دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه شيطان په پرېوتو كې
لومړى څپركى
وړوكى موټر په ډېرې تېزۍ سره پرمخ روان و، سړي د ناراحتۍ احساس كاوه، نه پوهېده چې ولې داسې پرېشانه او اندېښمن دى. څومره چې يې پر ايكسلېټر زور وركاوه او موټر ګړندى كېده، پرېشاني او اندېښنې يې لا ډېرېدلې.
پر سړك ولاړې ونې، چې د مني بادونو يې پاڼې ژېړې كړې وې، د موټر له دواړو خواوو څخه په بيړه تېرېدلې.
سړى په سوچ كې تللى و او له ځانه سره يې خيالونه اوبل. له ډېره وخته يې ځان نيمګړى ګاڼه، د يوه واده شوي سړي لپاره د مينې انتظار، رښتيا هم چې ډېر تريخ او كړوونكى تمامېږي.
ده هم دغسې انتظار ته سترګې نيولې وې، چې نجلۍ راشي او په اورينو سترګو يې ورخپل كړي، زړه يې يوسي او...
سړى پوهېده كه ژر وي او كه ليرې، يوه نه يوه ورځ به يې څوك د زړه ور وټكوي او د مينې په جال كې به يې پرېوځي. دى په يوې داسې دندې بوخت و، چې هرې نجلۍ كولاى شواى زړه او اروا يې وراېل كړي او په مينه كې يې ورونغاړي.
لمر خپلې وروستۍ وړانګې له ونو او بوټو ورټولولې او ماښام خپله غمجنوونكې څېره رابربنډوله. سړي اوس هم موټر ته سرعت وركاوه. ناڅاپه يې وليدل چې له كوڅې څخه يوه نجلۍ راځغلي، لاسي بكس يې په څنګ كې اچولى او داسې ښكاري چې پر بكس يې زيات پام دى. نجلۍ په بيړه موټر ته لاس وركړ او سړى نه پوهېده چې ولې يې بېواكه ورته ودراوه. د موټر كريغار شو، نجلۍ ژر موټر ته منډه كړه، ور يې پرانيست او سيټ ته يې ځان ورواچاوه، په اندېښمنه لهجه يې وويل:
ژر كوه،، ژر كوه... حركت وكړه، ونه درېږې.
سړى پرته له دې چې څه ووايي موټر يې چالانه كړ او د وروستۍ شېبې لپاره يې د موټر په هنداره كې وليدل چې دوه نور كسان هم په منډه له هغې كوڅې راووتل او په نهيلي يې يوې او بلې خوا ته وكتل.
سړي د موټرسرعت ته نور هم زور وركړ او موټر تر پخوا زيات تېز شو. اندېښنې يې ورو- ورور خوځېدې او پوهېده چې څه پېښه خو شوې ده. ورو يې نجلۍ ته وكتل، نجلۍ د اتلسو- نولسو كلونو پېغله وه. رنګ يې الوتى و او شونډې يې د پرېشانۍ او اندېښنو په تركيب كې وچې شوې وې، څڼې يې د منډو په ترڅ كې پرمخ رالوېدلې وې او په سترګو كې يې د زړه راكښون تر څنګ د وېرې څپې هم رغړېدې. ساه يې په زوره- زوره ايستله او وېره يې د بدن پر ټولو غړو ناسته وه. سړي فكر كاوه: دا څوك ده او څه ورپېښ شوي چې داسې وېرې او ترهې اخيستې ده؟
د سړي په ذهن كې ډېرې پوښتنې پنځېدې، خو پر ژبه يې نه راتلې، اندېښنو يې هره شېبه پر اروا زور راوړ، اخر يې وپوښتل:
څه درپېښ شوي دي؟
او په همدې ترڅ كې يې له مخامخ هندارې څخه شا ته وكتل، توررنګى موټر يې په څار پسې و او سړى پوهېده چې څاري يې.
نجلۍ په بيړه وويل:
پېښه؟ نه، نه... هو!
د نجلۍ دغو ګډو-وډو ځوابونو د سړي د څار حس نور هم رااوچت كړ، يوه پټ ځواك الهام وركاوه چې پښه يې په يوه په زړه پورې پېښه كې راكښل شوې ده، احساس يې كاوه چې دغه ښايسته او جذابه نجلۍ د بندي په ډول ورپورې تړلې او دواړه په توندبهير كې د سرمسته سيند په څېر پرمخ ځي.
زړه يې درزېده، څو ځله يې وپتېيله چې موټر ودروي او نجلۍ كوزه كړي، خو هرځل به يې چې د نجلۍ جذاب وجود، كوډګرو سترګو او ژېړ- تښتېدلي رنګ ته وكتل، له خپل تصميم څخه به تر شا شو. يو ځل يې بيا په هنداره كې شا ته وكتل، توررنګى موتر همغسې ورپسې و، بيا يې له نجلۍ څخه وپوښتل:
ستاسو په خبره ونه پوهېدم.
نجلۍ شونډې په غاښونو وچيچلې او وړوكى لاسي بكس يې په پښو ټينګ كړ.
ويې ويل:
دومره مهمه خبره نه ده، په كوڅه كې مې يو دوه كسه مزاحم شول.
سړي پر دې خبره باور ونه كړ، نه يې شواى كولاى دومره ستر درواغ ومني. له شك پرته يوه مهمه مسئله ورپېښه شوې وه او سړي غوښتل چې پر پټ راز يې وپوهېږي.
نجلۍ شا ته كږه شوه او څلورلاري ته يې وكتل، ده يې ټول حركات تر څار لاندې نيولي وو. نجلۍ د سړي پر اوږه لاس كښېښود او ويې ويل:
نه شې كولاى لږ تېز لاړ شې؟
د سړي ټول وجود تود شوى و، ته وا د وينو پر ځاى يې په رګونو كې ويلي شوي سرپ بهېږي. نه پوهېده ولې.... نه پوهېده، چې وېرېږي او كه له يوې ښايسته او زړه راكښونكې نجلۍ سره ناست دى او اندېښمن دى.
بيا يې هم د موټر سرعت زيات كړ او يوې فرعي كوڅې ته وګرځېد، چې له توررنګي موټر څخه چپ شي او له هغه وروسته پاته شي. د نجلۍ وړوكي بكس د ده پام وراړولى و. فكر يې كاوه هرڅه چې دي، په دې بكس كې به وي. بكس ده ته د رازونو يو په زړه پورى صندوق ښكارېده. بكس ته يې په نغوتې (اشارې) سره وويل:
په بكس كې مو ګرانبيه شيان دي؟
نجلۍ په وارخطايۍ سره وويل:
نه... نه... يوازې څو كتابونه دي...
سړي له شك په ډكو سترګو وروكتل او زياته يې كړه:
فكر كوم، هغوى به په دې خيال ورپسې وو، چې په بكس كې به ګرانبيه شيان وي!
نجلۍ اوږې پورته واچولې:
كېدى شي، نه پوهېږم.
څو شېبې وروسته چوپتيا خپره شوه، دواړه په اوږدو فكرونو كې ډوب وو. نجلۍ د لومړي ځل لپاره وخت موندلى و، چې سړى په ځير وګوري. هغه د دېرشو كلونو په شا و خوا كې عمر درلود. سپين رنګي وېښتان يې پر غوږونو راپرېوتي وو او د زړبوډۍ د رارسېدو زېرى يې وركاوه. د سړي بڼه خوشحاله او په زړه پورې برېښېده.
نجلۍ فكر وكړ:
خدايه!... كېدى شي دغه جذاب او ارام سړى ما له هغه جهنم څخه وباسي، چې لاس و پښې په كې وهم!.
هغه نه پوهېده چې سړى مېرمن لري او كه د يوه تږي په څېر د معشوقې په لټه كې دى. همدومره يې انګېرل چې ناپېژندويه سړي په زړه كې ځاله وركړې ده.
سړى هم په خپلو اندېښنو كې ډوب و، څومره به يې چې د نوموړې په باب فكر كاوه، نه يې شول كولاى د نوموړې د معما د كولپ كيلي ترلاسه كړي:
هغه دوه كسان څوك وو؟
_ ولې يې په نجلۍ پسې منډلې وهلې؟
_ د نجلۍ په بكس كې څه دي، چې داسې ټينګ يې په ځان پورې نيولى دى؟
چوپتيا تر ډېره ونه پايېده، هغوى ښار ته رسېدلي وو او د توررنګي څارونکي موټر ډار نه و، نجلۍ ورو وويل:
ما د �وېلا� واټ ته ورسوئ!
سړى وپوهېده چې د بېلتون شېبې رانژدې شوې دي. په خواشينۍ سره يې وويل:
كولاى شو بيا هم سره ووينو؟
نجلۍ سر كښته واچاوه، پر توررنګي دستكول يې لاس تېر كړ او په ارامۍ سره يې وويل:
ولې غواړې ما ووينې؟
موټر د وېلا واټ ته ننوت. سړي سګرېټ بل كړ:
د دې لپاره چې نه شم كولاى هېره دې كړم!
نجلۍ احساس كړه چې د زړه درزا يې زياته شوې ده، پر غومبرو يې سره ګلابونه غوړېدل او په بنده ژبه يې وويل:
غوږ شه جنابه... زه... زه... ستاسو له مرستې مننه كوم، خو ستاسو لپاره زما ملګرتيا بې ګټې ده. زه بدمرغه يم، كه ما له سره مو دوستي ومونده، له رنځ او درد پرته به بل څه ونه وينې. ما هېره كړه، دا ستاسو په ګټه ده.
سړى ناڅاپه تېر وخت ته لاړ، هغه تېر چې ډېر ليرې نه و، په ياد يې شول، يوه ورځ يې چې څو تنه ملګري كور ته سره راټول شوي وو، يوې فالګيرې يې ور وټكاوه، فالګيرې غوښتل چې تالې يې وګوري او دوى هم ورسره سلا شول.
فالګيره يوه عجيبه دېرش كلنه ښځه وه، له ورايه لېونۍ ښكارېده او په سترګو كې يې يو جوت ډار برېښېده. د سړي لاس يې په لاس كې ونيو، وروځې يې سره ګونځې كړې او په ژور پام سره يې د سړي ورغوى وكوت، له ځان سره وزمڼېده:
شيطان، شيطان په پرېوتو كې!
وروسته يې په توند غږ وويل:
يوه كركجنه او بدمرغه نجلۍ مو پر لار درسيخه شوې ده، ډډه ترې وكړه!
فالګيرې نورې خبرې هم كړې وې، خو سړي ته يوه هم نه وه ياده او دا دى دې مرموزې او ناپېژندويې نجلۍ هم اوس د فالګيرې خبرې تكرار كړې:
زما ملګرتيا بې ګټې ده، زه بدمرغه يم، كه له ما سره مو دوستي ومونده، له رنځ او درد پرته به بل څه ونه وينې. ما هېره كړئ، دا ستاسو په ګټه ده....
سړى ورېږدېد او په يوه عجيب ډار كې پرېوت. نه يې له نجلۍ څخه سترګې اړولې شواى او نه يې ډار ته غېږ وركولاى شواى.
نجلۍ د موټر ور خلاص كړ، خو مخكې تر دې چې له موټره پلې شي، سړي يې لاس ونيو:
صبر وكړه... څو دقيقې نوره هم صبر شه!
نجلۍ كښېناسته او سترګې يې پر خپل توررنګي دستكول ښخې كړې وې، سړي د تمنا او هيلې په ژبه ورته وويل:
يوازې يوځل بيا... هيله كوم، يوځل بيا د ليدلو اجازه راكړه.
نجلۍ پرته له دې چې سر راپورته كړي، ځواب وركړ:
ما ته خو آن ستاسو نوم هم نه دى ياد!
سړي په زحمت سره وموسل:
زما نوم مهبد دى، ستاسو؟
نجلۍ څو شېبې غلې شوه او ويې ويل:
هيله كوم، ما هېره كړئ، زه نه شم كولاى له چا سره دوستي وكړم، پر ما مينه منع ده.
نجلۍ چې اوس نو غوسې اخيستې وه او ناكراره برېښېده شېبه په شېبه يې غږ لوړېده:
پوهېږې زما لپاره مينه منع ده، ان ژوند. زه په يوه دوزخ كې اوسم، زه يوه بدمرغه يم، پليته.... يم.... زه شيطان يمه...!
سړي يوځل بيا بې اختياره دهغې فالګيرې ښځې خبرې ذهن ته راوړې، شيطان، شيطان په پرېوتو كې.
سړي واټ ته كتل، د لمر وروستيو وړانګو خپل څادر ورنغښتى و، د خزان ژررسو تيارو پر ټوله سيمه سيورى غوړولى و او واټ يې په يوه غموونكې تياره كې غلى كړى و. يو غروب ،و هغه غروب چې د انسان په زړه كې يو بې ګټې غم زېږوي.
د نجلۍ خبرو د ده اندېښنې نورې هم زياتې كړې، خو پر دې سربېره يې بيا هم ځان سره راټول كړ او ويې ويل:
ستاسو د غوسې او ازار له كبله بخښنه غواړم، زړه مې نه غواړي په زوره دې مجبوره كړم، چې له ماسره وګورې، ډېر ښه، نور به يو بل نه سره وينو.... د خداى پامان!
نجلۍ له موټر څخه كوزه شوه، دروازه يې ورپورې وهله او پر خپله مخه رهي شوه. لا څو ګامه ليرې نه وه تللې، چې ودرېده او شاته يې راوكتل. سړى اوس هم د موټر جلب ته ناست او هغې ته يې كتل.
نجلۍ بيا خپله مخه ونيوله او بيا يې لا څو ګامه نه وو اخيستي، چې ودرېده، دا ځل يې درېدا وځنډېده، خو ناڅاپه راوګرځېده او په بيړه- بيړه موټر ته راغله.
سر يې د موټر له ښيښې ورننه ايست او ويې ويل:
زه افسانه نومېږم.... سبا به د پارك په چايخونه كې سره ووينو...
مهبد له خوښۍ په ډكه لهجه وويل:
وى!! قبوله مو كړه، نو راځئ، ډاډه شم؟!
_ هو! ډاډه واوسه.
_ څه وخت؟
_ مازيګر پنځه بجې.
مهبد په يوه نړۍ خيالونو او اندېښنو موټر ته حركت وركړ.

هغه ټوله شپه ناارامه و، د نجلۍ خيالونو يوه شېبه هم د خوب غېږې ته نه پرېښوده. نه پوهېده چې له افسانې سره يې زړه راكښون يوازې پلټنه ده او كه بل لامل هم لري.
په هر حال، په كار وو چې هرڅه كشف كړي او پر دې هم وپوهېږي چې له دوزخ څخه د نجلۍڅه مطلب دى؟ ولې ځان كركجن او بدمرغه ګڼي؟
ټوله شپه يې زړه شور كاوه، ته وا چنګاښ (سرطان) يې په وجود كې ريښې يې غزولې وي، څو ځله يې مېرمنې ته وكتل.
آه! څه كېدل كه افسانې مې تر څنګ ويده واى! د دې پلمه ګرې ښځې پر ځاى، چې په ژور خوب ويده ده، كاشكې افسانه څملاستلې واى...
ډېر ژر يې فكر شو، كه مېرمن يې پر دې پوهه شوه، چې خاوند يې له كومې بلې نجلۍ سره زړه تړلى، څه به وكړي؟
سر يې وپړسېد، زړه يې نه غوښتل په دې اړه فكر وكړي، هڅه يې كوله چې خوب ته پناه يوسي.

مهبد د كافي خونې تر ټولو تياره كونج كې ناست و، پر مېز پرته سګرېټداني يې له نيم سويو سګرېټو څخه ډكه وه. هغه چټ- پټ خپلې ګړۍ ته كتل، دا دى اوس پنځه نيمې بجې وې، افسانې نيم ساعت ځنډ كړى و، مهبد له ځان سره سوچ كاوه:
كه رانغله.... كه رانغله... نو بيا يې ولې ژبه وكړ؟ ما خو څه مجبوره كړې نه وه..
وروسته يې هڅه كوله چې ځان قانع كړي.
پر لارو ګڼه ګوڼه ده، راوبه رسېږي.
بل سګرېټ يې بل كړ.
كه افسانه رانغله، هرڅه به له منځه لاړ شي. ستړى او يواړخيز ژوند به يې بيا د تل په څېر طبيعي بهير روان وساتي.
آه! چې څومره له ژونده ستړى و، څومره يې د يوازېتوب احساس كاوه، دا افسانه وه چې هغه يې له رنځ او يوازېتوبه ژغورلاى شواى. ژوند او بڼې ته يې نوى رنګ وركولاى شواى...
مهبد ناڅاپه دروازې ته وكتل، واى! دا خو مې ښځه ده، چې رسټورانټ ته راننوته، د مهبد رنګ ژېړ شو:
دا نو بيا څنګه خبره شوه، چې مېړه يې له افسانې سره د ملاقات وعده ايښې ده. اوه خدايه!... دا څه بلا راپېښه شوه... مهبد ژر ورځپاڼه مخ ته ونيوله او داسې يې وښودله چې ګني په اخبار لوستلو بوخت دى.
د مهبد مېرمنې شا و خوا وكتل، ته وا د كوم شي په لټون پسې راروتې وي او درست په همدې شېبه كې افسانه هم په بيړه رسټورانټ ته راننوتله.
 
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه