دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه سړه سېلۍ
بدي
د اكبر له ټټر څخه لا د سويو باروتو بوى ته، چې په كلي كې شور او ځوږ شو:
"اكبر يې وويشت، تربرونو وواژه، هغه يې له نژدې څخه د ښكاري ټوپك په چرو سورى- سورى كړ".
ماسپښين و، ناڅاپه لمرخاته ته له پراخې او لغړې دښتې څخه سپېرې دوړې والوتې، په دوړو كې خپ او مسكين لمر د زړه سوي وړ و، كليوال د جومات په خونه كې سره راټول وو، د دوى خبرې د نن ورځې د غملړلې پېښې په اړه وې:
"وګوره، اكبر يې مړ كړ. اوبه خو د اكبر په وار وې، ميراو (ميراب) هم همدا وايي. ناځوانه جانكيه د سپي زويه!"
د جومات ملا په لوړ غږ وويل:
"وروڼو! عبرت واخلئ، تورې دوړې د خداى د غضب ښكارندويي كوي، ځكه چې بېګناه وينه بهېدلې ده".
يوه بوډا چې لږ يې ځان ته د بزرګۍ ګوته هم نيوله، پر خپله سپينه ږيره لاس راتېر كړ:
"جانكيه سوډره! په كلي كې دې د غم تخم وشينده، پخه مې دركړه چې غوړه ورځ به ونه وينې".
په رنګه مريو سينګار شوي ټوپكونه اوږو ته ولوېدل، له شګو ډكې ګونۍ بامونو ته وخېژول شوې، په بده ورځ دواړو خواوو ته وسلوال كسان په مرستې راغلي وو، وړه كيسه نه وه، اخر مړى شوى و. د پاينده خان زوى اكبر وژلى و، د جلاتخان ښى مټ.
د لمر لوېدو ته لا يوه نيزه پاتې وه، چې دښمنو ډلو د ټوپكو بارونه وچلول. خو تر دې ګړى لا د ګوليو تېرو څوكو د انسان د غوښې خوند نه و څكلى. د اتلس كلن ادم خان اوږه له خپل پلار سره لګېدله، د تره دبدل اخيستل، د ادم خان لړمون سړاوه. د جنګ په ورځ دواړه كلاوې له تورسرو تشې وې. دا د ادمخان لپاره يو ښه زېرى و، ځكه ګولۍ د غوټۍ پر ټټر نه لګېده، غوټۍ د ادم مينه وه، د پاينده يوازېنۍ لور او د جانكي كشره خور.
ادم او غوټۍ د ژوند په ځګلنو څپو كې د هغې بېړۍ سورلي وو، چې مينه نومېده، زړونه يې د يو بل په مينه ګډېدل، ان د رڼا او تيارې په ګډه پوله، تر هسكو چنارونو لاندې د ګودر غاړه د دوى د پاكې او پټې مينې شاهده وه، په هغه ماښام ادم د غوټۍ په له شرمه ډكو سره وزمه غومبرو(اننګو) شونډې ايښې وې او په تېښته يې په پوټي د لارې د دواړو غاړو د تنكيو نيالګيو د پاڼو سپېرو مخونو ته نورې خاورې هم ورشيندلې وې، چوپه چوپتيا وه، د ټوپك نلۍ سړې شوې وې، زوى له ځوان پلار سره په يوه مورچل كې د ماښام ګوله تر ستوني تېره كړه، له شګو ډكو ګونيو ته يې ډډه ولګوله، اسمان ته ځير شو، راڼه ستوري ځلېدل، باد د ادمخان تورې څڼې رپولې، باد د هغه د مړې مور هغه لاس ورپه زړه كاوه، چې يو وخت به يې په خپلو مهربانو ګوتو د ده په څڼو كې لارې جوړولې، د مور ګوتې تر باد تودې وې، د لمر له څرك سره سم، د سيمې مخور او سپين ږيري د كلي په جومات ورننوتل، په دښمنو ډلو يې ومنل چې درې ورځې به يو پر بل ډزې نه كوي، په درېيمه ورځ جرګه كښېناستله، له دواړو خواوو اختيار واخيستل شو، د مركې پرېكړې ته په سپكه كتل له قومونو سره دښمني وه، ځكه دښمنو ډلو ته د هر رنګه پرېكړې منل د درنښت وړ وو.
مازيګر و چې جرګې خپله پرېكړه اعلان كړه، د بدو د سړولو لپاره به پاينده خان شل ميله ټوپك او خپله لور جلاتخان ته وركوي.
ځګلنو څپو د مينې بېړۍ دړې وړې كړې وه او ترټولو بده لا دا چې د ادم مينه د هغه مور شوه.
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه