د ژوند بيه
"اكا! دا خلك څه ته راغونډ شوي دي؟"
د بوډا ګونځى او پوړېدلى ورمېږ كوږ شو. د ده تر څنګ يو دوه شل كلن جګ او هډور سړي
ولاړ وو. د بوډا خړې شونډې وخوځېدې:
"څه دې وويل ؟"
-"دا ګڼ شمېر خلك، ولې دې سگره لمگر ته ولاړ دي؟"
بوډا يو ځل نااشنا سړى لـه سره تر پښو وڅاره. مسافر د نوراني څېرې خاوند او جامې يې
هم د اسراتمنو خلكو په څېر نوې او پاكې وې . بوډا د سړي ږمنځ كړو وېښتو او د هغه پر
سر پرتې جالۍ لرونكې خولۍ ته په كركه وكتل، په تريو تندي يې وويل:
"كه پند اخلې نو ودرېږه، كه نه نو خپله لار دي وهه!"
سړي هېڅ ونه ويل. د هغه قوي مټې لـه څو ډنګرو اوږو سره ولګېدې. دى د خلكو په ګڼه
ګوڼه كې په زحمت څو ګامه مخكې لاړ، هلته يې لـه بل چا نه حال وپوښت. هغه وويل چي نه
پوهېږم، زه لاروى يم، يوه وسلوال لـه لارې راوګرځولم، وايي چې دا خلك يې عبگرت
اخيستلو ته راغونډ كړي دي. سړي لـه بل چا پوښتنه ونه كړه، شا ته يې وكتل. د وړو،
زړو، تور ږيرو او سپين ږيرو مړاوو څېرو د خاورو رنګ درلود. د هغوى بېسېكه بدنونه د
ملنګانو په څېر په زړو او شكېدلو جامو پټ وو. دا بې حركته انسانان داسې شل- پل ولاړ
وو، لكه د تږي شويو بوټو مړاوې پاڼې، سړي بېرته خپلي مخې ته وكتل، تور او په خولو
لانده څټونه يې تر سترګو شول. د خلكو تر سرونو سپېرې او خيرنې پګړۍ تاوې وې . د
خداى دا بېوزله او نېستمن مخلوق د يوې لويې دښتې په منځ كې، د يو څو ولاړو خټينو
دكانونو تر څنګ، په يوه آوار ميدان كې را غونډ شوي وو. د هـر دكان پر بام يو د
اوږدې ږيرې لرونكى ټوپكوال ولاړ و. پر بامونو ولاړو وسلوالو كسانو، شمال لوري ته په
پراخه دښته كې غزېدلي خام سړك ته كتل. ناڅاپه يوه چغه كړه!
"قوماندان صاحب! راغلل! د موټرو دوړې لـه ورايه ښكارېږي!"
د خلكو تر مخ لـه بېلو ولاړو حكومتي مامورينو څخه چې تورې او سپينې پګړۍ يې تړلې وې،
يوه تور ږيري نري سړي د بام پر سر ولاړ ټوپكوال ته اشاره وكړه چې وپوهېدم. شېبه
وروسته لـه وسلوالو كسانو ډك دوه باډي لرونكي ټيوټا موټرونه پر ميدان ودرېدل. د
سپرو د لېمڅې په څېر څپولې څڼې او اوږدې ږيرې داسې په دوړو سپېرې وې، لـكه دپوټن (خام)
سړك دواړو غاړو ته ولاړې سپاندې. دوو ټوپك تړلو كسانو ديوه موټر په باډي كې يو ناست
ځوان چې لاسونه يې تر شا تړل شوي وو، لـه وليو ونيو. ځوان په نه زړه لـه موټره كښته
شو. كله چې يې پښې پر ځمكه ولګېدې، نو په بېسېكه لېنګو كې يې د درېدو توان نه و
پاته. ځكه يې ډنګرو كوناټو لـه پوټي مړه دوړه پورته كړه. قوماندان چې ړنګه، بنګه
توره پګړۍ يې تر سر تاوه وه، د يوه موټر خالي باډۍ ته وخوت. هغه اوږدې خبرې وكړې.
دده ډېرې خبرې د حكومت عدل، انصاف او په دې نظام كې د ولس د حقوقو درناوي ته بېلې
شوې وې. وروسته قوماندان خپل ځاى يوه سپين ږيري ملا ته پرېښود. د ده د خبگرو اصلي
موضوع لـه ګناه تېرېدل او د ګنهكار د بخښلو او په بدل كې د اخرت د ګټو اوثوابونو په
هكله وې. د ده لـه خبرو ناپېژندويه سړى وپوهېد چې دا خلك يې د اوړي په توده هوا كې
څه ته راغونډ كړي دي. خو د موضوع د لاروښانتيا لپاره يې تر څنګ ولاړ سړي ته وويل:
"ولې يې په خپل منځ كې كومه روغه جوړه ونه كړه؟"
سړي پوښتونكي ته وكتل، په هماغه لومړي نظر د ده جامې، د ژبې لهجه او په خپله دى په
دې سيمه كې پردى ورته واېسېده. ورو يې وويل:
"وروره ددې سيمې اوسېدونكي ډېر بېوزله او نېستمن دي. دې لاس تړلي ځوان د هغه ګوښې
ولاړ كوچي ورور وژلى دى، كوچى پور غواړي خو قاتل دې درانه پور ته اوږه نه شي
وركولاى".
مسافر پر ميدان ګوښې ولاړ كوچي ته وكتل، هغه پياوړى خو خيرن وجود درلود. ورو يې
وويل:
"دى څه غواړي؟"
_ "ده په لومړۍ مركه كې اووه ښځې (دپښتونوالي پور) غوښتى. خو په دويمه جرګه كې د
دې سيمې د اغاصاحب په روى پنځو ښځو ته راټيټ شو. هغه وايي" كه په سكروټو اوبه تويوې"
پنځه ښځي به راكوې، كه دا نه وي، د دوى په ورور هم راضي يم، كه نه نو قاتل بايد د
قصاص لپاره چړې ته پرېوځي".
- "په خپله قا تل څه وا يي؟"
_"هغه بدې ورځې كوي، قسمونه خوري، وايي چې ما يوازې د خپل ځان د فاع كولـه".
- "ستا په فكر ايا دى رښتيا وايي؟"
- "دى د بدو سړى نه دى، كوچي د ده ټولې هستي، يانې دوو پولو شنو غنمو ته خپله رمه
ورپرې ايښې وه. ددوى شخړه لومړى په سوك او څپېړه پيل شوې وه، خو چې كوچي په خپل
تيكي كې ټومبلې چړې ته لاس كړى و، ځوان د يوه چارك تيږې په ګوزار وار ترې ړومبى كړى
و. تيږه د كوچي پر سر لګېدلې وه. موږ چې ورغلو، كوچى سوټي بوټي پروت و او د لاس
كرخت شوې ګوتې يې د يوې لويې چړې تر لاستي راګرځېدلې وې".
دا وخت يو بل تن د دوى په خبرو كې ورولوېد.
"قاتل زه لـه نژدې پېژنم. هغه ته يې تېر كال واده راوړ. دى په دې دنيا كې يوازې يوه
ښځه او يو تى خوره ماشوم لري. لـه ګرم او ناګرم به يې خداى خبر وي. خو په حقيقت كې
ده يو څوك وژلى دى. كه څه هم د مقتول په لاس كې د نيول شوې چړې په هكله ډېرو خلكو
شاهدي وركړه، خو په چا يې منې... په كوچي پسې د هغه غښتلى قوم ولاړ دى، خو دا ځوان
لكه ماشيني چگرګوړى نه خپل لري نه پردى... ملا د خپلو خبرو په پاى كې كوچي ته د
قاتل د بخښلو خواست وكړ، خو هغه ويل چې د ده لړمون به هغه وخت سړېږي، چې د قاتل په
وينو سره چاړه په خپله ژبه وڅټي..."
د خلكو عذر او زارۍ هم كومه ګټه ونه رسوله. دوو تنو په ځمكه لاس تړلى ځوان تر وليو
ونيو، خو هغه نه غوښتل چې لـه خاورو جګ شي. په پاى كې يې ځوان تر مټو نيولى په داسي
حال كې چې لوڅو پښو يې په پوټي كې نرۍ ليكه ايستله، په كشولو دميدان منځ ته يووړ.
قاتل پر ځمكه ګونډې ووهلې، خلكو ته يې نااميده سترګې ورواړولې. ناڅاپه يې د
لېونيانو غوندې چغه كړه:
"تاسو ولې زما په خبگرو بېباوره ياست؟ ما نه غوښتل چې پر كوچي د ډبرې وار وكړم، خو
كه مې هغه پرخپل حال پرېښى واى. اوس به د ده پر ځاى زه تر خاورو لاندې واى. ما
يوازي د خپل ځان دفاع كوله..."
دا وخت غلى شو. د خلكو څېرې د نااميدۍ او نهيلۍ په دوړو سپېرې وې. ناڅاپه يې اسمان
ته وكتل، د لمر برېښنده وړانګو يې سترګې تنګې كړې، په غريونيولي، خو لوړ غږ يې وويل:
"يا خدايه،هېڅوك زما خبگرې نه اوري.. ته خو په هر څه پوه يې... نو ياالله ته چېرته
يې؟"
ځوان لا خپله خبره نه وه بشپړه كړې چې تر پښو يې پړي تاو شول. دا ځل قاتل د ځان د
خلاصون لپاره هېڅ ډول هڅه ونه كړه. دى په خپله په خاورو كې ستونى ستغ اوږد وغزېد. د
هغه په نااميده او وحشت وهلو سترګو كې ډنډ اوښكې غرمني لمر ته ځلېدلې. ناڅاپه يې د
يوې ښځې چغو او كوكو تور ګاړګوتې وېښته لـه خاورو جګ كړل. ده د څو زړو ښځو په منځ
كې ټينګه نيول شوې ځوانه ښځه وپېژندله. دا پړونى په غاړه كې پروت لوڅ سر، لاس او
پښې وهونكې ځوانه ښځه د ده مېرمن وه چې همدا ګړى يې د خپل خاوند وروستي ديدن ته ځان
رارسولى و. د ژړا غږ ورو- ورو سوكه كېده. شېبه وروسته ښځه بېسده شوه. د دې صحنې په
ليدو سره ډبرې ويلې كېدې، خو چاړه په لاس كوچى لا پر خپل هوډ ټينګ ولاړ و. ځوان
بېرته خپل سر پر خاورو ولګاوه. د ده په سپېرو بغورو، اوښكو دوې خړې ليكې ايستلې وې.
ده د سر په ښورېدا هغه رومال ليرې كړ، چې همدا ګړي يوه تن د ده پر مخ آوار كړى و.
يوه ملا ځوان ته د كليمې تېرولو يادونه وكړه، خو د قاتل شونډې ونه خوځېدې. لـه وېري
سره چې وحشت ملګرى شي، نو خوله په خپله ګنډل كېږي. د ځوان زبون وهل شوى و. كوچي پر
ځمكه پروت ځوان ته ګونډې ووهلې. خلكو په راوتلو رډو سترګو د كوچي په لاس كې نيول
شوې چړې ته كتل.
كوچي د ځوان ټټر ته ګونډه وركړه. په كيڼ لاس يې د هغه اوږده ږيره د هغه د زنې خوا
ته كږه كړه. د چړې په لاستي يې د ښي لاس ګوتې ټينګې كړې. د ده د لاس لـه حركت سره
ناڅاپه د خلكو لـه منځ نه يوه وېروونكې چغه واورېدل شوه.
"ودرېږه!"
په چوپه چوپتيا كې دا لوړ غږ دومره وحشتناك و چې په ميدان كې ولاړ ټول خلك يې
ولړزول. د دې وېروونكي غږ لوري ته ورمېږونه كاږه شول، غاړې اوږدې شوې او د ټوپكو
ګېټونه وكړچېدل. غږ د هغه ناپېژندويه مسافر لـه خولې، راوتلى و چې د خلكو په منځ كې
ولاړ و. خو هېچا باور نه كاوه، چې دا لوړ اووېروونكى غږ دې د دې ارام او متين سړي
لـه خولې راوتى وي. د سړي لـه ګام سره خلك څنګ ته شول. دى په متينو ګامونو مخ ته
لاړ. خلكو بې اختياره ده ته لار وركوله. د دې مسافر په ټول وجود كې داسې يو مقدس
راز نغښتى و، چې حتى وسلوالو كسانو هم د ده خوا ته لاسونه وراوږده نه كړل.
ناپېژندويه سړي وارخطا كوچى تر مټ ونيو، ځوان ته يې وكتل هغه بې هوښه پروت و.كوچى
په نه زړه لـه سړي سره د حكومتي مامورينو پر لوري روان شو.
مسافر د قوماندان غوږ ته خوله ورټيټه كړه. شېبه وروسته د قوماندان په ګډون دوى
دواړه يوې ګوښې كوټې ته ننوتل.
پاو وروسته درې واړه سره راووتل او نېغ د هغو لويو او وړو موټرو خوا ته روان شول،
چې د خلكو تر شا د خام سړك پر غاړه ولاړ وو. په سلګونو حيرانو سترګو د كوچي عجيب
حركات څارل.كوچى تر يوه نوي اتلس ټايره باركلون موټر څو ځله راتاو شو.
ده په وږو سترګو موټر ته كتل. د موټر سيټ ته يې سر وردننه كړ، خالي باډي ته وروخوت
او كله چې د خلكو تر مخ د قوماندان څنګ ته ودرېد، اوږده خوله يې خندا نوره هم ويړه
كړې وه.
قوماندان امر وكړ چې پر ځمكه پروت بېسده ځوان او د هغه بېسده مېرمن كلنيك ته ورسوي.
وروسته يې ولاړو حيرانو حاضرينو ته په لوړ غږ وويل:
"دې سخاوتمند مسافر د قاتل د ژوند په بيه كې كوچي ته خپل ټېلر موټر وركړ! پروردګار
دې د ده دا نېك عمل..."
خلكو د قوماندان نورو خبرو ته غوږ ونه نيو.د سترګو په رپ كې ګڼ شمېر خلك تر مسافر
راتاو شول.
د دوى سترګي لـه اوښكو ډكې وې. يوه سپين ږيري په چټكۍ سره خپلي خړې شونډې د مسافرپر
ښي لاس كښېښودې، خو ناپېژندويه سړي نورې خولې د ده لـه لاس له ښكلولو څخه منع كړې.
يو ساعت وروسته ناپېژندويه سړى په يوه كرايي كړي روان كوچني موټر كې ناست و.
دى پوهېده چې د خپلي سرمايې درېيمه برخه يې ديوه پردي د ژوند په بيه كې لـه لاسه
وركړې ده، خو پر ټنډه يې د رضايت ستورى ځلېده او په باطن كې يې داسې احساس درلود،
لكه خداىج ته چې ورنژدې شوى وي.
