څوارلسم څپركى
مهبد چې د
بېلابېلو سوچونو په توپاني سمندر كې ډوب و، وېرېدلى له ځايه پورته شو، نوستينه ته
وا له كلونو راهيسې له مهبد سره پېژني، پر څوكۍ كښېناسته، مهبد په هېښتيا او حيرانۍ
سترګې په كې ښخې كړې وې، نوستينې ورو وويل:
كښېنئ، ښه نه ده، داسې راته وګورئ، د خلكو راپام كېږي.
نوستينې رښتيا ويل، څو كسه چې دوى ته نژدې ناست وو، د مهبد په هېښتيا سره يې په
دواړو كې سترګې وګنډلې.
غوږونه يې بوڅ كړل، چې يوڅه ترې واوري. مهبد د شرمېدونكي هلك په څېر پر ځاى كښېناست،
په داسې حال كې چې نوستينه په وركتو وېرېده، ويې ويل:
نوستينه تاسې ياست؟
نوستينې، هماغسې چې د قهوې پيالې ته يې كتل، بې سريزې يې وپوښتل:
ولې غواړئ برباد شئ؟ ولې غواړئ وچه او بې مېوې ونه واوسئ، چې هېڅ ماليار هم د ګل
كرنې هيله په كې ونه لري؟
مهبد پر مېز لاسونه وغزول، رامخكې شو او ويې پوښتل:
ته څه پوهه شوې، چې زه بربادېږم، موخه دې څه ده؟
_ غوږ شه! زه ستاسو پر حال ښه پوهېږمه، په همدې لامل مو نه ګرموم، تاسې په يوه وچه
او بې بريده دښته كې په سراب پسې ګرځئ او اوس هم نه پوهېږئ چې لار مو وركه كړې ده.
د افسانې مينه يو وحشي ځلوب دى، په سد راشئ او مخكې تر دې چې د ځلوب په لټه او
درواغجنه مينه كې ومرئ ځان وژغورئ.
مهبد په غوسه وپوښتل:
تاسې څوك ياست، چې داسې په بېباکۍ سره زما په ځاني ژوند كې لاسوهنه كوئ، زه تر اوسه
ستاسو نوم او نښان نه پېژنم، خو تاسې زما پر مينه او... غږېږئ... زه نه غواړم چې
تاسې په خپلو چټي او بې سر او بره خبرو سره ما ګرم كړئ.
نوستينې پرته له دې چې د مهبد په غوسې خواشينې شي، ځواب وركړ:
كله چې سړى په سمندر كې ډوبېږي او يو څوك يې مرستې ته وردانګي، ډوب شوى له دې سره
كار نه لري، چې ژغورونكى څوك دى او د څه لپاره يې ځان له ګواښ سره مخ كړى، تاسې هم
ډوب شوي كس ته ورته ياست.
_ زه نه پوهېږم، ستاسو په خبرو مې سر نه خلاصېږي!.
_ ولې! ښه پوهېږئ خو دا مو عادت ګرځېدلى چې په درواغجنو مينو ځان بوخت وساتئ،
بېخونده او بې ارزښته مينې، لكه د افسانې مينه... د خواشينۍ ځاى دى، چې دغه ځواني د
يوې داسې نجلۍ په پښو كې تويېږي چې تر لېوني زيات ارزښت نه وركوي.
يوازې د ساعتېرۍ يا د كومې بلې موخې لپاره مو لوبوي.
مهبد له ډېره درده له ځايه اوچت شو او د وره پر لوري لاړ، نوستينه يې تر مټ ونيوه،
په داسې حال كې چې د ستوني رګونه يې پړسېدلي وو او رنګ يې اوښتى و، پر نوستينې يې
خوله خلاصه كړه:
تاسې ولې له افسانې سره دښمني كوئ؟ اصلاً تاسې څوك ياست او له ما څه غواړئ؟
د مهبد د غږ په لوړېدو سره په رسټورانټ كې د ناستو خلكو پام دوى ته ورواوښت.
د خلكو كاته د دې لامل شو، چې مهبد د نوستينې لاس پرېږدي. په منډه له ځايه پاڅي، د
چايو پيسې وركړي او له رسټورانټه ووځي.
نوستينه هم پرته له دې چې روحيه له لاسه ركړي، له رسټورانټه ووته او دواړه د
�روزولټ� څلورلارې پر لوري رهي شول.
نوستينې د ستومانه مين په څېر د مهبد مټ ته لاس واچاوه، په داسې حال كې چې ځان يې
سخت پورې نښلولى و، ويې ويل:
د ماشوم غوندې يې... ځېلناك ماشوم!
پرېږده چې هرڅه درته ووايم... مهبد له اعتراض پرته په بشپړې غليا سره د نوستينې
خبرو ته غوږ و. نوستينې د پېښې ټول بهير ورته ووايه، په حمام كې د دوى پټېدا، له
كوره وتل او بيا د ټيپ غږ، وروسته يې زياته كړه:
ښايي ته د منلو وړ نه وي، ښايي باور دې رانه شي چې يوه محصله نجلۍ دې په دومره
اسانۍ سره پر يوه بېوزله سړي مينه شي او د هغه لپاره دې ځان په خطر كې واچوي. خو ما
دغه كار وكړ او كه ته وغواړې يا نه، زه دغه ګواښمنه لوبه تر پايه پورې پرمخ بيايم
او غواړم دروښيم چې رښتينې مينه څه ده.
غواړم تر شونډو دې ډك كړم، لكه جام...
مهبد ورو وپوښتل:
ته څه پوهېږې چې افسانه له ما سره په درواغو مينه كوي؟
_ غوږ شه مهبده! هوا پسته ده، خو جام نه ترې ډكېږي، افسانه شته دي، خو هغه نه شي
كولاى ستاسو د ژوند تشه ډكه كړي، ته يو تش سړى يې، كله دې هم دا فكر كړى، چې ولې دې
افسانې ته مخ واړاوه؟ څنګه دې خپل ژوند ته لار وركړه او په پټو سترګو پرې مين شوې؟
زه يې نه پېژنم، نه پوهېږم څنګه نجلۍ ده او څنګه ستاسو ژوند ته درغله او تر كومه
مخكې تللې ده.
خو دا چې تاسې په دغسې شېبو كې يوازې او غمجن وينم، پوهېږم چې هغه ستاسو د ژوند په
ګلڅانګه كې د ګل كرلو وړ نه ده. هغه كېدى شي د مالګينو اوبو په څېر تا وچ كړي،
وسوځوي او له منځه دې يوسي، خو دا ناشونې ده، چې د باران په څېر دې ستاسو دزړه پر
للمه واوري او خړوب يې كړي.
مهبد په سوچ كې ډوب شو، دغې بېګانه نجلۍ دغې نجلۍ، چې په زوره يې ځان ورپورې نښلولى
او په ژوند كې يې لاسوهنه كوي، رښتيا ويل، اوس افسانه چېرې ده؟
په هغو ورځو كې چې افسانې او د هغې مينې او وجود ته اړتيا لري، افسانه يې له ليدو،
ان له ټليفوني خبرو هم ډډه كوي، ايا مسئله همدا ده، چې افسانې د مهبد په روږدي كولو
سره نوره خپلې موخې ته رسېدلې ده؟
نرم او پاسته باران په اورېدو پيل وكړ، مهبد د نوستينې له خبرو پرته چوپ، تر باران
لاندې يون كاوه. نوستينه د مهبد پر حال ډېره ښه پوهېده، همدا لامل و، چې چوپتيا يې
غوره كړې وه او مهبد يې خپلو سوچونو ته پرېښى و.
مهبد فكر كاوه:
څنګه كولاى شم له افسانې سترګې پټې كړم؟ ايا دا شونې ده چې له مينې سره يې يوځاى
پرېږدم؟ دا بله بېچاره به يې ځاى نيولاى شي؟ پر دې ټولو له پاسه زه روږدى يم، يو
مات او شوړېدلى سړى، چې د افسانې ملګرتيا ته اړتيا لري، څوك به دغه اړتيا راپوره
كړي؟
او وروسته يې يوځل په زوره وويل:
نه... نه شم كولاى... زور يې نه لرم.
نوستينې يې پر مټ زور وكړ:
د څه شي زور نه لرې؟
_ د افسانې د پرېښودو... زه ورته اړ يم، زه ورسره روږدى يم، له خندا، تګ، غږ او د
وېښتانو له زړه راكښونكي بوى سره يې له...
نوستينې په غمجنه ژبه ځواب وركړ:
او له څه شي سره؟
مهبد اوږې وخوځولې، له ځان سره يې فكر وكړ:
اوس چې دغه نجلۍ په هرڅه خبره ده نو د روږدتوب مسئله ولې ترې پټه كړم؟
څو شېبې وروسته لړزې اخيستى و، د وينې ګلوبولونو يې لېونتوب پيل كړى و او خوراك يې
غوښت، هغه خوراك چې مهبد له ډېره وخته پرې روږدى شوى و، نوستينې ناڅاپه وپوښتل:
مهبده، څه درباندې وشول، ناروغ يې؟ ولې رېږدې؟ رنګ دې ولې داسې سپين واوښت؟
مهبد په بيړه وويل:
ما كور ته ورسوه... هيله كوم... ژر كوه...
نوستينې پر لار لومړني تېرېدونكي ټكسي ته لاس وركړ او مهبد يې هغسې تر مټ نيولى
ټكسي ته وخېژاوه. ۴۵دقيقې وروسته مهبد پر كټ څملاستلى و او د مار چيچلي په څېر يو
خوا بل خوا تاوېده. خولې يې ځګ كړي وو، سترګې يې ردې راوتلې وې او شونډې يې بېخي
شنې اوښتې وې.
نوستينې په وېره او ډار وركتل، نه پوهېده د مهبد د ژغورنې لپاره څه كار وكړي؟ شېبه
په شېبه يې څادر او پټو پرې اچاوه، چې لړزه يې وركه شي، خو د مهبد لړزه نه كرارېده.
مهبد ځان له كټ لاندې غورځاوه، غوښتل يې منګولې په ځمكه كې ښخې كړي، نوستينې له ځان
سره وويل بايد ډاكټر راوبولي، خو مهبد چيغه كړه:
افسانې ته ټليفون وكړه... هغې ته ټليفون وكړه، ورته ووايه چې زه په څه حال كې يم...
يوازې هغه كولاى شي ما وژغوري...
نوستينې د مهبد له جېبه كليز راوايست او د افسانې نومره يې وموندله او ټليفون يې
ورته وكړ، خو ځواب يې وركړ، چې افسانې په كور كې نه شته.
د مهبد حال شېبه په شېبه خرابېده، نوستينه د مهبد پر دغه كړوونكي او وحشتناك حالت
نه پوهېده، د مهبد اوږې يې موښلې او هر ځل به چې مهبد چيغه كړه او ځان به يې پر
ځمكه واهه، نوستينه به له ډاره د كوټې كونج ته شوه او هيله به يې ورڅخه كوله:
مهبده! پرېږده ډاكټر ته ټليفون وكړم، حال دې ډېر خراب دى.
مهبد به په پوزخند ځواب وركړ:
اوس وپوهېدې چې له څومره وحشي او ګواښمن ژوي سره مينه لرې... له يوه... ژوي...
سره... زه... زه خو..
لړزې او درد د خبرې پوره كولو ته وخت نه وركاوه، نوستينې خپلې ګړۍ ته وكتل، د شپې
اته بجې وې، اوس بايد كور ته رسېدلې واى، نه پوهېده چې څه وكړي، مهبد يې هم په بد
حالت كې نه شواى پرېښودلاى، بل خوا يې په كور كې له اتو بجو اخوا د بهر تلو اجازه
نه درلوده، فكر يې وكړ له مينو څخه مرسته وغواړي، خو دا يې هم خوښه نه شوه، كه مينو
پوهېدلاى چې نوستينه په توره شپه له مهبد سره وه، ټول رازونه به يې افشا كړي واى او
پلار و مور به يې هم پر پېښه خبر كړي واى.
مهبد له درد او لړزې هماغسې تاوېده، سترګې يې رډې- رډې راوتلې وې او د يوه وحشي او
وېروونكي ځناور بڼه يې ورخپله كړې وه. نوستينه يوځل بيا په زاريو شوه:
مهبده پرېږده ډاكټر خبر كړم، حالت دې ډېر خراب دى!
مهبد يو ناڅاپه چيغه كړه:
پرېږده، ډاكټر چې څه درته وايي، هغه زه درته ووايم، ډاكټر په لومړي نظر سر وخوځوي
او په زړه سوي به ووايي:
بدمرغه، بېوزله، روږدى دى، بېكوره پوډري دى. پوهېږې مېرمنې؟
زه هغه مات او شوړېدلى پوډري يم، چې هماغه لعنتي ګرد ته اړ يم، څنګه چې ته د ژوند
لپاره هوا ته اړ يې، زه هم د خپل پايښت لپاره...
د مهبد خوله وازه پاتې شوه، خبره يې په خوله كې كنګل شوه او د برېښنا نيولي په څېر
سوټ بوټ پاتې شو. كه د ستوني د خرخر غږ يې نه واى، نو نوستينې به فكر كاوه ومړ.
خو د غاښونو له منځه يې چې كوم غږ راته، نوستينې ته يې ډاډ وركاوه چې هغه ژوندى دى
او بايد ويې ژغوري.
ژر يې د كور د وره پر لوري منډه كړه، چې له كوره بهر ووځي، خو ناڅاپه له افسانې سره
سينه په سينه شوه!
افسانې په لږه هېښتيا نوستينې ته وكتل، په نېښداره بڼه يې وويل:
لكه چې بزم مې در خراب كړ!
نوستينې چې افسانه يې له مخكې پېژندله، وچ ځواب وركړ:
دلته هغه څوك بزم جوړوي، چې د كور كيلۍ يې په لاس كې وي او له زنګ پرته ننوځي!
افسانې خپلې اوږې وخوځولې، له نوستينې څخه يې له ځواب پرته وپوښتل:
مين دې چېرې دى؟
نوستينې غاښونه ټينګ كړل او ګوته يې د مهبد پر لوري وخوځوله، ويې ويل:
ستاسو قرباني هلته ده، لږ پاتې ده چې ومري، تاسو يوازې همدا غوښتل؟
افسانه لږه كوزه شوه او نوستينې ته مخامخ ودرېده:
سركار ته د چټياتو اجازه چا دركړې ده؟
د نوستينې لپاره د خپلې سيالې د ماتولو دا ډېره ښه موقع وه، هغه بايد اوس جنګېدلې
واى، يا يې ځان له ډګره ايستى واى، يا افسانه.
د افسانې د ليدو له لومړۍ شېبه يې دا انګېرله چې يوه نه يوه وځ به سره ښكر په ښكر
شي.
سترګې يې په افسانه كې ښخې كړې، ښكلي تراشلي او له لستوڼو راوتلي لاسونه يې سره
موټي كړل او د پړانګې په څېر وغورېده:
كه ته په خپله چټله او درواغجنه مينه ځان د مهبد د جسم او اروا مالكه بولې، زه خو
بيا تر تا بېخي ډېر حق لرم. ستا غوندې چټله، درواغجنه او دوه مخې نه يم. ستا په څېر
له خړو اوبو كبان نه نيسم، ته هغه چټله كوتره يې چې په مخكې دې د هر كور بام راځي،
پرې كښېنې، خو زه... زه كه له ستړيا ومرم، يا مې باز په څار پسې هم وي، پر پردي پام
نه كښېنم. ته هم بايد وپوهېږې چې زه دې نوره سياله او دښمنه يم.
تر څو چې دې د بېرحمه ښكاري په څېر له پښو ونه غورځوم او د مهبد له پښو څخه دې د
لومې چټل تارونه ونه باسم، تر هغو په دې ارامه نه پرېږدم... اورې...؟
افسانې په تښتېدلي رنګ او رېږندو لاسونو وركتل، په زړه كې يې عجيبه احساس پيدا شوى
و. له نوستينې څخه يې وېره وشوه، دا لومړى ځل و چې له يو چا څخه ووېرېده.
له ځنډ پرته يې په مغزو كې يو چټي او شيطاني فكر وځغلېد، د نوستينې مرګ، نوستينې ته
بايد په مرګ ځواب وركړي. د موټر يو ټكر بس و، هرڅه يې له منځه وړل، شك هم چا نه
شواى كولاى...
افسانې په سړه سينه وموسل:
ښه ده، زما ګرانې سيالې... جګړه به كوو...! خو دومره بايد وپوهېږې چې زه په جګړه كې
خطرناكې وسلې هم لرم...
نوستينې يې خبرې پرې كړې:
خو زما وسله زما مينه ده، پاكه مينه او له چټليو....
افسانه مهبد ته ورټيټه شوه، وپوهېده چې مهبد ولې ځورېږي، هغې همدا غوښتل چې مهبد د
روږديتوب يا پوډرو په درد وپوهوي.
افسانه په داسې حال كې نوستينې ښه ورته ځير وه، بكس يې پرانيست او پوډر يې د مهبد
په پوزه كې واچول. څو شېبې نه وې تېرې چې مهبد پر سد او له ځايه پورته شو.
په اوښلنو سترګو يې افسانې ته وكتل، په داسې حال كې چې غريو نيولى و او له خپله
حالته شرمېده، ناارامه يې وويل:
افسانې! بايد مرسته راسره وكړې... زه اړتيا لرم... هغه... ته اړ يم....
افسانې په نه زړه ځواب وركړ:
د پيسو په بدل كې، چې هرڅومره وغواړې، تر لاس كولاى يې شې. هېڅ خبره نه ده!
نوستينه په بشپړه چوپتيا او غمجنه موسكا د مهبد له كوره ووته. مهبد ايله اوس
وپوهېده چې په څه ډول بدمرغه لومه كې ښكېل شوى، ګوته يې افسانې ته ونيوه او چيغې يې
كړې:
ځه! نور نه غواړم تا ووينم، نور نه غواړم...
