شلمه برخه
ملا صاحب به هغه شان له ټيپ او كسټونو سره په كمپونو ګرځېد، يوه ورځ يې د مياولۍ د
كمپ په جامع جومات كې تبليغ وكړ، بيا يې له لمانځه وروسته له جوماته بهر خپل كسټونه
مهاجرو ته وراورول، چې څه كسټونه يې وپلورل شي، يوه ځوان تر لاس ونيو ورته ويې ويل:
ملا صاحب! له ما سره به لاړ شې، چاى به راسره وڅښې او شپه به دې هم له ما سره وي.
_ ايمان دې په نصيب شه، چاى به درسره وڅښم، ځكه چې د ترخو چايو سخت عملي يم، د شپې
تكليف نه دركوم، شپه به پل جومات ته ورسوم.
_ خير، د شپې خبره به بيا سره كوو، اوس راځه چې چاى سره وڅښو.
ملا صاحب ورسره روان شو، د هغه كور جومات ته نژدې و، د ځوان ژبه، جامې او كړه وړه د
وطندار سړي ورته ښكاره شول، په لار كې يې ورته وويل:
ځوانه! ما ته د شلګر د شا و خوا ښكارېږې.
_ هو د شلګر يو، نوم مې شهباز خان دى.
_ زه هم د شلګر يم، خو عمر مې اكثر په نورو وطنونو كې تېر شوى دى، اوس نوي ځوانان
نه پېژنم.
په دې وخت كې د شهباز خان كور ته ورسېدل، شهباز خان له مخه شو، ملا صاحب ته يې وويل:
راځئ څوك نه شته، ملا صاحب هم ورپسې ورننووت. د شهباز خان تر كور ټيټ دېوالونه
ګرځېدلي وو، دوړاڼګڼ يې درلود، د انګڼ په يوه خوا كې دوه خونې او يو دهلېز د اوسېدو
لپاره ټيټ پوښل شوي ول، خونو يوه يوه وړه درڅه او ټيټ ورونه لرل. ملا صاحب يې يوې
خونې ته ورووست. په خونه كې يو سور وطني ګيلم غوړېدلى و، چې ملا صاحب ته يې توشك
وغوړاوه او بالښتونه يې هم ورته كښېښودل، مور ته يې نارې كړې، مور يې راغله، له ملا
صاحب سره يې ستړې مشې وكړه، په عمر پخه ښځه وه، د سر وېښته يې ډېره برخه سپين شوي
او په مخ كې يې ګونځې راپيدا شوې وې. داسې معلومېده چې په ځوانۍ كې به ډېره ښايسته
وه. ابۍ په بيړه لاړه ووتله، څو شېبې وروسته بيا راغله، دم كړى چاى يې د ملا صاحب
مخ ته كښېښود. په خپله ملا صاحب ته مخامخ كښېناسته، ټيكرى يې لږ په ټنډه راټيټ كړ،
نور يې د مخ پټولو دوران تېر شوى و، ملا صاحب څو ځله بې ارادې ورته وكتل، بيا به يي
سترګې ترې واړولې، شهباز خان د چايو پيالې ډكې كړې. مور يې ملا صاحب ته وويل:
ملا صاحب! د خداى كړه دي، له كلي كوره يې راورك كړو، دلته په پردي وطن كې د خداى
هيلې ته پراته يو، تاسې چېرې اوسئ؟
_ زه په دېره كې اوسم.
_ ملا صاحب! له تاسې به هم زموږ غوندې ملك، پټى، كلا، مال او هرڅه هرڅه پاته شوي وي؟
_ هو! زه هم هلته داسې يو بهلول يو كچكول نه وم، باغ، پټى او ځانته چمبر مې درلود،
چې د كفر حكومت راغى، هرڅه ته مې شا كړه، ترې راووتو.
هغې وويل:
موږ هم هرڅه په خداى وسپارل، خدايزده چې بيا به يې ګورو.
_ دا د شكر ځاى دى، چې روغ راوتلي ياست، د ډېرو خلكو په مېنه سپي هم نه دي پاته شوي.
_هو! ښه وايې، خداى دې ناراضه نه شي، دا زمن ګي چې راته ښوري، يوه باچهي ارزي.
بيا يې له ملا صاحب پوښتنه وكړه: ملا صاحب! ته زامن لرې؟
_ زوى نه لرم.
_ خداى دې زېرمه وكړه. كاشكې دې يو زوى لرلاى، اوس به په سپينه ږيره ولې كلي په كلي
ګرځېداى؟
_ دخداى رضا به دغسې وه، (په عين حال كې ملا صاحب بيا ورته وكتل او ولده يې سترګې
كښته واچولې).
_ملا صاحب! تاسې پخوا چېرې اوسېدئ؟
_ زه په شلګر كې زېږېدلى يم، پلرونه مې كوچيان وو، بيا زه ډېر كلونه په ليرې ملكونو
كې وښورېدم، پنځلس شپاړس كاله پخوا كندز ته لاړم، هلته د ملك پټي خاوند شوم، چې ساه
مې ورباندې جوړه وه، د خلقيانو اله ګوله چې شوه، ترې راووتم. تاسو د شلګر په كوم
كلي كې اوسېدئ؟
_ زما پلار، د حكيم خان د كلا و، خو زه يې په بختيارو واده كړم، خاوند مې شېرزمان
نومېده، كه يې پېژنې!
د ملا صاحب په غوږونو كې انګازه شوه، څه شېبه يې سر كښته اچولى و، زړې خاطرې يې تر
سترګو تېرېدې، د ويالې پر غاړه جينكۍ يې ليدې، چې جامې مينځي، سره خاندي او شور يې
دى.
شوخې بېباكې پېغلې ناوې، لوڅ مخ او خلاصې غاړې.. صرف يوه يې پلو مخې ته ونيسي، چې
په هغه يوه حياناكه كرشمه يې دى د غرونو ورغو نو غرڅه كړي، هغه يوه چې له كوچي ملا،
قوال ملا او بيا د هند او برما د ځنګلونو مسافر جوړ كړي، هغه يوه چې د نيم مخ ليدو
يې نيمه پېړۍ له ده ارام او كرار اخيستى و...
نن هغه كوچى ملا د هغې حياناكې ښكلې مېلمه دى، نن له هغې سره خواله كوي، لوڅ مخ
ورته ناسته ده..
بې ارادې يې ورته وويل:
زه هغه كوچى ملا يم، چې كه دې ښه نه يم ليدلى زما كيسې به دې ضرور اورېدلې وي.
ابۍ ژر ټيكرى پر مخ راټيټ كړ او په ټيټ اواز يې ورته وويل:
هغه كوچى ملا چې مينې لېونى كړى و؟
_ هو! هغه كوچى ملا چې ببرسر، ببرې څگڼې به كلي په كلي ګرځېده او د فراق سندرې به
يې ويلې، اوس هم كمپ په كمپ ګرځي او سندرې وايي. هغه وخت يې د دوو بڼورو لېمو له
لاسه لېمه نه سره ورتلل، اوس يې له هغو يادو سره د دين، مذهب، قوم، وطن او ملي
خپلواكۍ غمونه هم مله شوي دي او په سپينه ږيره يې خوب او ارام ترې اخيستى دى.
يادونه:
دا ناولګى مې د ١٣٦٥ ل كال په وړي كې د كلتوري ټولنې په دفتر كې په مختلفو فرصتونو
كې ليكلى و، چې څو كاله هغه شان پاڼې پاڼې پروت و.
د ١٣٧٩ ل كال په وروستيو شپو ورځو كې مې سره ترتيب او له تجديد نظر سره مې له سره
پاكنويس كړ، چې د ١٣٨٠ل كال د حمل په دوهمه په موجوده بڼه راټول او چاپ ته اماده شو.
