر چې ټول ځنګل په
لوګي كې پټ دى. چې شپونكى به څنګه وي؟ چي مېږې او وري به يې څنګه وي؟؟ هغه دى لوګى ورو ورو آسمان ته جګېږي. اوه خدايه شكر شپونكى د نښتر له سټې نه را پاڅېد. د سر په ويښتانو كې يې خاورې خځلې ښخې دي.
جامې يې څنډ وهلې. شپېلۍ ته يې وكتل شپېلۍ يې هم جوړه ده، بس ايله له خوږ لاس نه يې د نښتر د ژاولې پټۍ ښوييدلې ده خو د نښتر د ژاولو جام يې نه دى توى شوى. په ځنګل كې په منډه شو، خپل خواره واره وري او مېږې راټولوي. يو يو شماري. په سترګو كې موسكى شو. لكه چې ټولې مېږې او وري يې جوړ وي. بيا د نښتر سټې ته كېناست. په شپېلۍ كي نيمګړې نغمه پوره كوي او د نښتر زخمونه ټكور وي.
_وئ كوترې ته خو خوب وړې يې!


كوترې خوبولې سترګي را پورته كړې. ښكلې غځونه يې وكړه، ستړى اسويلى يې وكيښ او د كوترې غوندې تك سپين لاس يې پر شونډو كېښود. باڼه يې په زوره زوره ورپول. په خوبولي انداز يې راته وويل:
_دا تا زه كومې دنيا ته بېولې وم. ما ته خو ځان ډير بدل ښكاري، لكه له سل كلن خوب نه چې راويښه يم. دا تا په ما څه كوډې وكړې! ته جاودګر يې! ما وخندل،_زه جادوګر نه يم او....
بيا په خبره كې را ولويده.
_ښه يوه پوښتنه كوم. ما په خندا كې ورته وويل:
_ښه وايه جادوګر دې ځواب وايي.
لږه غلې غوندي شوه، لكه په نيم خوب كې چې وي يوه ښكلې غځونه يې وكړه:
_اُم دا راته ووايه چې شپونكي د نښترو د ژاولو يا ستا په قول د نښترو د اوښكو په جام څه كول؟ ما ځواب وركړ:
_هغه يې كورته وړل چې د مشر ورور د ښي لاس پر زخم يې وتړي.

_ولې په ورور يې څه شوي وو. ما ځواب وركړ د هغه په لاس كې د مار غاښ مات شوى وْ.
_ولې هغه څه په لستوڼي كې ماران ګرځول؟
_نه! هغه ماران دې ته نه پرېښودل چې ښاماران شي او هغه به يې په غشو ويشتل. كوترې بيا وپوښتل:
_ښه نو د نښتر اوښكې د مار د زهرو لپاره ښې وي؟
ما ځواب وركړ:
هو، خو د هغه نښتر اوښكې چې د ماشوم شپونكي د شپېلۍ غږ يې اوريدلى وي. كوترې بيا په ټوكو ټوكو او په خندا وويل:


_ولې د هغه شپېلۍ څه د اسرافيل شپېلۍ ده؟
ما دا ځل جدي ځواب وركړ:
_ولې، د كيسې په پيل كې ما درته ونه ويل چې ماشوم شپونكى زه ماشوم اسرافيل بولم. دا خو څه كوې كه د شپېلۍ غږ يې واورې له تا نه به هم د هوا كوتره جوړه كړي. او ګوره! ددې ماشوم د شپېلۍ په غږ به سل كلن ښامار اور واخلي، ايره ايره به شي او ايرې به يې تر ګنګا پورې باد يوسي.
د كوترې په سترګو كې د خوشحالۍ اوښكي راغلې. اوښكې يې مړې مړې پر سرو بارخوګانو را روانې شوې. نژدې وه چې ټينګه غېږه راكړي. خو زه يې سترګو ته ځير شوم او سترګې مو سره وګنډلې.
بله پوښتنه يې وكړه:
_ګوره جادوګره! ستا كليوال شپونكى به زموږ كلي ته هم راولې، چې جادوګگره شپېلۍ راته وغږوي. دا زما ډير ستر ارمان دى چې زه د رښتيا كوتره شم چې زما او ستا د كلي تر منځ د پراته ښامار سترګې په مښوكه راوباسم. بيا به ستا كليوال شپونكى د شپېلۍ په غږ ښامار ايره ايره كړي چې ايرې يې بادونه ګنګا ته يوسي.
ما ځواب وركړ په تورو سترګو.
يو شرنګ شو چې كوترې لاس را اوږد كړ:
_قول راكړه. ما هم لاس ور اوږد كړ. كوترې زما لاس په لاس كې ټينګ ونيو. تك سپين لاسونه يي له شنو بنګړو نه ډك وو. د زړه درزايي ما په ورغوي كې محسوسوله. يو ښكلى او شين سهار و، په هوا كې يوه تكه سپينه كوتره د لمر پر خوا روانه وه.لمر د وړانګو د وزرو په جامو كې د كلي د غرونو پر سر ولاړ و او غېږ يي د سليمان پيغمبر له هيكلونو ډكه وه.

1997 پېښور

شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه