شپاړلسمه برخه
څرنګه چې پنجابيان ډېر د ژوندو زړونو خاوندان دي، مېلې او ساز و سرود محفلونه په
پلمه جوړوي، چې كله- كله نامتو سندرغاړي هم ګډون په كې كوي، د مېلو په شپو كې به ما
خامخا ځان ورورساوه، په لومړيو شپو كې به مو د دوى سندرې اورېدې، خو ورو- ورو په
اتڼ ورګډ شوم، يو نيم اواز به ما هم په كې وڅپاوه، خصوصاً چې قوالي موسيقي به وه، د
قوالي سندرو لپاره مې هم ږغ مناسب و، هم مې له قوال سره ښه غبرګولاى شواى، هغه وو
چې ځينو به راته پټان قوال ويل.
د مينې محبت لاسوهنې له كوچي ملا پټان قوال جوړ كړى و، د ورځې په مخه به په خپلې
خوارۍ پسې وتلى وم، شپې به مې اكثر له محلي قوالانو سره تر نيمايي اړولې.
چې بيا د څوړ مني هوا ولګېده، اوښانو غاړې هسكې هسكې كولې، هسكې څوكې يې څارلې، په
بودګانو هم لكه چې د وطن هوا لګېدلې وه، د مزلونو ستړيا ته هوسېدل او د بارونو وړلو
ته يې وزرې وركولې، زموږ په وزرونو هم اورونه بل شول، بيا د شلګر د سړو اوبو، ژورو
كارېزونواو يخو شمالونو په هوس ولېږدېدو، دا ځل مې كافي ګټه كړې وه، كه د امير خان
په زړه د رحم اوبه تېرې شوې واى، د ولور روپۍ مې هم لرلې، ورور مې هم زڼى شوى و، د
دوولس ديارلس كلونو په عمر پياوړى هلك و، زما په غياب كې يې له تربورو سره پنډې
ګرځولې او ښه ګټه يې كړې وه، د هغه له لوري هم ډاډه وم، خو چې ورغلو هغه اش و او
هغه كاسه، دا ځل يې د قوالۍ پېغور هم راكړى و.
چې د امير خان ځواب مې واورېدو زړه مې د لحد په لوټه سر كښېښود، بله لار مې نه ليده،
پرته له دې چې په سندرو حسرتونه له زړه وباسم، يقيناً كه شعر او موسيقي نه واى،
بنيادم به لېونى شوى واى. شعر او موسيقي دى چې زړونو ته څه ارام بخښي او د انسان په
افكارو او اعمالو كې اعتدال راولي، د قاتلانو زړونه هم د غوښې دي، خو چې له هنر څخه
عاري وي، په لږ فشار تورې ټوپك ته لاس كړي. زه په تجربه دا وايم كه دولتونه غواړي
چې د خشونت مخه ونيسي او بشر له هولناكو جنايتونو راوګرځوي، د بل ويل ترټل او
اعدامول يې يواځنۍ لارې نه دي، بلكې بايد هنرونو ته وده وركړي اوپه عام ولس كې د
شعر، موسيقۍ او نورو هنرونو ذوق وروزي.
ملا صاحب بيا څه شېبه پټه خوله شو، ولسوال ورته كتل، دوه څاڅكي اوښكې يې په سترګو
كې راټولې شوې وې، تا به ويل چې دغو اوښكو يې د خبرو لار نيولې وه، چې اوښكو يې له
سترګو رخصت واخيست او ده په دسمال پاكې كړې، خبرو ته يې ادامه وركړه.
اخر اوړى و، خبر شوم چې اميرخان خپله لور چا ته وركړه، نور مې مه پوښته، چې په ما
به څه تېر شوي وي؟
تر لږ سكوت وروسته يې چې غريو لږ څه څنډې ته كړ، ويې ويل:
د مينې كيسه ظاهراً په دې ځاى ختمه شوه، خو د زړه زخمونه مې نور هم ژور شوي وو،
شلګر راپورې اور شو، چې هرې خوا ته به مې كتل، د ګل بختې كجاوه به مې ليده، چې بل
كلي ته يې وړي.
چې بيا مو ولېښل او په دامان مو واړول، مور او ورور مې په خداى وسپارل او زه ترې
لاړم. په ډيلي، مدراس، بنارس، لكنهو او كلكتې كې مې يوځاى هم د زړه دردونو تسكين
ونه موند، په هر ښار كې مې څوورځې تېرې كړې، خو زړه مې يوځاى هم نه كښېناست،
بالاخره له هنده ووتم، برما ته ورسېدم، هلته مې په رنګون كې واړول، څو وخته په يو
څه بل څه مصروف وم، څو چې مې هلته هم په كليو كې د ګرځنده بزازۍ لار وموندله، بيا
مې يو سايكل واخيست او د هغو خلكو د خوښې ټوكران به مې له ښاره راوړل او په كليو كې
به مې خرڅول، د برمايانو له ژبې، دود، دستور او ذوقونو سره لږ لږ بلد شوم، له يوه
كلي بل كلي ته به مې په تتو ځنګلونو كې نرۍ لارې وهلې، د رنګون په ښار كې د مدنيت
مظاهر او په طبيعي ځنګلونو كې د طبيعت مناظر سترګې وراړولې، له ځنګلونو د راز راز
مرغانو او غير اهلي څلور بولو اوازونه اورېدل كېدل، د ځنګلونو په منځ كې به د
برمايانو واړه واړه كلي پراته وو، د طبيعت غېږ ته مې پناه ور وړې وه، د ښكلو ښارونو
تر ښكلو ماڼيو مې د كليو څپرې ډېر خوښېدل، دلته طبيعي ژوند و، علاوه پر دې ښه ګټه
او ښه مصروفيت راته ميسر و، نور به مې لا له هيلو خالي شوى زړه څه رانه غوښتل؟
دوه درې كاله هلته پاته شوم، ښې ډېرې روپۍ مې ګټلې وې، چې كه مې وطن ته وړې واى،
كافي جايداد ورباندې اخيستل كېده، خو څه به مې كاوه، ګل بخته واده شوې وه، ما ته له
سپېرو خاورو، وچو ترخو او ړنګو دېوالونو پرته هېڅ هم نه رايادېدل، په برما كې مې
ژوند كاوه، بې هدفه ژوند، يوازې ژوند، صرف د ګټې لپاره ژوند او په ګټلو روپو هم نه
پوهېدم چې څه به يې كوم؟
اوس زما هم لكه د ځينو سرمايه دارانو د ثروت ډېرول غايه او هدف ګرځېدلى و. له روپو
سره مې مينه پيدا شوې وه، ولې به نه پيدا كېده، دغه د روپو نېستي وه، چې له سيالۍ
يې ايستلى وم، ولې به مې له روپو سره مينه نه كوله، روپو خو ما ته نه ټوك خور ويل،
نه يې قوال بللم. په هر حال يې زما منډو او ستړيا ته كتل، زما مينه ورته منظوره وه،
نه زما سابقه.
ولسوال وپوښت، بيا دى هغه ډېرې روپۍ څه كړې؟
_ له بده مرغه د دوهمې جهاني جګړې اور بل شوى و، تاو يې تر ما هم راورسېد، هره لحظه
دا وېره وه چې ښارونه او ځنګلونه به په غېږ كې ونيسي. د جاپان پوځونه داسې پرمخ
راتلل، لكه له غرونو راټيټ شوى سېل چې مانع نه پېژني، څرنګه چې زه په برما كې پردى
وم او كړه وړه مې هم پيرنګيانو ته ورته وو، زما لپاره هلته پاتېدل له خپل سر سره
لوبې وې، هغه وو چې هرڅه ته مې شا كړه، په ځنګلونو كې كله پلى، كله سپور مخ په
هندوستان راوخوځېدم، نور هرڅه راڅخه پاته شوي وو، څه نغدې چې په لاس راغلې وې، هغه
مې غنيمت ګڼلې، هغه هم په لاره كې شوكمارو راڅخه وتوږلې، يو سر دوه غوږونه كلكتې ته
راورسېدم، په كلكته كې مې څو ورځې دياړي (مرد كاري) وكړه، چې بلد شوم، له پېژندويو
پښتنو سره اسام ته لاړم، هلته مې بيا پنډې په كليو ګرځولې، څو مياشتې مې شا په پنډو
وسولوله، هغومره څه راپاته شول، چې ځان ورباندې دېرې ته ورسوم، چې د ژمي ساه د
څوړمني هوا ورتربتوله، دېرې ته ورسېدم، خو ښه وو كډې لا نه وې لېښلې، مور مې وفات
شوې وه، ورور مې واده كړى و، د كور ګذاره ښه وه، خو زه تش لاسى ورته راغلى وم، له
څو كاله مسافرۍ وروسته په دوى بار شوم، په دوى به بار وم، يا به نه وم خو ما ته ځان
بالكل طفيلي ښكارېده، د بل لاس ته كتل، هغه هم د كشر ورور چې ما لغړه خوله پرې ايښى
و، ډېر راته سخت و.
څو ورځې وروسته چې لېږد شروع كېده دوى مې وطن ته رخصت كړل او ما له ورور څخه روپۍ
واخيستې پنجاب ته مې مخه كړه، هلته مې بيا هغه زاړه پلونه تازه كړل، زه وم، سايكل
و، پنډې وې، منډې وې او د شپې په مخه د قوالانو محفلونه....
كه څه هم د پنجاب د ګټو خونده اوبو وړې وه، بيا هم څه څه راته پاتېدل، تر بل مني مې
څو زره روپۍ ګټلې وې، كډې لا بېرته په دامان كې نه وې ځاى پرځاى شوې، چې زه
ورورسېدم، ورور مې لاس په كار شو، په خپل كلي كې يې كوزده راته وكړه، ژمى لا نه
وتلى، چې واده مې هم راوړ، كورونه مو سره ګډ وو، دا د تا او دا زما مولا نه وو سره
پېژندلي، د يارۍ او ورورۍ ژوند و، په بهر كې به زه مشر وم، په كور كې مې شرف الدين
ته واك سپارلى و، شرف الدين د كور په واكدارۍ خوشحالېده، زه د كور تر لانجو په ډګر
خوښ وم، خپلو پښو ته خلاص وم. په ژمي مې ورور ته وويل، په وطن كې مو څه پاته دي؟ تر
څو به مو د اوښ لكۍ نيولې وي؟ دلته هم د پنډو ګرځولو خونده راته خړه ښكارېږي، بهتره
به دا وي چې د اوښانو له خيره تېر شو، ښې پيسې كوي، اوښان به خرڅ او كوچيتوب ته به
سلام وكړو، په دېره كې به واړوو، يو دكان به ونيسو، د غرمو څه لرو چې دكان ورباندې
وچلوو، هم به اوسېده يو، هم به له بېځايه كوچ و باره خلاص شوي يو.
ورور مې راسره ومنله، اوښان مو وپلورل، په ښار كې مې يو كور وموند، هلته وركډه شوو،
څو ورځې په دېره كې يوه خوا بله خوا ګرځېدم، اخر مې يو مناسب دكان لاس ته راغى، زه
لاهور ته لاړم، مال مې راوړ او دكانداري مو شروع كړه، په دكان كې به كله زه كله دى،
كله بيا دواړه ناست وو، ورو ورو خلك راسره بلدېدل، بلد شول، ما هم په لږ ګټه قناعت
كاوه، هم مې له خلكو سره په خوږه ژبه خبرې كولې، چې كال ووت زموږ دكان تر ډېرو ډېر
مشتريان لرل.
څو كاله په دېره كې پاته شوو، كار و بار مو جوړ و، څرنګه چې دوه كسه وو، ډېرې ناستې
ته هم نه وم اړ، چې ژمى به راغى، كله- كله به په دامان كې په خپلو خپلوانو هم
راګرځېدم، په دې حال له ژونده راضي وم.
كله چې پاكستان جوړېدو، موږ ډېر ورته هوسېدو، چې كه خداى كول، اسلامي نظام به راشي
او هغه قيودات چې انګرېزانو وضع كړي وو، هغه به ليرې شي، ازاده ازادي به وي، هر سړى
به د ژوند په ښېرازيو موړ شي، خو په عمل كې داسې ونه شول، صرف د هندوانو په كورونو
او دكانونو هم جټانو قبضه وكړه، مشكلات مخ په ډېرېدو وو، نه انګرېزي قوانين بدل
شول، نه د خلكو په ژوند او فكر كې څه مثبت بدلون راغى.
په دېره كې پښتانه هم اوسېدل، خو اكثريت د جټانو و، جټان د پاكستان له جوړېدو سره د
مظلوميت پرځاى متعرض شوي وو، د هندوانو په جايداد يې واړول، نورو ته هم خرپېدل، له
ورور سره مې سلا وكړه، چې څو به په پردي وطن كې پراته يو، پردى وطن هرڅه چې وي،
پردى دى، كه سړى هر څومره ځان ورسره بدل كړي، څوك به ورته د خپل په سترګې نه و
ګوري، موږ لا په هر حال په اولادونو مو وېرېږم چې سبا به نه پښتانه وي، نه جټان،
يوه خوا به يې هم نه ورخپلوي. كه دې خوښه وي، د دې وطن له خيره به تېر شو، خپل وطن
ته به لاړ شو، وطن لوى دى، پراخه غېږ لري، يوځاى نه يوځاى به مو زړونه ولګېږي، چې د
هغه هم راسره سلا شوه، دكان مو وپلوره او وطن ته ستانه شوو، څوورځې په شلګر كې وو،
بيا زه كندز ته لاړم، هلته مې امامت وموند، راغلم چې كډه ورولو، ورور مې په شلګر كې
پښې وخرلې، ما خپله كډه واخيستله، نوره كيسه خو مې ولسوال صاحب تا ته ښه معلومه ده.
ولسوال صاحب چې كيسه واورېدله، څو شېبې پټه خوله په اندېښنو كې ډوب و، ملا صاحب هم
د تېرو هېرو خاطرو په دا غمخانو كې توښ و، چې كومه ښه خاطره پيدا او ځانته يې مجسمه
كړي، دواړه پټه خوله وو، د ملا صاحب تلاش لكه چې بېځايه و، داسې خاطره يې نه و
مونده، چې دوه دمه يې ښاد كړي، سوړ اوسېلى يې له خولې ووت، ژر يې يوه خوا بله خوا
وكتل.
ولسوال ورته وويل:
ملا صاحب! ډېره بخښنه غواړم، زاړه زخمونه مې درتازه كړل، كه داسې خبر واى، كله به
مې دا درباندې لورولي واى.
_ له هغې مرځې چې زه د ګل بختې پلار مايوس كړم او لور يې بل چا ته وركړه، ما نه د
ګل بختې نوم چا ته اخيستى دى، نه مې خپل داستان چا ته وراورولى دى، خو وايي "يار د
يار لپاره خوري د غوايي غوښې".
_ معلومات لرې چې هغه به ژوندۍ وي، كه نه؟
_ دومره خبر يم، چې تېر كال لا ژوندۍ وه.
_ چې تا بيا ددې نوم نه دى اخيستى، خبر دې څرنګه اخيست، چې ژوندۍ ده؟
_ شاعر وايي:
بهر مجلس كه جا سازم، حديث نيكوان پرسم كه حرف ان مه نامهربان رادرميان پرسم
له كليوالو او د منطقې له خلكو يې د خاوند پوښتنه وكړم، د زامنو پوښتنه يې وكړم، په
ترڅ كې د هلكانو د مور پوښتنه وكړم، څه وكړم زړه مې غواړي چې د مرګ خبر يې نه
واورم.
_ ملا صاحب! كه دې خوښه وي، يو درخواست راكړه، د تنظيم امير ته به دې معرفي كړم،
كومه مناسبه وظيفه به دروسپاري. په سپينه ږيره به په روزي پسې ستومانه نه يې او زه
به هم خپل وجدان ته نه يم خجالت، دومره عمر بدګمانۍ به مې جبيره كړې وي.
_ زه په دا منډو خوښ يم، چې كلي په كلي او كمپ په كمپ نه وګرځم، زړه به مې وچوي،
ستا يې كور ودان. خداى دې په عزت لره، موږ ته به دغه ليكلي وي.
_ داسې وظيفه به درته پيدا كړم، چې خپلو پښو ته هم په كې خلاص يې، مبلغينو ته كافي
معاش وركوي، تبليغ هسې هم كوې، نو ولې كافي معاش نه واخلې؟
_ دوى به د خپل تنظيم لپاره تبليغ غواړي، زه د جهاد روح د تنظيم په پنجره كې نه شم
تربت كولاى. تا ته دې خداى اجرونه دركړي، ما پرېږده چې خپل غمونه د وطن او اسلام په
غمونو كې هېر كړم.
