درېيم څپركى
په (م) روغتون كې يوه مرګ ته نژدې نجلۍ...
مهبد داسې حس كړه، چې سر يې تر يوه درانه څيز لاندې دى او زور پرې راوړي. يوه سخت
درد كړاوه، غوږۍ يې لا په لاس كې وه او مېرمن يې لكه بريد ته يو چمتو پړانګ، پر كټ
ناسته وه او ده ته يې كتل. مهبد تر شونډو لاندې وزمڼېد:
"په (م) روغتون كې يوه مرګونې نجلۍ، دا به له افسانې پرته څوك وي؟ هغه خو له افسانې
پرته بله نجلۍ نه پېژندله. هغه ډېر زلمى و، چې واده يې وكړ، دا يې په ژوند كې تر
ټولو ستره تېروتنه وه. ښايي په خپله يې هم دغسې فكر كاوه. په هغو شېبو او وخت كې،
چې بايد پر مينه پوه واى، په كار وه د ملګرتوب خوند يې څكلى واى. واده يې وكړ. هغه
كله هم د مينې خوند نه و څكلى، په دې نه و خبر چې د نجلۍ مينه اور دى او اوس- اوس
يې چې په سر كې د زړښت د زېري په توګه سپين لګېدلي وو، وپوهېده چې له څومره خوندونو
بې برخې دى.
هغه خوند، چې له يوې بااحساسه نجلۍ سره د خلوت په كوڅو كې قدم ووهي. په پټه له يوې
زړه راكښونكې نجلۍ سره مينه وكړي. ليك ورولېږي او ليك واخلي. د ځوانۍ دغه خوندورې
لوبې، دغه غوسه او پخلاينې، چې د ځوانۍ يوازېنى يادګار دى، اوس يې مخې ته راغلل،
اوس د زړښت په درشل كې و. مهبد په خپلو سوچونو كې داسې ډوب و، چې كه مېرمنې يې پرې
كړنګ وهلي نه واى، تر سهاره به همداسې غوږۍ په لاس كې ولاړ و. خو مېرمنې يې په
ناكرارۍ وپوښتل:
"مهبده! څوك و؟ څه سوچونه كوې؟"
مهبد په تتلۍ ژبه ځواب وركړ:
"څه.. څه نه... يوه ملګري مې زهر خوړلي، له روغتون څخه يې ټليفون كاوه، چې ژر ورشم"
او له ځنډ پرته كوټبند ته ورغى. مېرمن يې له كټه راټوپ كړل:
"زه په دې لوبو نه پوهېږم. په دې توره شپه كې چېرې ځې؟ په دې ورځو كې بېخي بدل شوى
يې. زياتې هغه پخوانى سړى نه يې. زه بايد ستا پر كارونو سر خلاص كړم".
مهبد غاښونه سره وچيچل او په غوسه يې وويل:
"نه شې كولاى چې له ځورولو مې لاس واخلې؟ كولاى شې دومره خوله راسره ونه وهې؟ ما خو
درته وويل چې په منځ كې كومه مهمه مسئله نه شته. ملګرى مې مسموم شوى او زه بايد
روغتون ته ورورسېږم. هغه مرګ حال دى او زه يې غوښتى يم�.
_ "دا درواغ دي، ته روغتون ته نه ځې، زه دې نه پرېږدم چې لاړ شې!"
مهبد، چې جامې يې په تن كړې وې، د لومړي ځل لپاره يې له غوسې كار واخيست، مېرمن يې
چې وره ته ولاړه وه، په زور ټېل وهله او په بيړه له كوټې ووت.
د ګاراج ور يې پرانيست. د موټر جلب ته كښېناست او د (م) روغتون پر لوري وخوځېد.
مهبد پوه نه شو چې د كور او روغتون ترمنځ پروت واټن يې څنګه او په څه تېزۍ رالنډ كړ،
خو كله يې چې ځان د روغتون د "خبرتياوو" د څانګې په وړاندې وليد، په سد راغى. ښه
اوس څه وايې؟ ووايم څوك غواړم؟ له چا سره كار لرم؟
له ليرې يوه خوبولې نرسه راپيدا شوه.
مهبد كوښښ وكړ، چې پر شونډو موسكا راوړي:
"مېرمن! بخښنه غواړم، نن شپه يې دلته كومه مسمومه شوې نجلۍ نه ده راوړې؟"
نرسې په ګوتې سره لارې ته نغوته (اشاره) وكړه:
"هلته...24 نمبر..."
مهبد په بيړه روان شو. 24 نمبر كوټې ته ودرېد. څو شېبې غلى شو، زړه يې په زوره زوره
لړزېده. كه افسانه مړه وي...
كه ناوخته رسېدلى وي... لاس يې پورته كړ، چې ور وټكوي، خو لا يې ور نه و ټكولى، چې
ور پرانيستل شو او يوه بله نرسه راووته. مهبد وپوښتل:
"وبخښئ! افسانه يې درته راوړې ده؟"
نرسې خپلې وروزې سره ګونځې كړې:
"افسانه، همغه نجلۍ چې زهر يې خوړلي؟"
_ "هو! همغه نجلۍ ښيم".
_ "بخښنه غواړم، اوس نه شې كولاى خبرې ورسره وكړې، داسې ښكاري لكه چې وينه يې
وربدلوي. وضعه يې ښه نه ده".
مهبد په لړزېدلې بڼه وپوښتل:
"يانې د ژوند هيله يې نه شته؟ يانې مري؟"
نرسې سر لاندې واچاوه او په نهيلۍ يې ځواب وركړ:
"نه پوهېږم. كه يو ساعت دلته واوسئ، تكليف به يې څرګند شي".
_ "نو اوس نه شم ورتلاى؟"
_ "نه، اوس نه. كله چې په سد راغله، تاسې به خبر كړم..."
مهبد سګرېټ بل كړ او په ګام اخيستلو يې پيل وكړ، اوس وپوهېد، چې له افسانې سره
څومره مينه لري. د افسانې د مرګ سوچ لېونتوب ته كشاوه. غريو يې په ستوني كې غوټېده
او لاسونه يې سره مروړل، پرته له دې چې خپله يې پام وي، په لوړ غږ يې په خبرو پيل
وكړ:
"كه افسانه نه شي كولاى تصميم ونيسي. زه به تصميم ونيسم، ولې مې ژوند پرځان دغسې
تريخ كړى دى؟ مېرمنې ته مې طلاق وركوم او له افسانې سره واده كوم. موږ يو بل ته جوړ
يو، زه نه شم كولاى له هغې څخه ليرې او بېل ژوند وكړم..."
مهبد د هغې كړكۍ تر شا، چې د رغتون بڼ ته خلاصېده ودرېد او د شپو پر تپو تيارو يې
سترګې وګنډلې، په همغه ترڅ كې يې له ځان سره زمزمه كړل:
"خدايه! ويې ژغورې... كه له مرګه بچ شي، نور هېڅ نه غواړم... دا رښتيا ده".
ناڅاپه يې د زګېروي غږ واورېد، يو داسې غږ، چې د ده نوم يې اخيست.
"مهبد... مهبد... زه بايد مهبد ووينم".
مهبد د كوټې د وره پر لوري وځغستل او ور يې پرانيست. افسانه پر كټ پرته وه، رنګ يې
ژېړ اوښتى و، په رګ كې يې د سيروم ستن ټومبل شوې وه او څو نرسانې پرې ګمارل شوې وې،
چې ونه ښوري. څنګه چې مهبد كوټې ته ورننوت، افسانې په ځير- ځير ورته كتل او ويې
خندل:
"اه.. . راغلې؟ وېرېدم، چې ته به رانه شې. وېگرېدلم چې نور به دې ونه وينم".
مهبد كټ ته نژدې شو، د افسانې لاس يې په غبرګو لاسونو ونيو او ويې پوښتل:
"ولې دې داسې وكړل؟"
_"د دې لپاره چې نور نه شم كولاى په همدې ژوند وپايم".
وروسته يې عجيبه وموسل او نرسانو ته يې، چې د دوى خبرو ته په ځير سره غوږ وې، له
پام پرته وويل:
"پوهېږې مهبده! دا هم يو دستور و!"
مهبد نرسانو ته تر سترګو لاندې وكتل او ورو يې وويل:
"پلار دې دستور دركړ، چې ځان له منځه يوسې؟"
_"بيا هم حيرانېږې، د هېښتيا وړ نه ده، ته هغه نه پېژنې، خو زه خوشحاله يم...
خوشحاله يم، چې دغه كار ستا لپاره كوم".
مهبد، چې د تل په څېر يې د افسانې په خبرو سر نه خلاصېده، وپوښتل:
"زما لپاره!"
_"هو! پلار مې دستور راكړ، چې يا تا ووژنم، يا ځان او ما هم زهر وخوړل، چې ته
قرباني نه شې او خپل ژوند ته ادامه وركړاى شې..."
نرسانې، چې خبرو ته يې غوږ وې او يوې بلې ته يې په مانادارو سترګو سره كتل، په دې
بريالۍ نه شوې، چې د چوپتيا مهر مات نه كړي، بېواكه يې سره وويل:
"څومره سخت زړى پلار!"
دم ګړى مهبد او افسانه وپوهېدل، چې نرسانو يې خبرو ته غوږ نيولى، افسانې په ترخه
ژبه وويل:
"زه اوس ښه يم، كولاى شئ څو شېبې مې يوازې پرېږدئ؟"
نرسانو وروزې سره ګونځې كړې او يوه- يوه له كوټې څخه ووتلې.
مهبد له ځنډ پرته وپوښتل:
"ستا پلار ما پېژني؟"
_"نه!"
_"نو بيا يې څله درستور دركړ، چې يا ما ووژنې، يا ځان؟"
_ "د دې لپاره چې پوهېږي دا ځل ته زما خوراك شوې..."
_"افسانې! حوصله مې نوره له سره ختلې، ته ولې دومره مرموزې خبرې كوې... ولې هرڅه نه
وايې، چې زه خپل تصميم ونيولاى شم.
_" څه تصميم؟"
_"دا تصميم چې مېرمن مې طلاقه كړم او له تا سره واده وكړم".
افسانې ټكان وخوړ، ورېږدېده، رنګ يې ډېر ژر بدل شو. ډېر ناڅاپي او بې سترګو غږ و،
هغې د مهبد په اړه هر ډول فكر كاوه. پرته له دې چې مېرمن ولري، نه... دا د زغم وړ
نه و. هغې له مهبد سره مينه كوله، هغې ته مهبد له ځانه ګران و. خو اوس- اوس يې چې د
هغه له خپلې ژبې واورېدل، چې ښځه لري. بڼې يې بدلون وموند. په سترګو كې يې د اوښكو
دوه څاڅكي راغونډ شول، په هيله منه لهجه، چې شك او ګومان ترې څرګندېده، ويې ويل:
"مهبده، مهبده! ته مېرمن لرې؟"
مهبد سترګې واړولې:
"هو! افسانې! ما واده كړى دى. يوه كوچنۍ لور هم لرم".
افسانې يو دم په ژړا پيل وكړ. ډېر ترخه او زړخوړيني يې وژړل:
"نو بيا دې ولې نه راته ويل؟ ولې دې ما ته نه وو ويلي، چې مېرمن لرې؟ ولې دې په
هغومره ټينګار له ما سره د بيا كتو ژمنه وكړه او په هغه احساس دې زه مچولم؟ ولې دې
ما ته د مينې وويل؟ اخر ولې؟ ولې دې ما ته درواغ وويل او ودې لوبولم؟"
مهبد د افسانې لاس خپلو شونډو ته نژدې او مچ يې كړ. په هيله منه لهجه يې وويل:
"تا ته مې څه درواغ ويلي؟ ته څه فكر كوې، سړى چې مېرمن ولري، احساس نه لري؟ زړه او
اروا نه لري؟ له چا سره مينه نه شي كولاى؟"
افسانې مخ راواړاوه او ويې ژړل:
"درواغ وايې؟ تا غوښتل ما ته دوكه راكړې، غوښتل دې ما د خپلې لوبې وسيله وګرځوې او
كه نه په همغه لومړۍ ورځ به دې راته ويل چې مېرمن لرې".
_"افسانې! پر ما تور مه لګوه. كه ستا د دوكې نيت مې لرلاى، كله به مې هم تا ته نه
ويل چې مېرمن لرم او غواړم طلاق يې كړم. زه همدا اوس قسم كوم، ستا پرځان، چې په نړۍ
كې يوازې ستا سره مينه لرم. په خداى چې په لومړۍ شېبه كې خپلې مېرمنې ته طلاق وركوم
او له تا سره واده كوم، اوس دې ومنله، چې زه ستا د دوكې نيت نه لرم؟"
افسانې خپل لاس د مهبد له لاسه كش كړ او ويې ويل:
"بايد سوچ وكړم، بايد سوچ وكړم. ته كولاى شې كور ته لاړ شې. مېرمن دې منتظره ده. كه
دې وكړاى شول، سبا يوځل سر راښكاره كړه. فكر كوم تر سبا پورې به مې وضعه ښه شي".
مهبد له ځايه پاڅېد او له كوټې څخه ووت او په همدې ترڅ كې افسانې د كټ تر څنګ د
ايښي ټليفون غوږۍ پورته كړه او په ډېر كړاو، په داسې حال كې چې هڅه يې كوله په رګ
كې يې د سېروم ستن ونه خوځېږي، څو نومرې واخيستې، څو دقيقې ووتې، تر دې چې مقابل
اړخ غوږۍ پورته كړه. افسانې وويل:
"پلاره!... ډېره ښه، ما ومنله، هغه به قرباني كړم".
په بيړه يې غوږۍ كښېښوده او مخ يې په لاسونو پټ كړ، چې نرسانې يې، چې همدا شېبه
كوټې ته راننوتلې وې، اوښكې ونه ويني.
مهبد خپلې ګړۍ ته وكتل، د ملاقات وخت يې پوره و، زړه يې ټكان كاوه، اندېښنو يې زړه
وراېل كړى و. له روغتون څخه تر رخصتېدو يوه اوونۍ وروسته د افسانې ليدو ته روان و.
پرون مازيګر پاو باندې څلور بجې افسانې ټليفون ورته راوكړ، غږ يې ارام او هوسا و:
_"مهبده! كولاى شو سبا سره ووينو، له يوې ملګرې سره مې ژمنه كړې، پلار و مور يې په
كور كې نه شته، كولاى شو يو دوه ساعته سره واوسو. زه غواړم هرڅه درته ووايم".
دا دى د ليدو وخت رانژدې شوى و. مهبد له كوره راووت، ټاكل شوې وه چې مازيګر پنځه
بجې به افسانه له سينما څخه د خپلې ملګرې تر كوره ورسوي، نه پوهېده چې له وېرې په
اندېښنه كې دى كه له مينې؟ له لټون څخه كه له ډار او اناارامۍ څخه، مېرمن يې له هغې
ورځې راهيسې چې دى روغتون ته تللى و، كور پرېښى و او دا ده ته يوه ډېره مناسبه شېبه
وه. سينما ته ورسېد، افسانه ولاړه وه، مهبد موټر ګوښه كړ او ويې پوښتل:
_ "د ملګرې كور دې نژدې دى؟".
_ "هو! همدا د سيند په سر كوڅه كې دى".
دوه كسه پر لار روان وو، مهبد به د افسانې په څېره كې تصميم او اراده ليدله، په
سترګوكې يې عجيبه برېښنا تر سترګو كېده. پوهېده چې افسانې څه تصميم نيولى، خونه تګ
ته يې هم زړه نه ښه كاوه. غوښتل يې د ژوند په راز يې وپوهېږي او د پلټنې د زنځير
شلېدلى دېو تسكين كړي. د يوې ودانۍ د كور د وره مخې ته ودرېده، افسانې درې ځله زنګ
ته لاس وروړ، مهبد پوهېده چې دغه ډول زنګ د ځانګړې نغوتې (اشارې) زنګ دى، شا و خوا
يې وكتل، له يوې نجلۍ او هلك پرته چې ښايي دغلا ملاقات به يې سره ايښى وي، په كوڅه
كې نور څه نه ښكارېدل. ور پرانيستل شو او يوې ډنګرې نجلۍ، چې د سترګو باڼه يې نه
برېښېدل بدن يې ژېړ ځبېښلى او شونډو يې تور پتري نيولي وو، هغوى كورته دننه بوتلل.
مهبد له خپلې كوربه نجلۍ څخه ووېرېد، نجلۍ داسې ښكارېده ته وا وچكۍ نيولې وي او يا
نژدې ده جذام پرې ولګي. افسانه او مهبد دواړه يوې وړې كوټې ته ننوتل. افسانې وخندل:
_ "ښه اوس ارام يو، نور مو څوك مزاحمت نه شي كولاى..."
مهبد پر څوكۍ كښېناست. افسانې خپل بكس خلاص كړ، سګرېټ يې راوايست، بل يې كړ او مهبد
ته يې وركړ. وروسته له ځايه پاڅېده، ور يې خلاص كړ او غږ يې كړل:
_ "مريمې!... مريمې!"
ژېړ رنګې او ډنګره نجلۍ په منډه راغله. افسانې وويل:
_ "پلار دې په كور كې شراب نه لري؟".
_ "ولې، همدا اوس يې درته راوړم..."
مهبد د افسانې كړه وړه څارل. هغه پوهېدلى و، چې افسانې درواغ ويلي، دغه ژېړه ډنګره
نجلۍ د افسانې ملګرې نه شي كېداى. ځكه له كړو وړو څخه يې داسې برېښېدل چې له افسانې
څخه وېرېږي. په تګ او خوځون كې يې وېره برېښېده. مهبد سګرېټ څكول، خو داسې يې احساس
كړل، چې سر يې درنېږي او پر سترګو يې توره پرده راځي. سګرېټ ته يې په وېره وكتل او
په كړاو يې وپوښتل:
_ "افسانې! دا د څه شي سګرېټ دي؟".
_" د زرو سګرېټ دي، ولې؟".
_ "ښه نه يم، ګنګس شوم..."
پر شونډو يې موسكا راخپره شوه، مهبد ته نژدې ورغله. پر زنګنو يې كښېناسته او شونډې
يې د مهبد پر شونډو ولګولې. مهبد د ساه تنګۍ احساس وكړ، ته وا د افسانې له شونډو يې
بدن ته زهر ورځي. بدن يې تودېده. پوهېده چې په پسات اوښتى، خو په دې نه پوهېده چې
څه پسات دى ته وا اروا يې له تنه الوځي.
