دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه ماته سېپۍ
يـادونــه
يو وخت چې زه وړه وم، نو پلار به مې چې هر څومره بازارۍ نانځکې راته راوړې، خو پر ما به هغه نانځکه ګرانه وه، چې ما به په خپل لاس له ټوکرانو جوړه کړې وه. که هر څومره به بدرنګه او يا ناولې وه، خو ما ته به ګرانه وه. کله به مې غرڅنۍ نوم ورباندې کېښود او کله به مې هم هوسۍ نوم پرې كېښود. خو د پلار په هغو نانځکو به مې نوم نه کېښوده، کومې چې به يې له ښاره راوړې وې. ما ګومان کاوه چې دا نانځکې زما په پلار پورې اړه لري او هغه د ټوټو نانځکې خو ټولې زما دي، ځکه به مې ورباندې هره ورځ يو نوم کېښوده. سره له دې چې هره ورځ به زما د نانځکې نوم بدلېده، خو د پخوا په شان به راته ګرانه وه، لکه مور ته چې ماشوم ګران وي او لکه هنرمند ته چې هنر او کمال يې ګران وي.
اوس هم دا کتاب چې ستاسو په لاس کې دى، هغه وخت چې ما دا کيسه پيلوله، نو نوم مې ورته (ليونۍ هڅه) کېښوده. کيسه مې بشپړه کړه، ان کمپوز يې هم بشپړ شو، خو يوه ورځ ديو يوې خبرې زه په دې اند کې کړم، چې بايد د دې کيسې نوم بدل کړم. ډېرې شېبې او ډېرې شپې مې په فکرونو، فکرونو وګنډلې. ما له ځان سره فکر کاوه، چې ايا د دې کيسې نوم بدلولاى شم او که نه؟
يوه ورځ راته خپلې نانځکې په يادې شوې، په تېره هغه د ټوکرانو نانځکې، پر هغو به ما هر وخت يو بل نوم کېښود. دا ځکه چې ما خپله په خپل لاس جوړه کړې وه، نو له ځان سره مې وويل چې: دا كيسه هم ما ته يوه نانځکه ده. د ټوکرانو نانځکه، زما په خپل لاس جوړه شوې نانځکه، نو بيا ولې زه د دې نوم بدل نه کړم. هماغه و چې ځوان کيسه ليکوال عابد صاحب نه مې د نوم په غوره کولو کې مرسته وغوښته او ما ورته د خپل يو پخواني ناول، چې د جنګ جګړو خوراک شو، نوم واخسيت، (ماته سېپۍ) د عابد صيب پر شاعر زړه خوږ ولګېد او دا يې راسره وټاکه، نو دا دى زما لېونۍ هڅه اوس يوه ماته سېپۍ ده. ما ځکه پر نوم دومره اوږدې اوتې بوتې وليکلې، چې زما په اند نوم دى چې نيم انسان بشپړ کړي، نوم دى چې يو له ډېرو بېل کړي او نوم دى چې له مينې مخکې د زړه پر پاڼه ليکل کېږي.
مادوه درې کاله وړاندې د دې ناول په ليکلو پيل وکړ، ډېر مې ها خوا دېخوا کړ او په پاى کې مې له بدو بدتر کړ، خو زه هيله منه يم چې زما دغه تشه له اوتو بوتو ډکه کيسه، چې زه يې هم لا تر دې دمه د ليکلو په لامل نه پوهېږمه، د پښتنو لوستونكو خوله ما ته په سپکو سپورو پرانه نيزي. بس په همدې هيله له زلمي شاعر نذير احمد نذير نه په دې مننه کوم، چې زما دغه ماته سېپۍ يې راته مخکې له چاپه وارزوله او زما ځېنې نيمګرتياوې يې راپه ګوته کړې.
له درانه شاعر ورور، عبدالهادي هادي نه په دې مننه کوم، چې پر ماتې سېپۍ يې د خپلې سريزې ښکلا راولوروله. له درانه ورور لطف الله جاهد نه په دې مننه کوم، چې ماته سېپۍ يې د كمپوز په جامه ښکلې کړه او په دې لاره کې يې زښت ډېر زيار وګاله.
له خپل درانه مهربانه او منلي پلاره په دې مننه کوم، چې ماته يې د دغه ناول په بشپړتيا کې د وړاندې تلو سېک راکاوه او لکه څراغ يې زما د لارې هر ګام روښاناوه.

په درنښت
عارفه عمرلور.
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه