دا كتاب
دا زما لومړنى كتاب دى، ځكه نه پوهېږم چې څه پرې وليكم او له كومه يې پيل
كړم. خو بيا به هم هڅه وكړم، چې يو څه وليكم.
په كوچنيتوب كې چې به كومه مجله په لاس راغله، نو لومړى به مې نيوليك (فهرست)
كوت. كه به يې لنډه كيسه لرله، په مينه به مې لوستله او دا عادت لا تراوسه
هم راسره دى. زه نه وايم چې د مجلو نور مطالب خداى مه كه بېخونده دي، د هر
مطلب لوستل يو ځانګړى خوند لري، خو دا چې ولې د لنډو كيسو او ناولونو له
لوستلو سره مينه لرم، په دې زه هم نه پوهېږم. ما به خپل د بېكارۍ ډېر وخت د
افغاني او بهرنيو ليكوالو كيسې او نالونه لوستل، خو هېڅكله هم په زړه كې نه
راتېرېده، چې زه دې هم يو وخت د لنډو كيسو يو كتابګوټى ولرم.
يو وخت زما مشر ورور، د يوې لنډې كيسگې سوژه (موضوع) راته تېره كړه او ويې
ويل چې ښه كيسه پرې ليكل كېدى شي، د كيسې سوژه مې ډېره خوښه شوه او له نن
څخه دوه كاله وړاندې مې همدا سوژه په تورو واړوله او د لومړي ځل لپاره مې
يوه ماته ګوډه كيسه ترېنه بوت كړه. خو هغه مهال ما په كلي كې ژوند كاوه، له
بده مرغه چې په خپله سيمه كې مې داسې څوك ونه موند، چې خپله ليكلې كيسه
وروښيم، چې نيمگګړتياوې يې راپه ګوته كړي.
يو وخت زموږ كلي ته د پښتو ژبې تكړه ليكوال استاد محمد صديق پسرلى راغى. ما
هم له وخت څخه په ګټه اخيستو سره ليكلې كيسه هغه ته وړاندې كړه، استاد كيسه
ولوستله او راته ويې ويل چې كه مطالعه وكړې، كولاى شې چې ښې كيسې وليكې. د
ليكل شوې كيسې نيمګړتياوې يې راپه ګوته كړې، هغه دا وښوول چې لنډې كيسې
څنګه ليكل كېږي... او اصلاح شوې كيسه يې د چاپ لپاره كابل ته ورسره يووړه.
هر انسان په ژوند كې يو شمېر خوږې او ترخې خاطرې لري، چې هېرولاى يې نه شي.
لومړنۍ كيسه چاپ شوه، د كيسې په چاپېدو مې په زړه كې تمه پيدا شوه، چې كه
زيار وباسم، نورې لنډې كيسې هم ليكلاى شم. هماغه وو، چې د لنډو كيسو په
ليكلو مې پيل وكړ او د لنډو كيسو دا وړوكې ټولګه مې د چاپ لپاره تياره كړه.
په دې كتابګي كې ليكلې كيسې به خامخا ځينې نيمګړتياوې لري، ځكه لكه مخكې مې
چې يادونه وكړه، دا زما لومړنۍ ليكلې كيسې دي، ځكه نو له ګرانو لوستونكو
څخه د نيمګړتياوو له امله بخښنه غواړم.
د لنډو كيسو د دې ټولګې د كمپوز او ډيزاين چارې ګران ملګري صالح محمد صالح
ترسره كړي، چې ډېره مننه ورڅخه كوم. همدارنګه د كتاب د چاپ چارې د بېنوا
فرهنګي ټولنې په غاړه واخيستې، چې دوى ته هم كورودانى وايم.
په مينه
نصير احمد احمدي
كابل- خيرخانه مېنه
