دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه غره ته روان سړی
د ګلونو ښاپيرۍ ( ډرامه )

ګلونه: ښايستوكې ماشومان، نجونې او هلكان چي هر يو ماشوم د يوه ګل نماينده ګي كوي.
مثلاً ګلاب يو ماشوم چې د ګلابونو چتر يا د ګلاب بوټې يې پر سر ولاړ دي. همداسې نور ماشومان د نورو ګلونو نماينده ګي كوي.
شهزاده: يو ځلمى
د شهزاده لښكر: چې آسونه، نوكران او ښكاري سپي ورسره دي.
د ګلونو ښاپېرۍ: يوه ښكلې نجلۍ چې د يوې سوې دښتي په لمن كې د ګلونو له مختلفو قبيلو سره ژوند لري.

د ګلونو ښاپېرۍ
(يو توند باد لګېږي او ګلان اخوا دې خوا ښوروي)
ښاپېرۍ: (په لوړ غږ) ګلونو تاسو ته وايم، غوږ مو دى؟
ګلاب: څه وايې ښكلې ښاپېرۍ، وايه چې غوږ غوږ يو!


ښاپېرۍ: (په خندا او مينه) ستا به غوږ وې خو نرګس لكه چې خوب وړى دى.
ګلاب: (په موسكا) نرګس خو څه ماشوم نه دى چې تر غرمې به خوبو به كوي(نرګس ته) نرګسه څنګه دې سر كوږ نيولى پاڅه!
نرګس: (په رنځور غږ چې پيښې كوي) څنګه دې سر كوږ نيولى، نه ګورې غاټول مې پر اوږه سر ايښى. څه خبره ده ګلابه چې داسې چيغې وهې؟ ولې مې خپل غم ته نه پرېږدې؟
ګلاب: غمونه پريږده، راويښ شه چې ښكلې ښاپيرۍ خبره درته كوي. (غاټول) غاټوله ته هم ويښ شه او د نرګس له اوږې سر اخوا كه.
غاټول: (په خپه زړه) ګلابه وروره ويښ يم. د ځيګر داغونه مې درد كوي ځكه مې د نرګس پر اوږو سر كيښود ما ويل ګوندې لږ مې دردونه آرام شي.
نرګس: ښه ښكلې ښاپېرۍ! ماته دې څه ويل؟
ښاپيرۍ: ګرانه نرګسه، يوازې تاته نه وايم، ټولو ګلونو ته وايم، خير دى غږ به پرتا، پرغاټول او پر ګلاب كوم.
نرګس: ښه ښه خبرې دې په اوبو او په شبنم بدلې څه دې ويل ها؟
ښاپيرۍ: تر سترګو دې جارشم لكه چې ډير تږې يې چې اوبه او شبنم يادوې؟
نرګس: ټول تږى يو، غاټول هم تږي شبو بې هوشه پرته او بنفشه نږدې ده چې له تندې مړه شي.
غاټول: ښكلې ښاپيرۍ نرګس رښتيا وايي، له تندې خوب نه راځې، چې لږ پرموښۍ را باندې راشي اوبه په خوب وينو.

ښاپيرۍ: غاټوله ښه شو چې د خوب خبره دې وكړه، بيګا مې خوب ليدلاى.
ګلاب: (په بېړه) تا هم اوبه په خوب ليدې؟
ښاپيرۍ: نه، نه ما وينې په خوب ليدې.
نرګس: (ژړ غونې) ښكلي ښاپيرۍ! نو په وينو هم تنده ماتيږي؟
ښاپيرۍ: (په خپګان اوغوسه) لږمې پريږدئ چې خپل خوب درته ووايم. بيګامې خوب ليدلاى.
غاټول: ښه دې ليده.
ښاپيرۍ: ښه دې د ايمان شه. بيګا په خوب كې د خوبنو ملكه راغلې وه.
غاټول: ښكلې ښاپيرۍ نو د باران پوښتنه دي ترينه ونه كړه؟
ښاپيرۍ: ولې نه، ترينه ومې كړه.
ګلاب: نو څه يې ويل چې باران له موږ نه ولې مرور دى؟
ښاپيرۍ: ويل يې چې تاسې ټول وينې څښونكي ياست او لاسونه مو په وينو سره دي.
نرګس: (په ژړا) حرام شه كه موږ غريبانو خو د چا يو څاڅكى وينه هم بهولې او يا څښلې وي.
ګلاب: (ژړ غونې)نرګس ښه وايي زموږ په لاس كې خو نه چړې شته نه ليندې شته او نه غشي.
ښاپيرۍ: چړې به نه لرئ غشي او ليندې به نه لرئ خو د خوبونو ملكې ويل چې ستاسو په پاڼه پاڼه كې د انسان وينه ګرځي.
غاټول: نو موږ خو د دوى وينو ته نه يو تږى.



ګلاب: ښكلې ښاپيرۍ تاته خو پته ده چې دوى پخپله د يو بل وينې تويوي او بيا دومره وينې تويې كړي چي موږ هم تر مرۍ پكې ډوب شو.
نرګس: ښكلې ښاپيرۍ كه موږ پښې درلوداى د دوى له وينو به مولمنې را ټولې واى اوترې تښتېدلي به وو. دې لوغړنې دښتې ته هم د دوى دوينو څپو راوړي يو.
ګلاب: ښكلې ښاپيرۍ آخر د خوبونو ملكې څه ويل چې مرور باران به څنګه پخلا شي؟
ښاپيرۍ: د خوبونو ملكې ويل چې باران يو نذر غوښتى.
غاټول: د څه شي نذر؟
ښاپيرۍ: د وينو نذر.
ګلاب: د چا د وينو؟
ښاپيرۍ: زما د وينو.
نرګس: (په ژړا) نه نه داسې مه وايه، پريږده چې ستا په غيږ كې له تندې مړه شو.
ګلاب: (په سلګو) باران دې ټول عمر مرور وي خو موږ ستا د وينو يو څاڅكې هم نه وركوو.
ښاپيرۍ: نه نه تاسې به ژاړئ نه، زه قرباني وركوم ځكه دا دښتې او د غرونو لمنې د ژوند سندرې غواړي او د ژوند سندرې قرباني.
نرګس: د ژوند سندرې خو بلبل ويلې او بلبل هم له تندې ترى تم دى.
ګلاب: ترى تم نه دى هغه مړ دى.
غاټول: (په ژړا) مړ دى؟
ګلاب: (په سلګو) هو مړ دى.

ښاپيرۍ: چا ويل چې مړ دى؟
ګلاب: دا دى زما تر څانګو لاندې پروت دى او يخ پخ دى زړه يې نه درزېږي.
ښاپيرۍ: ته غم مه كوه دا به را ژوندى شي.
ګلاب: (په حيرانۍ) ښكلې ښاپيرۍ دا څه وايې! مړى به څنګه را ژوندى شي.
ښاپيرۍ: په ژړا به را ژوندى شي.
غاټول: د چا په ژړا به را ژوندى شي؟
ښاپيرۍ: د باران په ژړا به را ژوندى شي.
ګلاب: هغه څنګه؟
ښاپيرۍ: د باران څاڅكى به ستا له پاڼې د بلبل پر مښوكه ورولويږي چې كله د بلبل وچه ژبه لمده شي بيا به يې په خپله وګورې.
(دويمه صحنه)
(د غونډۍ لمن، شهزاده او لښكرې په ښكار راوتلي د آسانو ششنى او د پښو خرپا)
د پاچا نوكر: (د آس ششنى او د پښو ټقهارى) شهزاده سلامت كه ستا اجازت وي ښكاري سپي به ور خوشې كم.
شهراده: څه ښكار دې وليد كه همداسې...؟!
نوكر: شهزاده سلامت هاغه ده د غونډۍ لمنې ته هوسۍ وتښتېده هسې نه پر كنډو واوړي.
شهزاده: هله زر كوه ښكاري ور خوشې كه چې د سترګو په رپ كې يې راوړي.



نوكر: (سپى ورخوشې كوي) ورځه نريه په پنجو كې يې راوړه. (د سپي منډه په سپي په زور غږ كوي) دغسې نريه په دې لنډه لاره ورشه شاباس نريه، شاباس.
شهزاده: (په تعجب) اوهو عجبه مغروره هوسۍ ده، تاسې وګورئ د ښكاري سپي مخې ته را روانه ده (په خندا) دا خو ماته ليونۍ ښكاري، د خپل مرګ هر كلى كوي.
يو بل نوكر: (په تعجب) شهزاده سلامت دا څومره سرزورې ده، هغه ده سپي ته راورسېده.
دريم نوكر: اوهو ښكاري سپى يې په پښو كې څملاست او خپله لكۍ ښوروي.
دويم نوكر: دا خو عجيبه هوسۍ ده. تاسې وګورئ سپى يې په پښو كې پروت دى او هوسۍ يې په ښكرونو ګروي.
لومړىنوكر: سپي ته ناز وركوي كه څه؟
دريم نوكر: خود به ناز وركوي هغه دى سپى ورته تسليم شو.
لومړىنوكر: شهزاده سلامت ددې هوسۍ په سترګو كې غمي دي كه څنګه داسې پړك وهي؟
شهزاده: (د آس ششنى يوه نوكر ته) دا لكه چې جادوګره ده كه څه؟ ته را كه دا غشي او لېنده مې چې د جادو نشه يې له سره والوځوم.
نوكر: (چې غشي او لېنده وركوي) هه شهزاده سلامت دا غشي او دا يې لېنده.
شهزاده: (آس ششنى پر آس غږ كوي د پښو ټقهار يي) چو (د آس منډه)
لومړى نوكر: (په لوړ غږ) شهزاده سلامت هوسۍ د غونډۍ سرته روانه ده او سپى ځاى په ځاى پروت دى.

دويم نوكر: (لومړي نو كر ته په خوشحالۍ) هغه ده هوسۍ ودريده، اخوا دې خوا څاركوي.
دريم نوكر: زه نه پوهيږم چې كوم لېونى بوټى يې خوړلى چې داسې له خپله ځان ستړې او له مرګه نه ويريږي.
دويم نوكر: لكه چې مرګ يې د شهزاده د غشي له لاسه دى!
لومړىنوكر: هاغه دى شهزاده سلامت ورنږدې شو.
دويم نوكر: هاغه دى شهزاده سلامت غشى په ليند كې راكش كړ. (په لوړ غږ او هيجان په چيغو) پر دي تشي يې وله چې پړ مخې راواړوي.
لومړىنوكر: (په چيغو او خوشحالۍ) اخ ووې ويشته او خرپ يې ما دلته واوريده.
دويم نوكر: اوهو دا خو په منډه شوه هغه ده غشى يې په تشى كې ښخ دى.
لومړىنوكر: (څوك څوك كوى) دا خو له غونډۍ واوښته او شهزاده سلامت هم آس د غونډۍ له سره پسې واړاوه خداى مه كړه په غم وانه وړي.
(دريمه صحنه)
(د ګلونو ښاپيرۍ ورو ورو په سلګو او زګيرويو راځي په ټټر كې يې غشې ښخ دي)
ګلاب: (په چيغو او ژړا) واى خدايه دا څه ټكه را ولويده! (ګلونوته) نرګسه، غاټوله او ټولو وروڼو (په سلګو) شبو او بنفشې خوندو ټول را پاڅئ په لوى غم واوښتو.
نرګس: (په ژړا) واى دا څه وينم(په چيغو) او ښكلې ښاپيرۍ دا چا وويشتې؟ اوخدايه(ښاپيرۍ په سلګو را نږدې كيږى)

ګلاب: (په ژړا) دا چا ويشتلې يې ښكلې ښاپيرۍ! واى د دوى لاسونه شنه كې!
ښاپيرۍ: (په زګيروي) مه ژاړئ زما تږو ګلونو...(ښاپيرۍ د ګلونو غيږ كې راغورځي او ټول ګلونه ژاړي)
غاټول: واى خدايه ښاپيرۍ مړه شوه!
ګلاب: ( په چيغو) اوه خدايه ميرات شو ميرات!
ښاپيرۍ: (په زګيروي) لږ مې په آرام پريږدئ... زه نه مرم... تر سترګو مو جارشم.
غاټول: (په ژړا) ښكلې ښاپيرۍ خپل دښمن خو راته وښيه، ته چا ويشتلې يې چې غشې دې په سينه كې ښخ دى او تودې وينې دې زموږ پر پاڼو را تويېږي. (په چيغو) ووايه چا ويشتلې يې؟!
ښاپيرۍ: (په سلګو او زګيروي) زه ...زه بنيادم...
نرګس: (په ژړا) خداى دې انصاف وركي،دا بنيادمان څومره ظالمان دي.
ښاپيرۍ: (په زګيروي) تاسې غوږونه... كېږدئ... دا د څه شي خرپا راځي؟
ګلاب: (په چيغو او لوړ غږ) ښكلې ښاپيرۍ هاغه دى، هاغه دى دې خوا را روان دى.
نرګس: (وار خطا د آس ششنى او د پښو غږ يې را نږدې كېږي) وې دا څوك پر آس باندې سپور دى غشي او لېنده ورسره دي (په ژړا) او خدايه هسې نه چې ښكلې ښاپيرۍ رانه ووژني دا خو بنيادم دى!



ښاپيرۍ: (په زګيروي) غږمه كوئ دا شهزاده راځي، دى په خپل ښكار پسې ګرځي. له مانه څه مه ورته وايئ. (زګيروي) زه به ستاسو تر څانګو لاندې پټه شم.
ټول ګلونه: (ژاړي او سلګى وهي)
شهزاده: (پر آس سپور ګلونو خوا ته را نژدې كيږي غږ) اى ګلونو! تاسې ولې ژاړئ؟
ګلاب: (په ژړا) له تا نه ويرېږو!
شهزاده: (لږ نور هم را نږدې كيږي په تعجب) ښكليه ګلابه دا څه وايې! له مانه ولې ويرېږې؟
ګلاب: (په سلګو) ځكه چې ته بنيادم يې.
شهزاده: (په تعجب) دا څه وايې! پنيادم خو له ګلونو سره مينه كوي، بيا ته خو ګلاب يې دا خبرې مه كوه تاتا خو موږ د ګلونو پاچا وايو.
نرګس: (په چيغو او لوړ غږ) اې اې نږدې مه راځه چې زموږ تنكۍ څانګې به ستا د آس تر نالونو لاندې خوږ شي.
شهزاده: (ودريږي) ښه ده ښگگگكليه نرګسه دا دى ځاى پر ځاى ودرېدم. رښتيا لږې اوبه به نه لرئ چې ډېر سخت تږې يم.
نرګس: نه نه اوبه چيرته دي، دا ستاسو د بنيادمانو له لاسه له موږ نه هم بارانونه مرور دي.
شهزاده: (په حيرانتيا) زموږ له لاسه ولې؟
غاټول: ځكه چې تاسو وينې تو يوئ او ستاسو له لاسه زموږ لمنې هم په وينو سرې دي.
شهزاده: نه نه ښكليه غاټوله درواغ به نه وايې، تر اوسه زما لاس د هيچا په وينو هم نه دى سور.

نرګس: دا خبره دې نه منم.
شهزاده: (په خندا) ګرانه نرګسه زما خبرې نه منې؟ ولې؟
نرګس: (په طنز) ولې ملي نه غواړي دا غشي او لېنده دې چې په لاس كې دى، په دې باندې لكه چې د خلكو د زخمونو علاج كوې ها؟!
شهزاده: اوهو ښه شو چې را په ياد موكړه، يوه ژوبله هوسۍ له مانه دې خوا را وتښتېده او غشى يې هم په سينه كې ښخ و. دا دى تر دې ځايه يې د وينو څاڅكى هم را رسېدلي دي تاسو خو به نه وي ليدلې؟
غاټول: نه، په دې سوې صحرا كې هوسۍ څه غواړي، له دې ځايه ټول مارغان او ګردې هوسۍ او درست حيوانات تښتېدلي دي.
شهزاده: ولې تښتيدلي؟
نرګس: د تندې له لاسه، دا موږ كه پښې درلوداى له دې ځايه به تښتېدلي وو!
شهزاده: تاسې به زه له ځانه سره يوسم.
ګلاب: څنګه به مو يوسې؟
شهزاده: وئ تاسې لكه چې مانه پيژنئ(په غرور) زه شهزاده يم شهزاده. د سرو زرو او سپينو زرو په ګلدانونو كې به مو يوسم. وخت په وخت به رڼې اوبه دركوم، له ډېرې خشبويې نه به مست شئ ، ساړه نسيم ته به لكه مست اتڼ چيان اخوا دې خوا سرونه اچوئ.
نرګس: نه نه، په ګگلدانونو كې به مو زارې وچوي، د مار زهر به و څښو او ستاسو رڼې اوبه به ونه څښو.

شهزاده: (جدي) نرګسه ته خو ډېر ګستاخ يې. زما د ګلدانونو او رڼو اوبو توهين ولې كوې؟!
غاټول: ښاغليه شهزاده ته غوسه مه كوه. نرګس ملامت نه دى، مرګ راكړه خو ازادي رانه مه اخله، ستا د سرو او سپينو ګلدانونه زموږ لپاره د پنجرو حيثيت لري.
نرګس: (په بيړه) او ستاسو رڼې اوبه ځكه نه څښو چې د انسان وينه پكې ګډه ده.
ګلاب: موږ دې له تندې مړه شو خو د انسان په وينه تنده نه ماتوو.
نرګس: او موږ د بنيادمانو غوندې ظالمان نه يو. موږ د انسان وينې ته سلام كوو.
ګلاب: موږ د وطن د ټولو ګلونو په نماينده ګۍ د تندې صحرا ته راغلي يو او دا ډېره موده كيږي چې د تندې په اعتصاب مو لاس پورې كړى.
شهزاده: (په فكر) د څه لپاره؟!
نرګس: ددې لپاره چې په وطن كې د انسان وينې نور ونه بهېږي.
ګلاب: او ددې وطن انسان له موږ نه غنچې جوړي كړې يو او بل ته يې د مينې ورورۍ او دوستۍ په نوم ډالۍ كړي.
غاټول: او دوى هم قبيلې قبيلې او قومونه قومونه زموږ د ګلونو غوندې د يو بل تر څنګ د ښكلا د تكميل په نمت ژوند وكړي.
شهزاده: (بې ځوابه كيږي) اې دا تاسو څومره ډېرې زده دي. تاسې وزګار ياست او زه مو له كاره وايستم. هغه دى لمر په غر غړه دى ورځم چې خپله ويشتلې هوسۍ ولټوم. (چې آس په خرپ روانوي)

دګلونوښاپيرۍ: (له پرتمه په ډك او لوړ غږ) يه مغروره شهزاده! چيرته لاړې راوګرځه او د ګلونو ځواب وركه!
(شهزاده او آس تريوې فاصلې ځي خو بيرته ټكنى كيږي او راګرځي)
غاټول: (په "ژړا" چې د آس پښو خرپا راځي) ښكلې ښاپيرۍ غږ دې ولې پې وكړ، هاغه دى آس يې بيرته را وګرځاوه، هسې نه چې رانه يودې سي.
ښاپيرۍ: (په خندا) ګرانه غاټوله، پر تامې زړه را ټول دي پر ګلاب مې ستركې خوږې پر نرګس د ماغونه تازه او دا نور ټول ګلونه مې خويندې وروڼه، غم به نه كوئ چې تاسو غوندې دعا ګوى لرم تور ديوان مې هم نه شي وړاى دا خو لا بنيادم دى.
غاټول: (په دعا)خداى دې د هيڅ ظالم لاس نه در ورسوي.
ټول ګلونه: (په ځوږ آمين)
شهزاده: (را رسيدلى او حيران ولاړ دى ژړغونى له آس نه راكوزيږي آس له قيزې نيسي) اوه خدايه!(ښاپيرۍ ته ) دا ته څوك يې؟ د ګلونو روح يې او كه د ښكلا ښاپيرۍ؟
ښاپيرۍ: (په متانت) كبرجنه شهزاده! زه هم د ګلونو روح يم اوهم د ښكلا ښاپيرۍ!
شهزاده: (په خپګان او سلګو چې تر اغيزې لاندي راغلې) اوه، ته خو په وينو كې خيشته پيشته يې، دا د كوم ظالم د لاسه په دې حال يې؟
ښاپيرۍ: (په كټ كټ خاندي) د كوم ظالم د لاسه ها؟
شهزاده: (په هيجان) هو د كوم ظالم د لاسه؟!
ښاپيرۍ: (لږ جدي) هغه ظالم كه تاته دروښيم نو څه به ورسره وكې؟

شهزاده: (جدي) دا غشي به يې په ټټر كې ورښخ كړم.
ښاپيرۍ: غشې يې په ټټركې مه ورښخوه، د مرګ ژوبلې الې، يې له لاسه واخله او ماتې يې كړه.
شهزاده: ښكلې ښاپيرۍ! زما سخته تلوسه شوه، زركوه هغه ظالم راته وښيه.
ښاپيرۍ: نو غوږ شه چې د ظالم كيسه درته وكړم.
شهزاده: (د آس قيضه پريږدي او ښاپيرۍ څنګ ته كيني) ښه كيسه دې كوه.
ښاپيرۍ: ( په موسكا) كيسه خو داسې ده چې تا غوندې يو مغرور شهزاده په ښكار وتلى و، او لښكر يې تر شا روان و، شهزاده خپل ښكاري سپى زما د نيولو په تكل راوليږه.
شهزاده: ښه نو سپي وداړلې چې داسگې په وينو لژنده يې؟
ښاپيرۍ: (په خندا) نه نه، سپى په ادب راغى او زما تعظيم يې وكړ، خو تاغوندې يوه مغرور شهزاده د سپي تعظيم ته په كركه وكتل او زه يې بې دريغه په غشي وويشتم.
شهزاده: (په چيغو په ژړا) ته لكه چې ما يادوې، نه نه دانه شي كيداى، زما لاسونه دې وچ شي چې زه به تا غوندې ښكلي ښاپيرۍ په غشو ولم... زه د هوسيو ښكاري يمه، ما پرته له هوسيو د چا يو څاڅكى وينه هم نه ده بهولې.
ښاپيرۍ: (په ترخه خندا) ښه ښه ، ته د هوسيو ښكاري يې؟ (په طنز) نه نه، ته د هوسيو ښكاري نه يې، ته يو ظاهربين ښكاري يي، د ښكار په وخت كې ستا سترګې بدليږي، انسان درته هوسۍ ښكاري او له ويشتلو يې خوند اخلې. د ګلونو ښاپيرۍ هم درته هوسۍ ښكاري او په خرپ يې ولې.

شهزاده: (په ژړا) نه نه ګرانې ښاپيرۍ، زه دومره ظالم نه يم. ته مانه يې ويشتلې.
ښاپيرۍ: (په جلال) زه تا نه يم ويشتلې ها؟(له ټټر نه غشې را باسي په درد) هه دا غشې د چا دى؟ (غشې وركوي) هه دا ښه وګوره.
شهزاده: (په چيغو په ژړا) اوه خدايه موږ په رښتيا ظاهربين يو د پردې مخ ته ګورو او د پردې شاته نه.
(غواړې چې خپل ټټر په غشې سورى كړې)
ښاپيرۍ: (په متانت لاس وراچوي او د شهزاده لاس ټينګ نيسي) نه نه دا ماشومانه لوبې دې نه منم. دا د ظالم د جوړولو علاج نه دى. ته صبر چې د غشو او لېندو په علاج زه پوهيږم. (لاس وراچوي او غشې لېندې تري اخلي او ماتوي يې) دغسې، د غشو او لېندو ماتول د ظالم د جوړولو علاج دى، پوه شوې؟!
شهزاده: (په پښو يې غورځي په ژړا او سلګو) ما وبخښه. (سلګۍ وهي)
ښاپيرۍ: لوى خداى دې تا وبخښي. (په آسمان كې بريښنا او پړك)
نرګس: (په خندا) ښاپيرۍ ګلې باران پخلا شو، باران راغي،باران د رحمت.(ټول ګلونه خاندي د خوشحالۍ چيغي وهي)
غاټول: (په خندا) ښاپيرۍ ګلې دا غونه مې ټكور شول او دردونه رانه هير شول او كنډول مې له رڼو څاڅكو را ډك شو(په هيجان) اې اې ته ګوره د شنې زرغونې رنګونه پكې پړك وهي.
ګلاب: (چكچكي كوي) اوهو باران وريږي. (باران ميده ميده وريږي) اوهو زما تر څانګو لاندې بلبل وزر وټپول، اوهو دادى راووت. (دبلبل اوازونه ټول ګلونه سرونه خو ځوي) اوهو بلبل سندرې وايي!

ښاپيرۍ: (په خندا) ګرانو ګلونو دا ده د ښكلا او جمال خالق زما د وينو نذرانه قبوله كړه. تاسې وګورئ له هر ځاى نه ګلونه راپورته كيږي. هغه دې د غرونو تر سرونو ورسېدل. او هو تاسې وګورئ رنګا رنګ ګلونه له ځمكې را پورته كيږي!
ګلاب: (په خندا او هيجان) ګرانې ښاپيرۍ هاغه ده د ګلابونو جوپه چې د بلبلانو او رنګينو مارغانو سيلونه يې پر سر تاويږي.
غاټول: (په خندا او شور) هاغه په منځ كې د غاټولو ډله ګورئ، سرې جنډې په لاس لكه شهيدان چې د خداى ديدار ته روان وي.
نرګس: (په خندا) هغه تر څنګه يې د نرګسو لښكر د ګودرونو او ويالو پر غاړو يې واړول. واه څه ښكلې ورځ ده، هم لمر دى هم باران.
ګلاب: (په هاها او خندا) اې تاسې وګورئ د ګلونو پر سرونو هغه شنې زرغونې څومره ښكلې ښكاري.
ښاپيرۍ: (په موسكا) هاغه دي ټول ګلونه، ګورئ، بنفشى، شبو، رامبيل چامبيل (د بلبل اوزونه) ګلونو راځئ چې په ګډه د ګلونو او ښكلا سندره ووايو، چې د انسانانو له زړونو كركې وركې شي او د انسان زړه دا دمينې كور يوازې مينې ته پاتې شي.(ټول په ګډه سندره وايي)
ښاپيرۍ: ډالۍ د مينې راغله د رحمان د رحمت
ټول په ګډه: هو باران د رحمت
شهزاده: هر څاڅكى د باران لكه لقمان د رحمت

ټول په ګډه: هو درمان د رحمت
ګلاب: دا لمر زيړى زيړى ګورئ دا زيړې زرغونې

نرګس: دا سرې او شنې دا سپينې د باران دانى دانى
ټول په ګډه: ګومبزي شوې راشنې پر بيابان د رحمت، هو باران د رحمت
ښاپيرۍ: ادا به په ګومبزو كې لمونځونه كړو د عشق،
د ژوند پر سپين كاغذ به درج مهرونه كړو د عشق
ټول په ګډه: بايده دي چې ادا كاندو شكران د رحمت، هو باران د رحمت
شهزاده: امېل يې كړه په غاړه د ګلونو ښاپيرۍ،د مست ملنګ شاعر د غزلونو ښاپيرۍ
ټول په ګډه: وريږي مرغلرې له آسمان د رحمت، هو باران د رحمت
ښاپيرۍ: د ټول پر غاټلو پر ګگلاب خوږې ستركې، نرګس ته مې لوګى شه دا باڼه درګې درګې
ټول په ګډه: پرانستې غيږ په غره كې ارغوان د رحمت، هو باران د رحمت
ډالۍ د مينې راغله د رحمان د رحمت، هو باران د رحمت
هر څاڅكى د باران لكه لقمان د رحمت، هو درمان د رحمت

شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه