دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه غره ته روان سړی
د پنجرې شاته ولاړه شپه

بندي يې په يوه تنګه كوټه كې اچولى و. تش نوم يې د كوټې و كنه كوټنۍ وه. په غځېدلو پښو پكې څملاستاى هم نه شو خامخا به يې پښې ورټولولې بندي په وړوكې پنجره كې ازادې دنيا ته وركتل. پنجره په اغزو لرونكو اوسپنيزو سيمونو او بدل شوې وه. په كوټنۍ كې به كله د خاورو ډېوه بلېده. داسې يې وبوله چې كوټنۍ د يوه ژوندي سړي زيارت و. چې دا ژوندي سړى هم د ازادۍ په تور مړ شوى و. دې زيارت ته زايرين او عقيد تمندان هم نه را تلل. بندي نن بيا سر په ځنګون ناست و. لكه يو صوفي په رياضت بوخت و. دى هم د ازادۍ صوفي و. د چا د پښو خوږې ښكالو يې د زړه درزا ورزياته كړه. كه ګوري چې د پنجرې مخې ته يوه ښځه و درېده. د ښځي په غېږ كې يو ګلالى درې كلن ماشوم دى. ماشوم اوسپنيز اغزلي پنجرې ته لاسونه ور واچول. ښځې ژړغونې سلام وكړ. ماشوم كټ كټ وخندل او په ماشومانه لهجه يې بندي ته وويل:
_"دا دا! ته كول ته ولې نه راځې؟"
بندي د زړه په زور په زور خندا وكړه:
_"درځم بچو، درځم."
ماشوم د پنجرې په اغزلو سيمونو كې لاس ورتېر كړ. اغزلو سيمونو يې تنكى

لاس نو كارې نو كارې كړ. د ماشوم تك سپين لاس په وينو سور شو. د بندي سترګې له اوښكو نه ډكې شوې. له اوښكو په ډكو سترګو يې د خپل ماشوم زوى په وينو سره لاس ته وكتل. د ماشوم په وينو سور لاس د دنيا تر ټولو ښكلا وو
ښكلي بريښېېده. د خپل ماشوم وينې وينې لاس يې ښكل كړ. د تګ په وخت كې ماشوم خپل خوږ لاس پلار ته وښوراوه:
_"دا دا موږ ځو، تم(ته هم) لاشه، ماته ديل شيان لاوله. ښه دا دا"
_"دا دا دې جاري شي، تاسې درځئ بيا به زه هم درشم، ډېر شيان به دروړم. ښه بچو!"
بندي نن ټوله ورځ د بري او ازادۍ د يوه پټ خوند سره غاړه غړۍ و.
د ازادۍ او ژوند يو مستانه شور يې په رګونو كې ځغلېده. يو ورك او لېونى زور يې په مړوندونو كې را پېدا شوې و. تا به وې چې دا ټولې اوسپنيزې پنجرې به ماتې كړي، وبه يې خوري او هضم به يې كړي.
شپه په ارامو او چپو قدمونو د پنجرې شاته ودرېده. سپوږمۍ او ستورو د بندي پنجرې ته د رڼا لاسونه وروغځول. بندي پنجرې ته ور ولاړ شو.سپوږمۍ ته يې په مينه مينه ور وكتل.د سپوږمۍ په خوا كي هغه روڼ او ځلېدونكي ستوري ته يې وكتل. خپله مېرمن او خپل ماشوم زوى ور ياد شول. د مېرمنې اوښكې ور يادې شوې. د ماشوم زوى په كټ كټ خندا او په وينو سور لاس ور ياد شو. په رګونو كي ناسته مستي يې را وپارېده. پنجرې ته يې لېونى لاس ور واچاوه. شرنګ شو چي يو شې يې په پښو كې را وغورځيده. لاس يې ور ټيټ كړ او راوايې خيست. د اوسپنې كوچنۍ اره وه. شېبه وروسته يې اوسپنيزه اغزنه پنجره خلاصه كړه. كوڅې ته يې ورټوپ كړ.لوبه يې وګټله.لكه جنګي اس مستانه روان شو. د زړه پر سر يې ټينګ لاس نيولى و. زړه يې د كوچني مارغه غوندې خوشحاله خوشحاله ټوپونه وهل. د زړه هر ټوپ يې د پنجرې له كولپ سره لګېده. د پنجرې كولپ يې خپل ماشوم زوى ته د لوبو د كوډۍ په نوم په تش جېب كې اچولې و.

شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه