دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه سړه سېلۍ
پردى غم
د ګوروان ښځې خپل زوړ لستوڼى پر خپلو لندو بغورو (بارخوګانو) راتېر كړ، په سونګېدا يې وويل:
"څه وكړم، نن يې دويمه ده، اوښكې مې نه تم كېږي. مرګي رانه يوازېنى ځوانكى زوى بېل كړ، زه بوره شوم...."
دا وخت د وير خبرو زورورې ژړا ته ځاى پرېښود.
د خان، غوښنې ښځې په تريو تندي وويل:
"بس، بس! ناشكري مه كوه، خداى به درڅخه ناراضه شي، تر اوسه لا ځوانه يې، خداى به دې يوځل بيا لمن درزرغونه كړي..."
دا وخت د خان وچ كلك، ګوربى مزدور د ګوروان د كوټې په وره كې ودرېد. ده په ستړي غږ وويل:
"خان ناوې، خان ناوې! برګه غوا د كورپې رشقې په خوړلو ټنډه شوه".
د خان ښځه د كريږو په بدرګه له كوټې ووته، شېبه وروسته، دې په خپلو تېرو كوكو د چغې د ډول غوندې د كلي وارخطا ښځې پرځان راټولې كړې، د خان ښځه د خپل كور په لوى انګړ كې د خپلو ګورم غواوو په منځ كې ناسته وه او په چغو- چغو يې ترمخ د پرتې حلالې شوې غوا وير كاوه...
 
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه