دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه سړه سېلۍ
"ستوري كه په شمار دي، څوك يې وشماري"
نصير جانه!
"كه څوك په غرب كې د خپل كوم دوست كره ناوخته لاړ شي، دوست يې سم له لاسه پوليسو ته زنګ وهي او شكايت كوي، چې "راشئ بېوخته مېلمه راغلى او زموږ مزاحمت كوي".هلته كه څوك بل چا ته زړه ورنژدې كړي، ښايي ډېر لږ بريالى شي، چې د مقابل لوري زړه هم وګټي، ځكه هورې ژوند د مادياتو پر محور راڅرخي. هسې خو نن سبا ژوند بازاري كېږي او باور لرم چې زموږ ښارونه به هم د تقليد په همدې پړاو كې ودرېږي او موږ به ډېر لږ د ښار دوستان ولرو، ځكه چې د ښار په دغو دنګو ماڼيو، ځلېدونكو رڼاګانو او صفايۍ كې مينه كمه پيدا كېږي".
موږ چې سره پېژندل، نه مو د زړه په زور د ورورۍ لاسونه سره وركړل، نه مو هم كوښښ وكړ، چې په زوره د يو بل په زړونو كې ځانونو ته ځاى پيدا كړو. بلكې په طبيعي ډول مو يو بل سره درك كړل، سره ومو پېژندل او د "هوسۍ" منډې ته مو سترګې څلور كړې.
درنو لوستونكو!
"سړه سېلۍ" د ښاغلي نصيراحمد احمدي لومړنى اثر دى، چې دا دى اوس ستاسو د مطالعې وياړ ورپه برخه كېږي. هسې خو په پښتو لنډو كيسو كې به زيات كار ته اړتيا وي او په كار ده، چې دغه اړخ نور هم ځواكمن شي. خو موږ بايد د معيار خيال هم وساتو. موږ د ګوتو په شمېر د لنډو كيسو ليكوالان لرو، چې په دې برخه كې يې ښه قلم چلولى دى او له نېكه مرغه چې لا هم دا ځوان ليكوالان كرار نه دي ناست.
د خوښۍ ځاى دى، چې همدغو لږو كيسو هم زيات مينه وال موندلي او هغه د چا خبره، مينه وال يې په مينه لولي، يو څه موده خو د درانه ورور اسد الله غضنفر تر مديريت لاندې "داستانونه" مجله هم وچلېده، چې هغې هم پر خپل ځاى پر دغه بهير مثبت اغېز وكړ. تر هغه راوروسته چې دا مجله بنده شوه، يوازې په خورو- ورو خپرونو كې لنډې كيسې راځي، چې ځينې يې په كې په تول پوره وي، يانې كمزورې يې زياتې وي، خو بيا هم ګردسره خواشيني نه يو، ځكه موږ زيات ځوان كيسه ليكوال لرو، چې په دې برخه كې د پام وړ كار كوي، سمه ده زيات وخت به د ټولنې خلك ورڅخه ناخبره وي او نن خو هر انسان د ځان په باب فكر كوي، د هنر او مينې څښتنان به خامخا له هغو مرغلرو سره ورته وي، چې تر ايرو لاندې پټ پاته وي، هغه د شاعر خبره:
ستوري كه په شمار دي، څوك يې وشماري
څوك دومــره وزګــــار دي، څوك يې وشماري
په سړه سېلۍ كې داسې كيسې راغلي، چې د نصيراحمد لومړنۍ تجربې دي، زه خو كله- كله د تيورۍ او چوكاټ ماتول غوره ګڼم، ځكه پرېږده چې انسان دې كله- كله خپل استعداد په ازادانه ډول هم وازمويي، لومړى په نړۍ كې لنډې كيسې،داستانونه، ناولونه او... وليكل شول، بيا وروسته تيورۍ رامنځته شوې، د ده له كيسو څخه مې خوند اخيستى، ځكه په دوى كې د فكر تله درنه ده، كيسه يې په عادي ډول پرمخ روانه وي، زيات وخت خو د كيسې تر لوستلو وروسته د سړي په ذهن كې يو څه پاتېږي، چې ګومان كوم همدا يې د كيسه ليكنې برى دى.
داستانپوهان هم په دې برخه كې بېلابېل تعريفونه لري، چې هر يو په خپل اند په دې باب يوه نظريه وړاندې كوي، خو داستان او لنډه كيسه د لوستونكو له احساساتو، عواطفو او تخيل سره ماهرانه لوبه كوي، چې د داستان تر لوستلو وروسته بايد د لوستونكو په ذهن كې يو څه پاتې شي، چې همدې ته د داستان غوره پايله او لاسته راوړنه وايي، داستاني ژبه هم بايد كټ مټ نصيحت امېزه نه وي، د كابل راډيو له نصيحتونو يې بايد توپير وشي، ځكه په كيسه كې د هنري تومنې په مرسته ليكوال د پېښو، ناڅاپي حادثو او ټكرونو په مرسته خپله خبره تر لوستونكو رسوي، د هغوى په زړونو او ذهنونو كې د ناوړه دودونو او ناوړو چارو غندنه، دغه راز د ښو كارونو او ښو انسانانو ستاينه كوي، كه چېرې ليكوال غواړي، چې د كوم بد كار ناوړه پايله خپلو لوستونكو ته وړاندې كړي، يوازې په الفاظو دا كار نه ترسره كوي، بلكې پېښو ته نوې ساه وركوي، چاپېريال، اتلان او كيسه ييز تړونونه هرڅه څرګندوي، په دې شرط چې ليكوال دا هرڅه په استادانه او ماهرانه ډول وكړي.
كه څه هم بشر له هغو ليكنو سره زياته مينه ښيي، چې د ناپېژندويه موجوداتو په اړه څه ولري، هېښوونكې موضوعګانې په كې ځاى شوې دي او يا هم ډېر دردوونكي مسايل په كې پراته وي، خو نن بيا لوستونكي هغه ليكنې زياتې خوښوي، چې يو منطقي تړون ولري.
د داستان په برخه كې هم همدا نظريه د منلو وړ ده، د داستان اتلان بايد منطقي فكر وكړي، منطقي كارونه ترسره كړي او د عيني انسانانو غوندې له چاپېريال او شا و خوا سيمو سره ذهني او عيني اړيكي وساتي، كارونه، خبرې اترې، كړنه او احساسات يې بايد د منلو وړ وي، هسې دې په يوه نوك غر نه رانړوي، ځكه بيا لوستونكي هم نه شي كولاى چې دغه ډول داستانونه ولولي.
زما خو خپله هغه لنډې كيسې خوښېږي، چې راڼه انځورونه، ښكلى پيام ولري او يو څه د حالاتو څرګندويې او منطقي وي. د نصير احمد "د زړونو توپير" نومې كيسه هم دغسې يو عيني واقعيت ځاى لري، ټوله كيسه اود كيسې ټوله موضوع دلته ځكه نه ليكم چې هسې نه بيا د كيسې تر لوستلو وړاندې تاسې پر ټوله موضوع ونه پوهېږئ، ځكه كيسه لوستلو ته به اړتيا پېښه نه شي.
"بدي" نومې كيسه يې هم د ټولنيز ژوند يو بل ناوړه دود انځوروي، چې دغه دود تر اوسه پورې پالل كېږي او ان چې ځينې كسان خو پرې وياړي هم. دلته هم دغسې يوه مينه قرباني كېږي.
"پيشو" هم يوه ګلالۍ كيسه ده، چې يو رواني كيفيت په كې نغښتى دى. ما ته مې خپل كلى او ليرې پرتې سيمې ذهن ته دروي، چې د كليوال ژوند ښكلې انځورګري په كې شوې ده، خو په دې كيسه كې بيا د انسانانو د نيتونو د بدلون موضوع هم پرته ده، يو انسان څنګه له حيوان سره مينه ښيي او بيا وروسته چې څنګه خپله ګټه ځنې اخلي، څنګه يې له منځه وړلو تكل كوي.
"ستړي ګامونه" د ټولنې د بل اړخ او حقيقت څرګندويي كوي، هغه اړخ چې اكثره هېوادوال مو په خپل تبر خپلې ريښې غوڅوي او خپل ژوند په خپله د تباهۍ كندې ته وركاږي.
په "بخمل" كيسه كې هم دغسې يو رواني خوند شته، چې زما ډېره خوښه شوه، دغسې يو رواني حالت په "بېډۍ" نومې كيسه كې هم شته، چې دلته بيا د يوه ماشوم تصور موږ بوخت ساتي، چې هغه په كومه هيله د خپلې انا مرګ غواړي.
كه پر ټولو كيسو څه وويل شي، هسې ستاسو د ستړيا لامل شي. زما خو د نصير زياتې كيسې خوښېږي، سمه ده د ده ځينې كيسې به نيمګړتياوې لري، خو څرنګه چې د ليكوال لومړنۍ تجربې دي، كېدى شي په راروان وخت كې د مطالعې او تجربې په مرسته ښايسته كيسې وليكي.
په ده كې يو فطري استعداد شته او د همدې استعداد د غوړېدلو لپاره دعا كوو، چې خداى دې دى په نورو ډګرونو كې هم بريمن كړي.

په امين يې بدرګه كړئ
صالح
1382/سلواغه/26ل كال
كندهار
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه