پنځمه برخه
د ملا صاحب ملكې بد اوازه شوې وې. د معارف په مديريت كې له مدير پرته مفتشان،
مامورين او ځينې استادان ورباندې بدګمانه ول، په ولسوالۍ كې له ولسواله تر كاتبه
درستو ته مشكوك سړى ښكارېده. په شا و خوا كليو كې هم چا ښه خوله نه ترې وهله، په
خپل كلي كې يې يو حاجي صاحب لا په كوټه ولاړ و، نو درستو به ويل: ملا نه امامت ته
اړ و، نه معلمۍ يا د ارچې مځكې ته، دلته يې معلمي نيولې او هلته يې د مځكې او
باغدارۍ پلمه جوړه كړې ده، په دغو پلمو يې د چاردرې، كندز، امام صاحب او ارچې ترمنځ
كڼې جار كړى دى، خو خداى ښه پوهېږي، چې څه شى به د چا لپاره اوبي؟
يوه نيم به ملا صاحب د خلكو له دغو اندېښنو خبر هم كړ. ملا صاحب به په سړه سينه
ورته وويل:
خداى ته معلومه ده، چې زه څوك يم، څه غواړم او څه مجبوريتونه لرم. د مومن په هكله
بدګماني حرامه ده، نور به يې څه نه ويل.
دې ساده ځواب به د هغوى اشتباه نوره هم قوي كړه.
يوه ورځ ناظر حاجي صاحب ته وويل:
په ملا عزيز الدين پسې كليوال ډېرې خبرې كوي، خداى شته زما زړه يې هم مني، چې كه څه
په كې نه واى، خلكو به ولې پسې ويل؟
_ څه ورپسې وايي؟!
_ وايي، ملا په پوست پاك نه دى، داسې ښكاري چې پيرنګى وي، كړه وړه، خوى، ژبه، ناسته،
ولاړه يې بل شان دي، ورور يې له رنګه توربخون، د تورو سترګو، تورو وېښتانو خاوند دى،
دى سور، سپين، د شنو سترګو او سرو وېگښتو څښتن دى، دغسې يې خويونه او ږغېداوې
درواخله، نو دابه سړى څرنګه ومني، چې د يوه پلار او يوې مور اولاد دې وي؟
_ وايي: د مور نس بوخڅې بوخڅې دى. بوخڅې يې نورې څه وي؟
دغه وي چې د يوې مور او يوه پلار اولاد به وي، خو هېڅ به يې سره ورته نه وي. كه
اولاد خامخا مور او پلارته ورته كېداى، ټول بنيادمان د يوه بابا اولاد يو، اوس به
مو سره پېژندل څرنګه؟! بله خبره لا دا ده چې وايي: پلانكى د پلانكي پر مخ ژوندى شوى
دى، ممكن كله چې ماشوم د مور په ګېډه كې ساه مومي، يا شكل مومي، هغه وخت كه يې د
مور سترګې پر هر چا ولګېدې، ډېره برخه كړه وړه يې هغه ته ورته كېږي، لكه د عكاس
كامره، چې عكس اخيستلو ته چمتو كړاى شوې وي، په هغه وخت كه هر چا يا هر شي ته
برابره شوه د هغه عكس اخلي. دا يوه پېچلې علمي مسئله ده، چې نه يې زه شرحه كولاى شم،
نه ته ورباندې پوهېږې، چې ولې دوه سكني وروڼه دومره يو له بله مختلف پيدا كېږي او
غبرګولي بيا وګوره څومره سره ورته وي، چې پېژندل يې سره ګران وي. دا د خداى تعالى
حكمت دى، دومره بدګماني ښه نه ده!
_ حاجي صاحب! ته ښه وايې. خداى مو دې نه ورباندې نيسي، خو ځينې نورې خبرې هم شته،
چې سړي ته شك وراچوي، لكه دا چې دوى ته ګورو بس دا دوه وروڼه دي، بل نژدې سكنى نه
لري، په دوى كې بايد ډېره لورېينه واى، يو په بل ډېر خوږېداى، ډېر سره ګران واى، خو
د ملا لا يو څه زړه ورګډېږي، د شرف الدين په اويا رګه يو رګ هم نه ورګډېږي. وينه يې
جوش نه ورسره خوري، خلك وايي چې ملا پيرنګى دى، په ده پورې يې لاس نيولى دى، ملا پل
غلطوي او هغه بل يې مرستې ته اړ دى، كنه وروري مروري يې نه شته.
_ شرف الدين ما ته هم بې حسه او بې مينې بنيادم ښكاري، ګمان كوي كه ابا مړ شي،
پوستين يې پر ده هم جوړ دى. ځانته نه ګوري چې كوم يې كمال، كوم يې سړيتوب، كوم يې
عمل دى چې څوك د سړى په سترګه ورته وګوري. اوس هم لكه كورغ د غنمو له رويه اوبه
وررسېږي. كه د ملا سترګې پټې شوې، باور نه كوم چې څوك به يې په كلي كې پرېږدي.
ناظر چې د حاجي په نظر پوه شو، ويې ويل:
موږ نو په دومره خبرو نه پوهېږو، د خلكو خبره مې كوله، كنه زما ورسره څه پاته دي،
كه مسلمان دى، كه پيرنګى وي، هرڅوك به خپل ځواب په خپله وايي.
_ وايي ډېرې خولې، ډېرې خبرې، خلك چې بېكاره دي، له بېكارۍ د بل عيبونه لټوي، يا
عيبونه ورباندې تپي، هوښيارانو دا هم ويلي دي چې له بېكاره خداى بېزاره. حضرت عمر
فرمايلي دي، چې: د بېكاره سړي دماغ د شيطان كور دى. تر دې پخه خبره نه شته، بېكاري
سړى د بدعملۍ، بدنيتۍ او بدګويۍ لوري ته پورې وهي. بېكاره بنيادم ته نه ښه اخلاق
پاتېږي، نه يې مذهبي پابنديو ته پام وي، هر څه چې كوي د شيطان په لمسه يې كوي، ځكه
چې دماغ يې د شيطان كور وي، كه د نور شرارت مېړه نه و، نو بدګماني او بدګويي خو
اسانه چارې دي، هر سړى به ورته مشكوك او په سلو عيبونو پټ ښكارېږي. په هر چا پسې به
ږغېږي او هرڅوك به په نه كړيو جرمونو محاكمه كوي، چې له بده مرغه موږ اكثر بېكاره
يو، ځكه په موږ كې د بداخلاقۍ او بددلۍ رنځونه مخ په زياتېدو دي، د بېكاره ولس خبرې
په سلو كې يوه هم د منلو نه وي.
