دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه سړه سېلۍ
خواږه يادونه، ترخه غمونه
هغه وخت زموږ د سيمې هوا د اوس په څېر دوړنه نه وه، ډېر وخت به د څوړموني (پسرلي) پر اسمان د پنډو ورېځو تور برغولى (سرپوښ) پروت و او كله چې به د لمر زرينو وړانګو د ورېځو له پنډ او وړين ټټر څخه لار وايسته، په خپله اسمانۍ ډالۍ به يې پر ژوندي سارو اسماني شراب ولورول.
ژونديو به پستو وړانګو ته ځانونه ويړ كړل او د مړو تر شناختو لاندې به غاټولو غوټۍ وسپړلې، مرغانو به سندرې ويلې، داسې لكه د لمر تودو وړانګو ته چې د مينې په ژبه ښه راغلاست وايي او يا له پرېوللي روڼ طبيعت سره د زړه خواله كوي.
خو د اسمان د دې جادويي ډېوې كوډګرې پلوشې به تر درېيو ورځو پورې زياتې نه شواى ځلېدلاى. ډېر ژر به انځورګر طبيعت د اسمان په شنو ورشوګانو كې سپينې مېږې انځور كړې، باد به راوالوت او د ورېځو د ويدو ټوټو په غوږونو كې به يې هغوى ته له يو بل سره د پخلاينې سندره زمزمه كړه. په لنډ وخت كې به د ورېځو لويې وړې ټوټې سره غاړه غړۍ شوې او د پخلاينې دا خوشحالي به يې په تړمو اوښكو ولمانځله.
په همداسې لنده بل (نم) كې يو سهار له خوبه پاڅېدم. په كوټه كې يوازېنۍ درېڅې ته په مخامخ دېوال د لمر ژېړه رڼا خپروه وه، خوښۍ مې په بدن كې څړيكه وكړه، د باندې ووتم، تر شنه اسمان لاندې تورو توتكيو نڅا كوله.
نيكه له خپلې كوټې راووت، په داسې حال كې چې پر خپل دوه نليز ښكاري ټوپك يې غوړه ټوټه تېروله، په دروند، خو د تل په څېر په مينه ناك غږ يې وويل:
"څنګه بچو! ورځ يې نه ده؟"
ما منډه كړه، له ډېرې خوشحالۍ مې په چوتره كې پرته پيشو په لغته ووهله، پيشو ټوپ كړل او زما د پلار تر مخ يې له چايو ډكه پياله واړوله. مور مې چې د تناره تر څنګ يې پر خړه رپيده د اوړو ذغاله اواروله، ولاړه شوه او تر شكور لاندې يې په روميال (دسمال) كې تړلې روغاني پتيره راواخيسته. كله چې مې پتيره په سينه پورې جوخته كړه، ګرمه وه. له دالان څخه د راوتلو په وخت كې مې وره ته نژدې پر دېوال د خټو چاپ وليد او تر دېوال لاندې د پلار په خټو لړلې كلوشه پرته وه. كاوړ(قهر) د پلار د تندي رګونه پړسولي وو. خو د نيكه شتوالي زما ډنګر كوناټي، د پلار له پېچلو چونډيو څخه ژغورل.
هوا ښكلې وه، شمال ته د ناور غر له غاړې پورته په واورو سپين و، لا هسك نيلي اسمان د زاڼو د اتڼ ننداره كوله.
نيكه درانه ګامونه اخيستل او باد يې د ورېځو په څېر سپينه او پسته ږيره ښوروله، موږ په شګلنه دښته كې د للمو پر لوري روان وو، نيكه ويل:
"هلته د ارخېړكو په لسګونو سېلونه او يو نيم څاړى (يوډول مرغه) پيدا كېږي".
نيكه پوست او پر ښكار مين سړى و، ده به ويل:
"د ښكاري بنيادم د ژوند پاڼه ژر نه ژېړېږي، ځكه چې خداى د ښكار ورځ د هغه په عمر كې نه ورشمېري".
د دښتې د ټټر شنو وړيو ته ورنژدې شوي وو، چې ناڅاپه د نيكه ګامونه سست شول، مخامخ څو ګامه ليرې يو څوك سوټي بوټي پروت و. ورو ورنژدې شوو، د سړي په وچ او ډنګر مخ كې چيخړنې سترګې نيمكښې پاتې وې، بې غاښو ورۍ يې له ورايه ښكارېدې او پر لاندېنۍ خړه شونډه يې شين وزمه غټ مچ ناست و.
نيكه له ځان وبوږنېد:
"مړ دى!!"
بدن مې ځېږ شو، د ژوند په تنكيو شېبو كې مې په لومړي ځل داسې يو څوك ليد، چې سينه يې كښته پورته نه كېده او وچ ډنډر ته ورته و.
نيكه په وارخطايۍ سره شا و خوا ته وكتل. په پراخه دښته كې هېڅوك هم نه و. داسې لكه د سمندر ارامې اوبه چې د بشر په لاس له جوړو شويو بېړيو څخه تشې وي.
موږ د هغه خوړ خوا ته روان شوو، چې له غره څخه د راغلو سېلونو شڼېدونكو څپو په اواره كې كيندلى و. په خوړ كې هغه څه وو چې نيكه غوښتل: "لويې او وړې تيږې".
هغه رازده كړل، چې څنګه د تيږو پر مخ پښه كښېږدم او پام وكړم چې پل مې په اواره ونه لګېږي.
حيران وم، چې نيكه ولې پوړېده (لړزېده) او د څه لپاره يې د ماشومانو په څېر له يوې تيږې بلې ته ټوپونه وهل. هغه خو څوك نه وو وژلي، نو ولې...؟
ابادۍ ته نژدې د شنو كروندو په زړه كې له خوړه راوختو، په پټو ګډ شوو، له پل سره به د غنمو تنكي ډكي په ملا كاږه شول او د پرخې راڼه څاڅكي به يې له شنو څڼو څخه وڅڅېدل. د باغ پر ټيټه پخڅه واوښتو او په هغه ووړ وره كور ته ننوتو، چې د كلا په لويديځ دېوال كې د باغ خوا ته پرې شوې وه، د نيكه جينګړې (ګونځې ګونځې) څېرې او په غاړه كې پروت ول ول پټكي، زموږ د كورنۍ غړي هك پك كړل. په لنډ وخت كې پلار، ترونه او د ترو برېتور او لغړزني زامن تر نيكه راتاو شول او د نيكه له چاودلو شونډو څخه يې په دښته كې د پراته جسد كيسه واورېده. وروسته يې د ټولو غوږونه خلاص كړل، چې دا خبره مو كليوالو ته تر خولې ونه وځي.
زما مشر تره د نيكه د تسلى لپاره وويل:
"بابا! چورت مه خرابوه! تا خو نه دى وژلى چې..."
نيكه په كاوړ (غوسې) خبره ورپرې كړه:
"حكومت دى، قانون دى، پوښتنه او بازخواست شته، څه ملنډې خو نه دي، سبا به يې پل راوړى وي، بيا يې ته سپينوه..."
د مړي په موندلو سره پر ټوله سيمه د وير لړه پرېوته، ان د لمر رڼا هم تته غوندې وه، داسې لكه پر چاپېريال چې د مړه جسد سيورى خپور وي. په درېيم سهار د ولسوالۍ ډاكټرانو د مړه د مرګ لامل د زړه درېدل وګڼل. كله چې د مړه خپلوانو جنازه زموږ د كلا تر مخ تېروله، مور مې د ارغلي (نغري) پر بلو غوړنجو (لمبو) له اوبو ډك ستل تش كړ او نارينه وو د جنازې كټ ته اوږې وركړې.
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه