دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه سړه سېلۍ
د زړونو توپير
سړي د موټر بانټ پورته كړ، ماشين ته يې وكتل، هغه ته هر څه سم ښكاره شول، خو كله چې يې د موټر په سويچ كې كيلي تاو كړه، د ماشين غږ اوچت نه شو، دا ځل له رينچ او پېچتاو سره د موټر مخې ته ودرېد. ده په كړوپه ملا په ماشين كې ګوتې وهلې، هوا ګرمه وه او د اوړي په دې ولاړه هوا كې د سړي تندى په خولو لوند و. شېبه لا نه وه وتلې چې يو نرى غږ يې تر غوږ شو:
"څه پرې وشول چې يو دم ودرېد؟"
د سړي ورمېږ كوږ شو، تر څگنګ يې د اوو، اتو كالو په عمر يو څلور هډوكى، وچ كلك تور هلك، تر ځان له اوږدې بېلچې سره ولاړ وليد، سگگړي په خندا وويل:
"ښايي خداى به ستا ښېرا اورېدلې وي."
هلك وخندل.
"زه به كوم يوه ته ښېرا وكړم، يو ته نه يې، عمومي سړك دى، له سهاره تر ماښامه د موټرو له ټايرو نه په راولاړو شويو دوړو كې پټ يم،خو ډېر لږ ډرايوران زموږ خوارۍ ته په درنه سترګه ګوري.
سړي چې دموټر په ماشين كې يي ګوتې وهلې، په بې اعتنايۍ يې وويل:
"كار و بار دې څنګه دى؟"
_"خداى روزي رسان دى، ټوله ورځ په خاورو او شګو د سړك د منځ كډې ډكوم.
ومې ويل چې مهربانو موټروانانو نااميده نه يم پرېښى."
لږ وخت دواړه غلي وو. سړي په ځير سره ماشين ته كتل. د هغه تر ببرو وروځو لاندې كڅوړنې غټې سترګې يوې نقطې ته متوجه وې. په توره ږيره كې يې سپين ډكي له ورايه ښكارېدل او د بدن پوښاك يې د اسراتمنو خلكو په څېر نوي او سوتره وو.
د سړي غږ لنډه چوپتيا ماته كړه، ده په تېلو غوړ لاس هلك ته وروښود، له هغه نه يې وغوښتل چې د موټر پر سيټ له پرتې سدرۍ نه چاقو ورته راواخلي.
شېبه لا نه وه وتلې چې سړي ته ورپه زړه شول چې په جېب كې له چاقوسره يو ځاى درې بنډله روپۍ هم پرتې دي. له ځان سره يې وويل:
"پر داسې خلكو څه اعتبار...".
ده به لا په زړه كې هلك ته د چاقو د نه راوړلو پلمه لټوله، چې هلك يې څنګ ته ودرېد. سړي د هغه له لاسه چاقو راواخيست، د موټر پر څوكۍ كښېناست، مخې ته يې وكتل، هلك تر ولاړ بانټ لاندې پټ و، به بيړه يې لوټونه وشمېرل او په ډاډه زړه يې سدرۍ د موټر شاتني سيټ ته غوزاره كړه. سړى بيا پر ماشين ورټيټ شو او بې له دې چې هلك ته وګوري، ويې پوښتل:
"نوم دې څه دى؟"
"سورګل"
او زياته يې كړه:
"زما پلار هم ستا د موټر غوندې يو كوچنى موټر درلود، دومره نوى نه و، خو ښكلى و. ده به سورلۍ كښته پورته كولې، خو يو دوه ځله يې زه او مور هم د غزني زيارتونو ته بېولي يو، د پلار موټر مې ډېر ګړندى و، دومره چې په هوا كې به يې سارايي كوترې شا ته پرېښودې".
"پلار دې اوس څه كار كوي؟"
"هلك په بې پروايۍ وويل:
"هغه مړ شو، موټر يې پر ماين والوت، بس د هغه په يو څو بوټيو سرو غوښو يې خاك جوړ كړ".
سړي يوه شېبه هلك ته وكتل، بېرته يې سر ټيټ شو، ويې ويل:
"نو ته دا دومره زحمت د مور لپاره ګالې؟"
"نه، نه مور مې كال مخكې وينې قى كړې، هغه يې زما د پلار ترڅنګ ښخه كړه"
سړى نېغ ودرېد، په لومړي ځل يې په يوه دقيق نظر، هلك ته وكتل، د هغه د بدن په هره برخه كې د فقر او بېوزلۍ اثار له ورايه ښكارېدل، خو د هغه ارامه او معصومه څېره د دروغو او شرارت له ككړتيا څخه پاكه وه، ويې ويل:
"نو اوس له چا سره اوسېږې؟"
"له تره سره".
"او هغه دې سړك ته د كار كولو لپاره رالېږي؟"
د هلك سړ وځړېد، ورو يې وويل:
"هو، هغه وايي چې كار وكړه، ترڅو ډوډۍ دركړم، خو د ده خپل زامن خلى پر خلي نه ږدي. سهار د كلي مكتب ته ځي او ماپښين لوبې كوي، تر ما ښه خوري او ښه اغوندي".
هلك د يوه سوړ اسوېلي تر ايستلو وروسته په ژړغوني غږ وويل:
"خو ما ته دا هم مكتب دى، هم لوبه"
له دې سره يې په لاس كې نيولې بېلچې ته اشاره وكړه، سر يې هسك كړ، د هغه بغور (اننګي) لانده وو او له اوښكو ډكې سترګې يې مازيګري ژېړ لمر ته ځلېدلې.
كله- كله د ځينو دردوونكو پېښو ليدل، پياوړي بنيادمان د هديرې دشناختو په څېر لړزوي. د سړي سترګې له اوښكو ډكې وې، لينګي يې بېواكه پوړېدل (رېږدېدل)، بې اختياره يې د هلك پر خواره اوږه خپل دروند لاس كښېښود او په كړوپه ملا يې د ښي لاس بټه ګوته د هغه پر لندو بغورو تېره كړه، ورو يې وويل:
"ګرانه! زما يو نصيحت واوره، ژوند د ستونزو او كړاوونو مور ده، كه د ژوند ستونزو ته په ټټر ورشې، ته به بريالى يې او كه دې سختۍ ته خوله ويړه شوه، تل به دې شا سپېره وي، دا خداى دى، چې موږ ته خوښي رابخښي او دا خندا ده چې غمونه تر غاړې نيسي... وخانده، خداى مهربانه دى، په څه چې هغه پوهېږي، موږ نه پوهېږو..."
وروسته يې د هلك تندى ښكل كړ، ويې پوښتل:
"د اوسېدلو ځاى دې چېرته دى؟"
هلك د لاس په اشاره ختيز لوري ته په پراخه دښته كې پروت كلى وروښود.
له ليرې د كورونو خاورينو دېوالونو مازيګرني لمر ته ژېړبخونه رڼا شيندله.
دا وخت له سورليو ډك يو تونس موټر د دوى تر څنګ ودرېد، د موټروان د څنګ ښيښه كښته شوه، د مخ په يوه ډنګره كاسه كې يوې اوږدې خولې وويل:
"څه خرابي لري؟"
_"نه پوهېږم، يو ساعت كېږي، چې دلته ولاړ يم"
د ټيټې ونې لرونكې موټروان، چې اوږده ږيره يې يوازې په زنې پورې موښتې وه، لنډ وخت د موټر په ماشين كې ګوتې ووهلې. كله چې د اشترنګ شا ته كښېناست، موټر چالان شو، سړي له هغه څخه مننه وكړه. خو ده وويل:
"ليرې مزل دې په مخكې دى؟"
_"پنځه يا شپږ ساعته"
_"ښكاري چې دلته پردى يې، خو يوه خبره واوره، په دې لاره كې د تيارې له خپرېدو سره، غله د شغالانو په څېر له خپلو سوړو راوځي، له نيم ساعت مزل وروسته به يوه هوټل ته ورسېږې، كه زما منې شپه هلته تېره كړه".
سړي وويل:
"كور دې ودان! نن شپه د دې كوچني ملګري مېلمه يم".
له دې سره يې هلك ته د يوې خوږې موسكا په بدرګه وكتل، خو د هلك نه په زړه كېدل، چې ده دې چا ته د مېلمستيا كوم ست كړى وي.
تر كلي د موټر يو پاو مزل و، په دې موده كې دواړه غلي وو، يوه د هغه بل د بدمرغۍ په هكله فكر كاوه، خو بل د دې ناپېژندويه او نابللي مېلمه دې خبرې ته حيران و، چې په موټر كې يې د سپرېدو په وخت ويلي وو:
"غواړم چې ستا تره ووينم".
هغه به تره ته څه ويل؟ ايا دوى پخوا هم يو بل سره پېژندل؟ او داسې ډېرې پوښتنې وې، چې د هلك په واړه ذهن كې ګرځېدې.
موټر د يوې دوه پله ييزې لويې لرګينې دروازې مخې ته ودرېد، د چمبر(كلا) ښويه او تراشل شوې پخڅې داسې ښكارېدې، لكه په دې وروستيو وختونو كې چې وهل شوې وي. هلك سړي ته له څه ويلو پرته، كور ته ننوت. ناڅاپه له انګړ نه يو دروند او قهرجن غږ واورېدل شو:
"سر كوزې... لمر لا هسك ولاړ دى، ته بيا په چمبر راننوتې؟"
هلك په وېره وويل:
"لالا! دباندې يو مسافر دى، تا غواړي"
سړي چيغه كړه:
"دا هوټل نه دى، ورته ووايه چې له دې ځايه ورك شي"
خو د هلك وروستۍ خبره دومره ورو وه، چې مسافر سمه وانه ورېده.
په لويه دروازه كې يو چاغ او ګردى سړى، چې څپولنې ږيرې يې لنډه غاړه پټه كړې وه، ودرېد.
مسافر په ورين تندي وويل:
"السلام عليكم"
د كور خاوند په خپلو تنګو او وړو سترګو ناپېژندويه سړى له سره تر پښو وڅاره، د هغه تر شا يو نوى ماډل شخصي موټر ولاړ و، د سلام د ځواب پرځاى يې وويل:
"له ما سره دې كار و؟"
_"اجازه راكوې چې لږ وخت دې ونيسم؟"
دوى دواړه د لښتي پر ږۍ تر ولاړو چنارونو لاندې په جګو پښو كښېناستل، هلك د دروازې مخې ته ودرېد، ده پر لښتي د ناستو كسانو ږغېدا نه اورېده، خو يو مرموز حس ورته ويل، چې خبرې د ده په هكله دي، ځكه يې دوى يوه لحظه هم له نظره نه ايسته. د تره او ناپېژندويه سړي خبرې ډېرې اوږدې نه شوې. مسافر او د هلك تره د موټر تر څنګ ودرېدل، سړي تر سيټ لاندې پروت يو تور كوچنى بكس راواخيست، د موټر پر بانټ يې څو بنډله شنه لوټونه كښېښودل، ويې ويل:
"زه هر څلورمياشتې وروسته د خپلو شخصي حسابونو او تجارتي معاملو د ترسره كولو لپاره ستاسو ولايت ته راځم. دا پيسې د څلورو مياشتو لپاره دي، د وخت له پوره كېدو سره سم به هرڅلور مياشتې وروسته، په ښار كې ستا په راكړې پته پيسې درلېږم. خو هېر دې نه شي، چې تا په خپل شرافت قول راكړى...."
د كور خاوند په خوشحالۍ خبره ورپرې كړه:
"په خداى، په قران د غزني په اولياوو لو(قسم) درته خورم، چې زه به له تا سره خپل كړى لفظ مات نه كړم".
مسافر هلك ته وكتل، هغه د دوى په خبرو نه و پوه شوى، خو په حيرانۍ سره يې د تره او مسافر حركات څارل، مسافر هلك ته اشاره وكړه، چې نژدې ورشي، د سدرۍ جېب ته يې لاس كړ، دوه بنډله پيسې يې هغه ته ونيولې، ويې ويل:
"په دغو پيسو ځان ته نوى پوښاك او د لوبو سامان واخله".
هلك داسې يو حالت درلود، چې انسان نه پوهېږي څه ووايي، ده به كله ناپېژندويه سړي او كله هم تره ته كتل. دا وخت د كور د خاوند دروند غږ واورېدل شو:
"واخله بچيه، د دې سخاوتمند انسان بخشش همداسې مه پرېږده، بدمرغه هلك چې له ناامېدۍ پرته په بل څه نه پوهېده، د لاس رېږدېدلې ګوتې په پيسو ټينګې كړې.
د مسافر سترګې له اوښكو ډكې وې.
د كور خاوند بې له دې چې مسافر ته د شپې تېرولو ست وكړي، په ډېره خوشحالۍ، له ډكو لاسو پيسو سره كور ته ننوت. په ده پسې د انګړ دروازه خلاصه پاتې شوه. په انګړ كې دوه د اتو او نهو كلونو په عمر چاغ، سره او سپين هلكان د واليبال په لوبه بوخت وو. هغوى ښكلې جامې اغوستې وې او له خندا ډكې څېرې يې يوه په زړه پوري تصوير ته ورته وې.
مسافر په موټركې كښېناست، د خداى پامانۍ په وخت كې يې د هلك چاودى ښى لاس په خپل لوى او قوي موټ كې ونيو. ورو يې وويل:
"ګرانه! ستا وخت ما په بيه واخيست، ما ستا تره ته تر هغو څو چنده ډېرې پيسې وركړې، چې ته يې په سړك اخلې. نور مجبور نه يې چې د سړك كډي په خاورو ډك كړې، اوس كولاى شې چې هم ښوونځي ته لاړ شې او هم لوبې وكړې...
د هلك په څېره كې د يوې بېپايه خوشحالۍ نخښې له ورايه ښكاره شوې، هغه مسافر ته په يوه داسې درناوي كتل، لكه خداى چې دا ناپېژندويه سړى خاص د ده د ستونزو د ليرې كولو لپاره رالېږلى وي.
شېبه وروسته په خړ ماښام كې يو ګړندى موټر روان و، له لارې نه پورته شوې دوړه د عمومي سړك خوا ته غزېدله.
د هلك سترګې له اوښكو ډكې وې او په كوچني زړه كې يې پرته مينه، مور، پلار او دې ناپېژندويه مسافر په مساوي توګه سره وېشلې وه.
* * *
څلور مياشتې وروسته سړى له خپلې كړې ژمنې سره سم، په ښار كې له خوراكي توكو يوه ډك پلورنځي ته ورننوت، دمېز تر شا يو ښايسته ځوان ولاړ و، ځوان وويل:
"څه خدمت مو كولاى شم؟"
سړي د مېز پر سر يوه پلاستيكي كڅوړه كښېښوده، دا كڅوړه د يوه اووه، اته كلن هلك له مكمل پوښاك او له يو شمېر كتابونو او كتابچو څخه ډكه وه، هغه وويل:
"ستا نوم عبدالله دى؟";
"هو!"
سړي له خپل تور كوچني بكس څخه څو بنډله پيسې او په پاكټ كې بند يو ليك راوايست، ليك او پيسې يې پر مېز كښېښودلې، ويې ويل:
"هيله كوم، دا پيسې له دې ليك سره خپل خسر ته وكړئ"
كله چې سړى د پلورنځي وره ته ورسېد، ځوان پسې غږ كړل:
"لكه چې كڅوړه دې هېره شوه"
سړي وخندل:
"نه هېره مې نه ده، دا د سورګل لپاره ده، هرڅه مې په ليك كې ورته ليكلي دي"
د ځوان له خولې بې اختياره ووتل:
"هغه خواركى خو مړ شو! درې نيمې مياشتې مخكې، كله چې يې د سړك كډي په خاورو ډكول، موټر لاندې كړ.
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه