اتمه برخه
د دوبي څله وه، هوا توده او تربت وه، لمر په مځكه خولې لګولې، په هرچا روڼې خولې
راماتې وې، د شمال وزرونه به تا ويل چې چا ورتړلي دي، پاڼه هم نه رپېده، خانګي په
كور كې پښې غزولې وې. نن يې چېرته د خدمت وار نه و، لوڼه او زامن ورباندې راټول شوي
وو، چا څه غوښتل، چا څه.
خانګى ګڼو فرمايشونو له يوې خوا، ګرمي له بلې خوا او خپل تش جيب لا ګوښي ځوراوه. په
اوړي كوز دې، ودونه سړې هوا ته ټال شوي وي، كندهاري پووندګان هم ايلاغ ته ختلي وي،
په مني او په ژمي د ده جېبونه نه تشېږي، هم كليوالو حاصلات اخيستي وي، ښه لاس ورته
نيسي، هم كوچيان پرځاى وي، د كوز دو ودو وخت يې وي، ده ته په هر واده كې ښې پيسې
وركوي، اوس يوه خوا هم نه وه، خو دده لوڼو زامنو وخت نه پېژانده، نه پوهېده چې د
دوى ناغېړيو ته څه ووايي؟
په دغه وخت ورخلاص شو، چې ويې كتل، د ده مشر ورور وزيرګل و، په خوشحالۍ ورپاڅېد،
دوى دواړو دا څو كاله نه وو سره ليدلي، وزيرګل په شاه جوى كې اوسېده، دوى دلته، په
ډېرې مينې يې روغبړ سره وكړ، يو د بل په ليدو ډېر خوښ شول، چې پوښتنه يې سره وكړه،
كورونو ته يې هم خير و، ورځ يې په خندا او خوشحالۍ سره تېره كړه.
ماسخوتن وزيرګل سوكه ور وډنګوله چې كه مې ور ورېبئ، په وروري مې نه شرمېږې، نازنينه
به حسن ګل ته راكړې، زه په دې سره دوبي صرف دغې خبرې ته درته راغلى يم.
خانګى ناڅاپه ګير راغلى و، خوله يې ورته وڅپوله، وزيرګل ټينګ و، چې يا به هو راته
وايې يا به يې سمه راسره پرې كوې، چې نه مې ورور يې، نه دې ورور بولم.
_ لالا! ولې يې له سرې تبۍ دراخلې! كراره ده، خير يې غواړه، څو ورځې به زموږ ژوند
ژواك وګورې، وطن به ووينې، ساه به جوړه كړې، بيا به په كراره سره وږغېږو، د قسمت
خبرې دي، كه يې قلم سره وهلى شوى و، له تا به ولې غاړه غړوم، كه نه و وهلى بيا نو
نه ته تقدير بدلولاى شې، نه زه.
_ بېشكه تقدير څوك نه شي بدلولاى. خو زه ډارېږم چې تر موږ نظر نه واړوې، ځكه چې اوس
زه ستاسې ژوند ژواك ته ګورم، راته په بده هوا كې ښكارېگږئ، كه دې خوښه نه وي بېځايه
مې په ګرمۍ مه وهه!
خانګى په خوشامندو څو ورځې مهلت ترې واخيست، چې په كور كې سلا وكړي، وزيرګل سبا ته
لاړ، چې د امام صاحب زيارت وكړي او تر هغه وخت چې دوى سلا كوي، دى به د امام صاحب
او ارچې په وطندارانو يو چكر راوګرځي.
هغه لاړ، خانګى له ښځې سره سلا كوله، ښځې، لوڼو او زامنو يې سړى سره خوله خوله كړ،
چې موږ له ډمتوبه تښتو، ته مو بيا ورته تړې؟ كه تا ته بل كار نه موندېږي، په لوڼو
به دې مېړه نه وي درېدلى. پرېږده چې يو بل مسلمان پيدا شي، كه له ورور سره وروري
ټينګوې، په لوڼو يې مه ټينګوه، كه يې وروري درسره پالـله، بې له دې به يې هم درسره
وپالي، كه يې نه پالـله، پلمې ډېرې دي نو اولاد ولې خواروې؟!...
خانګى خوار په دوو لارو كې حيران و، چې په كومه لاړ شي، كه د دوى مني ورور ته به څه
وايي؟ هغه خو سمه دمه كرښه ورته ايستلې ده، له وروره يې لاس خېژي. كه هغه ته هو كوي،
د كور بدي ورپه غاړه كېږي، برسېره پر بدي، بد هم نه وايي دا خپلوي خو يې په ډمتوب
بل هېڅ هم ټك وهي، بيا به څرنګه ترې خلاصېږي؟...
بله ورځ چې وزيرګل راغى، ده معافي ترې وغوښته، هغه دليل ترې وغوښت، چې ولې سيال دې
نه يم، ورور دې نه يم، زوى مې رنځور غاړى، پك پمن، يا لېونى دى، كه څه بله خبره ده؟....
خانګي په ماته خوله ورته وويل:
خداى دې نه كوي، په هېڅ هم نه دى، خو قسمت به نه وي.
له څه بحث وروسته وزير ګل پوه شو چې د ښځې يې خوښه نه ده، پنډه يې ورواخيستله او بې
خداى په امانۍ ورڅخه لاړ.
خانګى وروسته خبر شو چې بېرته شاه جوى ته نه دى تللى، بلكې په نژدې كليو كې ځانته د
كور ځاى او ورسره ډمګري غواړي. ځينو خلكو چې ورسره ومنله، په درستو خلكو پسې نه
وګرځېد، لاړ او كډه يې راوستله، د وزيرګل زوى حسين ګل زلمى و، هم په ډول كې تر
خانګي تكړه و، هم په خدمت كې، هم يې حجامت ښه زده كړى و، په لږ وخت كې يې نيم ولس
له خانګي واړاوه، چې كله د كډوالو كډې له ايلاغه راورسېدې، د هغوى ودونو ته يې هم
لار وموندله، هغه روزي يې هم ډېره برخه ترې كنډو كړه، خانګي ته د ورور خير نه ورسېد،
خو چې په خپل ګرېوان كې به يې وكتل، ده هم نه و ورپورې كتلي، د خانګي ښځې به خانګي
ته ويل:
دا يې ستا ورور، وطن دې ورپرېښود، په هغه موړ نه شو، دلته درپسې راغى، ستا په رزق
چو شو، تا لا لور هم وركوله.
خانګل ځواب نه درلوده، هم ځان ورته پړ ښكارېده، هم هغه ښه نه و كړى، كله به يې دا
متل په زړه شو، چې وايي: زه او ته يو، له يوه نسله، زه اصيل شوم، ته كم اصله. ځانته
به يې توكل، بيا به يې فكر وكړ، چې كه مې ورور بيړه نه واى كړې او ژر يې خاورې نه
واى راپه خوله كړې، زما چېرته سم نوك ښخ شوى واى، په خپله مې دا وظيفه ورپرېښوده.
دى نه غواړي چې زه دې هم په ګېډه موړ يم، يا دې له ډمتوب څخه ځان وباسم، ځكه راغى
زما په رزق يې خاورې راواړولې، وزيرګل زما ورور نه دى، زما دښمن دى، زما هيلې
اميدونه يې راخاورې ايرې كړل، نه مې ورور و، نه مې ورور دى، نه مې دې ورور شي، نور
به سنت سلام نه وراچوم.
چې دا عزم يې وكړ، ټمبه به ګرځېد، راشه درشه يې ورسره بنده كړه، وزير ګل په ځان نه
راوړه، وراره يې په مرورتوب پوه شو، نوره يې هم خوش خدمتي زياته كړه، چې له دې امله
يې ورځ په ورځ د فعاليت ساحه ځانته پراخېده، د شا و خوا كليو اكثره خانګل ته ځواب
وركړ، خانګل په قطي كې ځاى شوى و، چې تر پوزه به دې ونيو، ساه يې ختله.
شرف الدين هم په دغو ورځو كې له ملا صاحب سره بېخي شلولې وه، چپړاسي ګري يې پرې
ايښې او كډه يې امام صاحب ته بېولې وه.
خانګل ملا صاحب ته د ورور له لاسه سر وټكاوه، ملا صاحب ورته وويل:
د نن سبا وروڼه اكثره داسې دي، شرف الدين ته نه ګورې چې ما د خولې ګوله ورسره نيمى
كوله، درست عمر مې مشر كړى و، هستي نېستي مې د ده په مخ كې ږدوله، دى په پردۍ ناظرۍ
راڅخه مرور شو، د حاجي صاحب يې كور ودان، ځاى يې راكړ، امامت يې راوسپاره، معلم يې
كړم، ښه ږغ راباندې كوي، محتاج مې نه پرېږدي، له غلې دانې تر پروړې او رشقې حتى د
سونګ تر بوټو هېڅ راڅخه نه سپموي، په سلګونو نهالونه يې راكړل، چې باغ ورباندې
كښېږدم، نور خو به زه د ده د جايداد مالك نه يم، چې شرف الدين يې ناظر وټاكم، شرف
الدين وايي ملا له زړه نه كوي، كه وكړي حاجي يې خبره په مځكه نه غورځوي، له زړه
څرنګه وي، يو دوه ځلې مې ورياده كړه، حاجي صاحب تر غوږ تېره كړه، چې بيا مې ورياده
كړه، وچ يې راته وويل:
شرف الدين به ستا ورور وي، ستا به ډېر څه ورباندې لورېږي، خو كه ستا سترګې نه واى،
ما به په كلي كې نه و پرې ايښى، پاته شوه ناظري، نور نو انسان ته رموز په كار دى او
خره ته سوټى، اوس ته ووايه چې ما به څه په كې ويل؟!
_ نور د خبرې ځاى پاته نه و.
_ شرف الدين به څوك پوهوي؟
_ هغه دې خداى پوه كړي.
_ وزير ګل هم دغسې درواخله، ښه به دا وي چې دواړه په خداى وسپارو، د هر چا دې خپل
عمل مل شي.
