لسمه برخه
ژمى په تېرېدو و، د ژمي جامې يوه يوه له اوږو كښته كېدې، تنكيو وښو په وېره وېره
سرونه له مځكې راايستل. هوا پسته شوې وه، واورې بس د غرونو پر سرونو ښكارېدې، د
خانګي د دماغ باد وتلى و، نه هغه چرګان وررسېدل، نه هغه پلاوونه، نه يې د لوڼو
نازونه اخيستاى شواى، نه د زامنو، خواري يې منلې وه، خو د ښځې يې لا د ډم له نامه
بد راتلل، له دې تمبولۍ د وتلو په تلاش كې وه، اوس يې يواځنۍ لار دا تشخيص كړې وه،
چې لور كوم شتمن سړي ته وركړي، د لور په ولور او د زوم په شتمني پورې به يې كار جوړ
او په خلكو ګډ شي. دا چې به د هر چا كره ورغله، دا خبره به يې ضرور كوله، چې لور مې
وزيرګل خپل زوى ته غوښته، چې ورمې نه كړه، راكډه شو او دلته يې كلى راڅخه نيم كړه،
پروا نه كوي، هرڅوك خپل قسمت خوري، زما دغه لږه برخه هم تر خوله تېره ده، په دغه لږ
به صبر وكړو، خداى مې دې اولاد ته له بلې خوا روزي وركړي، نه غواړم چې لوڼې او زامن
مې دې هم ډمان وي.
يوه ورځ له ارچې د يوه ډم مركه ورته كښېناسته، لور يې ورڅخه غوښته، خانګي په زړه كې
ګوړې ماتولې چې ګوندې بېډۍ مې ميره شي، خو بده يې دا وه چې بيا هم ډم غوښته، په ښځې
او اولاد ډاډه نه و، د يوې اوونۍ مهلت يې ترې وغوښته چې سلا مشوره سره وكړي.
لومړى يې ښځه نه قانع كېده، ويل يې:
دا خو ميم زر ما، بيا ميم زر ما شوه، له بارانه تښتېدو تر ناوې لاندې مو شپه شوه،
ما خپل لېور زوى ته نه وركوله، اوس يې پردي ډم ته څرنګه وركړم.؟
_ هغه ته مو چې نه وركوله، يوه هغه د تا خبره ډم و، بله دا چې په نه څه به يې زموږ
خوله ايستله، مشر ورور مې و، څه به مې ورته ويل؟ په خپلو غوښو خوله نه لګېږي، له دې
سړي به پوره ولور واخلو، خپل كار به ورباندې جوړ كړو، بله دا چې د مځكو وكيلان اكثر
په ارچې كې اوسي، دى له ټولو سره وچړ دى، ګوندې موږ ته هم يوه لار راجوړه كړي...
له څه بحث وروسته يې ښځه له مجبوريته قانع شوه، هفته وروسته يې دېرش زره افغانۍ په
غاړه وركښېښودې او مالګه يې وركړه.
خانګى بيا خانګل خان شوى و، د كلي چرګان او هګگۍ بيا د ده په كور كې مصرفېدل، دېګ
به يې بيا دوه وخته باندې و، اولاد يې بيا ښويې جامې پيدا كړې.
دوه درې مياشتې وروسته يې واده وركړ او پيسې يې ټولې ترې ګوتو ته كړې.
ملا صاحب ورته وويل:
خان ګل خانه وروره! كه يې بده نه منې، يوه خبره درته كوم، په ګټه به دې وي.
_ ملا صاحبه! ولې به يې بده منم، ستا خبرې هر وخت زما په خير وي.
_ ډېرې روپۍ په لاس درغلې، كه د ګېډې ومنئ، ايله به مو تر ژمي وباسي، ښه به دا وي
چې ګېډې ته سوك وركړئ، ګذاره كوئ، سبا په نظر كې ساتئ، كه اوس هم د مځكې او
جايدادونو په فكر كې يې، روپو ته دې ضرورت پېښېږي، كه ددكان خيال لرې، دكانداري خو
روانېږي په سرمايې، چې څومره دې سرمايه ډېره وي، هغومره به دې ښه دكان ورباندې جوړ
كړى وي. په هر حال، له خپل مصرف سره پام كوه، كه د ورځې زر روپۍ هم خرڅې كړې، په دې
به دې نه څوك خان وبولي، نه به د ډم نوم له ځانه واړوې، خصوصاً چې بله ورځ دې بيا
شونډې وچې وې او مخ دې نه اوړي، په هر چا ځان او اولاد ګران وي، خو هر چا ته چې
ګورې څه خوري، څه پرېږدي، هر څوك زامن، لوڼې نازوي، خو د وس په اندازه.
خانګى د ملا صاحب خبره د ځان په خير وګڼله، نيت يې وكړ چې سر له ننه به پر نفس پښه
ږدي، د ګېډې به نه مني، هڅه به كوي چې ور پاته سرمايه يې خوندي پاته شي، ګوندې چې
دا ډول بدمرغه يې له غاړې وولېږي او د پرديو ويښتو له وباله نور ځان وساتي.
خو په كور كې يې اولاد د روپو كوټه ليدلې وه، هر وړ خواړه يې تر ستوني نه تېرېدل،
چې هرڅومره يې ورته وويل، د هېچا زړه سپما ته نه ټينګېده. د هغه متل په مصداق چې
وايي "پوه يې كړه، په خوله يې كړه، سبا به ګګن نور راوړي" د سبا غم له چا سره نه و.
هر يوه به ويل، دوه ورځې ژوند دى، ښه يې ولې نه تېروو، سبا ته بيا خداى باچا دى.
د خانګي له جېبه چې به يوه روپۍ وتله داسې ورته ښكارېدله چې د ده د ارزوګانو له كلا
څوك يوه خښته راغورځوي. يا يې يو پټى كرلې مځكه له لاسه وځي، ډېر به ورباندې
زهېرېده، مګر چاره يې نه وه، د كور غړيو لاسونه ورته يو كړي وو، مجبور و چې كټو
سړېدا ته ور نه كړي، لوڼو او زامنو د خانګي خوار ارمانونه په پوره اشتها خوړل او ده
به په پټه خوله ورته كتل.
د ژمي واورې لا ځاى ځاى په سيوري كې پرتې وې، چې د خانګي كڅوړه، تشه، نغري يې سوړ
او دېګ يې په كرار شو.
ملا صاحب ورته وويل:
له دومره چرګانو چې په روان كال كې دې وخوړل، كومه بڼه يا هډوكى درپاته دى، كه يه؟!
_ ملا صاحب! ولې مې په پر پرهرونو مالګې شيندې؟ خداى دې څوك د لوڼو او زامنو ناټكي
نه كړي، دوى دي چې تر كمرو يې غورځولى يم او لا مې غورځوي، چاره نه لرم، ښه شوه چې
هغه زهر مړې تمامې شوې اوس به مې هډونه مځكې ته ورشي.
_ زه دې په زخمونو مالګې نه دوړوم، دا درته وايم او پخوا مې هم درته ويلي وو چې دا
دې له اولاد سره نېكي نه ده، چې پنځه ورځې يې خولو ته ګورې چې څه غواړي هغه ورورسوې،
شپږمه ورځ دې په نظر كې نه وي، اوس كه خداى مه كړه كوم يو درناروغ شو، د علاج وس به
يې نه لرې، بله دا چې كليوالو به درباندې څه لورول، اوس چې يې ستا فضول خرڅيو ته
وكتل، ګومان نه كوم چې درباندې ورحمېږي، دا چې ته وايې اوس به مې هډونه مځكې ته
ورشي، چې په هستۍ كې په ارام نه شوې، په نېستۍ كې به څه ارام شې، اولاد دې څه غم
لري، كه غم وي بيا به هم د لالي په سر وي.
_ رښتيا وايې خو څه به مې كړي واى، واك اختيار يې راڅخه اخيستى و.
_ ما ته داسې ښكاري، چې ښځه دې هغومره د خپلې ګېډې مني، كله څومره چې ته د دې منې،
پارسيوان متل كوي، (به بهانه بچه، مادر مېزنه كلچه) كه داسې نه واى، د اولاد په
كوټه به نه درته درېده.
_ رښتيا دې وويل، وايي: چې ورانه ده، له خانه ده؛ خو څه وكړم چې پورته توكم پرمخ مې
لګېږي. چې كښته توكم پر ږيره مې لګېږي.
_ بيا هم درته وايم چې په انسانانو كې اصل او كم اصل نه شته، ټول د يوه بابا اولاد
يو، هرڅوك په خپل عمل ښه كېږي، كار كسب پيټ پېغور نه دى، كه عيب دى په بېكارۍ كې
دى، كه هرڅوك خپل كار ته سر ټيټ كړي او خپله وظيفه په ښه توګه ترسره كړي، هم به يې
ګټه كړې وي، هم به د خلكو تر پام ښه وي، د خانۍ هوا له سره وباسه، په وچ لېنګي مه
بنګي كېږه، ښه ډم تر بد خان په سل چنده ښه دى، نو ستاسې له خپلې پېښې ولې زړونه تور
شوي دي؟ د ټيټوالي احساس په لوى لاس ولې تقويه كوې؟...
د ملا صاحب خبرې ښې وې، خو د خانګي د زړه غوټې نه ورباندې خلاصېدې، په پټه خوله ترې
پاڅېد او لاړ.
