پيشو
په وړكتوب كې مې د خداى په ژوندي سارو كې له پيشو څخه ورټ(كركه) كېده. خو څه چې دې
بد اېسي، هغه به دې تل په څټ كې شين وي. هغه وخت د يوې كرغېړنې پېشو خدايزده له
كومه زموږ په كور زړه لګېدلى و.
دې لټ او بېسېكه حيوان، د تنورپاك غوندې سپېره وزمه تور رنګ درلود. د هغې ظاهري بڼه
لكه وروست جسد د كركې او نفرت وړ و. پيشو به تل خپل غرمني خوب ته زموږ د كور چوتره
خوښه كړې وه. د هغې به سم دم خرهارى خوت، داسې خرهارى لكه د چلمي بنيادم له سږو څخه
چې راخېژي. خو ما به هم پر كراره نه پرېښوده، ډېر وخت به مې د هغې تر خېټې لاندې د
خپلې ښۍ پښې څپړه لاندې كړه،د پيشو ډنګره ملا به په هوا كې ليندۍ شوه او كله چې به
يې راوتلي هډوكي پرځمكه ولګېدل، د هغې له چونګېدا به مې خوند اخيست.
نيكه به مې راته ډونګېده چې ولې د خداى بېګناه حيوان پر ځمكه نه پرېږدې. خو زه
پوهېدم چې ده خداى پاري ويل نه كول، د نيكه عقيده وه چې توره پيشو د دېبانو او
پيريانو له ارواوو سره په تماس كې وي. ځكه به يې تل له وېرې د خپلې برخې غوښې يوه
ټوټه پيشو ته ورڅكله.
يو دوه ځلې مې په ګونۍ كې تر ليريو كليو تېره كړه، خو چې كله به ستړى ستومانه د
انګړ پر دروازه راننوتم، لومړى به مې په چوتره كې غزېدلې پيشو ترسترګو شوه. دا هم
پوهېدله چې چندانې خوند نه وركوم. ځكه به تل زما د سترګو له ديده ګوښه كېده.
يوه ورځ په كاهدانه كې د وچې رشقې ميده كولو ته كښېناستم. د ساتول له تېرولو وروسته
مې د رشقې پولۍ(كودۍ) ته لاس وراوږد كړ، يو ناڅاپه پيشو له كريږې سره پر وچه رشقه
ورټوپ كړل. دا د پولۍ هغه ځاى و، چې ما به خپلې ګوتې وروړلې. د پيشو په دې جرئت مې
لړمون اور واخيست. په خوشكه مې پر هغې د تېره ساتول وار وكړ. پيشو له يوې زړه
لړزوونكې چغې وروسته بوڅه واوښته. د هغې له رغړېدو سره مې له وېرې زبون ووهل شو.
پيشو په خپلو چمبو كې ټينګ نيول شوى، يو ګزى مار له رشقې نه راايستلى و. په
پوړېدلو(لړزانده) ګامونو دباندې ووتم. لكه نوې ساه چې راننوتې وي، يو دم مې چغه كړه:
"هلئ مار دى".
شېبه وروسته د كور نارينه وو د مار په لټه پسې په څلورښاخو د وچې رشقې توشپلو (راسپړلو-
پاشلو) ته لستوڼي راونغاړل.
په پيشو پسې مې هر لوري ته مغزى كوږ كړ. خو د خپل ژوند ژغورونكې مې ترسترګو نه شوه.
پر ځمكه څڅېدلو سرو څاڅكو اړ ايستم چې كاهدانه پرېږدم. وينه د چمبړ(كلا) د دوړېدلي
دېوال لوري ته څڅېدلې وه. د دېوال سيوري ته مې غزېدلې پيشو ترسترګوه شوه. د ساتول
وار د هغې پر ككرۍ له وينو ډك پرار جوړ كړى و.د تېر فكر هندارې مې پر مغزو زور
راوست. له ځان څخه مې ورټ وشو، د زړه په غوښتنه مې دواړه لاسونه د پيشو خوا ته
اوږده كړل، چې په غېږ كې يې ونيسم، خو د پيشو وېروونكې چغې چې تر ډېره د بنيادم
خوشكې ته ورته وه، زما خلاصې ګوتې په هوا كې سره ټولې كړې. زما په فكر د دې چغې
مانا دا وه:
"اوس زما وار دى چې له تا څخه كركه وكړم، ته د دې وړ نه يې چې ما ته خپل خوني لاس
راوړې، ته د يوه بېرحمه او بې عاطفې زړه خاوند يې..."
او زما ټټر هغه وخت تود لوندوالى احساس كړ، چې د پيشو په وينو سور جسد مې د اوښكو
په بدرګه پر سينه پورې ولګاوه.
