دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه شيطان په پرېوتو كې
يوولسم څپركى
مهبد كوټ وايست او افسانې ته يې وويل:
لږه مرسته راسره وكړه.
_ ښه ده راځه... رښتيا د كيندلو لپاره څه لرې؟
_ بېل او كولنګ نه شته، نو له بل شي كار اخيستلاى شو.
دوه تنه له كوټې راووتل او په بيړه د انګړ غولي ته كښته شول، مينو او نوستينه هم له وخت څخه په استفادې سره د مهبد له كوره بهر ووتلې، مهبد د انګړ غولي ته مخامخ كړكيو ته وكتل او ويې ويل:
افسانې! ته وايې اوس كار پيل كړو؟ كېدى شي له كړكيو مو وويني!
افسانه، چې تر اوسه يې دې خبرې ته پام نه و او په بيړه د ګلانو او بوټو په ايستلو بوخته وه، وويل:
رښتيا وايې مهبده، ښه دا ده چې د تيارې تر خپرېدو صبر وكړو.
دواړه بېرته ودانۍ ته راستانه شول، مهبد چې فكر او سوچونه يې ګډوډ وو، افسانې ته يې وويل:
هغه لعنتي پوډر درسره شته؟
افسانې په موسكا سره له بكس څخه يوه خلته راوايسته او ويې ويل:
ستا لپاره خو هر وخت شته.
او خلته يې د مهبد پر لوري ونيوله.
***
د مهبد له سر او مخ څخه خَولې څڅېدلې، اوس تر ملا پورې په كنده كې پټ و، كيندل يې د تيارې په خپرېدو سره سم پيل كړي وو، د څراغ كمزورې او نرۍ رڼا د باد د څپو په وړاندې رېږد اخيستې وه او وېروونكي سيوري يې جوړول.
افسانې د مهبد له لاسه خاورې اخيستې او په ستل كې يې له كندې لږ هاخوا تويولې، ملا يې سخت درد كاوه. مهبد د لېوني په څېر په كيندلو بوخت و او شېبه په شېبه يې ستړيا انګېرله، ته وا له اوونيو- اوونيو راهيسې په كيندلو بوخت وي. افسانې يوه اوږده ساه وايسته او ويې ويل:
مهبده لږه دمه وكړه...
مهبد پرته له دې چې له كاره لاس واخلي، غاښونه يې سره وچيچل او ويې ويل:
دمه... ترڅو چې زه ژوندى وم، د دې پېښې له امله به د ژوند خوند ونه څكم...
څو شېبې غلې غليا شوه، وروسته مهبد په لوړ غږ وويل:
ولې دې غسې كار ته لاس واچاوه؟
افسانې په غوسه ځواب وركړ:
يوځل مې ورته وويل چې دا زما كار نه دى، ما څنګه كولاى شول مېرمن دې غړبېجنه (خپه) كړم؟ هغه له ما نه غټه او غښتلې هم وه..
مهبد د ملنډو په بڼه ځواب وركړ:
هوكې، تا نه... خو هغه مردارمخى خو نژدې و يوه ورځ زما لاسونه رامات كړي! په اسانۍ سره كولاى شي زما مېرمن غړبېجنه كړي...
_ باور وكړه مهبده، باور وكړه زه د قتل له پېښې هېڅ خبره نه يم..
_ ښه ده! زه خپله څېړنه كوم، دومره څېړنه، چې پېښه په خپله روښانه شي.
كنده د انسان د تنې تر كچې وكيندل شوه، مهبد د افسانې په مرسته له كندې راپورته شو او دواړه د خوب كوټې ته لاړل، مهبد سګرېټ بل كړ او په غولي كې يې د خپلې مېرمنې مړي ته وكتل. پر مړي څادر غوړېدلى و.
په سينه كې يې اور بل و، وېره او ډار يې پر ټول وجود واكمن و. د افسانې هم همدا حال و، دا يې لومړى ځل و، چې په مخكې يې مړى ليده. زنګنونه يې لړزېدل او زړه يې په زوره- زوره درزېده، مهبد له سګرېټه څو ژور كشونه وكړل، بيا يې افسانې ته مخ واړاوه:
د څادر پيڅكه درونيسه، چې مړى كښته يوسو.
افسانه په وېره او ډار ټيټه شوه او د څادر پيڅكه يې ونيوه. مهبد د څار بله غاړه نيولې وه. مړى يې پورته كړ او د لويې دروازې پر لوري روان شول، لا دوې زينې نه وو كوز شوي چې د مهبد پښه خطا وته، له زينو وغورځېد او مړى يې پر سينه ورپرېوت. د مهبد زړه له حركته ولوېد، خوله يې وچه شوه، لږ پاتې و چې ومري. په رګونو كې يې د وينې پرځاى اور ځغلېده. افسانه چې له وېرې يې رنګ ژېړ اوښتى و، پر زينو ناسته وه. مخ ته يې لاس نيولى و او له وېرې يې زينو ته نه شواى كتلاى، مهبد هڅه وكړه مړى له ځانه ليرې كړي او له ځايه راپورته شي. افسانه لا پرځاى مېخ وه. مهبد په غوسه ورچيغه كړه:
نخرې پرېږده.. لعنت پر تا، لعنت ستا پر مينه، ته شيطان وې شيطان، زما ژوند دې رابرباد كړ.. تباه دې كړم.. افسانې ورو- ورو ژړل:
مهبده! پر ما مه په غوسه كېږه، ما مه ښكنځه، خپله دې غوښتل زما د مينې لاروى واوسې، ما درته ويلي وو چې له ما ليرې ګرځه، ما ته مه رانژدې كېږه.. .ما منت وكړ، چې زه يو شيطان يم، پليت شيطان، خو تا، تا تود لمر درلود، فكر دې كاوه د وجود اور به دې زما د وحشي ژوند ژمى له منځه يوسي. ته رڼا وې او زه تياره او تا د طبيعت د قانون له مخې فكر كاوه، چې رڼا به تيارې له منځه وړي. د رڼا پرښته به د تيارو پر دېو برلاسي مومي. خو دا تېروتنه ده، زه پوهېدم چې تېروتنه كوې، ته ښه مليار وې، خو له رېګونو بايد د ګل تمه ونه شي، ته ماهر.. وې، خو توپان زورور و، اوس څه شى چې يې، يو مات زړى او روږدى سړى!.
دا زما د مينې بيه وه، هېڅ دې هم لاسته درنغلل، زه يوه وچه ونه او بې ارزښته جنس وم، دومره بې ارزښته چې ستا د سرټيټي وړتيا يې نه درلوده.
ژړا د افسانې خبرې چوپې كړې، د غورځېدو له امله د مهبد پښه خوږ شوې وه، په څكېدلو- څكېدلو پر زينو ورپورته شو، د افسانې تر څنګ كښېناست، لاسونه يې ترې تاو كړل او سر يې سينې ته ورنژدې كړ، ويې ويل:
بخښنه غواړم، ما وبخښه... زه بد، مات مړى او ستا په وينا روږدى يم چې د اعصابو كنټرول مې له لاسه وركړى. اخر ته نه پوهېږې... نه پوهېږې څومره بده او ترخه ده، د ځمكې مليار د ژمي بې تودوښې لمر..زه د تيارو په مخكې كنګل شپه، د ډېوې وروستۍ وړانګې... بې ګټې سوځېدل، قماربازي نور هېڅ، خو ژوند بايلل، پاڅه زياتي ژړا پرېږده، پاڅه چې دغه وېره د ابديت په كنده كې پټه كړه او هرڅه هېر كړو.. پاڅه...
د څو شېبې مخكې ډار او وېرې ځاى يوه ناڅاپي سكون ته پرېښود. خو دغه سكون ډېر ونه پايېد او د ستوري په څېر ژر تېر شو. افسانه او مهبد، چې څنګه د مړي سر ته ورسېدل يوځل بيا د وېرې او ډار په سيند كې ډوب شول، مهبد څادر وغوړاوه، په وېره او اندېښنه يې مړى په غېږ كې ونيو او په څادر كې يې كښېښود، دواړو د څادر پېڅكې ونيولې او مړى يې د انګړ پر لوري يووړ. د څراغ رېږنده وړانګو لار پاكوله او په انګړ كې يې زرګونو ګونګو سيورو ته ساه وربخښله، كله يې چې څادر څنګ ته كړ، ناڅاپه افسانې كوچنۍ چيغه وكړه او شا ته يې ټوپ كړل. مهبد په وېره وروكتل، دواړه په خولو كې ډوب وو. خولې يې د خوټېدونكې چينې په څېر پر وجود خوټېدلې او لاندې څڅېدلې، مهبد په وېره او اندېښنه وپوښتل:
څه دي، چيغه دې ولې وكړه؟
_ آه مهبده!.. په ما كې نور سېك نه شته.. د مړي سترګو ته وګوره... وګوره په دې سترګو كې څه دي؟
مهبد مړي ته وكتل، د څراغ تر تتې رڼا لاندې د مړي سترګې په دوى كې ښخې وې. ته وا ژوندۍ ده او د ملنډو په څېر ورګوري. په دغو مړو او ساه وتو سترګو كې يوه ملنډه او ترخه موسكا پټه وه. چې ليده يې د انسان له توانه وتلى و.
مهبد بېواكه پر مړي ورټيټ شو او په يوه شېبه كې يې كندې ته ورواچاوه، خو د بيړې او ژور حركت له امله د مړي يو لاس د كندې پر غاړه پاته شو او پرانيستو ګوتو يې د هيلې او زارۍ حالت درلود، لاس يې هغې ښځې ته ورته و، چې په سيند كې ډوبېږي. لكه لاروى، چې په خپله وركه كې اسمان ته لاسونه پورته كوي.
مهبد ژر پر مړي په خاورو اچولو بوخت شو، تېز- تېز لګيا و، ژر- ژر يې ساه اخيسته او يوه شېبه هم نه درېده، خو په دې نه و خبر چې له ګاونډي كوره يې په كړكۍ كې يو څوك ويني او په وتلو سترګو د مړي منګولو ته ځير دى.
د باد تېزو څپو څراغ مړ كړ او مهبد هم پر مړي وروستۍ بېل خاوره اړوله، وروسته يې خاوره څه په پښو سمه كړه، بوټي او ګلان يې بېرته په كې كښېنول.
اوس څلور پنځه ستله خاوره اضافه پاته وه، ژر- ژر يې ډنډ ته ورواچوله او كوټې ته راوګرځېدل.
افسانې نور د تم كېدو توان نه درلود، مهبد ته يې وويل:
زه ځم... سبا سهار په نادري رسټورانټ كې درته منتظره يم.
_ څو بجې؟
_ سهار لس.
_ پوهېږې دفتر ته څو ورځې نه يم تللى؟
_ مهمه نه ده.
_ ولې مهمه نه ده، زه خو بل عايد نه لرم، ښه دا ده چې تر ماسپښين وروسته سره وګورو.
_ ښه، ته چې ټينګار كوې سمه ده، مازيګر پنځه بجې.
_ چېرې؟
_ هلمته، نادري رسټورانټ
_ ډېر ښه، راځمه
افسانه مخكې لاړه، لاسونه يې تر مهبد راتاو كړل او يوه اوږده مچكه يې ترې واخيسته، ويې ويل:
شپه په خير، مينه.
_ شپه په خير افسانې.
افسانې له كوره بهر شوه، مهبد جامې وايستې، سګرېټ يې بل كړ او پر څپركټ وغزېد. اوس د شپې يوولس نيمې بجې وې، مهبد كوښښ كاوه د مېرمنې سوچ يې له ذهنه وباسي او په څنګ كې يې تش ځاى ونه انګېري، افسانه او مهبد هېڅ يو هم نه پوهېده چې د مړي ښخولو پر مهال د كړكۍ تر شا يو چا ليدلي دي. مهبد ډار اخيستى و او فكر يې كاوه چې اوس به ور پرانيستل شي او مېرمن به يې په همغو وتلو- وتلو سترګو كوټې ته راننوځي. ناڅاپه په كوټه كې د ټليفون غږ شو، له زنګ سره مهبد ټوپ كړل، په هېښتيا يې ټليفون ته وكتل او ويې ويل: حتماً افسانه ده، غوږۍ يې پورته كړه، ويې ويل:
الو، مهرباني وكړئ.
خو د سيم له بل اړخ څخه چا ځواب ورنه كړ. مهبد د تېزې ساه غږ اورېده، په دې سوچ چې ټليفون بند نه دى، بيا يې وويل:
الو، الو.. مهرباني وكړئ.
ټليفون بند شو، مهبد په غوسه غوږۍ كښېښوده او په سوچ كې ډوب شو. څوك و؟
په دې نيمه شپه كې يې څه غوښتل، خو تر اوسه يې لا پوښتنو ته ځواب نه و موندلى، چې بيا د ټليفون زنګ راغى.
مهبد دا ځل په بيړه غوږۍ ورپورته كړه:
الو!
بيا يې هم هماغه تېزه ساه تر غوږ شوه، لېونى شوى و، نه پوهېده څه وكړي، چا به په دې توره شپه ځوراوه! بيا يې وويل:
هيله كوم، مهرباني وكړئ.
او دا ځل يې په هېښتيا سره د خپلې مېرمنې كټ، كټ خندا واورېده، له ځنډ پرته يې د هغې غږ وپېژانده، چې ويل يې:
څه ښه ورځ... ډېره ښه تېره شوه..
د مهبد ساه بنده شوه، باور يې نه راته، چې د مېرمنې غږ يې اورېدلى وي، فكر يې كاوه وهم اخيستى، خو بيا يې هم د ټليفون په غوږۍ كې د مېرمن كټ- كټ خندا واورېده...
 
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه