دود او دستور
سړي په راوتلو رډو سترګو خپلې پېغلې لور ته وكتل، يو ناڅاپه يې په پوړېدلو (رېږدېدلو)
غبرګو لاسونو د هغې خوارې اوږې وڅنډلې. په رېږدېدلي غږ يې وويل:
"مرجانې! مرجانې! خبرې وكړه... يو څه ووايه!"
خو پر زاړه توشك ستونى ستغ پرتې ځوانې نجلۍ هېڅ نه ويل، يوازې خپلې نيمكښې اوږدې
سترګې يې تر سر ولاړې تورې تمبې ته وچې نيولې وې او پتري نيولې لاندېنۍ شونډه يې
داسې ښكارېده، لكه د غاټول د ګل دوه رنګې پاڼه.
د سړي راوتلې ښۍ اوږې د هغه شناوۍ اوږده ږيره په ملا كړوپه كړه. ورو يې وويل:
"نن يې څوومه ده".
د هغه تر څنګ ناستې ښځې چې له ځان سره سوكه- سوكه سونګېده، ځواب وركړ:
"شپږمه".
او كله چې يې د خپل مېړه اورمېږ د ځان خوا ته همداسې كوږ وليد، نو زياته يې كړه:
"ساده ټوخى يې و، بس يو دم له اخ و ټوخه ولوېده".
سړي د لاس په رېږدېدلو ګوتو د خپلې لور پر رنګ الوتي تندي پرته څاڅكې څاڅكې خوله
چيختاړې كړه. د هغې پراخ تندى داسې تود و، لكه د بل تناره څنډه.
په ملنډو يې وويل:
"وينم يې، ساده ټوخي زما د ګل غوندې لور داسې كړې، لكه ژېړه پاڼه".
وروسته يې وپوښتل:
"ډاكټر ته مو وروستې ده؟"
ښځې د خپل خيرن ټيكري په څنډه خپل لانده بغور (اننګي) وچ كړل. ورو يې وويل:
"ګلدين د غونډۍ له كلي تاويز ورته راوړ، اخونزاده كتاب ورته كتلى، ويل يې چې د پېري
تاثير دى..."
سړي په كاوړ (غوسې) خبره ورپرې كړه:
"ومې ويل چې ډاكټر ته مو وروستې ده كه نه؟"
ښځې خپله تېره پوزه پورته كش كړه، د چت دودوهلو پښتولانو (تيرانو) ته يې وكتل، سوړ
اسوېلى يې وكېښ، ورو يې وويل:
"كه سپين راباندې وايې، تر دوا او درملو په دم او تاويز ډېره باوري يمه او بل زه خو
لېونۍ نه يمه، چې د خپلې يوازېنۍ ځوانې جانې لور رنګ بد كړم، كه يې يو ځل د ناروغۍ
اوازه په ولس كې خپره شي، بيا نو چا ته د خېښۍ تمه مه لره. ته به ترڅو په پردي
موټروانۍ كې په شپو ورځو ورك يې، خداى به مې لوركۍ جوړه كړي، كه خداى كول په ولور
به يې د دواړو لاړه تېره شي".
سړي د خپلې لور د خولې له كونج نه، د تازه بهېدلې وينې په ليدو داسې پوړېده، لكه
باران وهلې مرغۍ. په زحمت يې وويل:
"چټيات مه وايه".
ښځې په ځوړند سر زياته كړه:
"وى چټيات به ولې وايم، زرڅانګې ته وګوره ساده ټوخى يې و، خو چې پلار يې ډاكټر ته
بوتله، نو په ټول كلي كې اوازه شوه، چې نجلۍ د سل او دق (نري رنځ) په ناروغۍ اخته
ده، د كمبختې په وېښتو كې سپين ډكي له ورايه ښكاري، خو چا يې د كوژدنې په نيت د كور
ور ونه ټكاوه..."
سړي چغه كړه:
"چوپ شه كم عقلې ښځې!"
ښځې په وارخطايۍ سره سړي ته وكتل، هغې هېڅكله د خپل خاوند له خولې څخه دا ډول
وېروونكې چغه نه وه اورېدلې.
سړى په منډه له كوټې ووت، د انګړ په دروازه كې يې د خپلې مېرمنې د چغو او كوكو په
اورېدو سره لينګي بې سېكه شول. د وره په چوكاټ پورې يې لاس ونيو، څو شېبې همداسې
لړزانده ولاړ و، چې د مخامخ ګاونډي د كور دروازه خلاصه شوه، ورو نارينه غږ يې تر
غوږ شو:
"ګل محمد استاده! خيريت خو به وي؟"
سړي په داسې يوه غږ، چې تر ډېره زګېروي ته ورته و، وويل:
"ژر شه ډاكټر راوله"
دا يې وويل او د كوڅې خوا ته ړنګ شو.
