ستړي ګامونه
سړي د دمې د جوړولو لپاره يوه لويه تيږه خوښه كړه، په ځير يې د غره په ټټر كې ولاړو
تېرو پرښو او لويو ډبرو ته وكتل، ديد يې د غره تر څوكې پورې ورسېد. خو هلته د لمر
وړانګو د ده وړې او چخړنې سترګې نور څار ته پرې نه ښودې.
دى ډاډه و، چې د غره تر پيڅكې پورې په پله پسې سم راغلى و، خو پورته يې د پله
دوركولو ټوله ملامتي د غره پر ډبرو او تېرو پرښو ورتپله. د سړي ستمى خوت، خو وخت د
دمې د جوړولو ملګرتيا نه ورسره كوله. ځكه يې ډنګر كوناټي له تيږې جګ كړل، څو ستړي
ګامونه يې واخيستل، خو ډېر ژر يې خوار ولي د كوټې په اندازه يوې تورې ډبرې ته تكيه
كړل، يو ځل يې بيا په نااميدۍ د غره چاك او چولې ترسترګو تېرې كړې، يو ناڅاپه نېغ
ودرېد، ده دوه دوه نيم شله ګامه هاخوا د لويو تيږو ترمنځ په يوه چوله كې يو روان
بنيادم ليدلى و، سړي چغه كړه:
"ودرېږه!"
له دې سره يې يوه شېبه بېسېكه لينګي د هوسۍ د چټكتيا په څېر وځغلېدل. د ده په چغو
ترهېدلو كربوړو نژدې سوړو او بوټو ته پناه يووړه، يو دوولس كلن هلك په چټكۍ سره د
يوې اووه اته ګزۍ پرښې سر ته وخوت، خو ډېر ژر له خپلې دې خوښې كړې لارې څخه پښيمانه
شو. د ده په وړاندې د پرښې پر سر راغلي يو نيم دوه ګزه نرۍ څوكه پل ايښوول د زمري
زړه غوښت، ها خوا بيا د پرښې پلن سر د تېښتې وړ و، سړي له لاندې چغه كړه:
"سركوزې كله دې پرېږدم".
هلك د خپلې زړې سدرۍ په راوتلي جېب خپلې ډنګرې ګوتي ټينګې كړې، وړې شونډې يې
وخوځېدې:
"نه، نه، زه به د خپلې مور غاړه ګۍ هېڅكله چا ته ورنه كړم".
تېز باد، د ده دا ورو غږ له ځان سره ونغښت.
سړي چغې وهلې، سپكې سپورې! يې د اور د سپكو په څېر بې واره له اوږدې خولې نه راوتل.
ګواښونه يې كول، خو هلك له لوړې راكښته نه شو.
وروسته يې د عجز او خواست پاڼه راواړوله. عذر او زارۍ يې وكړې، خالي اورلګيت يې په
هوا كې وښوراوه چې له ترياكو تش و. دا يې هم وويل چې له پرونه راهيسې يې د ترياكو د
نه څكولو له امله پر ټول وجود درد حاكم دى.
هلك ته يې د نويو جامو داخيستلو يادونه وكړه او زياته يې كړه چې نور به هېڅكله د ده
مور ونه ډبوي.
هلك له پاسه په ژړغوني غږ وويل:
"ته دروغ وايې، تا د ترياكو د اخيستلو لپاره د كور هرڅه وپلورل، زما د مور ډيډې (غوږوالي)
دي خرڅ كړل، د هغې د سر پرار (ټپ) لا نه و سره ورغلى، چې نن سهار دې بيا وينې پرې
راماتې كړې، زه به هېڅكله د مور غاړه ګۍ تا ته درنه كړم..."
سړي په زوره وخندل، دې خندا دده وېروونكې څېره نوره هم وحشتناكه كړه، يو ناڅاپه يې
پر ژېړو غاښونو پاسنۍ خړه شونډه راپرېوته. په خوشكه يې وويل:
"دا ته نه يې، دا دې هغه ورسته مور ده، چې دا خبرې يې ستا په خوله كې ايښې دي. زه
به ورسره ګورم..."
وروسته يې كريږه كړه:
"اى د شيطان بچيه! غاړه ګۍ راكوې او كه نه؟"
كله چې د هلك په جېب كې ايښې غاړه ګۍ پر خپل حال پاتې شوه، نو سړي په كاوړ(قهر)
پورته د ختو په نيت، د پرښې په لمن كې پر يوې راوتلې تيږه پښه كښېښودله، پورته يې
وكتل، يوناڅاپه يې بدن پړك واخيست، سترګې يې رډې راوختلې، خوله يې وازه شوه، دى يوه
شېبه ودرېد او ټوله دنيا يې هېره كړه، ده زيار وايست، چې يوڅه ووايي، خو رېږدېدلې
شونډې يې يوازې سره وخوځېدې، دا ځل يې په بېسېكه وجود كې پاته ټول قوت د يوې چيغې
لپاره سره راټول كړ:
"زويه!"
له دې سره په پوړېدلو(رېږدېدلو) ګامونو تر پرښې راتاو شو، د هلك سر يې له وړو ډبرو
جګ كړ او په غېږ كې يې ونيو، د ده پر ټول وجود يې وارخطا ګوتې وتپولې، سړي ته د خپل
زوى وجود په ظاهره روغ ښكاره شوه، خو كله چې يې د بېسده هلك سر پر ټټر پورې جوخت كړ،
نو د سړي راوتلو پښتيو تود لوندوالى احساس كړ، په بيړه يې د هلك پر ګاړګوتي ويښتو
كې ګوتې تېرې كړې، لاس ته يې وكتل، په وينو سور و، وروسته يې د لېونيانو غوندې د
هلك په ګرين ګوتې ټينګې كړې، د هغه ټټر يې په شدت سره وخوځاوه. د هلك سترګې نيمكښه
شوې اوپه داسې يوه غږ چې ډېر ځګېروي ته ورته و وويل:
"پلاره! قول راكړه چې نور به هېڅكله زما مور نه وهې او دا غاړه ګۍ به زما خور ته د
هغې په واده كې وركوې. دا مې د مور ارمان دى..."
سړى سونګېده، ده د سر په اشاره هلك ته مثبت ځواب وركړ، يوه شېبه د هلك په رنګ الوتي
څېره كې د نوي ژوند نخښه ښكاره وه، خو وروسته يې سترګې پټې شوې، سړي د مرستې په
هيله شا و خوا نااميده سترګې واړولې. لويو ډبرو او هسكو پرښو په چوپه خوله ورته كتل،
د سړي وجدان ده ته پرله پسې ويل:
"ته يو حيوان يې..."
وروسته يې بې اختياره چغه كړه:
"ته يو حيوان يې!"
له چغې سره په غره كې انګازې شوې:
"ته يو حيوان يې...ته يو حيوان يې...ته...."
