لومړی برخه
د اوړي وروستۍ مياشت وه، د تودوښې زور په ختلو و، لمر ته هم څه شېبه ناستې
كېداى شو. غټ مازيګر څو تنه ځوانان د پالېزه په خوا كې، د تلو پر سرونو
ناست ول. خټكي يې مات كړي وو، د كندز د خټكيو وروستى فصل و. ځوانانو هر يوه
يوه يوه خربوزه خوښه كړې وه. اوس يې كتل چې څوك خټكى ښه پېژني؟ ټولو د هرې
خربوزې څكه كړې وه، خو په دې يې لا قناعت نه و سره حاصل كړى، چې د چا خټكى
خوږ دى؟ ځكه چې هر چا ته د خپلې غړكې تروې خوندورې وې او هر يوه به ځان
تجربه كاره باله. بحث يې لا روان و، چې يو مسافر پر لاره راښكاره شوه، لاره
د پالېزه په خوا كې تېرېده. كله چې مسافر د دوى برابر ته راورسېد، احمدشاه
ورنارې كړې:
وا بابكه! وا بابكه! راوګرځه، خټكى مو مات كړى دى، راسره وبه يې خورې.
مسافر وروګرځېد، له سلام عليك او عادي ستړې مشې وروسته ورسره كښېناست. هر
يوه له خپلې خربوزې يوه نرۍ دړه ورته كښېښودله.
احمدشاه ورته وويل:
كاكا! د دا ټولو خوند وګوره او بيا ووايه چې كوم خټكى خوږ دى؟
_ناڅكلى پوهېږم چې درست خواږه دي.
_ پر ناڅكلو خربوزو څرنګه حكم كوې، چې درست به خواږه وي؟
_ له دې جهته وايم چې ديارانو په ټولنه كې خواړه درست خوندور وي.
ځوانانو ته د مسافر خوږې خبرې خوند وركړ، يوه وپوښت:
بده خو به نه وي، كه پوښتنه وكړم چې څوك يې؟!
_ د خداى بنده. د رسول الله امت، د افغانستان تبعه. كافي ده كه نور هم پسې
لاړ شم؟
ځوانانو وخندل، يوه بيا وپوښت:
له كومه راځې؟
_ له خپله كوره راځم.
_ كور دې چېرې دى؟!
_ څو چې زه راتلم، تر دغه وخته خو د غزني په شلګر كې و.
احمدشاه وويل:
ولې بلې خوا ته روان و، كه څه؟!
_ روان خو نه و، لېكن يو خداى تعالى په يوه حال دى، په انسانانو لاڅه باور
دى؟
ځوانان پوه شول، چې ښه خوښ صحبته او خولور سړى دى. بيا يوه وپوښت:
كاكا! څه كار كوې؟
مسافر چې په خربوزه شخوند واهه، ويې ويل:
سملاسي خو دادى خربوزه خورم.
درستو وخندل. احمدشاه وويل:
كسب او پېشه دې څه ده؟!
_ هركاره يم. په هره پېشه كې مې ګوتې وهلې دي. ځكه نو اوس زه هم نه پوهېږم
چې د كومې كټوي مساله يم؟
_ مثلاً څه څه كارونه كولاى شې؟!
_ معلمي، ناظري، خټګري، دكانداري، لږ ډېر دړزيتوب، رنګمالي او.. ملايي يعنې
امامت.
_ داسې ښكارېږي چې په غريبۍ پسې راوتلى يې!
_ هو! په خوارۍ پسې راوتلى يم. چا رته وويل دلته دې وطنداران اوسي، نو ما
ويل لومړى بايد په خپلو وطندارانو حال واخلم. كه مې دلته څه نوك ښخ شو، بل
ځاى ته به څه ضرورت وي.
_ اوس دې په دومره كارونو كې كوم كار ته ډډه لګېږي؟!
_ پخوانو ويلي دي په خوارۍ كې اسانه دروېزه ده. كه امامت په لاس راشي، نور
هرڅه ورسره كېداى شي.
احمدشاه په داسې حال كې چې كښته پورته يې راته كتل او د ده له شنې لونګۍ،
شنو سترګو، سرو وېښتو، خړو جامو يې نظر سرو څپليو ته وښوياوه. ورته ويې
ويل:
اتفاقاً زموږ د كلي ملا صاحب په دغو ورځو كې بل ځاى امامت نيولى دى. خداى
دې وكړي چې كليوال سره سلا شي، امامت تا ته وسپاري، خو ګومان نه كوم.
_ تاسو مې يوځل جومات ته ورسيخ كړئ، بيا به كه خداى كول، سره جوړ شو.
_ ما چې وويل ګومان نه كوم، له دې كبله مې نه وويل چې سترګې دې شنې دي، يا
دې وېښته ژړبخون دي، ما له دې امله وويل چې ستا ناسته ولاړه او د غاړې جامې
د امامانو نه دي.
_ د امامت سپينې جامې د خيرات په سپينو روپو جوړېږي، چې څه مې نه وي خوړلي،
د څه شي ټېغونه راباندې باسئ؟!
_ ملا صاحب! دا دې نه وويل چې كومه خربوزه ډېره خوږه وه؟
_ اوس چې ورباندې موړ شوم، څه به ووايم. ماړه ته خواړه خوند نه وركوي.
_ ما ويل زموږ دعوه به رافيصله كړې، خو تا هم ځان تېر كړ.
_ زما په عادي امامت پسې څپلۍ وشلېدې، تاسو رانه قضاوت غواړئ.
_ قضاوت خو هم د ملا صاحبانو كار دى.
_ زه خو چې ملا صاحب شم. په محراب كې كښېنم. بيا راشئ وګورئ چې څرنګه فيصلې
صادروم؟!
_ يعنې له محرابه ليرې حكم نه كوئ، يا نه كېږي؟
_ كه قاضي له محكمې بهر حكم صادركړى وي، زه به يې هم صادر كړم.
چې دا يې وويل، له جېبه يې ګړۍ وايستله (پخوانۍ وېشټنډ ګړۍ وه) ورته ويې
كتل، بيا يې دوى ته وويل:
_ د مازيګر د اذان ټېم دى، كه مو خوښه وي، اوس به خداى ياد كړو.
ټولو ورسره ومنله او د كلي پر لوري روان شول. كلى ډېر ليرې نه و، څلور پنځه
سوه قدمه لار وه، چې جومات ته ورسېدل، ملا صاحب خپله غوټه كښېښودله. لومړى
اذان ته ودرېد، په ډېر خواږه ږغ يې اذان ووايه، بيا يې لمونځ وركړ. له
لمانځه وروسته د ماښام تر لمانځه هلته د جومات په چوتره له څو تنو كليوالو
سره كښېناست، كليوالو ملا صاحب ته په حيرت كتل چې كړه وړه يې د ملايانو نه
دي، خو لمونځ او اذان يې تر ډېرو ملا صاحبانو خوندور وو، د ماښام له لمانځه
چې فارغ شول، له احمدشاه سره د دوى مېلمستون ته لاړ، احمدشاه خپل پلار
"حاجي صاحب" ته معرفي كړ. حاجي صاحب روغبړ ورسره وكړ، سره كښېناستل، له يوې
خوا بلې خوا سره وږغېدل. طبعې يې سره ولګېدې. حاجي صاحب هم د ملا صاحب
غوندې ډېره برخه په بهرنيو هېوادونو كې تېره كړې وه، خو تفاوت يې په دې كې
و، چې حاجي صاحب به همېشه د تجارت په سلسله په لويو ښارونو كې اوسېده. ملا
صاحب به په خوارۍ پسې په كليو، په ځنګلونو كې ورك و. ملا صاحب هم څو ژبې
زده كړې وې، حاجي صاحب هم كله ملا صاحب پنځلس شپاړس كاله طالبي كړې وه،
ديوه متوسط ملا په اندازه يې مروج علوم لوستي وو، خو له علمه يې استفاده لږ
كړې وه، د حاجي صاحب تعليم لږ و، خو مطالعه يې تر اوسه جاري وه، له ډېرو
داسې خبرو خبر و، چې ملا صاحب نه و ترې خبر.
حاجي صاحب د اويا، پنځه اويا كلونو په عمر، له ونې لوړ، په صورت زهير، د
لنډې مونډۍ ږيرې خاوند؛ خودداره او زړور سړى و، په سر او ږيره كې يې سپينو
وېښتو پر تورو برى موندلى و، كرۍ ورځ به له مېلمنو سره ناست و، په كور كې
يې يوه وړه كتابخانه لرله، چې د دوى د خوښې كتابونه، مجلې او رسالې په كې
خوندي وې، چې مېلمه به يې نه درلود، په مطالعه به بوخت و، دغه راز يې د نړۍ
له پېښو سره ډېره دلچسپي لرله، يوه ترانزيستوري راډيو به يې په خوا كې ايښې
وه. د كابل راډيو، د پېښور راډيو، د ډيلي راډيو، مسكو راډيو، بي بي سي او
نورې خپرونې به يې اورېدلې، د هر اسټېشن پښتو_ پاړسي او اردو خپرونو ځايونه
او وختونه يې يادداشت كړي وو، چې كله به يې كومه مهمه خبره واورېدله، په
هغه شپه به يې د دغو ټولو راډيوګانو خبرونه په درې واړه ژبو اورېدل.
ملا صاحب هم د متوسطې درجې ديني عالم و، هم يې د ډېرو سفرونو ډېرې خاطرې او
ډېرې تجربې لرلې، د ښه ږغ او ژوندي زړه خاوند هم و. په هند كې يې داسې
معلومېده، چې د موسيقۍ لمن يې هم نيولې وه، چې د هر بحر او هر وزن شعرونه
به يې په ترنم سره ويلاى شول. په تېره بيا په قوالي موسيقۍ كې، د يوه مجرب
قوال په سويه وارد و، چې د حاجي صاحب زړې خاطرې يې ورباندې تازه كولاى شوې.
د حاجي صاحب نظر ډېر ژر ورمعلوم شو، چې له قشري ملايانو يې ښه نه راځي او
دى هم فطرتاً سختګير ملا نه و، سره ويې لګېده او په هغه شپه يې د امامت
معضله حل شوه، د سحر اذان يې د كلي د امام په حيث ووايه. كليوالو ته د ملا
صاحب پوښ او په خبرو كې لاقيدۍ خوند نه وركاوه، ځكه چې دوى سپينه بګړۍ،
سپينې ارتې جامې او ورو ورو، شمېرلې خبرې د امامت له لوازمو ګڼلې، چې بيا
خبر شول چې ملا صاحب راډيو هم اوري، ټوكې ټكالې يې هم خوښې دي او سندرې لا
ګوښي بولي دا چارې يې د امامت توهين بللې. هرڅه ملا صاحب بله دنيا وه، بېل
خويونه او ځانګړي عادتونه يې لرل، چې له نورو ملا صاحبانو سره يې ډېر توپير
و، خو څرنګه چې حاجي صاحب منلى و، چا څه نه شو په كې ويلاى.
ملا صاحب به د شپې د حاجي په مېلمستون كې و، ورځ يې هم ډېره برخه له حاجي
صاحب سره تېروله، ده هم له نړيوالو پېښو سره دلچسپي ښكاروله، خبرونو ته يې
ښه غوږ نيوه، نو به يې نسبتاً روغه تبصره هم ورباندې كولاى شواى، نو حاجي
صاحب ته تر ده ښه مصاحب په ګرانه لاس ته ورتلاى شو.
ملا صاحب يوه اوونۍ امامت وكړ. د هفتې په پاى كې يې ورته وويل: حاجي صاحب!
كه ستاسو خوښه وي، زه به په خپلې كډې پسې لاړ شم، ښځه او ماشومان مې په
شلګر كې پرې ايښي دي، نور څوك نه لرم، يو بې پروا ورور لرم، خداى خبر دى چې
پوښتنه به يې كوې، ان شا الله تعالى اوومه اتمه به مې كډه راورسوم.
حاجي ورسره ومنله، په كلي كې يې دوه خونې ورته تشې كړې، چې ملا صاحب په كې
واړوي. سبا ته ملا صاحب لاړ او په رښتيا اوومه شپه راورسېد، د ملا صاحب دا
په پروګرام عمل كول لا د حاجي صاحب خوښ شول، دوه درې جواله غنم، څو باره
بوټي او څو سوه روپۍ يې وركړې، چې د ژمي ګذاره يې ورباندې وشي.
ملا صاحب چې كډه ځاى پر ځاى كړه، د ورځې به د لمانځه له وختونو پرته يا په
چكر وتلى و، يا به له حاجي صاحب سره ناست و، د شپې ډوډۍ خو به يې اكثر له
حاجي سره خوړه، ملا صاحب له پښو ګړندى و، ستړيا يې نه پېژندله، په لنډ وخت
كې يې د شا و خوا كليو له اوسېدونكو سره هم وپېژندل. ډېر ياران_ دوستان يې
پيدا كړل. بله ورځ يې په نژدې كليو كې له چا څخه يو زوړ او له كاره ولېدلى
سايكل په درې شله روپو واخيست او كاله ته يې راوړ. سبا ښار ته لاړ د سايكل
نيمګړې پرزې، ټايرونه او نور ضروري سامان يې واخيست، چې راغى، په خپله
ورباندې توښ شو فعال يې كړ، روغ سايكل ورته په دوه دوه نيم سوه تمام شو، له
هغه وروسته چې به له كوره ووت، كه به جومات ته هم روان و، په سايكل به يې
پښه واړوله، كه به د حاجي كور ته ورتلو هم به سپور ورتلو.
ځينو كليوالو حاجي صاحب ته تر غوږ ورتېره كړه، چې د ملا صاحب به پر نور
هرڅه برغولى كښېږدو، دا سايكل سواري يې د يوه امام له شان سره نه وايي، موږ
به يې څه كوو، هسې نه چې تاسې ورپورې سپك شئ!
حاجي ورته وويل: تاسو څومره خطا وتلي ياست؟! ايا امامت بس تيار خوري، لټي
او له ژونده لاس اخيستلو ته وايي؟ چې يو بېعلم او ناپوه انسان د ژوند له
شېرازيو استفاده كولاى شي، يو عالم دې ولې ترې بې برخې وي، سايكل د تلو
راتلو يوه وسيله ده، كه ملا صاحبان ترې استفاده وكړي، څه بدي به ولري؟ تاسو
دنيا نه ده ليدلې، د نورو وطنوالو امامان موټرونه لري او په خپله يې چلوي.
_ ملا بايد دروند او ناست سړى وي. دى په يوه منډه شا و خوا كلي درست
راغواړي، اوس چې د سايكل خاوند شو، اوس به يې لكه د چوتي يو ځاى هم كرار نه
وي.
_ تاسې يوه بې لاس او بې پښو بنيادم ته عالم واياست او د امامت وړ يې ګنئ،
حال دا چې چينجي او ماران نه عالمان دي، نه انسانان، انسان چې څومره
اجتماعي وي، څومره چې يې اجتماعي روابط پراخ وي، هغومره ښه وي.
_ له يوه ملا امام سره نه ښايي چې د جومات په خوا كې لګيا وي، مستري توب
كوي او يا سايكل ته باد وركوي.
_ بيا هم درته وايم، تاسو ته تيار خواره، لټان او د ژوند له چارو بېخبر او
بې پروا خلك عالمان ښكارېږي، حال دا چې داسې نه ده. دا چې ملا له يوه زاړه
او له استفادې وتلي سايكل څخه د استفادې وړ سايكل جوړ كړ، دا يې عيب نه دى،
دا يې كمال دى، كمال ته په سپكه سترګه كتل ناپوهي ده. كاشكې زموږ عالمان په
تخنيكي چارو هم پوه واى.
حاجي صاحب په دې توګه هم په كلي كې، هم له كلي بهر د ملاصاحب مدافع و، نور
نو ملا صاحب په هېچا اړ نه و، دا چې د حاجي تاييد ورسره و، كافي يې ګڼله،
نوره يې خپله ژبه هم د ډم تر بياتي كمه نه وه، د هرچا ځواب يې ويلاى شو،
ملا صاحب كه د چا ښه اېسېد كه بد، د حاجي له سترګو يې په شا و خوا كليو كې
هم احترام كېده، چې په كوم غم يا ښادۍ كې به له حاجي صاحب سره كوم كلي ته
تللى و، په ګرانه به نورو امامانو د تلاوت يا نورو خبرو وار ترې نيو. هم يې
اواز ښه و، هم په تجويد پوهېده، هم يې په سفرونو كې ډېرڅه ليدلي او اورېدلي
وو. د ژوند په هر اړخ كې يې تر نورو ډېرې تجربې او ډېر معلومات لرل، په هند
او پاكستان كې يې په لويو غونډو كې ډېر نامتو خلك له نژدې ليدلي وو، د لويو
عالمانو له خولې به يې نقل قول كاوه. د وينا چل هم ورتلو، كه كله به يې په
خبرو كې يو نيم طنز هم نغښتى و، چې په خړو جامو كې به يې له سپين روبو
ميدان ووړ، خو څرنګه چې په خبرو كې به يې د اردو او ورسره انګرېزۍ لغتوته
هم له خولې وتل، خلكو ته به شك ورولېده، چې هسې نه د ملا په عنوان كوم
وظيفه دار پېرنګى نه وي. د شا و خوا ملا صاحب نو هم سپي ښه نه ورته غپېدل،
خو په پردي ملا د چا څه كار دى؟ هغه هم د حاجي صاحب په ملا، چې هم منلى مشر
و، هم تر دوى ټولو هوښيار او باخبره سپين ږيرى. نو په ښكاره يې څه نه ورته
ويل، پټ غاښ چيچى يې ورته حتمي خبره وه. په تخريب پسې يې درست ملايان
يوموټي شوي وو، د حاجي صاحب كليوال هم غولۍ غولۍ كېدل، خو حاجي د ملا صاحب
په كوټه ولاړ و، د ملا صاحب له هېچا هم سترګې نه سوځېدې، هېڅ مجبوريت يې نه
محسوساوه، چې خپل وړ بدل كړي، ځكه چې حاجي صاحب په دغه ډول ډيس او دغه خوى
خصلت خوښ كړى و. حاجي صاحب ايله د خپلې خوښې ملا موندلى و، داسې امام چې هم
امامت كولاى شي، هم په خبره پوهېږي، هم يې مجلس ورسره تود وي، هم يې يار
وي، هم مشاور.
كه به كله حاجي صاحب له چا سره په خبرو د كومې راډيو د خپرونې وخت هېر كړى
و ملا صاحب به خپله ګړۍ راوايستله ورته وبه يې ويل:
حاجي صاحب! د پلانۍ راډيو د اردو خبرونو د خپرولو ټېم دى. حاجي به ژر خپلې
ګړۍ ته وكتل او بيا به يې په مطلوب سټېشن پسې د راډيو ستن وګرځوله. بيا به
دواړو خبرونو ته داسې غوږونه نيولي وو، چې تا به ويل د كومې ورځپاڼې لپاره
خبرونه ثبتوي. د هرې راډيو پاړسي، اردو او كه به يې پښتو خپرونه هم لرله،
پښتو خبرونه به يې هم اورېدل، چې دا مكررې خبرې به د احمدشاه او نورو لپاره
ډېرې ستومانوونكې وې، خو دوى دواړه نه ورباندې ستړي كېدل، نو حاجي صاحب د
خبرونو تږي موندلي وو، له دې امله هم ورسره خوښ و.
د حاجي صاحب دستور و، چې هره ورځ به سهار له كوره راووت، كه به يې څه خاص
مېلمانه نه لرل، يو چكر به په خپله مځكه راوګرځېد، خپلې كروندې به يې تر
نظر تېرې كړې، په خپل باغ به يې حال واخيست، بيا به تر ماسخوتنه په
مېلمستون كې له مېلمنو سره ناست و، چې تېر ماسخوتن به كور ته لاړ، ملا صاحب
به يا له راډيو هندي سندرې اورېدې، يا به يې د احمدشاه په غوښتنه په خپله
ورته قوالۍ سندرې ويلې، هغه هم اكثرې پښتو قوالۍ. چې له دې امله د احمدشاه
هم ورسره جوړه وه.
احمدشاه د حاجي صاحب مشر زوى، له ونې ميانه، په كړه وړه متناسب، په عمر
دېرش كلن، د دوو زامنو پلار و، څو جوماته درس يې ويلى، له ليك لوست سره
اشنا و. خو د مطالعې شوق يې نه درلود. له كتاب او سياست سره يې نه لګېده،
ژوند يې په لوبو، ټوكو او مېلو تېراوه، له موسيقۍ سره يې ډېره جوړه وه،
فلمي سندرې يې خوښېدې، د هند مشهور سندرغاړي يې ناليدلي درست پېژندل. ملا
صاحب ته د احمدشاه ذوق معلوم شوى و،د هغه د زړه ساتنه يې هم پر ځان لازمي
ګڼله.
د ژمي اوږدې شپې يې په خوشحالۍ سره تېرې كړې، د كليوالو او نژدې شا و خوا
خلكو حساسيت هم له ملا صاحب سره كم شوى و، نور يې چا په خړو كوچيانيو جامو
او سايكل پورې څه نه ويل، خو د ملا صاحبانو پټ تبليغ لا ورپسې روان و.
