| دکتابتون لومړی مخ | ناولونه او کیسه یز کتابونه | غره ته روان سړی |
لومړني سړي د زړه له سوخته چيغې كړې:
_اوه خدايه! لكه چې زه هم بد رنګ شوم. دويم سړي په موسكۍ او ډاډمنه لهجه
ورته وويل:
...نه، نه، ته خو ډېر ښايسته شوې. مخ دې په نور كې پټ شو او په ټنډه كې دې
ستوري وځلېدل.
څو شېبې وړاندې دوى دوړه د پاخه سړك پر هاغه بره څنډه ولاړ وو او د سړك پر
هاغه كوزه څنډه را شنه ګوره ونه يې څارله اول سړي پر دويم سړي غږ وكړ:
خيريت خو دى؟ څه چورتونه وهې؟ دويم سړي ټكان وخوړ او بې مقدمې يې وويل:
_اې دا پر سړك راتېرېدونكي سړي ولې دومره بدرنګ برېښي؟! اول سړي له ډېره
حيرته چېغې كړې:
_په همدې شېبه كې ما هم د همدې بدرنګو سړيو په هكله كرل رېبل.
دويم سړي په موټر كې تېريدونكي سړي ته ګوته ونيو:
_هن، ته دا وګوره، ته به وايې چې شيطان يې پر مخ لاس راتېر كړى دى. له
سترګو يې بدرنګي ورېږي.
دويم سړي پر بايسكل سپور سړى تر چړې لاندې راوست:
_دا څومره بې نمكه دى؛ كه په هنداره كې ځان ته وګوري نو پر خپل ځان به لاړې
تو كړي.
شېبه وروسته څو تنه ځوانان او سپين ږيري پر سړك تېريدل. اول او دويم سړي په
يوه خوله وويل:
_ته دا د پيكه زامن وګوره، د بدرنګۍ پرې تمامه ده. اول سړي دويم سړي ته
وويل:
_ته پوهېږې، چې دا پر سړك راتېريدونكي سړي ولې بدرنګېږي؟
دويم سړي ځواب وركړ:
_زما په خيال ټول كار په هاغه شنه او ګوره ونه كې دى.
اول سړي وويل:
_زه هم داسې فكر كوم، كېداى شي تر هغې ونې لاندې به كوم جادوګر ناست وي او
پر دې راتېردونكو سړيو به د بدرنګۍ منتر چف كوي.
دويم سړي وويل:
داسې ښكاري چې هماغه ونه د جادو ونه ده. ځكه پر سړك د راتېرېدونكو سړيو
نظرونه د خپل ځان پلو وركاږي او چې تر ونې راتېر شې، نو بدرنګ شي.
اول سړي وويل:
خوښه دې نه ده چې د شنې ونې خوا ته ورشو او دا راز معلوم كړو؟
دويم سړي ورسره ومنله. دوى دواړه په شمارلو او لړزاندو ګامونو د شنې ونې پر
خوا ور روان شول، چې څومره ونې ته ورنږدې كېدل دومره يې لړزا زياتېده. ونې
ته ايله څلور پېنځه ګامه پاتې وو چې له ويرې او ترهې يې لړزا پسې ډېره شوه.
ته وا پر مارانو يې پښې ايښودې. په څه خوارۍ د ونې ډډې ته ور ورسېدل. يوه
عجيبه او زړه وړونكې خوشبو يې سپږمو ته ورسېده، ژورې ساګانې يې زړونو ته
تېرې كړې، لكه سرونه يې چې ښه درانه وي د زړه په زور يې د ونو څانګو ته
سترګې ور پورته كړې او بيا يې تر ونې لاندې وكتل له ډېرې حيا نه يې سترګې
ښكته واچولې.
تر ګورې او شنې ونې لاندې يوه لوړه ښايسته نجلۍ ولاړه وه چې يوه دنيا كينه
او كركه يې له سترګو ورېده.
2001_4 پېښور