دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه شيطان په پرېوتو كې
ديارلسم څپركى
كله چې دروازې ته ورسېد، يوه اوږده ساه يې وايسته، چې وېره يې له منځه لاړه شي. ور يې پرانيست، په حيرانۍ يې زړې بوډۍ ته وكتل، چې خپله ۱۷_۱۸ كلنه لور يې تر لاس نيولې ده، ښځې په مصنوعي موسكا وويل:
اوه! بخښنه غواړم، چې له خوبه مې راپاڅولې... زه... زه ستاسو ګاونډۍ يم، نن مې لور ډېره اندېښمنه ده، وهم نيولې ده! يوازې تاسې كولاى شئ وهم يې ورك كړئ، پوهېږئ...
پېغله نجلۍ چې له شرمه يې مخ سور خوټېدلى و او سر يې ځوړند نيولى و، د بوډۍ خبرې يې پرې كړې او ويې ويل:
ادې صبر وكړه.. منمه، چې زه تېروتې يم.
خو بوډۍ لور ته له پاملرنې پرته زياته كړه:
پوهېږئ صاحب! يو دوه ساعته مخكې ژاله په وېرېدلي حالت كور ته راغله او ويې ويل:
ادې په ګاونډي كور كې يې يو څوك وژلى او غواړي په باغچه كې يې ښخ كړي.
او په زوره يې زه ستاسو د كور پر لوري پرانيستې كړكۍ ته بوتلم، خو ما په انګړې له چوپتيا او تيارې پرته څه ونه ليدل. په همدې لامل باوري شوم چې ژاله وېرې او ډار اخيستې ده، پلار يې په مسافرۍ وتلى، ما ويل راځه يو ځل يې زړه ډاډه كړه، خو ژاله ژر ټليفون ته لاړه، چې پوليس خبر كړي. ډېر بحث مې ورسره وكړ، چې خپلې تېروتنې ته يې راضي كړم. خو نه يې منله. په كوټه كې يې پرله پسې قدم واهه او ويل يې:
خپله مې وليده... په تياره كې مې د مېرمنې سپين لاس وپېژاند، زموږ ګاونډي خپله ښځه وژلې ده... په خداى چې ادې زموږ ګاونډي خپله ښځه وژلې ده. ژالې دومره وويل چې زه يې هم اندېښمنه كړم، ما وې دغه وهم زيان ورونه رسوي، ځكه خو مې په زوره له ځان سره راوسته، چې ستاسو مېرمن وويني، وبخښئ، چې په نيمه شپه مو تكليف دركړ، پوهېږم چې ښه كار مې ونه كړ، خو د ژالې لپاره به مو مېرمنې ته يو غږ وروكړئ، چې ويې ويني، ژوندۍ ده. اخر هرڅه چې وي، ګاونډيان يو، يو بل ته به په كار ورشو.
بوډۍ پر له پسې خبرې كولې، نجلۍ سر ځوړند نيولى و او د مور د چاغو غړو شا ته پټه وه، مهبد نجلۍ ته حيران- حيران كتل، بېلابېل سوچونه ورلوېدل، ايا دا هغه نجلۍ نه ده چې څو شېبې مخكې يې ټليفون راته كړى او ويل يې له هرڅه خبره ده؟
چاغې ښځې لور ته مخ ورواړاوه:
ښه اوس بايد وشرمېږې، چې دى او د ده مېرمن دې يې له خوبه پاڅول، اوس به مېرمنې ته غږ كړي، چې اندېښنې دې ليرې شي.
مهبد په سد شو، په بنده ژبه يې وويل:
خو زه يوازې يم، مېرمن مې نن مازيګر د پلار كره لاړه..
ژاله چې تر دم ګړۍ يې سر ځوړند و، مهبد ته يې رډ- رډ وكتل او د مور مټ يې ټينګ كړ، مهبد دغه كاته او مټ ټينګولو ته بشپړ ځير و، هڅه يې وكړه وخاندي په تتلۍ ژبه يې وويل:
مېرمن... تاسې... تاسې پوهېږئ چې ښځې دېر ژر ځورېږي... تاسې ګاونډيان ياست بايد په هرڅه وپوهېږئ، په وړه خبره قار شوه، اوس يې سويه ډېره لوړه شوې ده... بوډۍ چې خپلې وروزې يې سره ګونځې كړې ويې خندل:
دا خوده، ښځه او مېړه، خو هر وخت په جنګ وي، كه خداى كړل د پخلاينې شيريني به مو كله خورو؟
مهبد لاسونه وسولول او ويې ويل:
خبروو مو، خو تر ما بايد مخكې شئ او مېرمن ته مې نصيحت وكړئ...
بوډۍ خپله لور تر لاس ونيوه، په داسې حال كې چې له مهبده يې بخښنه غوښته لاړه..
مهبد د كور ور بند كړ، اعصاب يې دومره بېواكه شوي وو، كه بوډۍ لږه نوره غږېدلې واى، چيغه به يې كړې واى:
هو... هو.. هغه ما ووژله... راځئ ويې ګورئ...ننداره يې وړئ.. په باغچه كې مې ښخه كړې ده!.
مهبد څو شېبې په هماغه حال پر زينو كښېناست، فكر يې ګډوډ و، فكرونه يې د دماغونو په تيارو كې د ژمنۍ شپې د واورينو ټوټو په څېر يخ شوي وو، نه پوهېده څه وكړي.. پاڅېد او د غمونو د ليرې كولو لپاره يې شرابو ته پناه يووړه، يو ساعت وروسته هغه بېسده او بېحاله پروت و.

ماسپښين ته لږ وخت پاته و، چې مهبد له خوبه پاڅېد، د تېرې ورځې پېښې يې له ياده وتلې وې، سر يې درد كاوه او ناروغ ته ورته و. ژر- ژر يې جامې واغوستې او د ټليفون پر لوري لاړ، چې افسانې ته زنګ ووهي. اوس لږ- لږ په سد كېده او د تېرو پېښو جزئيات يې ذهن ته راتلل. د افسانې د كور شمېره يې ووهله، غوږۍ په خپله افسانې پورته كړه، مهبد يې وپېژاند، په سړه ژبه يې ورته وويل:
ښه دا ده چې خسرګنۍ ته دې ووايې چې هغه وركه شوې ده...
وروسته يې پلمه وكړه، له مهبده يې خداى پاماني واخيسته او ويې ويل:
خپله ټليفون درته كوم.
مهبد نه پوهېده چې افسانې ولې داسې ژر سړه او خوشكه شوې ده. افسانې چې كله غوږۍ كښېښوده له ځان سره وزمڼېده:
تر اوسه زه درپسې وم، اوس ستا وار دى... وګوره چې ما ته زارۍ كوې... بايد ووينم چې پښو ته مې رالوېږې او اوښكې تويوې... د برياليتوب خوند بايد وڅكم...
افسانې په رښتيا همدغسې فكر كاوه. هغه پوهېده چې مهبد يې اوس د يوه تړلي ښكاري په څېر په لومه كې پرېوتى دى.
يو داسې ښكاري چې د لاسته راوړلو لپاره يې ډېر كړاو ګاللى و. اوس چې مهبد روږدى شوى و، ناچاره و، چې د پوډرو لپاره په افسانې پسې منډې ووهي او افسانې هم همدا غوښتل، چې د مهبد غرور مات كړي، هغه كوچنى كړي. هغې د ناتوان او ماتو نارينه وو په ليدو سره خوند اخست او دا دى د مهبد د ماتې وار هم رارسېدلى و... اوس يې كولاى شول پر مهبد لوبې وكړي، ازار يې كړي او له غم او درده يې خوند واخلي...
افسانې له مهبد سره ډېره مينه درلوده او كه داسې پوهېدلاى چې د نوستينې په څېر ځواكمنه سياله يې مخې ته ولاړه ده، كله به يې هم د مهبد د بلورين جام په څېر غرور پر ځمكه نه واهه او نه به يې ماتاوه.
مهبد خسرګنۍ ته لاړ او هلته يې د خپلې مېرمنې حال او احوال وپوښت، په يوه شېبه كې د مهبد ټولې خسرګنۍ د ميهن پر لټون لاس پورې كړ، ټول ځايونه يې پسې وكتل، خو پته يې ونه لګېده.
وروسته نهيلي شول او پوليسو ته يې خبر وركړ، پوليسو څېړنه او پلټنه وكړه، دوې ورځې يې سر په سر له مهبده پوښتنې ګروېږنې وكړې، مهبد په خلاص زړه ځوابونه وركول او ويې ويل:
دا لومړى ځل نه دى، چې له كوره وځي. هغه په ډېره وړه خبره قار كېده او له كوره به وتله، خو دا ځل نه پوهېږم چېرې تللې ده. ښايي ځان يې پټ كړى وي، چې ما وځوروي.
د مهبد خسرګنۍ هم د مهبد خبرې تاييد كړې او مسئله اواره شوه. پوليسو له مهبد څخه ژمنه واخيسته چې د مېرمنې تر پيدا كېدو مخكې له تهرانه ونه وځي.
مهبد باور نه كاوه چې خبره به دومره اسانه تېرېږي، پاتې شپه يې په ميو او شرابو تېره كړه، نيمه شپه وه چې كور ته راستون شو، هڅه يې وكړه له افسانې سره اړيكي ونيسي، پېښه ورسره شريكه كړي او يوڅه پوډر هم ترې وغواړي، خو هڅه يې بې پايلې پاتې شوه او له افسانې سره يې اړيكي ټينګ نه شول. په ناارامۍ پر څپركټ وغزېد او په ژور سوچ كې ډوب شو. په كار وه ژر له كوره كډه وكړي، د كور هرې برخې يې د مېرمنې ياد ژوندى كاوه، هلته يې اوسېدل ناشوني وو، انګړ ته يې د كتو او وركوزېدو جرئت نه درلود... په ډېره اسانه يې بل كور اجاره كولاى شو، له ځان سره وزمڼېده:
سبا به په كور موندنې پسې ځم...
ناڅاپه د ټليفون زنګ له سوچه راوايست، غوږۍ يې پورته كړه، د مزي له بلې خوا اشنا غږ وپوښتل:
تېره شپه مو ولې ټليفون پرې كړ؟ مهبد ورېږدېد، هماغه نجلۍ وه، چې تېره شپه يې په ټليفون ورته ويلي وو چې له ټولو پېښو خبره ده. لاړې يې تېرې كړې او ويې ويل:
زه تاسې نه پېژنم.
_ دا مهمه نه ده، سره وبه پېژنو.
_ خو زه دې پېژندګلوۍ ته اړتيا لرم...
_تېروتنه كوې، تاسې د يوې ماتې بېړۍ په څېر ياست، ماته بېړۍ تر ډېره نه شي تلاى... زه غواړم ستاسو مرستندويه شم.
مهبد غاښونه سره ټينګ كړل:
تاسې تېره ورځ وګواښلم.
زما موخه ګواښ نه و، غواړم مرسته درسره وكړم، افسانه تاسې كندې ته غورځوي، دغه نجلۍ يوه پليته شيطانه ده، زه پوهېږم چې تاسو خپل مېرمن نه ده وژلې او دغه كار افسانې كړى دى.
_ تاسې څه پوهېږئ؟
_ په دې چې كله افسانه ستاسو كور ته راننوته، د مړي په ليدو يې هېڅ غبرګون ونه ښود، چې وښيي له پېښې يې هېڅ خبر نه درلود.
_ تاسې چېرې وئ، چې هغه مو وليده؟
_ زه ستاسو په كور كې وم!
مهبد له ځايه ټوپ كړل:
څه؟.. زموږ په كور كې...؟
_ هو! زه او يوه بله شاهده... دواړه ستاسو په كور كې وو. كه تاسې د مړي په ليدو دومره حيران نه واى، خامخا پوهېدلئ چې موږ هلته يو...
مهبد شونډه وچيچله ، اوس يې داسې انګېرله چې دا نجلۍ چې هرڅوك ده، له پېښې خبره ده او د چوپتيا لپاره يې بايد ورسره وګوري... خو بيا هم د دې لپاره چې وروستى شك يې ليرې شي، په خندا يې وويل:
زه تاسو پېژنم.
نوستينې په خندا ځواب وركړ:
درواغو ته اړتيا نه شته... تاسې يو ځل هم نه يم ليدلې.
_ ولې تېره شپه څه و؟
_ تېره شپه مو يوازې خبرې وكړې...
_ هوكې... او كله مې چې غوږۍ كښېښوده، ادې دې اړ ايستله چې زموږ كور ته راشئ، زه پوهېدم چې ګاونډۍ نجلۍ دومره شوخه او شيطانه ده.
نوستينې وانګېرله چې ناپېژاندې كينه يې پر زړه زور راوړي، د كينې په بڼه يې وويل:
ښه ګاونډۍ نجونې مو ليدو ته په نيمه شپه راځي، بده لومه ياست!
_ نه تر اوسه كومه مرغۍ نه ده په كې نښتې!
_ زړه دې غواړي د لومې لومړنۍ ښكلې دې زه واوسم!.
_ نه پوهېږم.!
نوستينې د وره تر شا د چا د پښو ښكالو واورېده، سره له دې چې له خبرو يې خوند اخيست، ناچاره وه، پايته يې ورسوي، ويې ويل:
زړه دې غواړي ما ووينئ؟
_ زړه مې نه غواړي، خو هيله مې شته!
_ ډېر ښه، سبا مازيګر ۶ بجې په �قناري� رسټورانټ كې منتظره يم.
_ خو زه تاسې نه پېژنم.
_ مهمه نه ده! زه په خپله درته راځم.
او له ځنډ پرته يې غوږۍ كښېښوده.
مهبد سګرېټ بل كړ او په قدم وهلو يې پيل وكړ، خدايه! بيا څه پېښه ده؟ خداى دې وكړي دغه وږمه په سېلۍ بدله نه شي.

مهبد د رسټورانټ په يوه ګوښه ځاى كې پر څوكۍ كښېناست او غږ يې كړل:
يوه قهوه...
وروسته يې ګړۍ ته وكتل، د نجلۍ د ليدو د لېوالتيا له امله يو ساعت مخكې راغلى و او دا دى اوس يې د اوږدو او نه تېرېدونكو شېبو دروندوالى احساساوه...
هوټلچي پر مېز د قهوې پياله كښېښوده او مهبد پر سګرېټو او چاى څښلو بوخت شو، كله يې چې قهوه وڅښله، بېواكه يې پياله پر نعلبكۍ كښېښوده، ناڅاپه يوه نرم او پاسته لاس پياله اوچته كړه او د مهبد په غوږونو كې يې په سپوږمينه شپه كې د ويالې د سندرو په څېر يو غږ خپور شو:
پرېږدئ فال مو وګورم!.
 
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه