دويم څپركى
مهبد، چې تر
سترګو لاندې يې بهير څاره، د افسانې په راننوتلو سره يې زړه درېده. هغه پوهېده چې
څه پېښه خو به رامنځته شي. مېرمن يې پېژندله، چې څومره غوسه ناكه، بې پروا او
توندخويه ده.
كه مېرمنې يې دى او افسانه ليدلي واى، هملته د رسټورانټ په منځ كې به درېدله. سر به
يې په دواړو لاسونو وهلاى. د ستوني رګونه به يې پړسېدلي واى او په رډو- رډو سترګو
به يې چيغې وهلاى:
اى خلكو!... وګورئ، هغې مې له خاوند سره د ملاقات وعده ايښې ده. هغه غواړي مېړه او
د زامنو پلار مې له لاسه وباسي. وروسته به يې پر افسانې بريد كاوه، وېښتان او كالي
به يې شكول، خلك به سره راغونډېدل، د پوليسو چارواكي به راتلل او يوه ستره بې عزتي
به يې رامنځته كېداى...
نه... نه... داسې بايد ونه شي، لاسونه يې، چې مخې ته يې اخبار نيولى و، لړزې نيولى
و. رنګ يې تك ژېړ اوښتى و. په سختۍ يې كولاى شواى ساه واخلي. ته وا د ساه اخيستلو
لار يې بنده شوې ده.
مېرمنې يې پر ټول رسټورانټ نظر واچاوه، مهبد ليدل چې مېرمن يې ناارمه او اندېښمنه
ده. افسانه هم له دروازې سره ولاړه وه، هغې هم د رسټورانټ منځ ته كتل، خو يوې هم،
دى ونه ليد. بالاخره يې مېرمنې ګړۍ ته وكتل او له رسټورانټ څخه ووته.
مهبد هم ورځپاڼه پر مېز كښېښوده، افسانې چې د بېرته تګ نيت يې درلود، څنګه يې چې پر
مهبد سترګې ولګېدې، يوه نرۍ موسکا يې وکړه، ورغله او د مېز پر سر يې كښېناستله،
مهبد كوښښ كاوه چې خپل اعصاب كابو كړي، ورو يې وپوښتل:
ولې دومره وځنډېدې؟
افسانې سر لاندې واچاوه، څو شېبې چوپتيا خپره شوه، وروسته يې د ژمي د نيمې شپې د
بهاندې ويالې په څېره زړه راكښونكى غږ اوچت شو:
ښايي بېخي راغلې نه واى!
_ ولې پښېمانه شوې وې؟
_ آه نه... تاسې نه پوهېږئ تر څو چې هرڅه درته ونه وايم. تاسې نه پوهېږئ، چې زه څه
ستونزې لرم. باور وكړه، چې اصلاً له دې ژونده بېخي مړه يم. زړه مې غواړي ځان ووژنم.
نه پوهېږم، ستاسو په څېر يوه پردي سړي ته ولې دغه خبرې كوم. خو په وجود كې مې يو
ناپېژندويه څيز چيغې او نارې وهي، چې تاسې، تاسې كولاى شئ ما وژغورئ، كولاى شئ، له
دغه دوزخ څخه مې وباسئ.
مهبد ژبه وچيچله:
بيا هم هماغه مرموزې او پېچلې خبرې، بيا هم د پټ رنګي ژوند خبرې...
د مهبد فكر سم كار نه كاوه، تر اوسه يې لا خيال له مېرمنې سره بوخت و. نه پوهېده چې
ولې يې مېرمنې هغه شېبه دلته راغلې وه او يا دا يوازې يوه ساده ناڅاپي پېښه وه؟
باور يې نه كېده، چې د مېرمنې راتګ به يې يوه ساده پېښه وي، فكر يې د خزندې په څېر
اروا خوړله، دې فكر، چې نه ډېر بد و... ان خيال يې هم وځوراوه.
افسانې چې وليدل مهبد په ژور سوچ كې ډوب دى، ورو يې سر د اوږو پر لوري كوږ كړ، ويې
پوښتل:
تاسې مې ستومانه كړئ.
نه، پاڅه چې څو كولاى شو، پر لار خبرې وكړو، ز ه غواړم ستاسو خبرې واورم.
دوه كسان له رسټورانټ څخه راووتل، د مني تورو تيارو، كوڅه په خپله غېږ كې رانغښتې
وه او دوى كولاى شول، لاس په لاس د خلوت په غليو كوڅو كې قدم ووهي. مهبد ورو په
خبرو پيل وكړ:
پوهېږئ چې ډېر وخت مې ستاسو انتظار كاوه، ښايي شپږ مياشتې، ښايي تر دې هم زيات،
پوهېدلم چې اخر خو به يوه ورځ راشي، ډېر سخت انتظار مې كاوه.
افسانې وخندل:
تاسې يو خيالګر سړى ياست، زما دغسې خلك ډېر خوښېږي. كله مې هم د اندېښنو په نړۍ كې
د ډوبېدو وخت نه دى موندلى.
مهبد يوځل ودرېد، د افسانې لاس يې په خپل لاس كې ونيو او سترګو ته يې ځير شو، د
خلوت كوڅه وه، دواړه اندېښنو اخيستي وو، چې يوبل په غېږ كې ونيسي او وچې شونډې سره
نژدې كړي. مهبد بېواكه و او پرته له دې چې زړه يې وغواړي، لاسونه يې د افسانې تر
ملا تاو كړل او په غېږ كې يې ټينګه كړه.
مياشت، چې څو شېبې وړاندې يې د تورې ورېځې له راوتلې څوكې سر راايستلى و، اوس په
ورېځو كې ونغښتل شوه. افسانې بده ونه منله، مهبد هم په غېږ كې ونيوله او شونډې يې
ورښكل كړې... كه د كوڅې له هغه بل سر څخه د اچا د پښو كړپا نه واى اورېدل شوې، ښايي
تر ډېره به سره بوخت وو، خو د كړپا په اورېدو سره، افسانې ژر د مهبد غېږ پرېښوده او
بيا پر خپله مخه رهي شول.
مهبد اسوېلى وايست او ويې ويل:
كاشكې دغه شپه نه واى ختمه شوې...
افسانې په شرمېدلې بڼه وويل:
لومړى ځل دى، چې د يوه پردي د شونډو خوند څكم.
مهبد وپوښتل:
زړه دې نه غواړي پر ما باور وكړې؟ نه غواړې له خپل ژونده راته ووايې؟ وايه ولې ځان
بدمرغه ګڼې؟ ځان ته ولې شيطان وايې! ولې وايې چې په دوزخ كې اوسې؟ ابله ورځ دوه سړي
څوك وو، چې ستا په څار پسې وو؟ هرڅه راته ووايه، پر ما باور وكړه.
افسانې د مهبد مټ تر لاس ونيو او نوكان يې پرې كښېكاږل، ته وا د مهبد كلك غړي هغې
ته ډاډ وربخښي، سر يې پر اوږه وركښېښود او ويې ويل:
څه فايده، چې زما پر ترخه ژوند وپوهېږې؟ ستا په څېر مې تر سلو زيات تر ځان ځار كړي!
پوهېږې ما تر اوسه نژدې سل تنه قرباني كړي، همدا لامل دى چې ځان شيطان ګڼم. يو پليت
شيطان!
مهبد د افسانې په خبرو دومره سر نه خوږاوه. نه پوهېده چې څه وايي. څنګه يې سل تنه
قرباني كړي دي؟
د ښكلې او زړه راكښونكې نجلۍ تر شا و خوا چې كومه پټ رنګې كړۍ كښل شوې وه، ورو- ورو
پراخېده او د مهبد په غړو كې يې يوه مقامت منونكې پلټه رازېږولې وه، چې پر ټولو
رازونو او اسرارو يې پوهېدل غوښتل.
افسانې لا خبرې كولې:
زه له نارينه وو سره ملګرې كېږم، هغوى په لومه كې اچوم او د ښځينه نخرو او زړه
راكښون له لارې يې پر ځان مينوم. كله چې يې زړه ښه راپورې ټينګ شي او وپوهېږم چې
نوره مې نه شي پرېښوولاى. دغه مهال خرپ وركوم. هو! وينې يې تويوم او پرېږدم يې.
مهبد په حيرانۍ سره افسانې ته كتل، د افسانې رنګ اوښتى و او له سترګو يې ډار اورېده،
غږ يې دومره لوړ شوى و، كه پر لار كوم لاروى تېرېده، په ډېره اسانۍ سره يې اورېدلاى
شواى. هغه نه پوهېده چې افسانې د خپلو اعصابو كنټرول له لاسه وركړى كه څنګه؟
د دې د ارامۍ لپاره يې وويل:
نه وېرېدې، چې په دې اخ و ډب كې به خپله هم قرباني شې او پر چا به زړه وبايلې؟
افسانې شونډې بوڅې كړې او ويې خندل:
سوچ مې كاوه چې زړه مې د تيږو دى، دا مې په خيال كې هم نه وو چې د نن په څېر به يوه
ورځ زه هم زړه بايلم. ستا څه خيال دى چې زموږ پېژندګلوي هسې يو تصادف و؟.... نه...
ما ته لارښوونه شوې وه، چې له تا سره وپېژنم، پرونۍ ټولې صحنې ساختګي وې، ما زر ځله
دغه صحنې تكرار كړې دي. دا له نارينه وو سره زما د پېژندګلوۍ لار ده.
مهبد لړزې واخيست. رښتيا، دا څه وايي؟ چا ورته ويلي وو، چې له ما سره وپېژني؟
د افسانې د خبرو منل ورته ګران وو، اوس يې په مغزو كې يو پوچ او بدمرغه- كركجن خيال
ننوتلى و، ايا دا يوه اروايي ناروغه او بې درملنې لېونۍ نجلۍ نه وه؟
بې ارادې يې د افسانې لاس پرېـښود، بدن يې سړو ونيو او ورو- ورو يې له افسانې څخه
واټن نيوه. وېرېدلى و، هسې نه دا لېونۍ يې د ستوني پر رګ غاښونه كښېږدي او وينې يې
وروځبېښي. افسانه چې د مهبد كړو وړو ته ځير وه، په همغسې زهرجنې موسكا يې وويل:
هو! وډار شوې؟ عشق دې پايته ورسېد. ما خو تا ته ويلي وو، چې ما ته مه راګوره.
كركجنه او بدمرغه يم. تر اوسه ما نه پېژنې، كله مې چې له مخ څخه نقاب وغورځاوه،
ښايي زما په ليدو وډار شې او وتښتې.
مهبد داسې انګېرله چې د نجلۍ د ژوند د مهم راز موندنې ته نژدې شوى دى. پوهېده چې د
پردې تر لمنې وررسېدلى او اوس نو په كار ده، چې لاس وراوږد كړي او پرده لا وڅكوي،
ويې پوښتل:
تاسو ويل چې له ما سره د ملګرتيا لارښوونه درته شوې وه؟
_ پلار مې راښوولې، هغه حاكم دى او زه اړ يم، چې امرونه يې ومنم.
_ څنګه دې وپېژندم؟
نه مې پېژندلې، كه پېژندلى مې او پوهېدلاى چې دغسې به خپل رازونه درته وايم، هېڅكله
به هم نه واى درسره مخ شوې، زه له سړيو سره تل دغسې استثنايي مومم.
پلار مې وايي، دى د موټر څښتن دى او د كورنۍ وضعه به يې ښه وي، هغه شېبه چې زه له
كوڅې څخه راوتلم او ځان مې داسې ښوده چې كومه ستونزه راپېښه شوې او له تاسو سره په
موټر كې كښېناستلم، دا هسې يوه دوكه وه، د ستونزې خبره نه وه.
مهبد د نوموړې په خبرو نه پوهېده، سر يې پړسېدلى و او افسانه هغې ناروغې نجلۍ ته
پاتې و. په سر كې چټي او بېځايه خبرې سره پېيي. هغه ناروغه چې د مرګ هيله يې اوج ته
رسېدلې وي، ستړى ستومانه و او حوصله يې نوره تر خولې وتله، په قهرژلې توګه يې وويل:
افسانې! بس كه... بس... رښتيا ووايه، چې د څه لپاره ملګرتيا غواړې؟
افسانه څو شېبې غلې شوه، سر يې وخوځاوه او په ستومانه بڼه يې وويل:
بخښنه غواړم، چې داسې خبرې كوم، ته وا له هرڅه خبر يې، خو خير، په يو دوو ورځو كې
به په هرڅه پوه شې. بالاخره بايد تصميم ونيسم او خپل اوسنى ژوند پايته ورسوم. دغه
ژوند زما په پايښت نه تمامېږي، ښه، د خداى پامان... زه... زه... ځم...
مهبد په حيرانۍ سره وويل:
ودرېږده... ودرېږده... ولې داسې وارخطا يې؟
_ نه غواړم تر دې زياته وځنډېږم، اوس به مې پلار په غوسه منتظر وي.
_ ښه دومره خو ووايه چې بيا به كله سره وينو؟
_ د ټليفون شمېره راكړه، زه به زنګ درووهم.
مهبد غوښتل د خپلې ښځې د شتون په اړه ورته ووايي، خو بېرته پښېمانه شو. كه افسانه
پوهېدلاى چې مېرمن لري، ښايي پرېښى يې واى او دومره خبرې يې نه واى ورسره كړي. ډېر
ژر ورياد شول، چې مېرمن يې هر مازيګر وړكتون ته ځي او دغه مهال د ټليفون كولو لپاره
ډېر وړ برېښي. په همدې دليل يې افسانې ته د ټليفون شمېره وركړه.
_ غوږ شه!... زه معمولاً مازيګر څلور بجې په كور كې يم، كه څه كار دې و، همدغه مهال
ټليفون راكوه.
افسانې په بيړه د مهبد د ټليفون شمېره واخيسته او لاړه.
مهبد روان شو، اروايي وضعه يې تر پرون هم بده وه، ته وا په دماغونو كې يې د غڼې تار
اوبدل شوى وي. له افسانې پرته يې پر بل څه سوچ كولو ته زړه نه ښه كاوه. موتر ته
وخوت او په بيړه كور ته رهي شو.
زړه يې درزا اخيستى و، ته وا ناروغ او تبه يې وه، د خوب كوټې ته لاړ، سګرېټ يې بل
كړ او د كتاب لوستلو هڅه يې وكړه. خو سترګو يې پر كاغذ له تورو نښتو كرښو پرته، نور
څه نه ليدل. دې كرښو بېله- بېله بڼه نيوله، وجود يې مونده، خو څېرې يې د افسانې په
څېره كې راتلې.
ښكلې، زړه راكښونكې سحرګره افسانه... سړي سترګې پټولې، د لور او مېرمنې په اړه يې
فكر كاوه.
پر اداري او كورنيو څيزونو، چې زړه يې و ژر يې واخلي. خو د افسانې فكر، پر دغو ټولو
فكرونو برى مونده، ټول يې له منځه وړل، مېرمن يې د خوب كوټې ته ورننوتله، مهبد ته
يې په ځير وكتل او ويې ويل:
ناارام يې؟
د سړي د سوچونو لړۍ وشلېده، په هېښتيا يې وپوښتل:
څه دې وويل؟
مېرمن يې د تل په څېر وغړمبل:
هېڅ وخت په سور نه يې، زما خبرو ته كله هم غوږ نه شوې، سوچ دې تل په بل ځاى كې
وي...
مهبد په غوسه او بې حوصله توب سره وويل:
د خداى لپاره بس كړه!... بس كړه... د جروبحث هېڅ حوصله نه لرم...
ژر بستر ته لاړ او پر سر يې بړستن راكش كړه. مېرمن يې هم بسترې ته لاړه او د كټ تر
څنګ كوچنى څراغ يې مړ كړ.
د مهبد لپاره دا يو ښه وخت و، چې خپل سوچونه سره سم كړي. له ځان سره يې وويل:
"كه ټليفون يې راوكړ، ورته وايم چې مېرمن لرم او ترې غواړم چې ملګرتيا مې هېره كړي.
دا ډېره بده پېښه ده، احساس مې درواغ نه راته وايي. غټ خطر مې پر سر وزرونه خپاره
كړي دي، ناوخته نه دى، بايد ځان ترې ګوښه كړم..."
ناڅاپه په كوټه كې د ټليفون د زنګ غږ اوچت شو، مهبد او مېرمن يې دواړه له ځايه راجګ
شول او يو بل ته يې سره وكتل. د مهبد مېرمنې د ټليفون غوږۍ ته لاس وراوږد كړ، خو
مهبد په يوه ټوپ سره ځان تر ټليفونه ورساوه او غوږۍ يې اوچته كړه. د سيم له بل لوري
څخه ښځينه غږ وپوښتل:
"د مهبد صاحب كور..."
_ "هو! صاحب؟"
_ "مهبد مې په كار و".
_ "زه خپله يم، مهرباني وكړئ!"
_"غوږ ونيسئ، يوه نجلۍ چې زهر يې خوړلي، تل ستاسو يادونه كوي... هغه مرګ ته نژدې
ده، د هغې ليدو ته بايد بيړه وكړئ!"
مهبد ګومان وكړ، چې نومره يې غلطه كړې ده، ويې ويل:
"ونه پوهېدم".
_ "دا د (م) روغتون دى. دلته يې يوه نجلۍ راوړې، چې مرګ ته نژدې ده او هغه تاسې
غواړي. تاسې لطفاً ځان ژر روغتون ته راورسوئ".
د مهبد پر تندي سړه خوله راوخوټېده. غوږۍ يې په لاس، پرخپل ځاى مېخ شو. مېرمنې يې
په ځير- ځير وركتل...
