لسم څپركى
خو مينو د مهبد د
مېرمنې له مړي دومره وېرېدلې وه، چې حواس يې له لاسه وركړي وو. پر ځان نه پوهېده،
ژبه يې بنده- بنده كېده. رنګ يې ژېړ اوښتى و او زړه يې په دومره شدت درزېده ته وا د
سينې له قفس څخه الوت غواړي، نوستينې همداسې زارۍ كولې:
مينو، مينو، دلته زموږ پاتېدل نه دي ښه، راځه وتښتو... ځنډ مه كوه.. مينو يوځل ژړا
پيل كړه. له غم او د ملګري له مرګه يې نه ژړل، بلكې له وېرې او بېرحمۍ څخه يې ژړل.
د غريو او ژړا په حال كې يې وويل:
نه نوستينې، باور مې نه راځي، هغه شوخي كوي. مړه نه ده. ژوندۍ ده او وروسته يې په
لوړ اواز پرې غږ كړل:
پاڅه... پاڅه.. له ما سره خبرې وكړ، يا الله پورته شه...
نوستينه لږ- لږ پوهېده چې پاتېدل يې ګواښمن دي او هره شېبه د دې شونتيا وه چې يو
څوك راننوځي او دوى د مړي پر سر وويني، مينو يې تر مټ راونيوه او كش يې كړه:
_ ځنډ مه كوه مينو... ايسارېدل مو خطرناك دي، پوهېږې خطرناك...
خو مينو پرته له دې چې د هغې خبرو ته غوږ شي په هماغه لوړ غږ يې چيغه كړه:
دا د مهبد كار دى، بدمرغ او عياش خپله مېرمن ووژله، چې نور په ارام زړه خپلو چټليو
او بدكاريو ته وزګار شي.
خو زه ټول جريان پوليسو ته وايم. زه وايم مېرمنې يې تر مرګ مخكې ما ته ويلي وو چې
مېړه يې د وژلو نيت لري او له ځنډ پرته يې غوږۍ راپورته كړه، خو نوستينې چې له
پوليسي كتابونو يې د دغسې پېښو د ستونزو په باب اورېدلي او ليدلي وو، ژر يې ورمنډه
كړل، غوږۍ يې ترې كش كړه او او ويې ويل:
غوږ شه مينو، ته اوس د خپلو احساساتو تر اغېز لاندې راغلې يې او نه پوهېږې څه وكړې.
همدا چې پوليس دې خبر كړل، هغه غوښتنه كوي چې هېڅ شي ته هم لاس ورنه وړئ. وروسته
څېړنې پيلېږي: هغه مو څنګه وپېژندله، ولې دلته راغلئ، قاتل پېژنئ، پر چا بدګومانه
ياست؟ پوښتنه، پوښتنه، يوه پوښتنه، بله پوښتنه وروسته يې كه پر موږ سم له لاسه زړه
صبر نه شو، تضمين غواړي، چې هر وخت مو وغواړي، پوښتنو ته يې بايد حاضر شو. لومړنۍ
پوښتنې لږ تر لږه ۲۴ساعته وخت اخلي. وروسته د كار تر پايه چې قاتل وپېژندل شي، يا
دوسيه پايته ورسېږي، هره ورځ به مو د پوښتنو، ګروېږنو لپاره يوې او بلې خوا څكوي.
ته كېدى شي بېكاره وې، خو زه محصله يم، دې چارو ته وخت نه لرم.
مينو په غوسه وويل:
ته غواړې زه مې د مينې خوږې ملګرې پر مرګ غلى شم؟
بله چاره نه شته، كه هغوى پر موږ بدګومانه شي، يو عمر به بندي شو.
_ ولې، په څه دليل به پر موږ بدګومانېږي. د دې لپاره چې د دروازې پر لاستي، د
ټليفون پر غوږۍ، پردو او لويه دروازه زموږ ګوتې لګېدلې دي، څنګه كولاى شو هغوى ته
وښيو چې موږ په پېښه كې لاس نه لرو او يوازې د هغې د ليدو لپاره راغلي وو، ايا باور
به وكړي، چې دروازه خلاصه وه او موږ پرته له دې چې څوك ووينو، راننوتلي يو؟.
_ ښه څه وكړو، نو!
نوستينې د ځواب فرصت ونه موند، ځكه پر زينو د چا د پښو غږ واورېدل شو. نوستينې او
مينو يوې بلې ته په وېره وكتل، نوستينې ژر مينو تر لاس ونيوه او د حمام د وره پر
لوري يې كش كړه، دواړو خپلې ساوې په سينه كې غلې كړې. رنګونه يې الوتي وو، ته وا پر
بلڅو يې سره شوي سرپ راڅڅېدل، نوستينې كوښښ كاوه د وره تر چولې وګوري، چې راننوتلى
كس څوك دى او د مړي په ليدو څه غبرګون ښيي.
د كور پر غولي د سكوت وزرونه خپاره وو، مهبد پر زينو راپورته شو او كوټې ته راننوت،
ناڅاپه پر ځاى مېخ ولاړ شو، خو شېبې يې مړي ته حيران وكتل، وروسته يې يوځل ورمنډه
كړل، سر يې راپورته كړ او د هغې وتلو سترګو ته يې وكتل. شونډې يې وچيچلې، د ستوني
رګونه يې وپړسېدل. باور يې نه راته، څه چې ويني رښتيا به وي!
شا و خوا يې وكتل، هغه پېښه ورپه ياد شوه چې افسانې د خپلې مور په اړه ورته كړې وه،
لاسونه يې لړزې اخيستي وو، ساه يې په سينه كې يخه پاتې وه، سوچونه يې كنګل شوي وو،
نه پوهېده چې څه وكړي، نوستينې د وره تر چولې ټوله پېښه وليده، اوس يې فكر تر پېښې
زيات د مهبد پر ښكلې او راكښونكې څېره بوخت و، له دغه كس سره يې يوه ژوره مينه
احساسوله، داسې كس، چې د ده په څېر يې كوم بل كس نه و تر سترګو شوى. ښايي دا به په
دې دليل و، چې مينو مهبد يو ځناور او هيولا ورښوولى و، خو اوس يې ليدل چې دغه ځناور
او هيولا يو راكښونكى او مينه ناك سړى دى. داسې سړى، چې په ګواښ منلو او خطر ارزي.
مهبد په سد شو، خپل تريخ حقيقت يې احساس كړ، مړى يې چې تر دم ګړي يې په غېږ كې ټينګ
نيولى و، پرېښود او له ځايه يې ټوپ كړل.
وژنه... په كور كې يې وحشيانه مرګ شوى او مېرمن يې وژل شوې وه. دا نو زياتي ټوكې نه
وې، هغه اوس د نجلۍ ملګرى او مين نه و، دلته يې د مرګ او ژوند او برخليك مسئله مخكې
وه. د ټليفون غوږي يې پورته كړه او د افسانې نومره يې ووهله، په زړه كې يې دعا كوله،
چې غوږۍ له افسانې پرته بل څوك پورته نه كړي. د ټليفون هر غږ به يې په مغزو كې
انګازې كولې. بخت يې ملګرى و، غوږۍ افسانې پورته كړه، مهبد په قهرجن او غوسه ناك غږ
چيغه كړه:
ولې دې داسې وكړل؟;
افسانه پرته له دې چې خپله حوصله له لاسه وركړي، په نرم غږ وپوښتل:
څه مې وكړل؟
_ انكار نه شې كولاى، د انكار ځاى نه دى. تا زما مېرمن ووژله، تا هغه ووژله، زه پر
دې ګناه سترګې نه شم پټولاى.
_ ټوكې مه كوه مهبده! لكه چې پوډر دې ډېر څكولي دي!؟
_ نه افسانې... ټوكې نه دي، د كوټې په غولي كې مې د مېرمنې مړى پروت دى، ما خو درته
ويلي وو، چې واده درسره كوم، نو دغسې چټل كار دې ولې وكړ؟
نوستينه او مينو چې په حمام كې ډار او وېرې رېږدولې، يوې او بلې ته يې وكتل او
نوستينې بېواكه مينو ته وويل:
هغه قاتل نه دى... باور لرم ، هغه قاتل نه دى.. دغه خبره يې دومره لوړه وكړه: كه د
مهبد حواس له افسانې سره نه واى، په ښه زړه يې اورېدلاى شوه. مينو ژر له ډاره پر
شونډو ګوته كښېښوده او ويې ويل:
هيس... غواړې كا ر خراب كړې؟
وروسته دوو كسانو د مهبد او افسانې خبرو ته غوږ كښېښود، مهبد په لړزېدلې او غوسه
ناكه بڼه وويل:
راتګ دې څه ګټه كوي؟
_ مهبده دومره مه غوسه كېږه، ته اوس په ډېر بد حالت كې يې، زه به دې مرسته وكړم، پر
خداى قسم كه دا كار ما كړى وي.
_ ښه ده، راشه.
وروسته يې غوږۍ كښېښوده، سګرېټ يې بل كړ او د مېرمنې مړي ته په جورت كې ډوب شو. هغه
تل له بديو سره مخ كېده، د ژوند سكون يې سره شوړېدلى و، له كله چې پر افسانې مين
شو، خيال يې يوه شېبه هم ارام نه و، ناڅاپه يې په غوږ كې ازانګې شوې، د چونګړۍ
ازانګې: �شيطان په پرېوتو كې... له دې شيطانه ډډه وكړه، ترې وتښته...�
غږ نور هم پسې اوږد شو، ته وا دېوالونه نارې وهي، مهبد پر غوږونو لاسونه كښېښودل،
چې غږ وانه وري، خو غږ يې نور هم لوړ واورېد. په خَولو كې ډوب و، ته وا ساه يې
بنده- بنده كېده.
نه پوهېده څومره په همدې حال كې پاته شو، چې د زنګ كړنګا شوه. په منډه- منډه له
زينو كښته شو. نوستينې او مينو په بېصبرۍ انتظار ايست، هرې يوې ځانګړي خوبونه ليدل،
مينو غوښتل ژر له كوره وتښتي او په زړه كې يې دعا كوله چې دغه اور د دوى لمن ته ونه
رسېږي او نوستينه... نوستينه نه پوهېده چې ولې داسې په مهبد پورې نښلي، غوښتل يې
افسانه وپېژني، افسانه يې له همدې ځايه خپله سرسخته دښمنه بلله.
په همدې ترڅ كې يې فكر كاوه، مهبد د مينو په اند تر دېو او ځناور بد سړى دى، خو زما
په زړه كې يې ځاى نيولى دى. داسې سړى لكه چې د خيالونو ملګرى يې و او له ډېر مخكې
يې ورسره پېژندل. اوس نو يوه دقيقه، يوه پېښه، يوه ګواښمنه پېښه د دې لامل شوه چې
له نژدې يې وويني، د مهبد او افسانې په راننوتلو د نوستينې د خيالونو لړۍ وشلېده.
افسانې مړي ته وكتل او ويې ويل:
مړى بايد پټ كړو!
مهبد چيغه كړه:
څه؟ پټ يې كړو؟ پلار، مور او وروڼو ته يې څه ووايم، ووايم چې چېرې تللې ده؟ ايا دا
كېدى شي چې ښځه يوناڅاپه وركه شي، دا غيرعاقلانه ده، زه بايد پوليس راخبر كړم.
_ غوږ شه مهبده! خسرګنۍ دې ستا او د هغې له اختلافه خبره ده، ته همدا اوس هغوى ته
ورشه او دا ورته ووايه چې مېرمنې دې پرون مازيګر قار وكړ، له كوره ووته او بېرته نه
ده راغلې، هغوى پېښه پوليسو ته وايي او پوليس له تا څېړنې- پلټنې كوي. دغسې ډېرې
پېښې كېږي، داسې ډېرې پېښې دي، چې د خاوند له كوره مېرمن تښتي، پوليسو وروسته ستړي
كېږي او پېښه يې هېرېږي. خو كه اوس پوليسو ته خبر وركړې بايد دا وښيې چې ترمنځ مو
هېڅ ناندرۍ نه وه، دا ستونزمنه ده، ځكه ابله ورځ دې په پارټۍ كې د ټولو خلكو ترمخ
ووهله، هغوى ښايي شاهدي وركړي چې مېرمن دې تر وېښتانو وڅكوله، هغې د خپل نوي ملګري
درته وويل او تا له كينې او غوسې د هغې په وژلو لاس پورې كړ، بيا به نو څه كوې؟
محاكمه او غرغره به شې! كه غرغره نه شې پاتې عمر به د زندان د پنجرو تر شا تېر كړې.
ژر كوه، تصميم ونيسه، كومه لار ټاكې؟
مهبد په نهيلۍ سره وويل:
اخر دا مړى چېرې پټولاى شو؟
افسانې له كړكۍ لاندې د انګړ غولي ته وكتل او ځواب يې وركړ:
په باغګي كې.
مهبد سر ټيټ واچاوه، نه پوهېده څه تصميم ونيسي.
مينو د وره تر شا غاښونه چيچل، د مهبد مېرمنې ورته ويلي وو، چې غواړي ويې وژني او
مړى يې په باغګي كې پټ كړي. د مهبد مېرمن له هرڅه خبره وه، نوستينې ته يې نغوته
وكړه، نوستينې وروكتل، نژدې وه له ډاره زره تركې شي او د لېونۍ په څېر چيغې كړي.
مينو دغه بهير نه شواى زغملاى، نوستينې مينو تر مټ راونيوه او ورنژدې شوه، چې كه
لېونتوب وكړي، خوله يې ورپټه كړي.
ډېر ژر دووكسانو كوټې ته وكتل، افسانې پښه پر ځمكه ووهله او ويې ويل:
ولې لاړې، مړى بايد ژر په باغچه كې ښخ شي، كه نه اوبه تر ورخ تېرېږي.
_ څه وكړم، ته ووايه، څه وكړم؟
_ هېڅ، ژر يوه ولاړه كنده وباسه، مړى بايد ولاړ ښخ كړو، چې په باغچه كې يې اثر
معلوم نه شي، ياد دې وي، كنده بايد تر درېيو مترو پورې ژوره كړئ.
