دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه شيطان په پرېوتو كې
پنځلسم څپركى
افسانې اوږې وخوځولې او ويې ويل:
ښه ده ځم.... خو ښه سوچ وكړه، يو ساعت يا سبا سهار به بيا ماته اړ وې، بيا به زارۍ كوې، چې راشم او له مرګه دې وژغورم....
مهبد وغورېد:
نه.. كله هم نه... كله به هم نه در اړ كېږم... ما زياتي پېژندلې يې... ته دلاله يې، چټه دلاله چې په هره لار وي، د خپلې قربانۍ وينې ځبېښې. ته يوازې دا غواړې چې د پلار جېبونه دې ډك شي. بس همدا غواړې.
په انسانيت او مينه خو له سره نه پوهېږې، ته يوه بده لومه يې، خلك په كې راګيروې، زه نه غواړم نور د دې لوبې ښكار شم، نور نه غواړم بې بادبانه كښتۍ واوسم، چې ستا د هوس د سمندري څپو په څرخوبي كې بندر اشم... زه تر دې بدمرغه ژوند مرګ ښه بولم، تا ته به نور د كنچنۍ په سترګه ګورم.
نه... تر كنچنۍ هم بتره يې... كنچنۍ كه بدلمني كوي، غواړي يوڅه ترلاسه كړي او ژوندۍ وي، خپله وږې خېټه مړه كړي، خو ته په دې ننګينه څېره سړى په لومه كې اچوې، چې د پلار جېبونه دې ډك كړې. ته چټله او تر كنچنۍ هم بېشرمه يې...
مهبد غلى شو، كرار پر كټ كښېناست، لاسونه يې سره موټي كړل، چې د لړزې او رېږدېدا مخه پرې ونيسي، اوس د افسانې وار و، چې د اورشيندونكي غره په څېر وچوي.
د مهبد خبرې د زغم وړ نه وې، افسانې سترګې سره بوټې كړې، په سپكو سپورو يې پيل وكړ:
ته فكر كوې چې څه يې؟ يو بدمرغه او پوډري، چې له ما نه بايد ګدايي وكړې، ته يو قاتل يې، خپله مېرمن دې ووژله، چې زما په څېر نجلۍ سره مينه وكړې، كه زه پوډر درنه كړم، څه به وكړې، د مچ غوندې به په چټليو او ډېرانونو كې پروت يې! كه زه چټله يم، ته رټلى يې، زه په خپل ټول چټلتوب سره چا ته اړ نه يم، چټل باز تر رټلي مچ سل ځله ښه دى. زه ځم، پرېږدم دې چې يوه ورځ مې په خپله پښو ته راپرېوځې.
د مريي په څېر مې په شاندار دربار كې سر په سجده شې او د غرور بلورين جام دې پر ځمكه ووهې او مات شې.
خداى پامان رټلې مچه!... اى بدمرغه او پوډري!...
افسانه په اوږدو ګامونو له كوټې ووته او ور يې په زوره په ځان پسې پورې واهه. مهبد تازه پر سد راغى، اوس وپوهېده چې څومره ستره تېروتنه يې كړې ده او تر كومه بريده دغې چټلې او بدمرغې نجلۍ ته اړ دى...

د افسانې په زړه كې د مينې او عشق لمر ډوب شو او د كركې توره خېمه يې پر زړه ووهل شوه. د مهبد د زشتو خبرو د مينځلو توان يې نه و، دغو خبرو يې پر اروا سيورى غوړولى و، په زړه كې يې د مهبد د مينې ډېوه مړه شوه. د بې ستورو شپې د تيارې په څېر يې په زړه كې د مهبد د مينې پر ځاى كركه راوټوكېده.
افسانې اوس د مهبد په اړه هېڅ راكښون نه درلود، هيله منه وه مهبد په خپله ورشي، ليدل يې چې مهبد ټوټې كېږي، له منځه ځي، تباه كېږي او د خوارۍ كندې ته لوېږي، خو هغه ارامه وه او انتظار يې ايست.
په دې ترڅ كې نوستينه د مهبد د له منځه تګ شاهده وه، څو ځلې يې هڅه وكړه چې مهبد خپل ځان ته راوكاږي، يو كار ورته وكړي، خو مهبد چې ځان يې نور فنا باله، له نوستينې څخه يې مخ پټاوه، ځان يې نه ورښوده او هڅه يې كوله چې تر وسه- وسه پټ واوسي.

وخت، د ورځو پېټى پر اوږو او د ژوند پر تورو لارو رهي و. ژميو خپل ځاى پسرليو ته پرېښود، اوړى په رسېدو و او د مني څرك لګېده، مهبد يې د روږديتوب، بې نظمۍ، درغلۍ او نورو نيمګړتياوو له کبله له دندې ګوښه كړ.
نوى جوړېدونكى كور يې وپلوره او ټول شته يې پر پوډرو ولګول، وروسته يې د كور د سامانونو پر پلورلو لاس پورې كړ. لور يې له دې امله چې پلار يې د ښوونځي لګښت نه شواى وركولاى، له ښوونځي څخه وايستل شوه، خو تر دې وروسته يې لګښت د هغې نيا(انۍ) او نيكه پر غاړه واخيست.
مهبد نور چا نه پېژانده، هغه مهبد چې يو وخت يې په يوه كاته د نجونو زړونه بېځايه كول، په ملګرو او دوستانو كې په شيك اغوستلو او نظافت مشهور و، اوس نو سم د ډېرانونو ګونګټ ترې جوړ شوى و. د مني او ژمي شپې ورځې يې د ښار په سويلي چايخونو او يوازېتوب كې تېرولې. په پسرلي او دوبي كې به په عمومي پاركونو او د سړكونو په ګوښو كې څملاستلى و.
د هغه د ژوند په شپه كې سهار او سباوون ورك شوى و، زړې او وچې بې مېوې ونې ته ورته و، چې د ښاخونو او پاڼو د زرغونېدو هيله يې نه كېده.
نوستينې اوس هم له مهبد سره مينه او زړه راكښون درلود، كله يې هم له زړه څخه نه وت، لږو ډېره خبره وه چې مهبد په څه ډول حالت كې اوسي، خو پر موندلو يې نه وه بريالۍ شوې.
په بيړه به يې په لټون پسې ووته، ګوښه ځايونه او چايخونې به يې پسې وكتې، خو له ملنډ ډوله خبرو او كتو پرته به يې څه نه ترلاسه كول. مهبد لكه رټلې اروا هر ځاى سرګردان او لالهاند و، نوستينې نه شواى كولاى دغه رټلې اروا ومومي، د كركې جادو يې مات او ويې ژغوري.
افسانه لكه ازمويل شوې چارواكې هر ځاى يې د مهبد كار كاوه، غوښتل يې وويني چې د دغې ډېوې وروستۍ وړانګې هم ومري. كله به دغه سړى پر خپل غرور پښه ږدي او دې ته به بېرته راګرځي، كه مهبد افسانې ته راستون شوى واى، له شك پرته به يې ژغورل واى، له لوږې او دربدرۍ به يې خلاص كړى و او د پلار په فابريكه كې به يې كار وركړى و. خو مهبد سره له دې چې هرڅه يې له لاسه وركړي وو، د ميخانو او چايخونو جاروكښ ترې جوړ شوى و. كله يې هم افسانې ته د بېرته ورتګ فكر نه و كړ.
كه هغه هرڅه له لاسه وركړي وو، تر اوسه يې يو شى ساتلى و، يو لوى شى او هغه يې غرور و.
يوه ورځ د افسانې ټېكه ونه شوه، د دې لپاره چې خپلې زهرجنې خبرې د مهبد د وجود جام ته تويې كړي او ويې لوبوي، كله چې مهبد په مات او وږي ځان له چايخونې بهر كېده، په لوړ اواز يې ورغږ كړل:
اى كاكا!
مهبد ودرېد او پرته له دې چې سر پورته كړي افسانې ته ورنژدې شو.
_ غوږ شه كاكا! زړه مې غواړي دغه موټر د واورې په څېر پاك كړې... پوه شوې؟
مهبد وانګېرله چې دغه غږ يو اشنا غږ دى، هغه غږ، چې يو وخت يې په غوږونو كې د مينې او عشق ترانه ويله. زړه يې ودرزېده، سر يې راپورته كړ، ښكلې او له شيطانته پاكې سترګې يې په افسانه كې وګنډلې، د افسانې پر شونډو رټونكې موسكا ځغلېده او په رټونكې بڼه يې وركتل. مهبد له غږ او غوږ پرته لاس پورته كړ او افسانه يې په زوره پر مخ په څپېړه ووهله.
څپېړه دومره سخته او تېزه وه، چې افسانه تر څو شېبو په پېښه نه پوهېده مهبد همداسې پر خپل ځاى ولاړ او افسانې ته يې كتل، ته دا د نړۍ ټولې رټنې يې په همدې يوه څپېړه كې راټولې كړې او د افسانې پر مخ يې ورخوشې کړې.
افسانې يو دم چيغه كړه:
ګونګټه! مردارخوره... وږى سوالګره، ته ما په څپېړه وهې؟!...
د افسانې ډرېور چې د سګرېټ پېرنې لپاره له دې ځايه يوڅه ليرې تللى و، د افسانې په چيغې يې ځان راورساوه، مهبد يې تر ګرېوان ونيو او پر ځمكه يې وواهه او څو ګامه اخوا يې وغورځاوه. پوډرو په هغه کې د بيا اوچتېدو سېک نه و پرېښى ، مهبد پر ځمكه ستغ پرېوت، خو ډېر ژر له ځايه پاڅېد، په همدې ترڅ كې يې پر شونډو د ډرېور بل سوك ولګېد، د مهبد د شونډو يوه برخه وينې شوه او غاښ يې هم مات شو.
خو مهبد نه بد وويل او نه يې بريد وكړ، ځاى پر ځاى ولاړ شو او په لړزېدلي غږ يې افسانې ته غږ كړل:
كه خوشحالېږې، امر وكړه، چې بيا مې ووهي، خو پر دې وپوهېږه كه د نړۍ ټول زور راباندې راشي، بيا به مې هم ستا په باب وېسا او دريځ بدل نه شي، ته تر كنچنۍ هم بتره يې!.
دا خبره پر افسانې دومره بده ولګېده چې بېواكه يې بكس پورته كړ، چې مهبد په دې سر ووهي، خو مهبد ډېر ژر د ځمكې او اسمان ترمنځ د هغې مړوند ټينګ ونيو:
چټلې ښځې! يوازې بېغيرته كسان وهلاى شې، زه دومره نه يم پرېوتى، چې ستا غوندې لاسونه مې پر سر ولګي!
د افسانې بغض واچاود، په منډه موټر ته پورته شوه، ډرېور چې پر مهبد يې د بل بريد لپاره تيارى نيوه، د افسانې په غږ لاس نيولى شو:
ځه... ځه چې ځو.... پوهېږم چې څه ورسره وكړم، هغه خطرناك قاتل دى، بايد پوليسو ته وركړل شي!
مهبد له دغو ګواښونو ونه وېرېد، هغه تر تور رنګ بل لوړ رنګ نه و هغه د ژوند خوند او مانا له لاسه وركړې وه. له ډېره مخكې يې نقشه ايستله، داسې نقشه چې څنګه خپل غمجن او پوډري ژوند ته د پاى ټكى كښېږدي، تر څو چې افسانې پوليسو ته خبر وركاوه، د پخواني كور باغچه يې لټوله او د ده د نيولو هڅه يې كوله، مهبد خپل ژوند ته د پاى ټكى ايښى و، ځانوژنه د ده لپاره وروستۍ لار وه. يو داسې توپان و، چې دغه چينجنه او بې مېوې ونه له بېخه وباسي.
د افسانې موټر روان شو، مهبد په ځوړندو اوږو او وږې خېټه او ژېړو او ټسېدلو اننګيو بلې چايخونې ته لاړ، چې په خپلو ذخيره کړو پيسو د ځانوژنې لپاره څه ترياك رانيسي!

مينو د نوستينې پر اوږه لاس كښېښود او ويې ويل:
نوستينه د پوډري مينه به څه ګټه ولري؟ شپه و ورځ جارو وهي او موټرونه مينځي، چې د پوډرو ناسور شوى ټپ پرې ورغوي؟
نوستينې خپلې اوښكې پاكې كړې:
مينو، نه پوهېږې... نه پوهېږې... ته زما له زړه څه خبره يې... ډېره هڅه مې كړې ده چې له زړه يې وباسم، هېر يې كړم، خو نه كېږي... نه كېږي... نه پوهېږم د مهبد په سترګو كې څه جادو و، چې زه يې وركش كړم... څنګه كولاى شم خپله لومړنۍ مينه هېره كړم او له ضميره يې وتراشم؟
زما په وس نه رسېږي، دا ده چې څنګه خبره شوم چې هغه چېرې اوسي، په لټون پسې يې وځم، غواړم ويې ژغورم، زه په ځان كې دا شيمه وينم، چې ويې ژغورم او ژوند ته يې راولم، زه كولاى شم دې وچې او سوې ونې ته يوځل بيا ژوند وروبخښم.
مينو غلې شوه، پوهېدلې وه چې د نوستينې مخه نه شي نيولاى، نوستينه پاڅېده، له كوره راووته او په ټكسي كې ټاكلي ځاى ته روانه شوه.
كله چې له ټكسي څخه د چايخونې په مخ كې راكوزه شوه، ګڼ شمېر سترګې ورته ځير شوې. دا داسې ځاى نه و چې د نوستينې په څېر خلك دې په اسانه په كې تګ راتګ وكړي. څو بېعقله لوپرانو ځانونه ورورسول او په سپكو سپورو او چټياتو يې ولمانځله.
په پاى كې د پلنو اوږو يوه ځوان چې توره بخملي خولۍ يې پر سر او ارتې جامې يې اغوستې وې، مرستې ته راودانګل او په جاهلانه درنښت يې وپوښتل:
مېرمنې وبخښه، زه دې څه خدمت كولاى شم؟
نوستينه په دې فكر چې دا به هم د هغو نورو له ډلې وي، په وېره يې مخ ترې واړاوه خو، ځوان چې هماغسې يې په يوه لوړ زنځير لوبې كولې وويل:
مېرمنې، خو موږ ټول يو د بل ښاريان بې پېژندګلوۍ نه يو، زه سړى يم، ته مې خور يې، كه څه كار وي، په دواړو سترګو به يې ترسره كړم!
نوستينې د ځوان په خبرو كې رښتينولي او پاكي ومونده، په لړزېدلي غږ يې وويل:
په يوه سړي پسې ګرځم.
وروسته يې دغه ځوان ته د مهبد ټولې ځانګړنې وويلې، قهوه چي، چې تاوده لمر ته ناست و، وويل:
جوادآغا! په غاليب ګومان دا په �شربتي غريب� پسې ګرځي. هورې د چايخونې په څټ کې دى، غريب بيمور دى، نه يې پېژنو، څه پې شوي..
مهبد دلته په �شربتي آغا� مشهور و، ځكه هېچا نه پېژانده او نه پوهېدل له كومه راغلى دى. هغه نن ورځ سهار وختي يوې بلې چايخونې ته تللى و او ويلي يې وو، چې ناروغ دى. وروسته يې د پسخانې د دوو شپو كرايه مخكې له مخكې وركړې وه او له چاى څښاك وروسته هورې ويده شوى و. قهوه چي او شاګرد يې خبر نه وو، چې مهبد ترياك خوړلي او ځان يې مسموم كړى دى!.
نوستينې په هماغه رېږنده غږ وپوښتل:
اجازه ده چې ويې ګورم؟
جواد مخكې شو او ويې ويل:
راځه خورې...
نوستينه په ښكاره ډار په جواد پسې روانه شوه او دوه كسه د پسخانې پر لوري، چې د لمر د رڼا څرك په كې نه و او په تياره كې ډوبه وه، مخكې لاړل.
جواد د پسخانې له وره څخه توره ګونۍ او ځړېدلې رشمه ليرې كړه، رڼا پسخانې ته يو څه لار ومونده.
مهبد د پسخانې پر غولي بېسده پروت و، رنګ يې ژېړ تښتېدلى و او خرېده. سر يې ځوړند نيولى و او د سترګو سپين يې تر درنو بڼو لاندې ډېر وحشي برېښېدل.
نوستينې لومړى لنډ نظر پرې واچاوه، خو ويې نه پېژاند، يا ښايي باور به يې نه راته، چې دغه چټل، مات او ككړ سړى به هماغه مهبد وي. هغه مهبد چې هره خبره يې د بڼ د ويالې د شرارې په څېر وه، د اورېدونكي په زړه او اروا كې به كښېناسته او كاته يې لكه د سباوون، چې د شپې تورې تيارې مينځي، د زړونو پر اسمان يې رنګ واهه.
بيا يې وروكتل او لږه ورټيټه شوه، يوځل يې چيغه كړه:
اى زما خدايه... دا مهبد دى... مهبده... له خنډ پرته يې تر څنګ ګونډه ووهله او كښېناسته، اوږې يې وخوځولې:
مهبده... مهبده... ويښ شه... زما غږ اورې..؟
جواد، چې لار تر اوسه د پسخانې په وره كې ولاړ و او په هېښتيا يې شيك پوشې نجلۍ او �شربتي غريب� ته كتل، وويل:
خورې، لكه چې مرګ ته نژدې دى! خر خر يې نه اورې؟
نوستينه په داسې حال كې چې سترګې يې له اوښكو ډكې وې، د جواد پر لوري راوګرځېده او ويې ويل:
نه... دا ناشونې ده... نه....
جواد وروځې سره وروستې، له جېب څخه يې غټ لاسپاك راوايست، د تاوولو په ترڅ كې يې نوستينې ته وويل:
خورې! نو څه؟ موږ خو څه د قاف غره له څټه نه يو راغلي په قمارخانه كې يو... دغه ملګري ترياك خوړلي... ډېر يې هم خوړلي... كه ليژ يې خوړلي واى، اوس به يې په وينه كې حل وي... كه لږ يې خوړلي وي، تر اوسه ژوندى پوته دى، خبرې له موژ څخه واوره...
نوستينې له ځايه ټوپ كړل:
ژر يې بايد وژغورو... هغه بايد روغتون ته ورسوو، هيله كوم مرسته راسره وكړئ... مرسته وكړئ... هغه يوسو...
جواد وويل:
وئ په سترګو!
ژر ټيټ شو او په يوه زور يې د مهبد ډنګر او كمزورى وجود په اوږو كړ او په نوستينې پسې له چايخونې بهر ووت. ګڼ شمېر لاروي او لوپران چې خبر وو يوه ښـكلې نجلۍ په (شربتي غريب) پسې ګرځي، چايخونې ته راغونډ شوي وو او شمېره يې شېبه په شېبه ډېرېده.
نوستينه په ډېر كړاو پر دې بريالۍ شوه چې د خلكو په منځ كې لار ومومي او سړك ته راووځي. وېرېدلې سترګې يې د سړك دواړو غاړو ته اړولې، چې ټكسي ومومي. جواد، چې د خلكو ګڼه ګوڼې غوسه كړى و، چيغه كړه:
ناكسونې، فرنګي شار خو نه دى... ليار وركئ چې هاوو توسه ته وايم، نه وينئ دا... ملګرى نژدې دى مړ شي، توسې يې نندورې ته روټول يئ!
په همدې ترڅ كې يوه زوړ او پخواني موټر، ته وا له موزيم څخه يې راايستى وي، د جواد په مخ كې بريك وواهه. د بخملي خولۍ څښتن چې د موټر جلب ته ناست و، له كړكۍ سر راوايست او ويې پوښتل:
څه خبره ده، جوادآغا؟
جواد له ځواب پرته د موټر ور پرانيست او مهبد يې پر وروستۍ څوكۍ ورغورځار كړ، وروسته يې په لوړ غږ وويل:
خورې، روڅه، چې خداى رو رسولې... زر كه، چې ليار وميمې..
نوستينه په تښتېدلي رنګ او مخ په داسې حال كې چې زړه يې له ډېرې درزا غوښتل سينه ما ته كړي او والوزي. موټر ته پورته شوه، هغې دا مهال د مهبد له ژغورنې پرته پر هېڅ شي سوچ نه كاوه. ان له دې هم نه وېرېده چې پلار، مور او نور خپلوان به يې له دغو عجيبو خلكو او ناروغ سره وويني. د هغې لپاره دا مهمه وه چې مهبد له مړينې وژغوري.
كه مهبد مړ كېداى، د دې ژوند هم پايته رسېده. مهبد د هغې د نړۍ لمر و او د دې لمر په ډوبېدو سره يې نړۍ له نور او رڼا څخه بې برخې كېده.... نوستينې له مهبد سره عجيبه مينه او عشق درلود، مينه نه- لمانځه يې، دغه سړى يې لومړنۍ مينه وه، د يوې شوخې نجلۍ لومړنۍ مينه، چې كلونه- كلونه يې زړه، له يوې پاكې او سپېڅلې مينې بې برخې و.
موټر روان شو، نوستينه چې د موټر په مخكېني سيټ كې ناسته وه، كله- كله به يې شا ته مهبد ته هم كتل، چې سر يې د جواد پر زنګنو ايښى و او غږ و غوږ يې نه خوت.
ان چې دغه سړي... دغه مات، در په در سړي د دې په زړه كې څنګه ځاله كړې وه. لس دقيقې وروسته موټر د روغتون په مخ كې ولاړ شو، جواد ژر مهبد پر اوږه كړ او په منډه- منډه يې د روغتون د بڼ لار ووهله.
نوستينه هم پرېشانه او اندېښمنه د روغتون پر لوري روانه شوه.

هو څارنوال صاحب! كله چې مهبد كور ته راستون شو، ومې ليدل چې د مېرمنې په ليدو دومره غمجن او ووېرېد، چې زما باور شو چې قاتل نه دى.
اپوټه، كله چې افسانه راغله، د مهبد د مېرمنې پر مړي يې هېڅ هېښتيا ونه ښوده، ته وا مخكې يې هم مړى ليدلى و.
څارنوال وروځې سره ګونځې كړې او نوستينې ته يې وويل:
خو مېرمن، تاسې ته په كار وه چې همغه شپه مو پوليسو ته خبر وركړى واى.
_ څارنوال صاحب! له ما بايد داسې انتظار ونه شي، زه وېرېدلې وم، هغه مهال مې غوښتل اتلولۍ ته لاس واچوم. زما باور و، چې مهبد قاتل نه دى، غوښتل مې په خپله پلټنه وكړم، قاتل وپېژنم او محكمې ته يې وسپارم.
د نوستينې پلار چې تر اوسه غلى ناست و او پرله پسې سګرېټ څكول، له ځايه پاڅېد او ويې ويل:
څارنوال صاحب! بخښنه غواړم، دوې ورځې وروسته مهبد له روغتون څخه راوځي، فكر كوم هغه مهال به مو پوښتنې ښې پرمخ بوځئ.
_ هو صاحب! ناچاره يو، څېړنه د مهبډ تر بشپړې روغتيا پورې وځنډوو.
نوستينه له پلار سره يوځاى د څارنوال له كوټې راووته، نوستينې پلار ته وويل:
مننه پلاره!... مننه چې د مهبد د درملنې لګښـت مو پر غاړه واخيست. پلار يې تر مټ ټينګه كړه او ځواب يې وركړ:
لورې! هېڅ خبره نه ده، كاشکې له پيله پر پېښه خبر واى.
مهبد ورو- ورور ښه كېده، وروسته له دې چې وينه يې د مسموميت له امله وربدله کړه او له مړينې يې وژغوره، نوستينې ډاکټر ته خبر ورکړ، چې هغه روږدى دى.
ډاکټر سره له دې چې مهبد ښه شوى و، تر څو ورځو يې له روغتون څخه وتو اجازه ورنه کړه.
افسانې پوليسو ته ټليفون ورکړى و اود قتل له پېښې يې خبر کړي وو. پوليسو هم تر پلټنې وروسته مهبد په روغتون کې وموند. خو د ډاکټر له غوښتنې سره سم يوه اوونۍ وخت ورکړل شو، چې د پوډرو تر پرېښودنې وروسته د محکمې په غونډه کې سوب(راحاضر) شي.
څارنوال د اوونۍ په ترڅ کې له پېښې سره له ټولو اړوندو کسانو او افسانې څخه تحقيقات وکړل، خو افسانې د څېړنو په ټولو ناستو کې د مهبد له دوستۍ څخه انکار وکړ او د پلار له وېرې يې يوه خبره هم ورسره ونه کړه.
په پاى مهبد له روغتون څخه بهر شو او سملاسي زندان ته لاړ، هغه يوځل بيا هوډ کړى و، چې ژوندى وي، ژوند وکړي او دغه هوډ يوازې د نوستينې لپاره و.
مهبد تر ژغورنې وروسته فکر کاوه له دې سرښندونکې او مينه ناکې نجلۍ سره مينه لري. دا يې انګېرلي وه چې مينې يې بايد جبران کړي او دردونه او کړاوونه يې په بې بريده مينې سره له منځه يوسي.
اوس يې داسې فکر کاوه چې تېرې شوې پېښې هسې يو وهم و، ډېر بد او ظالم قمار و، مهبد ټول ژوند په کې بايلود. اوس دا دى پوهېده چې څومره تېروتنې يې کړي او له دغو تېروتنو يې څومره ستر عبرت اخيستى دى.
د محکمې په لومړۍ غونډه کې يې له يوه ستر راز څخه پرده پورته کړه. د افسانې له پلار يې پرده پورته کړه، د هغه د ټول ژوند راز يې افشا کړ.
ټولې پېښې يې له افسانې سره د لومړني مازيګر له ناستې پاستې نيولې تر وروستۍ پېښې پورې چې په ترياکو يې د ځانوژنې هڅه کړې وه، ټکي په ټکي تېرې کړې، په لړزېدلي غږ يې چيغه کړه:
که وايئ چې ايستلي کړاوونه مې د سزا لپاره بس نه دي، که فکر کوئ رښتيا هم د خپلې مېرمنې قاتل يم، ومې وژنئ، غرغره مې کړئ او ډاډه واوسئ چې په خوشحالۍ سره به د دار ستنې ته لاړ شم.
وروسته يې ګوته خپلې وېرندوکې لوري ته، د نندارچيانو ترمنځ د خپلې نيا (انۍ) په غېږ کې ناسته وه، اوږده کړه او زياته يې کړه:
خوکه کولاى شئ ما ته مهلت راکړئ چې خپله کوچنۍ لور مې په ښه توګه وروزم، هغه داسې وروزم، چې نه د مور په څېر سخته او سړه وي او نه د افسانې په څېر بدمرغه او شيطانه... په همدې ترڅ کې يې نوستينې ته نغوته وکړه:
پرېږدئ له دغې سرښندونکې نجلۍ سره چې د رښتينې مينې خوند يې راباندې وڅکه، د مينې او دوستۍ درس يې راکړ، يو نوى ژوند پيل کړم او ټول دردونه او کړاوونه چې...
د مهبد غريو مات شو، خبرې يې بشپړې نه کړاى شوې، پر څوکۍ کښېناست او سر ته يې لاسونه ونيول.
د مهبد خبرو د محکمې پر رئيس، قاضيانو اوان لوى څارنوال هم اغېز وکړ، ناسته بلې ورځې ته وځنډېده او د لوى څارنوال په غوښتنه د افسانې او د هغې د پلار په نيولو پسې څو تنه واستول شول، خو د افسانې پلار پر دې بريالى شو، چې له هېواده وتښتي او افسانې چې نوره يې لوبه پايته رسېدلې انګېرله، د محکمې په دويمه ناسته کې يې منښت وکړ:
هو... زه پر هرڅه منښت کوم، خو ځان ګناهکار نه بولم، زه يوه روزل شوې پيشو وم، ما ته يې دا راښوولي وو چې د پړانګ په څېر بريد وکړم، خلک څيرې کړم او له منځه يې يوسم.
زه يوه ساده ماشومه وم، نانځکه وم، چې د خپل څښتن او لېوني پلار په امر مې هرڅه کول. ما غوښتل د مهبد مېرمنه بدنومه کړم، يوه ورځ چې هغه په کور کې يوازې وه، ډرېور ته مې امر وکړ چې ورشي او بدلمنه يې کړي، داسې کار وکړي، چې نور د سر پورته کولو نه وي، خو کله چې مې بېعقله ډرېور ورغى د مهبد مېرمن يې له يوه ځوان هلک سره وليده، همغه ځوان چې يوه ورځ په پارټۍ کې هم ورسره راغلى و، هغوى يې وګواښل، چې هرڅه به يې خاوند ته ووايي، هغوى ته يې داسې وښوده چې له کوره وځي، په داسې حال کې چې په لار کې ورته پټ شوى و.
وروسته يې وليدل چې د مهبد د مېرمنې او مين ترمنځ يې سخته شخړه جوړه شوه، هلک له پېښې دومره غوسه شو، چې د مهبد پر مېرمن يې بريد وکړ او کله چې په سد راغى ګوري چې هغه يې خفه کړې ده!
ډرېور مې هرڅه راته وويل او کله چې د مهبد کور ته لاړم، پوهېدم چې د مهبد د مېرمنې له مړي سره به مخ کېږم، د مهبد مېرمنې د خپل خيانت سزا وليده.
مهبد هم بايد څنګه چې بايده ده سزا وويني او زه هم دغه د دې نجلۍ د رښتينې مينې د چالاکيو له کبله ناکامه او حاضره يم د محکمې رايې ته غاړه کښېږدم...
دوې رځې وروسته د محکمې پرېکړه واورول شوه. د مهبد د مېرمنې مين په يوه درجه تخفيف په ابد زندان محکوم شو. مهبد له پوليسو څخه د قتل پټولو په لامل په يوه کال او افسانه د نشه يي توکو د خپراوي او د قتل په برخه کې د مرستې په لامل زندان ته لاړه، چې د خپل ژوند تر ټولو ښکلي اووه کاله په زندان کې تېر کړي.

لمر خپلې زرينې وړانګې راايله کړې وې، نوستينه په داسې حال کې چې د ګلانو يوه لوه ګېډۍ يې په لاس کې نيولې وه، د زندان په وره کې ولاړه وه، مهبد د زندان له دروازې راووت، اسمان او شا و خوا يې وکتل، ژوره ساه يې وايسته او له ځان سره يې وويل:
بدمرغه وهم تېر شو، د يوه ښکلي شيطان چل- ول او د يوې زړې ټګمارې جادو مات شو.... بيا ژوند پيل شوى دى!
نوستينې د مهبد پر لوري منډه کړه او د خلکو د هېښندو کتو په منځ کې چې د خپلو زندانيانو ليدو ته راغلي وو، لاسونه يې د مهبد تر غاړې راتاو کړل او خپلې تږې شونډې يې د مهبد پر شونډو کښېښودې.
دواړو ژړل، خندل، خو دغه اوښکې د مينې اوښکې وې، چې له سترګو يې تويېدلې...
دواړه د نوستينې د پلار د موټر پر لوري لاړل... نوستينې د مهبد مټو ته لاس واچاوه او ويې ويل:
مخکې تر دې چې خپل ژوند پيل کړو، له ما سره به يوه نارينه ژمنه کوې.
_ څه ژمنه ګلې؟
_ دغه ژمنه چې نور به د مني په سړو مازيګريو کې له ښکلو شيطانانو دوکه نه خورې.
مهبد وخندل:
د ازمويلي بيا ازمويل تېروتنه ده، انسان له يوې سوړې دوه ځله نه چيچل کېږي. داسې نه ده؟...
موټر ته ورسېدل دواړه په وروستيو څوکيو کې کښېناستل، نوستينې خپل سر په مينه د مهبد پر اوږه کښېښود.
توپان غلى شوى و او ارامه ارامي واکمنه وه.
 
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ END