دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه سړه سېلۍ
تشې ګېډې
د څلې سهارني مسكين لمر يوه بېوزله او ګدا بنيادم ته ورته و. خو بيا هم دې بېسېكه ژېړو وړانګو تر ځان نېستمن بنيادمان د بوټواو لرګو سپما ته رابلل. يخني د جومات ترمخ په يوه ليكه د ناستو خلكو ژامې پوړولې او بې غوښې ځنګنونه يې تر زړو او خيرنو پټوګانو لاندې د ټټر په راوتلو پوښتيو پورې سريښ وو. ټول غلي وو، د هغوى له بېرته پاته شويو خړو شونډو نه تاوده تاوونه هوا ته جګېدل،په دوى كې دا د ژونديتوب يوازېنۍ لويه نخښه وه. كه نه نو له ليرې داسې ښكارېدل لكه يوه تكړه او هنرمند مجسمه جوړوونكي چې له خټو څخه د خپلو تراشلو مجسمو ملاوې په يوه خټين دېوال پورې نښلولې وي او د نړۍ ټول غمونه، ربړونه او ستونزې په خپل دې د زړه سوي وړ خاورين اثر كې په پوره لياقت او مهارت سره انځور كړي.
پر ډېرو كليوالو سرونه ځړېدل، څوك نه پوهېدل چې په دغو وچو او ډنګرو ككريو كې، چې په رنګ هېر كړو او خيرنو پټكو كې پتې وې، څه تېرېږي؟
ښايي ځينو يې په دې فكر پر غولي پراته پوټي ته كتل، چې بېګاه به د خپلو ماشومانو تښې ګېډې په څه شي ډكوي؟د ځمكي پر مخ پراته د خداى دې بېوزله مخلوق ته پرله پسې جګړې او څوكلنې وچكالۍ دومره څه نه وو ور پرېښي چې په ملا يې دم كړي .
ځينو هم په پټه خوله د كلي د شكېدلو دېوالو تر شا لا هسكو سپېرو غونډيو ته كتل. د ډېرو په ياد د ځمكې په ملا ولاړ دا لوړ او ټيټ كومې پخوا داسې بېنوره نه وو، ژمي به ډېر تكړه او زړور ښكاري په جينګه خوله، دا منله چې په غونډيو پرته په دوه درې چاركه پسته واوره كې د سوي د پل وچول ګران كار دى، ځكه به ښكاريان د خپلو تورخولو تازيانو په بدرګه مخكې تر دې چې له پل سره د واوري د ككرۍ پوټكي مات شي، په پرخه ښكاره د اجل نيولو سويانو پلونه تعقيبول او څوړموني به شپنو له رمې نه پاته سوي كوم تنكى ورى په هغه ځاى كې پسې غوښت، چېرته چې به په غونډيو ولاړو وښو خپلي شنې څڼې وڅنډلې. خو اوس دا خاورينې غونډۍ د كليوالو خړو څېرو ته ورته وې.
د جومات له سويلي كونج نه د اتو_نهو كلو په منګ يو څلور هډوكي وچ، كلك هلك، له يوه تور پمن سپي سره چې د ملا شونځي يې له ورايه شمېرل كېدل را تاو شو.
هلك د چوترې پر ژى ودرېد، ورو يې وويل:
"ابا!"
كله چې يې كوم ځواب وانه ورېد، خپل غږ يې په زوټه كړ:
"ابا... د سيرلي يو ورون نه شته".
دا ځل څو اوږدې او سپولې ږيرې له ستونو بېلې شوې، يوه تور او نري سړي چې خندا ورسره ښه نه برېښېده، په وازه خوله وويل:
"لېوه دى كه ګيدړ؟"
خو مخكې تر دې چې د هلك له خولې څه واوري، په خوشحالۍ سره يې زياته كړه:
"هره درنده چې وي، څرمن يې په يوه ګونۍ اوړه ارزي".
هلك له خواشينۍ سره وويل:
"نه، نه، يو هم نه دى".
سړي په نااميدۍ وپوښتل:
"لكه چې كوم ناولى شغال..."
هلك يې خبره ورپرې كړه:
"تلكه خالي وه".
دا ځل له ځان سره وبوږنېد:
"عجب هوښيار ځناور! د ملك مردار وزګوړى يې وخوړ، خو بيه يې پرې نه كړه".
له دې سره يې ځان په پټو كې ونغښت او لكه ناروغ چرګ، سر يې وځړېد. هلك څو شېبې غلى و، وروسته يې په پښو كې پراته سپي ته وكتل، ورو يې وويل:
"تو، تو، د سپي د لكۍ خوځېدا، له پوټي مړه دوړه پورته كړه".
هلك لا څو ګامه نه و تللى، چې پښه يې ونيوله، داسې لكه څه چې ورپه زړه شوي وي، ورمېږ يې كوږ كړ، په زوټه يې وويل:
"تلكه خلاصه شوې ده، په سر پرته پروړه يې تيت او توشپولې وه".
سړى په چورت كې شو:
"عجيبه ده، د مړزګي يو ورون نه شته او تلكه هم چې په خپله نه خلاصېږي، راځه يو ځل يې له نژدې وګوره".
پاو وروسته سړى د غونډۍ په لمن كې د غزېدلي وزګوړ تر څنګ په جګو پښو ناست و او په حيرانۍ سره يې د مړزګي د پرې شوي ورون پر يوه ډبره كنګل شوې سره غوښه لاس تېراوه. ده دا نه شواى منلاى چې د كوم ځناور غاښونه دې په دومره سترهګۍ سلامت ورون غوڅ كړي.
پر تلكه ورټيټ شو، كله چې يې ملا سيخه كړه، نو تندى يې غوړېدلى و. خوله يې وازه وه، خو ژېړ غاښونه يې د لمر رڼا ته نه برېښېدل.
په ده باندې د تلكې په سره ورغليو اره يي غاښونو كې وچې وينې، زېرى كړى و، چې ډېر ژر به په نژدې يوه خوړ كې يو ټپي ځناور ومومې.
دى پوهېده چې دې اوسپنيزو غاښونو ته هر غښتلى هډوكى كاغذي بادام دى. سړى نېغ ودرېد، شا و خوا يې وكتل، پر ځمكه يې څو سره څاڅكي تر سترګو شول، له ګام سره يې وربوز وځړېد او د څو شېبو لپاره يې ساه بنده شوه.

تنور ته نژدې يوه ځوانه ښځه بېسده پرته وه، د هغې له كيڼې پښې څخه بهېدلو وينو پر زاړه ټغر يوه بله لويه سره پينه تپلې وه. يوې زړې ښځې يوه خيرنه ريتاړه د كونډې د پښې پر سره ټپ تاووله، ريتاړې د كونډې د زاړه ټيكري رنګ درلود.
په كوټه كې د دوو ببرسرو وړو جينكيو پر يوه چيچل شوي هډوكي جنګ و، خو مشرې د دې لپاره چې هډوكى يې خپل كړى وي، وار په وار د چت په تورو پښتولانو(تيرانو) كې د وزګوړ د ځړېدلي ورون پاتې برخې ته ګوته نيوله او په وړه ژبه يې ويل:
"وګوره... غوښه لا ډېره ده، چې مور راويښه شي، پخه به يې كړي، ټوله يې ستا..."
د كونډې د كور په تنګ انګړ كې ګڼه ګوڼه وه او د څو تنو په سپېرو څېرو كې له اوښكو ډكې سرې سترګې داسې ښكارېدې، لكه په پوټي، د كونډې له پښې نه څڅېدلې څاڅكي- څاڅكي سره وينه.
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ END