دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه شيطان په پرېوتو كې
دوولسم څپركى
د مهبد غاښونه سره نښتي وو. د ټليفون غوږۍ يې په لاس كې پاتې وه، د كټ- كټ خندا غږ نور هم اوچت شو. بيا هم لوړ شو، ته وا كومه لېونۍ ښځه په زاړه او پخواني معبد كې كټ- كټ خاندي او غږ يې د شپې په چوپتيا كې ازانګې كوي. مهبد دومره وېرېدلى و، چې د غوږۍ د ايښودو توان يې هم نه درلود. د مېرمنې هېښنده غږ يې په كوټه كې خپور شو، له يوه او بل دېوال سره يې ټكر كاوه، لوړېده، نور هم لوړېده، دومره، ته وا له لوډسپيكرونو خپرېږي:
�څومره ښه ورځ.... ډېره ښه تېره شوه... څه ښه ورځ... څه ښه ورځ... څه ښه ورځ...�.
مهبد له ځايه ټوپ كړل، غوږۍ يې پر ځمكه وغورځوله، لاسونه يې پر غوږونو كښېښوول، سر يې تر څادر لاندې ننه ايست، چې غږ وانه وري.. خو غږ يې په غوږونو كې همغسې ازانګې كولې، مهبد لړزې اخيستى و او په خولو كې ډوب و.
غړند غږ يې له كنګلو غاښونو راووت:
نه... نه... ناشونې ده... هغه مړه ده... زه خپله ښه نه يم... ناروغ يم... وېرې اخيستى يم.
څادر يې ليرې كړ، له ځايه پورته او د ځان مينځنې لپاره حمام ته ننوت. نه پوهېده چې څومره وخت به تر شاور لاندې ناست و، داسې يې وانګېرله چې په حال يې څه كېږي، شاور يې بند كړ او بېرته كوټې ته ستون شو.
پر مېز د ټليفون راځړېدلې غوږۍ د ګړۍ د ستن په څېر يوې او بلې خوا ته زنګېده. په مهبد كې د دې توان نه و، چې غوږۍ ته لاس وروړي او پر خپل ځاى يې كښېږدي. تبه يې وه او ستونى يې وچ شوى و. د لور ليدو ته ډېر لېوال و، ګړۍ ته يې وكتل... نه د شپې په دې ناوختي كې يې نه شواى كولاى د لور ليدو ته لاړ شي.
ورسۍ ته ودرېد او بهر يې وكتل، سهار ته ډېر وخت پاته و، وزمڼېد:
دا لعنتي شپه سمه د قيامت په څېر اوږده ده. كاشكې ژر سهار واى او هغه په دې توانېدلاى چې له دغه كړاوه وتښتي، سګرېټ يې بل كړ او د څپركټ پرڅنډه كښېناست.
فكر يې كاوه: ايا رښتيا هم وېرې اخيستى يم؟ ايا تېرې شوې پېښې مې يوازې وليدې او كه...؟
ډار او اندېښنو ډېر ځوراوه، غوښتل يې د پېښې پر حقيقت وپوهېږي، زړه يې غوښتل تېرې شوې پېښې يوازې اندېښنې وې او كه حقيقت يې درلود؟ ناڅاپه يې لاس غوږۍ ته وراوږد كړ او پر خپل ځاى يې كښېښود. خو تر اوسه لا څو شېبې نه وې وتلې، چې د ټليفون زنګ راغى، مهبد ټليفون ته رډ- رډ وكتل، وېرېده كه غوږۍ اوچته كړي، دا ځل به يې د مېرمنې غږ لېونى كړي. ټليفون پر له پسې زنګ واهه، لاس يې وراوږد كړ، خو ژر د لېوني په څېر ټكنى شو. ټليفون له ځنډ پرته د وېرېدلي سمندري مرغه په څېر اواز كاوه. مهبد انګېرله چې غاښونه يې يوځل بيا رېږدي، پر شمزۍ يې خولې راخوټېږي او تر پوستكي لاندې يې كړوونكې تودوښه سوځي. لاس يې ټليفون ته اوږد كړ، خو مخكې تر دې چې يې راپورته كړي، غلى شو.
مهبد نه شواى كولاى ارام واوسي، په اوږدو او رېږنده ګامونو يې په كوټه كې قدم واهه. تصميم يې نه شواى نيولاى، كله به يې فكر كاوه چې له لمر غوړېدو سره سم به پوليسو ته ځي او ټوله پېښه به ورته سپړي، خو ډېر ژر به له دې فكره تر شا شو. كه پوليسو ته يې ويلاى، د مېرمن په قتل يې محاكمه كاوه او دا فرصت يې نه ترلاسه كاوه چې اصلي قاتل وپېژني او پوليسو ته يې په لاس وركړي.
نوره يې څه هيله نه وه، له ژونده يې خوند نه اخيست، نه يې غوښتل په ژوند پورې ونښلي، خو كه ځان يې ورپېژندلاى، د لور ستونزه به يې څنګه كېده؟ د لور په باب يې تر اوسه څه په زړه كې نه وو ورګرځېدلي، خو اوسني فكر يې زړه ډېر وځوراوه. خوب نه ورته.
ويې پتېيله چې بهر ووځي او يو څه پر سړكونو وګرځي، كوټ يې واغوست، تڼۍ يې وتړلې، خو مخكې تر دې چې له كوټې ووځي، يو ځل بيا د ټليفون زنګ راغى، دا ځل يې له ځنډ پرته په منډه ټليفون ته ځان ورساوه او غوږۍ يې پورته كړه...

كله چې نوستينه او مينو د مهبد له كوره راووتې، د مينو طبع ښه نه وه. د ملګرې وحشي مرګ يې پر اروا ډېر بد اغېز كړى و، سمه رواني ناروغه ترې جوړه وه.
نوستينه د سوچ په نړۍ كې ډوبه وه، هغې په خپل ۲۲كلن عمر كې كله هم له داسې پېښې سره نه وه مخ شوې، چې پر خپل زړه او مينې فكر وكړي، خو اوس يې پر يوه قاتل او بېوزله كس مينه راغلې وه، يوه داسې مينه چې د منلو وړ نه وه. په وجود كې يې د اور جګړه وه، نه يې غوښتل په داسې اسانۍ سره د يوه نااشنا او بېګانه كس مينه ومني. د مهبد څېره يې د زړه په هنداره كې رازرغونه شوې وه، دغه څېره د مينځلو يا ليرې كولو وړ نه وه. پر لار يې سيڼ هم ونه كړ، مينو د نوستينې د زړه له حاله ناخبره وه. هغه نه پوهېده چې د ادبياتو پوهنځي د دغې شاعرې نجلۍ پر زړه څه تېرېږي، كه پوهېدله هم باور يې نه كاوه. څنګه يې منلاى چې يوه محصله نجلۍ دې پر يوه پوخ عمره او وحشي سړي زړه وبايلي؟
د ټكسيوان په غږ سره دواړې په سد راغلې:
مېرمن وايلا څلورلارې راورسېده.
مينو څلورلارې ته وكتل، له كوره نژدې سل متره مخكې تللي وو، ژر يې د ټكسي پيسې وركړې اود كور پر لوري رهي شوې، مينو پر څوكۍ وغزېده، نوستينې ته يې وويل:
اوس وايه څه وكړو؟
نوستينې اوږې وخوځولې:
موږ څه كولاى شو؟
_ زما په اند ښه دا ده چې اوس پوليسو ته ټليفون وكړو او له پېښې يې خبر كړو.
د نوستينې سوچ بل ځاى و، په شوخۍ يې وويل:
نه... نه، پوليسو ته خبر نه وركوو، زه تر دې ښه نقشه لرم... ړومبى بايد وپوهېږو، چې هغه قاتل دى او كه نه؟
مينو په حيرانۍ وويل:
نو ستا باور نه راځي؟
نوستينې غوښتل غلې شي او په سوچ كې ډوبه شي، په بې حوصله توب يې وويل:
مينو! دغه قاتل بايد زه پوليسو ته وروپېژنم، پوهېږې څومره به مشهوره شم، ټولې ورځپاڼې او مجلې به مركې راسره وكړي، انځورونه به مې دورځپاڼو په لومړيو مخونو كې چاپ شي او كېدى شي ټول وليكي: �پوليسه شاعره�.
ته پوهېږې زه د خپلو شعرونو د چاپ او شهرت لپاره څومره هلې ځلې كوم، اوس ښه زمينه برابره ده، خو چې ته يې راخرابه نه كړې. ته پېښه له ياده وباسه، ما پرېږده چې خپله نقشه پرمخ بوځم.
مينو اسوېلى وايست، اوږې يې سره وخوځولې او له ځايه پورته شوه، په داسې حال كې چې د جامو له سره يې كوچنى ټيپ رااخيست، ويې ويل:
بېوزلې ميهن... بېوزلې.. له ښوونځي څخه مو تر واده څومره ښه ملګرتيا درلوده، يو ځل مو هم ترمنځ كينه رانغله. كله مې هم فكر نه كاوه چې په دغسې ترخه برخليك به اخته كېږي.
نوستينې په هېښتيا سره ټيپ ته وكتل او ويې ويل:
په دې څه كوې؟
مينو په غمجنه بڼه ځواب وركړ:
غواړم غږ يې واورم، څو ورځې مخكې زموږ كور ته راغلې وه... دغه وخت يې له مېړه سره يو څه اختلاف و. د ساعتېرۍ لپاره مو غږونه ثبت كړل، غوږ شه، اوس يې كسټ ږدم.
مينو د ټيپ مزى د برېښنا ساكټ ته وركړ، ټيپ روښانه شو، له مينو سره د مهبد مېرمنې شوخي او كټ- كټ خندا په كوټه كې ازانګې وكړې، ناڅاپه د نوستينې په دماغونو كې د برېښنا په څېر يو فكر راتېر شو، په بيړه له ځايه اوچته شوه او ويې ويل:
مينو دا ټيپ او كسټ يو څو ورځې ما ته په پور راكوې؟
مينو چې كله يې هم د نوستينې په كارونو سر نه خلاصېده او هغه يې يوه شوخه او عجيبه نجلۍ بلله، وويل:
يو يې سه.
نوستينې ټيپ او كسټ واخيستل، له مينو سره يې خداى پاماني وكړه او له كوره لاړه.
وريې په ځان پسې بند كړ او ګړۍ ته يې وكتل. هغې عجيبه نقشه جوړه كړې وه، يوه داسې نقشه چې شوخي وه، مهبد لېونتوب ته وڅكوي، خو اوس سم له لاسه د نقشې تر سره كول ښه نه وو، تر نيمې شپې يې انتظار وكړ، كله چې د ګړۍ ستن پر ۱۲بجو راڅرخېده، د مهبد د ټليفون شمېره يې ووهله، د مهبد غږ يې واورېد او په همدې ترڅ كې يې خپله نقشه هم عملي كړه.

كله چې مهبد د ټليفون غوږۍ پورته كړه، په لړزېدلي او رېږنده غږ يې وويل:
الو، مهرباني وكړئ..
خوږ او زړه راكښونكى غږ يې واورېد:
تاسې مهبد ياست؟
_ هو مېرمن، خپله مهبد يم، څه غواړئ؟
_ غواړم تاسې ووينم.
مهبد فكر كاوه چې كومه بدلمنې نجلۍ ده او د شپې تېرولو نيت لري، په ترخه لهجه يې وويل:
مېرمن! زه نه پوهېږم تاسې څوك ياست او له ما سره څه كار لرئ ، خو بايد ووايم چې زه يوه سړه او مړه ډېوه يم، چې تاسې يې تر څنګ نه شئ ويدېدلاى.
د مزي له هغه اړخ څخه نوستينې خبرې كولې:
صاحب! ډېر ښايسته غږېږئ، خو زه په ډېوه پسې نه ګرځم، يخني او ګرمي يې ما ته مهمه نه ده، زه ستاسو په څېر شين بڼ لټوم.
مهبد د خپلو چورتونو د سمون او شپې تېرېدا لپاره ډېره بوختيا موندلې وه، دا به كه هرڅوك وه هرڅه موخه يې درلوده او هرڅه يې غوښتل، خو دى يې د وېرې او اندېښنو له ډنډه راايستلاى شو.
همدا لامل و چې پر څوكۍ كښېناست او پښې يې يوه پر بله واړولې او سوچ يې وكړ: د نيمې شپې له ګرځېدو ښه ده، پر خبرو يې بايد راولم.
نوستينې چې د مهبد چوپتيا وليده، ويې ويل:
پام مې نه شو، تا څه وويل.
_ ولې مېرمن! خو زه يو داسې بڼ يم، چې په مني كې ټوكېدلى او د پسرلي څرك يې نه لګېږي...
نوستينه چې د مهبد له خبرو يې خوند اخيست، په زړه كې وويل:
څومره ښې او په زړه پورې خبرې كوي او څومره ښكلي موجونه سره جوړوي، اه! دغسې كس مې څومره لټولى، يو داسې كس چې ښې خبرې كوي او غښتلى او تود احساس لري، له ځنډ پرته يې ځواب وركړ:
زه منى باسم.
_ خو ځايناستى يې بيا ژمى دى.
_ غوږ ونيسه ښاغليه، زه تاسو پېژنم او ستاسو د كور پر ټولو پېښو خبره يم، بايد تاسې ووينم...
مهبد ورېږدېد، د دې ښځې يا نجلۍ موخه څه وه؟ له كومو پېښو خبره ده؟ ايا بيا افسانې نقشه ايستلې ده؟
هڅه يې وكړه پر ځان واكمن شي، ځواب يې وركړ:
زه يوازې او زړه ماتى سړى يم، ستاسو په كار نه شم درتلاى.
نوستينې په ترخه ژبه وويل:
او يو قاتل ياست، چې مرستې ته اړ يئ، زه غواړم ستاسو مرسته وكړم، زه غواړم تاسې له ايښوول شوې لومې راوباسم.
مهبد ګنګس شو، هغه فكر كاوه د مېرمنې له مړينې يې يوازې دى، افسانه او اصلي قاتل خبر دي، خو اوس يې وليدل چې پر پېښه نور خلك هم خبر دي. لړزې اخيستى و، اوس يې په مغزو كې يوازې يو شوى راګرځېد، هغه هم تېښته، بايد تښتېدلى واى، چېرته؟
نه پوهېده خو كه تښتېدلاى، بايد په بدلو جامو كې تښتېدلى واى، څومره چې ليرې تللى واى، هومره ښه و...
ژر يې د ټليفون غوږۍ كښېښوده او له ځايه پورته شو، خو په همدې ترڅ كې د لويې دروازې زنګ ووهل شو، مهبد د لېوني په څېر سترګې په كې ښخې كړې، د شپې يوه نيمه بجه وه، په دې توره شپه به چا كار ورسره درلود؟ زنګ د دويم او درېيم ځل لپاره ووهل شو، مهبد ژر خپلې جامې وايستې او د كور جامې يې واغوستې، وېښتان يې سره جړ كړل، چې وښيي ويده و، وروسته له زينو كښته شو، چې ور پرانيزي.
 
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه