دوهمه برخه
د وري د مياشتې هم ډېره برخه وتلې وه، د بادامو ونې په شګوفو كې پټې وې.
واښه داسې راټوكېدلي وو، چې تا به ويل مځكه په زرغونه سمندر كې غوپه شوې ده.
رېديو له بامونو دېوالونو سرونه راځوړند كړي وو، د مځكې د مخ ننداره يې
كوله، د تازه څوړمني له فيضه وطن د ښايست نندارتون و. هرځاى سبزه، هره خوا
ګلونه او هر طرف ښايست.
ملا صاحب به كرۍ ورځ په باغونو، كښتونو او كله لا په دښتو كې داسې ګرځېده،
لكه د پسرلي ستړې وږمه چې ارام نه پېژني. تا به ويل د شاتو مچۍ ده، د خپلو
تصوراتو كندو ته شات ورټولوي. كله به يې په سايكل پښه واړوله، د غره لمن ته
به يې ځان ورساوه، وچ غره ته به يې كتل، چې د موسم لورېينې سره او زرغونه
شالونه ورباندې اچولي دي، د رنګين څوړمني نندارو يې ابي سترګې نورې هم
ورروڼې كړې او په زړه كې به يې د حسن پرستۍ خاموشې جذبې بيا راپارولې وې.
ژړ مازيګر و، د لمر وروستيو شغلو د تاندو ګلونو تندي ښكلول او تر سبا يې په
خداى سپارل. ملا صاحب د كلي خوا ته پر يوې ښكلې غونډۍ ناست و، د مځكې او
اسمان د ښكليو خداى په امانۍ ته يې كتل. په دغه وخت كې له كلي څوك ورپسې
راغى او په ملا صاحب يې زېرى وكړ چې د ورور كډه يې راورسېده. ملا صاحب اوچت
پاڅېد، په منډه له غونډۍ كښته شو. پر سايكل يې پښه واړوله، كور ته روان شو،
چې ور ورسېد، په رښتيا شرف الدين له خپلې كډې او ماشومانو سره رارسېدلى و.
ملا غېږ ورته پرانيستله، شرف الدين يې په غېږ كې ونيو، په مينه يې روغبړ
وكړ، بيا يې له ورېندارې سره پوښتنه وكړه او ورېرونه يې ښكل كړل، له حال
احوال يې سره وپوښتل.
شرف الدين ورته وويل: ملا وروره! څه به درته وايم؟ يوه خو وايي چې دوه پك
هغه هم سره ورك، نه زه له تا پرته څوك لرم، نه يې ته لرې، درپسې راغلو، بله
خبره دا ده چې په ژمي "دامان" ته لېښل راڅخه پاته شوي وو، په "شلګر" كې
خوله باد ته نه نيول كېږي. كډه مې راواخيستله، ما ويل دلته به ګوندې د خلاص
مټ څه كار روزګار پيدا كړم.
ملا وويل: زما زړه هم تاسې ته درختلى و، ډېر دې ښه وكړل، دا ځاى د كار او
غريبۍ ځاى دى، كه څوك همت وروړاندې كړي، هر كار دلته پيدا كېږي، هر چا ته د
خپل كار، خپل همت او خپلې پوهې په اندازه ګټه رسېداى شي.
_ دلته به زه څه وكړاى شم؟!
_ كه نور هېڅ نه وي هغه د "دېرې" په شان كه دلته هم په كليو پنډې وګرځوې،
خامخا دومره څه په كې درپاته كېږي، چې ګذاره دې ورباندې وشي. خو ته صبر كوه
ساه به دې جوړه شي، څو ورځې به شا و خوا ځان بلد كړې، ماته ګوډه پاړسي به
زده كړې، بيا به چورت په كې ووهو.
_ ماته ګوډه پاړسي دې ياده كړه، ولې دلته پښتانه لږ دي، كه څرنګه؟!
_ پښتانه خو تر نورو ډېر دي، خو دا زموږ شا و خوا كلي وزبك او تركمن ډېر دي
او له دوى ښه ګټه كېږي، وزبكان او تركمنان هم لږ لږ په پاړسي پوهېږي.
_ نو تر هغه وخته به څه خورو؟
_ تر هغه وخته خو دې زه نه يم خوړلى! زما او ستا وېش چا كړى دى؟ خوره، څښه،
حساب مه منه!...
دوى لا په دغو خبرو سره ږغېدل، چې د حاجي صاحب نوكر ورته ودرېد او ورته ويې
ويل: ملا صاحب! حاجي صاحب وويل ته او ورور به دې راشئ د ماښام ډوډۍ به زما
سره وخورئ.
_ ډېره ښه ده، چې د ماښام لمونځ وكړو دربه شو.
شرف الدين ملا ته وويل: دا ستا حاجي عجيب ښه سړى نه دى، موږ لا پوره پوښتنه
نه ده سره كړې، ده بيا مېلمستيا ته وبللو؟!
_ حاجي صاحب يو سخي سړى دى، هغه ته خداى لوى زړه وركړى دى، هره ورځ يې په
حجره كې لس دوولس تنه نابللي مېلمانه ناست وي. زموږ غوندې خلكو مېملستيا
ورته څه خبره نه ده، اوس به ستا له راتلو خبر شوى وي، ځكه يې وروبللو.
_ خير و، كراره وه، سبا بل سبا يې هم وربللاى شوو.
_ ما ورته وويل چې د حاجي صاحب لپاره دوه درې مېلمانه څه تشويش نه پيدا
كوي، په تياره ډوډۍ يې وربللي يو، ممكن يا به يې تا ته سودا وه چې ودې
ويني. يا به يې دا فكر كړى وي، چې په دې ناوختۍ كې به زه ستاسو لپاره څه
سرشته نه كړاى شم. ستا بار به يې زما له اوږو كوزاوه. په هر حال، د ښه نيت
خاوند دى، خداى دې اجرونه وركړي. ډېر انتظار يې بايد پرې نه ږدو.
له دې خبرې سره پاڅېدل، جومات ته ورسېدل، له لمانځه وروسته د حاجي مېلمستون
ته ورغلل. اتفاقاً حاجي په هغه شپه نور مېلمانه هم نه لرل. حاجي ورپاڅېد
روغبړ يې ورسره وكړ، چې سره كښېناستل، له يوې خوا بلې خوا يې شرف الدين ور
وږغاوه. بيايې ورته ويل:
ښه دې وكړه چې راكډه شوې، دا د كار او غريبۍ وطن دى، دلته هر وخت كار_ كسب
موندېږي، چې سړى همت وروړاندې كړي، وږى نه پاتېږي. خداى پاك رازق مطلق دى،
خو زه ستا وسيله، ته زما وسيله، بندګان يو په بل چلېږي. دا وعده دركوم چې
كه تا كار ته اوږه وركړې، دلته نژدې د كور په خوا كې له ما څخه هم نه
وزګارېږې، بېغمه اوسه.
له ډوډۍ وروسته يې هم څه مجلس سره وكړ، كله چې رخصت شول، په لار كې شرف
الدين وويل:
دا خو عجيب ښه سړى و، هلته د دامان د خوا و ډېره ګان خو په اسمانونو كې
ګرځي، مځكې ته وايي چې ته رالاندې ځه، چې ورشې، دى به په كټ كې غځېدلى وي،
ته به په خاورو كې ورته كښېنې او خوښ به لا هم يې، چې خبرې دې اوري. حاجي
صاحب ته هم خداى پاك ډېر جايداد وركړى دى، لوى زميندار دى، بلكې تر ډېرو
هغو وډېره ګانو يې ژوند ژواك په سل چنده ښه دى. بيا هم له موږ سره پر يوه
توشك ناست و، نه يې تر چا ځان لوړ باله، نه يې له چا د لاس مچولو تمه لرله:
_ خبره دا ده چې هلته د مغلو دوران تېر شوى دى، چې د سيمې خلك به يې سيالان
نه ګڼل، بلكې خپل بندګان يې بلل، بيا ورپسې يوه يوه نيمه پېړۍ د پيرنګيانو
باچهي وه، چې له صاحبانو (پيرنګيانو) پرته راجګان، نوابان، خانان او وډېره
ګان هم د هغوى نازولي وو. هغوى يې د ولس پر څټونو ورسپاره كړي وو، ځكه هلته
دومره توپير موجود وو. دا وطن د افغانانو دى، تل يې خپله باچهي وه، كه يې
خان دى، كه ملك دى، كه وزير دى، كه باچا دى، درست افغانان دي او د دې ولس
هډ وزر ګڼل كېږي. دلته چې څوك ځان تر نورو پورته ګڼي، يا له نورو ډېر
ټيټېدل غواړي، هغه نه شي چلېدلاى.
چې څو ورځې ووتلې، شرف الدين شا و خوا مطالعه كړې وه، د حاجي ناظر ورته
ترځان بېكاره ښكاره شو، ملا ته يې وويل:
د حاجي ناظر خو زما په خيال د دوو خرو وربشې هم نه شي وېشلاى، يو سوړې بوړې
سړى دى، نه په څه پوهېږي نه څه ترې جوړېږي. بېډۍ يې ميره شوې ده، چټ ګرځي،
غوا نه پيايي، تش په توره باټي كلا خان شوى دى. هم يې قدر كېږي، هم مفته
تنخواه اخلي. خوښه دې نه ده چې د حاجي په پوست ورننوځو او دا ناظري ترې
ګوتو ته كړو، د كرارې كار دى، پنځه واړه ګوتې به مو په غوړو كې وي.
_ اوس لا نوى راغلى يې، نه د حاجي له خوى سره اشنا شوى يې، نه دې د دې سيمې
بزګري ليدلې ده، نه د بزګرانو لارې چارې درمعلومې دي، اول به يې حاجي ونه
مني، كه يې بيا ومني هم ته ورته جوړ نه يې، صبر وكړه، چې ښه بلد شې، سترګې
دې سمې وغړېږي بيا به مټې ورته ونغاړو.
_ ناظري لا څه كمال دى؟ چې څه حاجي راته وايي هغه به بزګرو ته وايم، چې
بزګران په څه كار توښ وي، حال به يې حاجي ته راوړم، دا شوه ناظري، هغه هم
ښه ناظري.
_ لامبو هم سړي ته په اول نظر دغسې ښكارېږي، چې سړى بل ته وګوري، چې څرنګه
پر اوبو ځان وغوړوي او بيا څرنګه لاسونه او پښې ووهي، د دوو ټكيو خبره ده،
خو چې د رښتيا ځاى راشي، دومره هم ساده عمل نه وي، ډېر په كې ډوب شوى دى.
_ يو خو مې د تا دا ناباوري نه خوښېږي، ناظري دې هم د ملايي غوندې راته
ګرانه كړه. چې په شل كاله سبق به زده كېږي، درته وايم چې بې ګودره نه
ګډېږم. ډېر سوچ مې په كې وهلى دى، ته ولې ما دومره بې خولې، بې ژبې ګڼې؟!
_ زه ستا لپاره وايم هسې نه چې سبا په كې خړمخى شې، صبر كوه د مراد مېوه په
صبر پخېږي.
_ ته لاس په كار شه، حاجي په تا باوري دى، ما په خداى وسپاره، كه خداى كول
نه به راباندې شرمېږې.
_ بيا هم درته وايم، كه ډېر نه وي يو كال غاښ وچيچه، د ناظرۍ چارې څاره، كه
دې بيا هم ناظري خوښه وه زه درته ولاړ يم.
_ په رښتيا چې ملا يې، ملايان ډېر ډارن خلك وي، لوټه به ورته پېچومې
ښكارېږي.
_ كه لوى ملا نه يم، ووړ ملا خامخا يم، خو له ملايي سره جهان ديده هم يم،
ډېر وطنونه مې ليدلي او هر كار ته مې لاس اچولى دى. د تجربې له مخې درته
وايم، د ډار احساس مې نه درږغوي.
له كافي بحث وروسته شرف الدين قانع شو، چې څه موده نور هم غور ورباندې
وكړي. له هغې ورځې وروسته به يې د ناظر كار كسب ته په دقت سره كتل، چې له
وظايفو يې پوره خبر شي.
