| دکتابتون لومړی مخ | ناولونه او کیسه یز کتابونه | غره ته روان سړی |
د انځور ګرۍ په نندارتون كې زه هم د انځورګر په توګه ومنل شوم. د
نندارتون مشر ديويد زما په لاس كښل شوي انځورونه يو په بل پسې كتل انځورونه
د نندارتون پر ديوال د شنه بخمل پر ټوكر د يو بل تر څنګ منظم را ځوړند وو.
ديويد يوه انځور ته ځير شو. په انځور كې يو ښايسته زلمى پر سره آس سپور دى.
د ځوان په ځان كې تكې سپينې جامې دي پر سپينو جامو د پاسه يې تك شين بخملي
واسكټ اغوستى دى پر واسكټ د پاسه يې د ګوليو ډك تك سور كمربند تړلى دى. پر
كمربند د پاسه يې غوږور ملخى ټوپك غاړې ته اچولى دى. د ښي لاس خواته يې د
آس پر سينه تكه سپېنه آبداره توره را ځوړنده ده. آس د جګې برجورې كلا په
دروازه كې ولاړ دى د دروازې پر سر په شنه دسمال كې تړلى قرآن شريف اېښودل
شوى دى ځوان خپلې تورې څڼې په منځ بېلې كړې دي.
څڼې يې په سره وريښمين دسمال تړلې او ګړګوتي څوكې يې پر اوږو لګېږي. د آس
له كيڼې خوا سره جوته يوه ښايسته دنګه نجلۍ د زرينو پڼو په څوكو ولاړه
ده. د سره بخمل كميس او د سپين سان پرتوګ يې اغوستى دى. پر ټټر يې د لونګو
او مريو درانده ځونډي را ځوړند دي . شنه بنفشه يې ګلدار لستوڼي يې تر څنګلو
راښېيدلي دي په سپينو لېچو كې يې شنه بنګړي ډير مناسب ښكاري
ځوان د آس له زين نه د نجلۍ پر خوا نيم ځوړند دى په يوه لاس يې د نجلۍ له
سره ښوېيدلى شين شال ورسم كړى دى بل لاس يې د نجلۍ له غاړې را تاو كړى او د
نجلۍ پر شونډو يې خوله اېښې ده.
د نجلۍ پر سپينو غومبرو د ځوان د تورو نريو بريتونو څوكې لګېدلې دي د ځوان
او نجلۍ د بڼو څوكې سره نښتي ښكاري دوى دواړه په اننګو كې موسكي دي لمر
خپلې شغلې د ځوان پر لوڅه تكه سپينه توره. د ډك كمربند پر نرسريو ګوليو، د
نجلۍ پر زرينو پڼو او شنو بنكړو خورې ورې ور شيندلې دي.
ديويد تر ډيره ځنډه په انځور كې ډوب تللى و، پر پراخه ټنډه يې ګونځې غځېدلې
وې شنې وړې سترګې يې له ډيره حيرته نورې هم تنګې شوې وې پر سرو ګلابي شونډو
يې غاښونه ټينګ كړل خو دستي يې ژبه پر شونډو راتيره كړه او ديوالي هنداري
ته يې ور وكتل بيا يې ما ته مخ راواړاوه. زما پر اوږه يې لاس كېښود او په
موسكا كې يې راته وويل: ياره كمال دې كړى دى حماسه او رومان دې سره غاړه
غړۍ كړې دي.
ديويد يو ځل بيا د نورو تابلوګانو خوا ته روان شو تابلوګانو ته ودريد. ما
ده ته نه وركتل. د څنګ د ديوال په هنداره كې مې د ده تصوير وليد. له خپل
عمر نه لس پنځلس كاله ځوان ښكاريده نرۍ لوړه دنګه ونه، خو په اوږو كې لږ
كوږ په نظر راغى. د مخ رنګ يې سور او سپين و، د شونډو او غاړې بي درېغه سور
رنګ يې د مخ له رنګ سره نه جوړيده. ما له هندارې نه د ديويد پر خوا سترګې
واړولې. ديويد دا ځل بلې تابلو ته ودريد. په تابلو كې يو ځوان ليدل كېږي چې
په ټټر كې يې غشى ښخ دى. ځوان د كيڼ لاس ورغوى پر ځمكه لګولى دى. په ښي لاس
كې يې سپينه جنډه چې د هلال تصوير پكې په شنو وريښمو كښل
شوى دى نيم ځوړند نيولى دى جنډې ته د يوې نجلۍ سپين لاس ورغځيدلى او جنډه
يې ټينګه نيولى ده. نجلۍ خپلې څڼې په شنه دسمال تړلي دي او سور سالو يې كلك
له ملا نه راتاو دى. سترګې يې د زخمي زمرى په څير له قهر او
غوسې نه ډكې دي باڼه يې نېغ ولاړ دي او يوې لرې خواته ګورې دا د ملالې
تابلو ده. د ديويد پر ټنډه ګونځې راغځيدلې دي. د شهادت ګوته يې په غاښونو
كيي ټينګه نيولې ده. په غچۍ ګوته كي يې د سرو زرو غټه ګوته ښكاري په ګوته
كې د چندڼ پر نرۍ افقي څانګه يو مار را تاو شوى دى. مار سر نېغ نيولى او
لكۍ يې لاندي ځوړنده ده. د چندڼ پر څانګي را تاو شوي مار صليب جوړ كړى دى.
ديويد د زخمي ځوان او ملالۍ په لاس كي جنډې ته ګوري. د جنډې په وريښمين
هلال كې يې سترګې ګنډلې دي. دا دى ديويد د نورو تابلوګانو خواته رهي شو د
دې كتار تابلوګانې ټولې د افغانانو پر اوسنۍ حماسه كښل شوې دي. د يوه وړوكي
كلي په شنه فصل كې شوبلې د تګ په حال كې ښكاري د كتار د سر پر شوبله نرى
اور بل شوى دى.
په هغه بله تابلوكې په يوه ګڼ ځنګل كې يو روسي هوا باز له ويشتل شوې الوتكې
نه په چترۍ كې راكوز دى چترۍ يې له ملا سره تړلې ده او له ده نه څوګامه لرې
خوره پرته ده. له هواباز نه چاپېره شادوګان را تاو دي شادوګان په خندا دي د
هواباز په شنو سترګو او سره مخ كې يوه عجيبه ترهه ښكاري سترګې يې له اوږې
نه د څټك او لور رالويدلي سره نشان ته وركږې دي يوه كارغه په مښوكه كې د
څټك او لور نشان د خوړلو په نمط نيولى دى.
ديويد له انځورنو په موسكا مخ راواړاوه. ياره د وخت ګريوان ته دې په ډېره
غوصه لاس ور اچولى دى. ډېرې شېبې دې راتم كړې دي. بيخي تيريدو ته يې نه
پرېږدې. د يويد غلى شو بيا يې انځورونو ته مخ ورواړاوه پر شونډو يې
ماناداره موسكا خوره وه سره يې وښوراوه:
_هوكې د شېبو ابدي كول د هنرمند دنده ده.
په چرت كې غلى ودريد په غچۍ ګوته كې يې د سروزرو غټه ګوته تاووله په سالون
كې چوپتيا خوره شوه لږه شېبه وروسته يې په كړس كړس وخندل له لاس نه يې
ونيوم ما بكس له ښي لاس نه كيڼ لاس ته واړاوه.
راځه چې پاس وخېژو. هلته به نورې نندارې ووينې. هلته زه خپلې نندارې
درباندې ګورم كېداى شي خوښې دې شي. دا منم چې زما او ستا انځورګري به له يو
بل سره توپير ولري خو...
دا خبري ديويد يوه په بلې پسې جوختې وكړې د،خو، له ټكي نه وروسته لږ غلى شو.
په كړس كړس يې وخندل:
_خو...زما او ستا مطلب يو دى. مطلب د رنګونو كارول او د ښكلا پنځول دي.
هلته ما يو شين ځنګل په ښيښو كې را ايسار كړى دى.
زه يې همداسې له لاس نه نيول يم پاس منزل ته ميناتوري شوي چندڼي زينه پورته
شوې ده. پر زينه ورو ورو خېژو. په پاس پوړ كې يوې سنري ښيښه يې كوټې ته
ورسيدو. د ښيښه يې كوټې دروازه ديويد پرانيسته كوټه د ځنګلي ونو بوټو له
تابلوګانو ډكه وه. ديويد په فاتحانه انداز وخندل.
_دلته مې ځنګل په ښيښو كې را ايسار كړى دى.
زه او ديويد يوې تابلو ته ودريدو. د دنګ غره پر څوكه سپوږمۍ تازه سره وهلى
دى. لاندي د ګلونو پر غونډۍ د سپوږمۍ نرۍ وړانګې لګېدلې دي. يوې نجلۍ لور د
ګلونو له څانګې را تاو كړى. له غوڅې شوې غچۍ ګوتې نه يې وينې د څڅيدو په
حال كې دي.
ما له ځان سره دا لنډۍ زمزمه كړه:
سپوږميه كړنګ وهه راخېژه
يار مې د ګلو لو كوي ګوتې ريبينه
ديويد د تاييد سر وخوځاوه:_
ياره له پښتو لنډۍ نه يوه دنيا انځورونه راپنځېداى شي. بيا يې په كړس كړس
وخندل. ياره ما خو ځكه پښتو ژبه يادوله.
زما پام يوې بلي تابلو ته ورواوښت. د څيړۍ د وني پر يوه څانګه د قمري ځاله
ده په ځاله كې د قمري بچي د لوږې په حال كې ښكاري. زېړې مښوكې يې خلاصې او
د آسمان خواته يې سترګې نيولې دي ټول سرې غوښې ښكاري ايله يوه نيمه خړه
بڼكه يې پر غوښنو پوستونو راټوكېدلې ده. له څانګې نه مار تاو دى او ځالې ته
د ورتګ په حال كې دى.
خداى شته چې ډېره شېبه دې انځور ته ځير وم. ديويد زما پراوږه لاس كېگښود او
په كړس يې وخندل:
"ياره لكه چې د قمري پر بچو دې زړه درد وكړ!"
د قمري پر بچو مې زړه درد وكړ خو پر دې مار مې هم خوا يخه شوې ده. د ديويد
شنې سترګې نورې هم وړې شوې پر ټنډه يې ګونځې وغځېدې. آوزا يې بدل شو:
_هغه څنګه؟ ما په كيڼ لاس كې نيولى بكس ژر خلاص كړ. يوه تابلو مې ترې
راوايسته دا تابلو مې د مار د تابلو تر څنګه وځړوله. ديويد په تابلو كې
بيخي غرق شو. شنې سترګې يې دومره وړې شوې چې ايله كسي يې ښكاريدل ټنډه يې
بيخي ګونځو وپوښله له ځان سره ګډ شو _دا قهر جنه هوسۍ...په سترګوكې يې د
وږي زمرۍ غوندي غوسه ښكاري.
د مار پر لكۍ يې پښه ايښې ده، له ښكرو او غاړې نه يې هم را تاو دى. ام او
بالاخره غاښونه يې د مار تر سر پورې ورې يستلي دي. او د دې تابلو نوم پايد
مار خوړونكې هوسۍ وي.
ديويد ما ته مخ راواړاوه:
_ښه دا نو ... يو شاعرانه خيال دې انځور كړى دى.
ما وخندل:_شاعرانه خيال خو دى خو...
زما او د ديويد سترګې سره مخامخ وې. موږيو په بل كې سترګې ښخې وې ما په ډير
اطمينان د ده په سترګو كې سترګې ګنډلې وې. د ديويد سترګې مې ولوستې. له يو
عالم پوښتنو ډكې وې. ديويد په كړس كړس وخندل ښه نو دا ،خو، دې څنګه په كې
راوايسته؟
_خو، يې دا چې حقيقت هم لري.
_يعنې دا چې مار خوړونكې هوسۍ هم شته!
ما په ډېر ښاغلي انداز وخندل:
_هو كنه، ديويد جانه زموږ غرونه او ځنګلونه له مار خوړونګو هوسيو ډك دي.
ديويد تصنعي غوندې وخندل:
ياره كنه ستاسو تصويرونه تر اصل نه څو واره زورور دي.
ما ناخوداګا شونډې بوڅې كړې. سر مې د نا په ډول وښوراوه:
_نا كنه، زموږ تصويرونه د اصلونو تت سيوري وبوله پوه شوې! ديويد په كړس كړس
وخندل. لاس يې را اوږد كړ. ياره واچوه چې لس شي. يو بل ته مو په خرپ لاسونه
سره وركړل. ديويد لږ غلى شو. سترګې يې د كوټې په چت كې وګنډلې باڼه يې نه
ځمبل:
_ياره دا ستاسو بيابانونه به هم هوسۍ لري؟
_د بيابان هوسۍ په تغزلي تابلوګانو كې كاروو.
ديويد بيا په ډاډمن آواز پوښتنه وكړه:
_د كليو او ښارونو هوسۍ هغه څنګه؟!
ما د شرم او حيا احساس وكړ. هغه...څه ووايم. د كليو هوسۍ مو له مار خوړونكو
هوسيو رنګ اخلي. د ښارونو هوسۍ مو د بيابان هوسۍ وبوله خو ګوره د ښار په
هوسيو كې يوه نيمه تر مار خوړونكو هوسيو هم خطرناكه پيدا كېږي. ديويد بيا
په كړس كړس وخندل:
ياره هغه څنګه:
هغه...هغه داسې چې په دې ورځو كې پر يوه بله تابلو كار كوم. بايد ووايم چې
د دې تابلو الهام مې د شاعر له يو منظومې نه اخستى دى. د ځنګل يوه هوسۍ يوه
كبلۍ او يو كبلى لري. د هوسۍ غولانځه تشه ده. كبلۍ او كبلى وږي دي. هوسۍ
يوې ورشو ته ځي په ورشو كې آن تر نامه پورې واښه ولاړ دي. په وښو كې د
الوتكو د بمونو تش ډولونه هم پرا ته دي. هوسۍ په باروتو كې راټوكېدلي واښه
خوري. شېبه پس يې غولانځه ډكېږي. غولانځه يې پر وښو لګېږي. پر وښو يې ټك
ټكي پۍ څاڅي كش او كړپ اوري. يو ليوه ويني چې خوله يې په وينو سره ده هوسۍ
د خپلو بچو د وينو بوى پېژني د جنګي اسپې په څېر پر ليوه ير غل وروړي.
دواړه ښكر د ليوه په ټټر كې ور ننباسي.
د ديويد پر شونډو شكمنه غوندې موسكا خوره وه. سر يې د هو په علامه څو ځله
وښوراوه. له لاس نه يې ونيوم. په ښيښه يې كوټه كې مو څوګامونه واخيستل.
د تابلوګانو په منځ كې د ښايسته مېز شاته پر څوكيو كېناستو. ديويد پر يوه
تڼۍ ګوتي كيكاږلې. په ښيښه يې كوټه كې يوه غم انګېزه سمفوني خوره شوه. د
ځنګل غم انګېزه زمزمه د ساړه باد اسويلي د ځنګل له يوه سره د ښځينه قمري
سوى اواز راځي. د ځنګل له بله سره د نارينه قمري سوى اواز. د يوې څېړۍ د
پاڼو غير منظمه خرپا راغله، د مار پشهارى. د قمري د بچو سوې چيغې د ښځينه
قمري او نارينه قمري وروستنۍ غبرګه ناره څپې څپې خوره شوه.انګېزه يې وكړه
او په لړزيدونكي ډول غلې شوه.
سمفوني غلې شوه. زه په چرت كې تللى وم ديويد زما خوا ته را كتل لاس يې غلى
د مېز تر شا پر بلې تڼۍ كېښود. په كړس كړس يې وخندل:
_ياره په كوم چرت كې تللى يي؟
ما لا ځواب نه و وركړى چې بله پوښتنه يې وكړه:
_رښتيا څنګه وه، سمفوني دې خوښه شوه؟
ما وخندل، سمفوني ښه وه، خوښه مې شوه. زما تراژيدي هنر خوښېږي خو... ديويد
بيا په كړس كړس وخندل:
_دا خو يې په كې څه؟
ما ځواب وركړ:
_خو يې دا چې دا سمفوني نيمګړې وه.
ديويد وخندل: هغه څنګه؟
_هغه داسې چې د دې سمفوني وروستنۍ برخه بايد حماسي واى چې نا اميدي په اميد
بدله شوې واى.
ديويد لږ جدي وويل دا تراژيدي حماسي كېداى نه شي.
ما ډاډمن وموسل:
_كېداى شي ولې نه شي كېداى.
ديويد په ډيره تلوسه وپوښتل:
_څنګه كېداى شي؟
ما ديويد ته وويل:
_غوږ شه داسې كېداى شي:
"كله چې مار د قمري بچي وخوړل دى بايد د قمري له ځالې لاندې رالويدلى واى.
د رالويدو خرپ به يې په سمفوني كې راغلى واى. بيا به د يوې وږي مار خوړونكي
هوسۍ ترپا او په ښكرو د څيړيو د څانګو دا خوا دې خوا كولو اوازونه راغلي
واى. د هوسۍ اود مار جنګ به راغلى واى په آخر كې به له ډېره قهره د هوسۍ د
غاښونو د غچ غچ او د هوسۍ له خوا د مار د خوړلو اواز راغلى واى.
ديويد په كړس كړس وخندل:
_ياره كمال كوې. ته غواړې چې خپله هوسۍ په ښيښو كې د را ايسار شوي ځنګل
ملكه جوړه كړې. ما ځواب ته ځان جوړاوه چې شرنګ شو په اروپايي
لباس كې يوه ښكلې نجلۍ كوټې ته راننوته. د نجلۍ په لاس كې د مېوو او خوراك
ډك پتنوس و.
پتنوس يې پر مېز كېښود ديويد په كړس كړس وخندل:
_دا هوسۍ ده. زما سكرتره ده.هوسۍ په موسكا سلام وكړ. ما ته يې لاس را اوږد
كړ او ستړې مه شي يې راسره وكړه. زه ديويد هوسۍ ته ور معرفي كړم:
د ده نوم نور افغان دى او ډير نازكخيال افغان انځورګر دى دى بيخي پر هوسيو
مين دى. دى غواړي چې هوسۍ په ښيښو كې د را ايساره شوي ځنګل ملكه كړي. هوسۍ
د ديويد په رموز ونه پوهېده. هغې داسې وانګيرله لكه پخپله دا چې ښيي، هوسۍ
موسكه شوه. سوربخونې تورې سترګې يې هغې هوسۍ ته ورته وې چې تازه د مار له
خوړلو وزګاره شوې وي يو څو شېبې يې د وطن په يادونو كې ډوب كړم.
هوسۍ د ميوو او خوراك لوښي پر مېز منظم كېښودل ديويد ورته وويل هوسۍ ته يو
ځل ورشه د نور افغان انځورګري وګوره دلته يې هم يوه تابلو ځړولې ده. نورې
تابلوګانې په لاندي سالون كې دي هوسۍ خرامانه پاڅيده. لستوڼي يې تر ځنګلو
لنډ وو. سپينې ليچې يې د سروزرو له مهينو او ميناتوري شوو بنګړو ډكې وې د
سينو پيوند يې څرګند ښكاريده د كيڼ لاس په غچۍ ګوته كې يې د الماسو غمى
ځليده. په غاړه كې يې د سروزرو اميل و د اميل په سر كې د زړه انځور جوړ شوى
و چې تېره څوكه يې د سينو پر پيوند لګېده را لګېده د زړه پر انځور په شكسته
حروفو Love ليكل شوى و. Love په داسې دا يره كې ايسار شوى و چې د انګريزي د
ډي (D ) ټكي ته ورته وه د همدې ډي (D ) ټكي ته ورته دايرې په ليدو مې د يوې
شېبې لپاره ټكان وخوړ بيا مې ځان ته تسله وركړه چې هلكه ګومان د ايمان زيان
دى په زړه كې مې كلمه تېره كړه هوسۍ خرامانه روانه وه په غربي لباس كې يې
سوربخونې تورې سترګې. شرقي ښايست، د غوږونو تر څوكو لنډ وېښتان او د بنګړو
شرنګا عجيب تركيب جوړ كړى و لكه د
موسيقۍ يو ماهر كمپوزيتور چې په ډېر هنر شرقي او غربي موسيقي ګډه وكار وي.
هوسۍ د مار خوړونكې هوسۍ تابلو ته ودريده.ما په نيمكښو سترګو كله نا كله
وركتل په اوږه كې بكس يې غلى خلاص كړ . بيا يې زموږ خواته را وكتل ما ځان
په ډوډۍ خوړلو مصروف وښود.
د يوه پاروونكي عطر نرۍ وږمه راغله هوسۍ د لانديني سالون پر خوا روانه شو.
ديويد په داسې حال كې چې د ډوډۍ شخوند په خوله كې و ورغږ كړ. هوسۍ كله چې
انځورونه وګورې بيا راځه ډوډۍ به له موږ سره وخورې.
هوسۍ په شرنګ ودريده او د ښه ده له ويلو بيرته روانه شوه.
ما او ديويد ورو ورو ډوډۍ خوړله يوه نيمه خبره مو هم كوله له لږ ځنډ وروسته
بيا د عطر پاروونكې وږمه خوره وره راغله ورپسې د هوسۍ د بوټونو منظم ټك ټك.
هوسۍ دا ځل ډېره سنګينه راغله. سپين دسمال يې له سره تاو كړى و.
لوڅې اوږې او د سينو پيوند يې پټ كړى و. د اميل له "Love" نه چاپېره ډي "D"
ته ورته دايره يې هم نه برېښېده. ما او ديويد غبرګ هوسۍ ته ور وكتل.
د ديويد په څېره كې حيراني او پوښتنې وغځېدې زه ډاډمن او فاتحانه موسك شوم.
ديويد ما ته را وكتل بيا يې هوسۍ ته وروكتل دا څنګه؟ دا سپين دسمال دې له
كومه كړ؟ هوسۍ ځواب وركړ: دا مې په بكس كې و. ديويد بيا ورغبرګه كړه:
_مخكې خو دې له سره نه و را تاو چې له لانديني سالون نه راغلې پر سر كړى دې
دى. هوسۍ ځان ځواب ته جوړاوه چې زه په خبرو كې ور ولويدم خا مخا څوك
ورباندې غوسه شوي دي.
ديويد حيران شو هلته خو په سالون كې هېڅوك هم نه شته ټول تللي دي. ما بيا
ديويد ته وويل:
ديويد جانه هلته خا مخا څوك شته او زه پوهېږم چې پر هوسۍ يې سترګې ور سرې
كړې دي او ښه جانانه غوسه يې ورباندې كړې ده.زه هماغسې ډاډمن موسك يم ديويد
وارخطا دى لكه له يوه ټنبل شاګرد نه چې د الجبر په يوه ګرانه معادله كې لاس
او پښې خطا شي ديويد بيا وپوښتل:
_نو دا به څوك وي؟ دا خو زموږ امنيت ته هم خطر دى.
ما ته د ديويد پر خبره ښه خندا راغله خداى شته ښه خوند مې هم ترې واخيست.
بيا مې ورغبرګه كړه ديويد! هلته يو څوك شته هوسۍ چې د ديويد وارخطا يې او
زما ډاډ ته وكتل لږه وارخطا شوه:
_نانا سر، هلته هېڅوك هم نه وو. هسې...
ديويد د هوسۍ خبره غوڅه كړه لږ جدي يې وويل:_ نوبيا دى څنګه وايي چې هلته
څوك وو او ما بيا ډاډمن وخندل په طنز سره مې ورته وويل:
_سر زه به د هغه چا نوم پر كاغذ وليكم چې هوسۍ ته يې غوسه كړې ده. كاغذ به
بيا د تاويز غوندې تاو كړم. بيا دې هوسۍ د سپين دسمال د پر سر كېدو خبره
وكړي. هغه چا چې هوسۍ ته غوسه كړې ده. كه د هغې نوم مې نه و ليكلى بيا به
زه تاسو دواړو ته ناغه دركړم. د ديويد وارخطايي لږه كمه شوه خو بيا هم د
كيسې په سر او پاى نه پوهېده.
هوسۍ هم زما په مطلب نه رسېده. خوشحاله يې وخندل:
_بالكل سهي ده هغه نوم وليكه . كه رښتيا دې ليكلى و بيا به زه ناغه دركوم.
ما پر كاغذ نوم وليكلو بيا مې كاغذ د تاويز په څېر تا و را تاو كړ، تاو شوي
كاغذ مې د مېز پر سر كېښود.
هوسۍ خپله خبره پيل كړه:
_سر! زه چې لانديني سالون ته د انځورونو د كتلو لپاره لاړم. هلته واقعاً
ښكلي انځورونه وو. په سالون كې هېڅوك هم نه وو له هر يوه انځور نه مې ګوښي
ګوښي خوند اخيست كله چي د ملالي انځور ته ودريدم. سترګې يې له عجيبه
پرتم او جلال نه ډكې وې. بيخي لكه سترګې يې چې له ما سره خبرې كوي زه د
ملالي په وړاندې لوڅ سر ولاړه ومه. د ملالۍ سترګې له غوسې نه ډكې وې. ما
داسې وانګيرله چې ملالۍ په رښتيا مخامخ راته ولاړه ده او راته وايې چې ته
ولې پوړنى نه پر سر وې. هغه و چې له خپل بكس نه مې دا سپين دسمال راواخيست
او پر سر مې وتاړه. ديويد خندل خو په څېره كې يې د وېرې پر ځاى شرمندګي
برېښېده. ديويد وويل:
_اوس به د نورافغان تاويز را وسپړو چې څه يې ليكلي دي. ديويد او هوسۍ دواړو
په ما كې سترګگې وګنډلې. ما ځان ډير عادي ونيو دوى دواړو په كړس كړس وخندل:
ديويد ځان ډاډه كړ:
_لكه چې قمار دې بايلود.
هوسۍ هم له خندا نه شنه شوه:
_ښه په دغه كې به څه راكوې؟
ما ورته وويل:
_دا سر مې چې غواړې هم دركوم يې د هوسۍ پر بارخوګانو د حيا سره راغلل، چې د
اصيل افغاني ښايست غمازي يې كوله. هوسۍ داسې و انګيرله چې ګني زه پر خپله
ماته عاشقانه پر ده غوړوم.
هوسۍ په لړزيدلو لاسونو كاغذ پرانست موسكه شوه او په بارخوګانو كې يې د شرم
پر ځاى ډاډ ځاى ونيو. ژوره ساه يې وكښه او په خندا يې وويل:
_"كانګروچوليشن" ديويد ماته را وكتل زه ډاډه او ارام وم.
ديويد د هوسۍ له لاسونو كاغذ واخيست په كاغذ كې ليكلى نوم يې په لړزاندو
شونډو زمزمه كړ:
_مه ...ملالۍ.هوسۍ وموسل بس تاسو وګټله او موږ... نه وبخښى ما وبايلله.
ما ديويد ته ور وكتل. داسې په نظر راغى لكه يو انګريز سرتېرى چې افغان غازي
ته سلامي شوى وي. ما د نزاكت له مخې خبره واړوله هوسۍ ته مې وويل. ښه موږ
نيم ماړه شوي يو تاسو مهرباني وكړى ډوډۍ وخورئ.
ديويد هم ځان په تصنعي ډول ډاډه وښود:
رښتيا وايي ما بيا ورغبرګه كړه بسم الله كړه.
هوسۍ په موسكا سر د نا په ډول وښوراوه:_"هېڅ خواته مې نه كېږي".
ديويد لږ څه سنجيده شو.ما په خندا هوسۍ ته وويل:
خير دى ډوډۍ وخوره زه ناغه نه درنه غواړم.
هوسۍ بيا وخندل:_نه د ناغې خبره نه ده، خبره بله ده.
زه او ديويد له ميوې خوړلو وزګار شوو. ما له هوسۍ نه پوښتنه وكړه: آخر خبره
څه ده؟ ته خو ووايه! ډوډۍ دې ولې ونه خوړه؟ هوسۍ په خبرو پيل وكړ: "خبره دا
ده چې كله مې ستاسو انځورونه كتل هغه د مار خوړونكي هوسۍ انځور ډيره
وبوږنولم. پر مخ مو ګلاب خوا مې وګرځېده. نژدې مې ګرځولي وو، هسې خداى مې
پردې وكړې.
ديويد په ډير فاتحانه انداز ما ته را وكتل ما د زړه په زور ځان ډاډمن وښود.
دا ځل زه داسې برېښېدم لكه انګريزي عسكرو چې يو افغان غازي په جنګ كې اسير
نيولى وي. د انځورګرۍ په نندارتون كې په لومړۍ ورځ ما او ديويد په ټولو
رنګونو سره وپېژندل. هوسۍ مې بيخې لږه وپېژنده. كيداى شي هغه ځكه چې روښانه
تګلورى يي نه دولود. زه اوس تل نندارتون ته راتلم. د نندارتون له ټولو
انځورګرانو او كار كوونكو سره مگې هم وپېژندل. په نندارتون كې مې يو عجيب
ملګرى پيدا كړ. هغه پر خپل ځان باندې د ماښام نوم اېښى و. دى عجيبه فلسفي
زلمى و. خوله به يې هميشه له خندا نه ډكه وه. ځينو يارانو د خندا كټوه
باله. ښكلى ميانه قد يې درلود. د سر وېښتان يې تر نيمايي توى شوي وو. د
ځوانو پروفيسرانو په څير ښكاريده. مناسب اندام او ښكلى مهين مخ يې و. تكې
تورې
سترګې يې بيخې ښايسته وې. ما به كله كله ورته ويل هلكه ماښامه ښايي ستا
سترګې كومې ميناتورې پرښتې جوړې كړې وي.
ښايي د ماښام رنګ او د ستورو رنګ يې سره ګډ كړى او ستا پر سترګو يې كار كړى
دى. ماښام له خندا نه شين شو:_ ډيره مننه دا ستا حسن نظر دى.ته انځورګريې
او هر څه ته د انځور ګرۍ په نظر ګورې. ماښام په خندا شو او راته ويي ويل:
ښه دا ووايه چې د هوسۍ سترګې به كومې انځورګرې پرښتې جوړې كړې وي؟
ما ځواب وركړ:
زه په پرديو سترګو كې كار نلرم. كا ته د هوسۍ سترګې خپلې بولې پوښتنه ترې
وكړه. ده بيا خبره راغبرګه كړه: خو زما سترګې خو هم تاته پردۍ دي. ما ځواب
وركړ: نا كنه هلكه. ستا سترګې خو زما د زړه خويندې دي. ماښام له خندانه شين
شو او بيايې پوښتنه رانه وكړه:
ښه نو دا ووايه چې د هوسۍ سترګې دې هېڅ هم نه دي.
ما ځواب وركړ هو باالكل. هېڅ مې هم نه دي. خو صرف د يوې وطندارې سترګې مې
دي. ماښام په غاړه كې لاس راواچاوه. پر سترګو يې ښكل كړم. دا اول ځل و چې
ما د ده په سترګو كې اوښكې وليدې. ماښام پرهوسۍ له زړه نه مين و. ځكه خو يې
پر هر چا باندې فلسفيانه شك كولو. كه له هوسۍ سره به چا يوه خوله خندا هم
وكړه، د ده زړه ته به غوټه لويده. دى ظاهراً خندانه سړى و خو په باطن كې
ډېر ځوريده:
دى بې له ما نه بل هېچا هم نه و درك كړى. پر ده باندې ټولو د يوه ټوكې،
رسوا او بې بندو باره بنيادم ګومان كاوه. حتى ديويد چې ډير زيرك و هغه هم
نه و درك كړى. ديويد د ده په وړاندې له خپلې خولې سره هېخ احتياط نه كاوه.
كله كله به يونيم راز هم ترې وويل شو. خو ماښام به د ديويد د راز خبره
هم لكه ټوكه بللې وه او په كړس كړس به يې خندلي وو. ماښام له ما سره هم
همداسې و لكه له نورو سره. كه د زړه درد به ېې هم بياناوه په خندا او طنز
كې به يې بياناوه. ځكه خو د ده كردار تصنعي نه برېښېده. د ده د خندا شا ته
نازك درد ډېرو كمو باريك بينو سترګو ليدلى شو.
يوه ورځ مې پوښتنه ترې وكړه:
هلكه دا د ماښام نوم دې څنګه پر ځان اېښى دى؟ له خندانه شين شو:
يو خو ته هم د هرشي پوښتنه كوې. د خندا يوه بله ضربه يې هم وچلوله:
دا ماښام چې دى دا د ورځې او شپې تر منځ د وصال كړۍ ده. او ته خو ما پېژنې
چې په وصال پسې مړمړ يم. او دا كاينات خو هم ته پېژنې چې د ذرې ذرې تر منځ
يې د وصال جذبه راشنه ده. ماښام له خندا نه شيين شو او له ما نه يې پوښتنه
وكړه:
ته پو هېگږې، دا هنرمندان چې هنرونه پنځوي دا پنځونه له كوم ځاى نه سگر
چينه اخلي؟
ما و موسل او ورته مې وويل:_نه زه نه پوهېږم نه راته ووايه. ده په غاړه كې
لاس راواچاوه، غوږ ته يې خوله رانژدې كړه او ورو يې راته وويل: دا د ملاله
تير نه.
له دې خبرې سره جوخت يې د ماشومانو په شان كټ كټ وخندل او رانه منډه يې
كړه. ما په خندا ورغږكړ.
ته راوخودريږه. مه وېرېږه، نه دې وهم. څه كفر خو دې نه دي ويلي. ماښام
راودريده. زه ور ورسيدم. ما ورته وويل:
كه سل په سلو كې سهي نه وايې نو تر يوه ځايه خو سهي وايې. ښه، ته دا راته
ووايه چې دا د فرويډ مريدي دې له كومه راهيسې پيل كړې ده؟
ده په خندا ځواب راكړ: فرويډ مرويد يې زه نه پېژنم دا زما خپل نظر دى. كه
نه يې مې دا... به له تا نه غوڅ كړم كه بيا دې يو انځور وپنځاوه نر دې
بولم.
ماښام منډې ته ځان جوړ كړ. په داسې حال كې چې په پړك پړك يې خندل پر ملا مې
ښه سخته څپېړه وركړه.
خندا مې په زوره تم كړه:
ته ډير بد اخلاقه يې. ده خندل او په خندا كې يې راته وويل:
نو ته ولې داسې پوښتنې رانه كوې. بيا راغى په غاړه كې يې لاسونه را واچول.
څه بد مې كړي دي...مې خوړلي دي. بيا به داسې نه كوم. زه يې ښكل كړم. ته خو
زما مشر ورور يې. زه خو ستا كشر احمق ورور يم دومره ناز خوبه زه هم كوم. ما
ځان تصنعي په غوسه كې ونيو.
ده له زنې نه ونيوم او زارۍ يې راته كولې.
_بس په توبو مې توبه ده. دواړه غوږونه مې نيولي دي. بيا به داسې... نه
خورم.
_هاغلته لرې ديويد روان و. سور مغزى يې كوږ نيولى و. ماښام بيا زما په غاړه
كې لاس را واچاوه:_هله هله ته ديويد وكوره سور مغزى يې داسې كوږ نيولى دى
لكه... ما وې لكه څه شى بيا يې په كړس كړس وخندل:_نا نه وايم بيا را باندې
په غوسه كېږې. بيا بد اخلاقه راته وايې.
ماښام د زړه پټې غوتې پخپلې غور ځنګغږې خندا سره پرانيستلې. خپلې څه چې
خداى شته زما د زړه غوټې يې هم ور سره پرانيستې. كله به چې هوسۍ ديويد ته
له عادي تشريفاتو پورته احترم وكړ، د ماښام په ټنډه كې به دوولس بجې جوړې
شوې. جوخته به يې داسې ټوكه وكړه چې يوه څوكه به يې ديويد ته هم متوجه وه.
د سالون غېږه به له خندانه ډكه شوه. ماښام هوسۍ د خپلو جذابو سترګو او د
خپلې خندا په دام كې راګيره كړې وه.
يوه ورځ زه نندارتون ته راغلم. په پاس پوړ كې له ښيښه يي كوټې سره ودرېدم.
ناڅا په مې د شونډو د ښكلولو آواز په غوږ شو. يو ډېر تريخ شك زړه ته
راولوېده. په مات زړه لانديني پوړ ته راښكته شوم. شېبه وروسته هوسۍ هم
راغله. زه د هوسۍ مېز ته مخامخ د يوې نوې تابلو په ځړولو بوخت وم. هوسۍ ورو
سلام
راواچاوه. ما لكه چي نه وي اورېدلى ځان مې تېر كړ. هوسۍ دوباره په لوړ غږ
او په ډېر جرئت سره سلام راواچاوه.
ما يې سلام ادا كړ. په خندا يې راته وويل:
لكه چې د ماښام خندا دې غوږونه كاڼه كړي دي كه څنګه؟
ما چې هوسۍ ته ور وكتل نو ډېره ډاډه برېښېده. د ګناه يوه نرى علامه مې هم د
دې په څېره كې ونه ليده. ځان مې ډېر ملامت كړ او د ماښام هغه خبره مې را په
ياد شوه چې ويل يې:
"د ټولو هنرونو پنځېدل د ملا له تير نه سر چينه اخلي"
ما له ځان سره وويل:
رښتيا هم چې جنسي وسوسې له موږ هنرمندانو سره ډېرې وي. كېداى شي چې هغه د
شونډو د ښكلولو اواز هسې زما تنده وي. يا كېداى شي چې د كومې سمفونې يوه
برخه وي. ما خپل ځان د ماشوم په څېر د خوش باورۍ په مم غولاوه. پر هوسۍ مې
په هېڅ صورت كركه نه لورېده. له كومې ورځې نه چې له هوسۍ سره د ماښام په
مينه خبر شوى يم نو پر هوسۍ مې هېڅ بد نه لورېږي.
زه له خپل ځان سره په كشمكش كې وم چې ماښام سالون ته راننوت. ما په خندا
خندا روغبړ ور سره وكړ. هوسۍ هم په ډېره مينه ورته پاڅېد او سلام يې ورته
وكړ. ماښام يې سلام ډېر عادي واخيست. ماښام پر مېز باندې پرته ورځپاڼه ور
واخيسته او ځان يې بوخت وښود. هوسۍ په مانا دار انداز ورته وويل:_ماښام
صيب! په دې ورځو كې ډېر بدل ښكارې.
ماښام يې ځواب ورنكړ. هوسۍ ما ته مخ را واړاوه: ته وګوره ماښام صيب بيخي د
مرچو پر څټه ناست دى. ما په ځواب كې ورته وويل:
_هوسۍ جانې يو خداى په يوه حال دى. بس انسان دى كله څنګه كله څنګه. ماښام
له ورځپاڼې سر راپورته كړ. تندى يې د هندارې غوندې روښانه برېښېده.
تكې توري ميناتوري سترګې يې له يوه ژور غم نه ډكې وې. هوسۍ ته يې مخ ور
واړاوه:
_خبره داسې ده چې له يو رنګۍ نه ډېر ستړى شوى يم. ته په دې خبرو دومره نه
پوهېږې لكه نور افغان ځكه دى هنرمند دى. په هنر كې هم تكرار او كليشه څوك
نه خوښوي. زما خندا هم ډېره تكرارې شوې وه. ما وې راځه هلكه ته هم د ځينو
خلكو غوندى دوه رنګۍ ته ملا وتړه.
هوسۍ په خندا ورته وويل:
ماښامه په دې مانا دارو خبرو خو دې ولا كه پوهېږم. ماښام ځواب وركړ:
_په دې خبرو به خامخا وپوهېږې. بيګا ته له خيره سره چې كله د ناز په خوب
ويده كېدې پر دې خبرو د لږ څه خيال او سوچ كولو تكليف وكړه، بس ان شا الله
ښه كره به وپوهېږې.شيبه وروسته سالون له ډېرو كسانو ډك شو. د ماښام او هوسۍ
خبرې هم نورې پسې اوږدې نه شوې.
دا څو ورځې مو له ماښام نه كومه خوږه خبره وانه ورېده. پخپله يې هم نه
خندل. يوه ورځ مې له لاس نه ونيو او د نندارتون د چمن په كونج كې يو بل ته
مخامخ پر څوكۍ كيناستو. دى لكه رواني بيمار او زه لكه رواني طبيب په خبرو
لګيا شوو. هلكه ماښامه څنګه يې؟ ده ځواب راكړ:
_د خداى فضل دى ښه يم. ما ور غبرګه كړه:_ په دې ورځو كې دې خوند نه شته. ده
په ترخه خندا ځواب راكړ:_ يعنې دا چې خوند مې اوبو وړى دى. ما ورته وويل:
خوند دې اوبو نه دى وړى، خوند دې غمونو وړى دى. ته رواني بيمار يې. ستا
لپاره يوه سمفوني بايد وغږول شي.
ده ځواب راكړ: زما رنځ داسې اسانه، نه دى چې د يوې سمفوني په اورېدلو دې ښه
شي. ما ورته وويل: توكل پر خداى ستا علاج پر ما شو. ده و خندل:_ته خو راته
ووايه ظالمه چې دا څه ډول سمفوني ده؟
_دا سمفوني بيخي د افغاني چاپيريال انځورګري كوي. يوه نجلۍ د ګودر پر غاړه
ولاړه ده. منګى پر سر ږدي او د بنګړو مهين شرنګ يې پورته كېږي. يو څوك لاس
ور اچوي بيا يې د بنګړو شرنګ پورته كېږي. بيا يې د ښكلولو د چپ چپ اواز
راځي او بيا د نجلۍ او هلك غبرګه خندا راځي.
د ماښام څېره لكه مړاوې ګل ته چې نرۍ نرۍ اوبه وركوې تازه كېده. ما بيا
خبره ورغبرګه كړه: ګوره هلكه په دې سمفوني كې يوڅه مبالغه هم شوې ده. هغه
داسې چې په افغاني چاپيريال كې تر منګي لاندې نه چا ته څوك لاس ور اچوي او
نه څوك تر منګي لاندې ښكلوي. خو په هر صورت د دې سمفوني رنګ غربي
موسيقارانو له افغاني كلتور نه اخيستى او يو څه غربي رنګ يې هم پرې شيندلى
دى.
ماښام له خندا نه باغ باغ شو: بس كور دې ودان نور افغان صيب. زما د زړه كب
دې له ترخې وچې دوباره د خوند او رنګ په سمندر كې ورلاهو كړ.
ماښگام په ډېر هنر له مانه پوښتنه وكړه:_د كومې سمفونۍ چې تاسو ذكر وكړ فكر
كوم چې كله نا كله يې ديويد هم اوري ما ورته وويل:
كېداى شي، ځكه ديويد ډېر باذوقه سړى دى. خو ګوره چې له ده. نه دا سمفوني
ونه غواړې. ماښام د پخوا په شان له طبيعي او صميمانه خندا نه شين شو:_ ياره
نور افغانه زه نور د دې سمفوني اورېدلو ته هېڅ ضرورت نه لرم. دا سمفوني مې
ستا په خبرو كې وا ورېده.وايي چې ړوند له خدايه څه غواړي دوې سترګې. دا دوې
سترګې تا ماته راوبخښلې.
لكه يو ماهر څارن چې پر متهم نشه يې شيان وخوري او د رازونو په ويلو يې
راولي. ماښام يو په يو له رازونو پردې پورته كولې:
دا ديويد نه دى. دا له ما سره هر ډول خبرې كوي. هغه زما په خندا تيروتلى
دى. دى فكر كوي چې زه بس د خندا كټوه يم نور په هېڅ نه پوهېږم. هغه ورځ
يې راته ويل چې ستا سترګې ډېرې ښايسته دي. د لندن د طلايي څڼو او شنو سترګو
والا نجونې دا ډول سترګي ډېرې خوښوي.
باور وكړه كه لندن ته ولاړې د وينځو غوندې به در نه ګرځي.
خو ده هم په خپلو خبرو كې يو ټك وكړ. ما له ماښام نه د ديويد د ټك په هكله
وپوښتل. ماښام وويل:
د ديويد ټك دا و، چې ويل يې: "خو زما تورې سوربخونې سترګې خوښېږي" دا يې هم
وويل چې د غرب نجونې ډېرې بې شرمې دي. دوى د سړي ژبه په غاښونو كې نيسي.
شونډې څټي او كله كله د سړي پر ټټر باندې هم غاښونه لګوي. خو ګوره ماښام
صيب! زه پخپله يو غربي يم خو د غرب دا رسوايي مې نه خوښېږي. هلته هرڅه په
تېره دا جنسي مسايل پريمانه او اسانه دي. هرڅه چې ډېر شي قدر يې كمېږي.
هرڅه چې په اسانه تر لاسه كېږي خوند يې لږ دى.
ديويد د پښتو دا لنډۍ وويله:
دجينكو اصيله خو يه
چې خوله ترې واخلې سترګې مړاوې واچوينه
نو زما داسې د اصيل خوى واله نجونې خوښيږي. چې ښكل يې كړې له حيا نه تكې
سرې شي.
ماښگام په دې خبرو سره زما په زړه كې د ګومان پر ځاى ورو ورو يقين
زرغوناوه. دا لومړى ځل و چې د ماښام فلسفيانه شك د خوش باورۍ په رڼو اوبو
كې لاهو كېده.
زه له يوې خوا خوشحاله وم او له بلي خوا خپه. خوشحاله پر دې وم چې ماښام مې
د غم له ورېځو را ايستلى او په خندا را وستى و. خپه پر دې وم چې د هوسۍ په
هكله ګومان مې پر يقين بدلېده.
دا ده پر دې خبرو ډېره موده واوښته. نن زه، ماښام او هوسۍ په سالون كې
خوشحاله ناست وو. ماښام ټوكې كولې او موږ ورته خندل. ديويد د سالون
خواته را روان و، سپينې جامې يې باران لمدې كړې وې د كميس پر لمنه يې خاورو
او خټو تور داغونه جوړ كړي وو. له غاړې نه يې دسمال تاو كړى و. د كميس غاړه
يې سره شوې وه. په ښي لاس كې يې د كاليو غټكى بكس نيولى و. په كيڼ لاس يې
شونډو ته دسمال نيولى و په بيړه راننووت. سلام يې واچاوه او په زينه كې په
منډه پاس وخوت.
زه او هوسۍ د ديويد دې حركت ته حيران شوو. خو د ماښام چرت هم نه و خراب ويې
ويل: د ديويد د كميس سره غاړه مو وليده. ما او هوسۍ غبرګ ځواب وركړ: هو خو
هسې نه چې له چا سره يې جنګ منګ كړى وي.
د كميسه غاړه يې سره وه. ماښام كټ كټ وخندل.
تاسې هم ښگگه ساده ګان ياست. بيا يې ماته مخ را واړاوه:
ما وې چې ته خو انځورګر يې، ته خو به اصلي رنګونه او كچه رنګونه ښه سره
پېژنې. ما ماښام ته وويل:
ګوره هلكه! د ديويد د سپينو جامو غاړه سره وه. او د وينو رنګ خو هم څه شين
نه دى. ماښام كټ كټ وخندل:
زه خو ځكه درته وايم چې ښه ساده ګل يې.
ما بيا ورته وويل: هلكه ماښامه! د ديويد په غاړه كې خو څه سرې جامې نه وې
چې باران يې رنګ وړى وي.
ماښام له خندا نه شين شو: ديويد د غاړې رنګ باران وړى و.
دا ځل له مانه مخكي هوسۍ د ده خبره رد كړه:_ ګوره ماښام صيب د انسان د
پوستكي رنګ خو باران نه شي وړاى. ماښام وخندل هو كنه خو د ديويد د غاړې او
شونډو رنګ ځاى ځاى سپين او ځاى ځاى سور دى. دى تل خپلو شونډو او خپل ورمېږ
ته سور رنګ وركوي.
پر هوسۍ نا څا په لړزه راغله. زه ورته ځير شوم. په شونډو كې يې لكه ميږي چې
روان وي داسې رپېدې. شېبه وروسته يې په شونډو كې سپينې ليكې وغزېدې. دنګه
او ښايسته غاړه يې داسې برګه برګه شوه لكه مار چې پوست وغورځوي.
زما ستركې له اوښكو نه ډكې شوې.
ما له قهر او غوصې نه ډكې سترګې په هوسۍ كې وګنډلې. هوسۍ په مخامخ اينه كې
كتل له خپلو برګو شونډو او برګې غاړې يې كركه كوله. په ژړا كې يې وويل: پر
مخ مو ګلاب له ځانه مې خوا ګرځي.
له سترګو مې دُر دُر اوښكې تويې شوې. په زړه كې راوګرځيدل: لكه افغانستان
چې يو ځل بيا انګرېزانو نيولى وي.
زما مرۍ سلګيو خپه كړې وه. ماښام زما په غاړه كې لاس را واچاوه!
_ژوند يوه غمكينه سمفوني ده. خو د دې سمفوني وروستنۍ برخه حماسي په كار ده.
تر نا اميدۍ اميد ښه دى. خپله هوسۍ دې وګوره چې د ليوه په ټټر كې يې ښكر
ورننه ايستلي دي. او ما خپلې تازه كښل شوې تابلو ته له اوښكو ډكې خو په
موسكا سترګې ور پورته كړې.
پېښور
1999_9_19