څلورم څپركى
مهبد هڅه وكړه،
افسانه له ځانه ليرې كړي، خو په تن ډېر كمزوى او بېخونده و، ګرم شوى و، يو عجيب
حالت يې درلود. د مست سړي په څېر يې اوږې پورته كړې او په زړه كې يې وويل: پرېږده
هرڅه چې غواړي وشي، دا څه خبره ده چې نجلۍ مې په غېږ كې پرته ده. لاسونه مې يې تر
غاړې راتاو دي او شونډې يې پر شونډو راته ايښې دي. پر سينه يې د نرم او نازك بدن د
دروندوالي احساس كوم، په خوند كې ډوب يم... هو! په خوند كې ډوب يم...
افسانې وېښتانو ته لاس يووړ، ځان يې د مهبد په سينه پورې ورسرېښ كړ، په داسې حال كې
چې شونډې يې د مهبد غوږ ته نژدې وې، ويې ويل:
_ "نور نه شې راڅخه تښتېدلاى".
مهبد نوره هم سينې ته ورجوخته كړه:
_ "ما نه غوښتل وتښتم".
_ "خو په اور كې سوځې!".
_"خير دى، له دغه سوي او درد سره مينه لرم، خوند اخلم، دا راسره منې چې له دې كوره
به څو ورځې نه وځو؟".
مهبد د لېونيانو غوندې په زوره او لوړ غږ وويل:
_"كه ته غواړې تر ابده به هم لاړ نه شم... كه ته غواړې له دې كوره به كله هم ونه
وځم".
افسانې وخندل، له زنګنو يې پورته شوه او ويې ويل:
_"مهبده! ته يو كوډګر يې!".
مهبد په خوښۍ سره خپل سګرېټ، سګرېټډان ته واچاوه او ويې پوښتل:
_ "پر تا كوډې شوي؟"
افسانې خپلې څڼې سره سمې كړې او پر اوږو يې واچولې. ورو يې وويل:
_" هو كوډې راباندې شوي، ته كوډګر يې، په خبرو سړى لېونى كوې. ته يوازېنى كس يې چې
دومره ښايسته او زړه راكښونكې خبرې كوې، له تورو سره لوبې كوې، زه د زړه له كومې
مينه درسره لرم".
مهبد وروزې سره برګې كړې:
_ "نور مه وايه، مينه درسره لرم..."
_ "ولې؟".
_ "ځكه دا جمله نوره له كاره وتې، كوڅه ډب هلكان دا جمله په كوڅه كې تېرېدونكو
مخونو ته وايي".
_"ښه څه ووايم؟".
_ "نه پوهېږم".
_ "كه ته وغواړې ما ته د خپلې مينې اظهار وكړې، څه وايې؟"
_ "وايم، ښكلې افسانې! زړه ته رانژدې، زړه مې ستا پلمه نيسي".
_ "اوه څومره ښايسته جمله! زړه مې ستا پلمه نيسي!".
مهبد داسې انګېرله چې په يوه ناپېژندويه ګرد كې وركېږي، بدن يې سپك شو، ته وا پر
ورېځو الوت كوي، پورته رهي و، بيا هم پورته... افسانې مهبد ته تنده او هوس يادوونكې
نڅا پيل كړې وه، باد يې په لمن كې تاوېده. ښكلو او سخاوتمندو پېښو يې د مهبد په
سترګو كې ښكلا او ښايست ټوكاوه. اوږده وېښتان يې په هر څرخ كې پر مخ او بدن
راپرېوتل. يوې ښايسته او هوس پاروونكې كوچۍ ته پاتې وه، هوس پاروونكي تاو يې د مهبد
په زړه كې پټ هوسونه راژوندي كول. مهبد د خوښۍ په سيند كې ډوب و، داسې خوښي او
ښايست يې بيا نه و تر سترګو شوى، دا يې بېخي هېر كړي وو چې كور ته د څه لپاره راغلى؟
له دغې مرموزې نجلۍ سره يې څه سر و كار شو، دا يې هېره كړې وه چې له يوه شيطان سره
ملګرى شوى، هوس پاروونكى او زړه وړونكى شيطان...
ساه يې تنګه شوه، پر ځمكه كښېناست او دېوال ته يې تكيه وكړه، زنګنونه يې په غېږ كې
ونيول. مهبد په زنګېدلي ډول له ځايه پورته شو او د افسانې تر څنګ كښېناست. ښي لاس
يې تر اوږې ورتاو كړ او له بلورينې غاړې يې يوه مچه واخيسته، ويې پوښتل:
_ "افسانې! ما شراب وڅښل؟ ډېر مې وڅښل؟".
افسانې يې په ناز پر اوږه سر وركښېښود. مهبد نور هم ورجوخت شو، اوس دواړه په خپلو
كې سره ډوب وو، خو مهبد ورو ورو بېسده كېده. پر سترګو يې د درانه خوب سيورى غوړېده.
افسانې وركتل، ويې موسل او ورو يې د مهبد سر پر يوه بالښت كښېښود او له ځايه پورته
شوه. د مهبد بڼه سپينه اوښتې وه، د ناروغ په څېر يې اوږده اوږده ساه اخيسته. افسانه
له كوڅې ووته او مريمې ته يې غږ كړل. ډنګرې نجلۍ په بيړه راوځغستل، افسانې په
امرانه لهجه ورته وويل:
_ "زه ځم، هغه به تر سهاره راويښ نه شي، هڅه كوم سبا ژر ځان راورسوم. خو كه چېرې
ناوخته شوم او يا له خوبه ژر په سد شو، بهر ته يې پرې نه ږدې، قلي بېګ ته به وايې،
چې څارنه يې وكړي. كه شور او ځوږ يې وكړ، غلى كولاى يې شئ، خو قلي بېګ ته ووايه كه
د سر يو وېښته يې كم شي، سابه به دې در په مالګه كړم. د قلي بېګ غوسه يې بايد
زيانمن نه كړي. وپوهېدې؟".
مريم سر ځوړ واچاوه. افسانه رهي شوه، خو سم يې لا ور نه و پرانيستى، چې مريمې په
هيله من غږ وويل:
_ "مېرمن... مېرمن!... زه... زياتې مړه شوم... پر ما رحم وكړه".
افسانې د پليت شيطان په څېر وخندل:
_"پوهېږې چې زه هېڅ نه شم كولاى".
_"مېرمن! دخداى لپاره، بس لږ، خالي د نن لپاره".
افسانه څو شېبې غلې شوه، د مريمې بدن ته يې په ځير سره وكتل، ويې پوښتل:
_ "بد شى دى كه نه؟"
_ "هو! مېرمن تاسې نه پوهـېږئ، خداى دې يې خوند درباندې نه څكي، پر ما رحم وكړئ...
د خداى لپاره..."
خو افسانه په بيړه بهر ووته او دروازه يې په زوره وربنده كړه. مريمه څو شېبې هملته
ولاړه وه. د ملاريا وهلې په څېر لړزې اخيستې وه، د لړزې مخنيوى يې نه شواى كولاى.
په وجود كې يې د كركې يوه شلېدلې څپه ښورېدلې وه، كاش افسانه يې په خپلو لاسونو خفه
كولاى شواى، كاش كور يې په اور سوځولى شواى، كاش ځان يې وژلى او ارامولاى شواى...
اوږې يې پورته واچولې،ما ته نور هېڅ نه دي راپاتې، هېڅ، هغه نور خو څه كوې د
ځانوژنې غيرت هم نه لرم. بس بايد يوازې له خدايه مرګ وغواړم... خو نه، زه اوس دغه
سړى دا چې په كوټه كې ويده دى ژغورم. هغه ولې تباه شي؟ ولې يې ژوند، هستي او
زلميتوب له منځه لاړ شي؟
مريمه په هوډمنو ګامونو سره د هغې كوټې پر لوري رهي شوه، چې مهبد په كې په خوندور
خوب ويده و. خوتر اوسه لا ورته نه وه رسېدلې چې رېږدېدونكى غږ پرې وشو:
_"هاى مريمې، بيا چېرې؟"
مريمه شا ته راوګرځېده، قلي بېګ په قوي غړو، اوږدو برېتونو او له وينو ډكو سرو
سترګو ولاړ و او هغې ته يې كتل. مريمې ورو وويل:
_ "مېرمن راته ويلي، چې مهبد بايد وڅارم او كه په سد راغى، تا پرې خبر كړم".
قلي بېګ د مريمې جذابو پښو ته وكتل، په زړه كې يې د هوس ژبغړاندى اور بل شو.
راپرېوتى برېت يې په غاښونو كې ونيو او مريمې ته يې د سوداګر په سترګه وكتل. ويې
ويل:
_"ډېر ښه، په كوټه كې درته انتظار يم، ما ته هم يو سر راښكاره كړه".
مريمې په كركه مخ واړاوه او كوټې ته ننوته. مهبد همداسې ويده و، مريمه څو شېبې د
هغه سر ته ودرېده او په زړه كې يې وويل:
"څومره جذاب سړى... افسوس، په رښتيا افسوس دى، چې له دغه سړي..."
نوره يې د سوچ لړۍ اوږده نه كړه، ووېرېده. د خت په ګرېوان كې يې ټومبلې ستن
راوايسته او د مهبد تر څنګ كښېناسته. د ستنې سر يې په زوره د مهبد د ګوتې پر سر
ورچوخ كړ. مهبد ټكان وخوړ، خو راويښ نه شو، مريمې د مهبد پر بله ګوته ستن چوخ كړه.
مهبد سترګې پرانيستې او خوبولي يې وويل:
_"اه! زړګيه چېرې يې...افسانې..."
مريمه ژر پر مېز ايښى ګېلاس راواخيست او د مهبد پر وجود يې اوبه وشيندلې، د اوبو
يخوالي او د ستن د ټپونو سوى سره يو شول او مهبد يې په سد راوست، په هېښتيا راجګ
شو. شا و خوا ته يې په حيرانۍ سره وكتل:
_ "زه چېرې يم؟"
_ "غوږ ونيسه، دا مهمه نه ده، چې تاسې اوس چېرې ياست، مهمه دا ده چې ته بايد له دې
ځايه پښې سپكې كړې"
_"څه؟ پښې سپكې كړم؟... دڅه لپاره؟"
_ "صاحبه! زه نه شم كولاى ټول بهير درته ووايم. له خطر سره مخ يې. افسانې په لومه
كې اچولى يې، تاسې پوه نه شوئ چې څنګه خوب يووړئ، خوب نه وې وړى، بېسده شوى وې، له
سده ووتې، هغې دلته بندي كړى يې!"
مهبد له ځايه پاڅېد. خو په پښو درېدل يې په وس كې نه وو. سر يې ګرځېده، مريمې تر مټ
ونيو.
_"صاحبه! پام دې وي، په انګړ كې يو قوي سړى پر تاسو ګمارل شوى، چې بهر ونه وځې".
_"دا څه وايې، زما خو سر نه پرې خلاصېږي، د څه لپاره مې دلته په زور تمول غواړې؟"
_ "صاحب! خبره ډېره پېچلې ده، كه هرڅه درته ووايم خبره به ډېره سره اوږده شي، يوازې
بايد وپوهېږئ چې ستاسو..."
ناڅاپه يې پر غوږ يوه كلكه څپېړه وخوړه، څپېړه دومره درنه وه، چې مريمې خپل توازن
له لاسه وركړ او پر ځمكه ولوېده، مهبد قلي بېګ ته ځير و، ناڅاپه يې ټوپ كړل، چې د
مريمې د څپېړې بدل واخلي، خو قلي بېګ لاس وركړ او په يوه جټكه يې شا ته يووړ، د شا
پر لوري پر ځمكه پرېوت. قلي بېګ ټيټ شو او مريمه يې (چې ژړل يې) له ځمكې راپورته
كړه، تر وېښتانو يې ونيوله او په څكولو څكولو يې د كوټې تر وره پورې يووړه. مهبد يو
دم چيغه كړه، دومره تېزه چې تر څو كورونو اخوا لاړه. قلي بېګ چې له چيغې څخه
ووېرېد، مريمه يې پرېښوده او د مهبد پر لوري يې راترپ كړل، مهبد ته يې پر خېټه يو
كلك سوك وركړ. مهبد ټيټ شو او په همدې ترڅ كې يې د قلي بېګ دويم سوك پر اوږه ولګېد.
د قلي بېګ وروستيو سوكونو مهبد د بېسدۍ له خوبه راويښ كړ او د ټپي زمري په څېر يې
پر قلي بېګ ورټوپ كړل، د مهبد ګوته د قلي بېګ سترګو ته سيخه شوه. درد د قلي بېګ د
هډوكو تر بېخه ورسېد. غاښونه يې سره جينګ شول، لاس يې پر سترګه كښېښود او ټيټ شو،
دا د مهبد لپاره ډېره ښه موقع وه، چې ګېلاس پورته كړي او د قلي بېګ پر سر يې ورخوشې
كړي، مريمه په رډو رډو سره نښتو دوو نارينه وو ته كتل. هغه پوهېدله چې مهبد ډېره
غټه تېروتنه وكړه، چې پر قلي بېګ يې بريد وكړ، ځكه قلي بېګ به چې يوځل غوسه شو، بيا
په هېڅ شي نه پوهېده، د مهبد مرګ ورته د چرګ مرګ و.
افسانې د كور د وره زنګ ته لاس وروړ او منتظره پاتې شوه، دوې دقيقې وروسته د لويې
دروازې ور پرانيستل شو، افسانې په بيړه وپوښتل:
_ "پلار مې په كور كې دى؟".
باران وهلې چپړاسۍ ځواب وركړ:
_ "هو!... ډېر مخكې لا درته انتظار دى".
افسانه سالون ته ننوته، يو ستر سالون و، چې د نندارې له تالار سره يې دومره توپير
نه ليدل كېده، د سالون په هره څنډه كې ښايسته سامانونه او ښكلې په زړه پورې
تابلوګانې چې د تكړه هنرمندانو دلاس كار و، تر سترګو كېدې. پر كړكيو راځړېدلو بخملي
پردو د سالون ښكلا او ښايست ته لا زياتون وركړى و.
د دويم پوړ له چته، چې په يوې اوږدې او مارتاوې زينې سره تر سالونه پورې رارسېده،
يو اوږد او ګرانبيه قنديل راځړېدلى و.
تر دويم پوړ پورې په غزېدلې پوړۍ يوه خوا ښكلي دښتي ګلان او په بل لوري رنګارنګ
مجسمې پر پوړيو ايښې وې.
د سالون ښكلا او ښايستې چيني بخارۍ ته د هر چا سترګې وراوښتې. افسانه د سالون په
ښكلا اوښايست سره هېښه پېښه شوه، ژر يې پر پوړيو منډه كړه او د پاسني پوړ ور يې
پرانيست. كه له افسانې پرته كوم بل كس دغه په كتاب پوښلي تالار ته راننوتلى واى،
ښايي فكر يې كړى واى، چې په تالار كې څوك نه شته. خو افسانه پوهېده چې پلار يې د تل
په څېر پر څوكۍ غزېدلى ناست، پر زنګنو يې كتاب ايښى او ورته ځير دى. د افسانې پلار
د كتاب مينه وال نه و، دغه كتابونه او ښايسته پوزي يې يوازې د ځانښودنې او
ښكلاپالنې لپاره سره راټول كړي وو. افسانه همغسې په وره كې ولاړه وه، ته وا د
راننوتو زړه نه لري، ورو يې وويل:
_ "سلام پلاره! څه كار دې راسره درلود؟".
لويه څوكۍ راوڅرخېده او پلار و لور سره مخامخ شول. پنځوس كلن غټ خېټى سړى، وېښتان
يې په منځ سره وېشلي وو او دواړو خواوو ته سپين په كې لګېدلي وو. توره او سپينه وړه
ږيره يې پر مخ برېښېده. سپينو وېښتانو او د جامو پاكوالي يې د سړي سترګې وركاږلې،
سربېره پر دې د سترګو وېرې او برېښنا يې ليدونكي له وېرې او ډار سره مخ كول. څو
شېبې يې په ځېر سره افسانې ته وكتل، وروسته يې د رمز په توګه وپوښتل:
_ "اوس هم مينه ورسره لرې؟"
_ "پلاره! هغه نور روغ سړى نه دى، نن مې تر تاسو ځار كړ".
د سړي پر شونډو خندا كښېناسته، يوه بده او بېخونده خندا، نوكانو ته يې وكتل او ويې
پوښتل:
_"ستا په خيال څو ورځې وخت به لرې؟"
_ "درې ورځې بس دي".
_ "څه نقشه دې په كار اچولې؟"
_ "تر سبا پورې به ويده وي، سبا بايد ژر ورشم او له تګه يې رامنع كړم، خو كه تللو
او زما چلونه ناكاره وختل، مجبوره يم له قلي بېګه مرسته وغواړم. قلي بېګ نن هملته
دى، كه مهبد له كوره د وتلو نيت وكړي، مخه به يې ونيسي.
د افسانې پلار وخندل:
_"شاباس لورې! شاباس... مور ته دې ورته يې، څنګه چې هغې راسره كار كاوه.. ډېر ښه،
ډېره ښه ده... تر يو دوو نورو كلونو به ستا په مرسته..."
د ټليفون غږ شو، د افسانې پلار غوږۍ اوچته كړه. افسانې ليدل چې د پلار بڼه يې توره
وخوټېده او لاسونه يې لړزې واخيستل.
وروسته يې غوږۍ كښېښوده. سترګې يې له كاسو راوتلې وې. له ځايه پاڅېد، افسانې ته
مخامخ ودرېد او كړنګ يې وهل:
بس نه و... بس نه و... ستا معشوق، ستا ګران مهبد غوښتل له كوره ووځي، قلي بېګ له
ناچارۍ شخړه ورسره كړې. ژر كوه ځان ورورسوه، چې څه خبره ده. قلي بېګ ويل ارام نه
كښېني. ويل يې ډېر زورور دى، شور ځوږ يې ښايي ګاونډيان راخبري كړي. ژر ځان ورسوه.
افسانه په ډار او تښتېدلي رنګ له كوټې څخه راووته. پر زينو ژر- ژر راكوزه شوه او له
كوره بهر ووته. په ژور سوچ كې ډوبه وه. له ځان سره يې وويل: "ناشونې ده.. اندازه يې
زياته وه، د هغه لپاره ډېر زيات وو. نه پوهېږم سر مې نه پرې خلاصېږي. ښايي مريم څه
پسات كړى وي، دا جينجړه غواړي چې خپل غچ واخلي. دا درېيم ځل دى چې زما نقشې
راخرابوي".
افسانه د پلار موټر ته وخته او موټر ته يې حركت وركړ، سړكونه تش وو، د ژمي ساړه باد
خلك ډېر ژر كورونو ته ستانه كړي وو. افسانې موټر ته پښه وركړې وه. زړه يې غوښتل
وزرونه يې كړي واى او په يوه رپ كې تر مهبده وررسېدلى واى. هغې قلي بېګ ښه پېژانده.
ځكه خو وېرېده، چې په مهبد څه پسات ونه كړي. كله چې د راډيو سيټي سينما ته ورسېده،
د سړك پر غاړه يې د مهبد موټر تر سترګو شو، موټر همغسې ولاړ و او دا پوهېده چې مهبد
نه دى تښتېدلى. كوڅې ته يې وكتل او دكور په وره كې كښته شوه. كيلي يې راواخيسته او
د كور ور يې پرې پرانيست. په منډه_ منډه د مهبد كوټې ته ورغله او ور يې پرانيست،
مهبد په داسې حال كې چې بدن يې په وينو لړلى و، د كوټې په يوه ګوښه كې يې زګېروى
كاوه. خوله يې په غټ ټيكري او لاسونه يې په پړي تړلي وو. پر ځمكه پرېوتى و او
زګېروي يې كول. افسانې په وارخطايۍ ورمنډه كړل او تر څنګ يې ګونډه ووهله. په داسې
حال كې، چې د مهبد له خولې يې ټيكرى راخلاصاوه، ويې ويل:
"اه مهبده!.. كوم وحشي داسې ځپلى يې، څه پېښه در شوې ده..."
مهبد، همدا چې خوله يې خلاصه شوه، چيغې يې كړل:
_ مردارې فاحشې! څه خيال كوې؟ د څه لپاره دې دلته بندي كړى يم او دا مردارمخى دې د
څه لپاره راباندې درولى دى.
افسانې د مهبد پر وېښتانو لاس تېر كړ. خو مهبد ژر ترې سر كوږ كړ او وغړمبېد:
_ لاس مه راوړه، ته مرداره يې! ته لكه چې خپله دې ويل، شيطان يې. له ما سره دې څه
وكړل؟ څه غواړې؟ زه به كورته پوليس درپسې راولم.
افسانې هڅه وكړه غلى يې كړي:
_حوصله وكړه مهبده! ستاسو له نارينتوبه ليرې ده. پرېږده درته ويې وايم. له تا سره
مينه لرم. نه غواړم له لاسه مې ووځې، ځكه خو مې د پلار ډرېور ته وويل چې له وتلو دې
مخنيوى وكړي.
مهبد پوزخند وكړ:
_ د مينې په مانا هم پوهېږي. فكر كوې بيا به مې دوكه كړې. پوهېږم چې څه پلان لرې؟
پوهېږم، چې له ما سره څه كول غواړې. خو زه د نورو نارينه وو په څېر نه يم. زه له تا
او هغه بل ځناور څخه چې ويې ډبولم، شكايت كوم.
افسانې سر ځوړند كړ، شونډه يې وچيچله او ويې ويل:
_ ښه مهبده! څنګه شكايت كوې، د پوليسو چارواكو ته څه وايې، ورته وايې ښځه لرم او د
يوې ناپېژندويه نجلۍ د ملګرتيا غوښتنه مې وكړه او له هغې سره دلته راغلم، چې دوكه
وركړم او بدلمنې يې كړم؟ پوهېږې ستا په څېر مېرمن لرونكي ته څه ورپېښېږي؟
مهبد هڅه وكړه افسانې ته له خپلو سره سرېښو بڼو او پړسېدلو سترغليو وروګوري. افسانې
رښتيا ويل، هغه شكايت نه شواى كولاى. ځكه عزت يې په خطر كې و. اړ و افسانه په ارامه
وروغږوي. اوس پوهېده چې خبره داسې نه ده، لكه ده چې فكر كاوه، پوهېده چې يو ستر خطر
يې ګواښي، بايده وه د ګزارش پر څرنګوالي وپوهېږي، دى يې د څه لپاره په دې كور كې
بگندي كړى دى؟ دا افسانه په سر كې څه پلان لري؟ باور يې نه راته چې يوه 18_19 كلنه
نجلۍ دې دومره ازاده وي، چې په نيمه شپه تكي تنها كور ته راشي او د يوه بېګانه پر
لمڅي كښېني، په ارامه يې وپوښتل:
_ پوهېږې افسانې! چې له تا سره په مينه نه يم پښېمانه. ما په خپله ستا ملګرتيا
غوښته، خپله مې غوښتل له تا سره مينه وكړم، خو دا كارونه مې ډېر ځوروي. په دې كور
كې څه تېرېږي. دا مريم څوك ده، چې اوس مردارمخي قلي بېګ بندي كړې ده.
افسانه له ځايه پاڅېده:
_ پرېږدې مې چې له بدنه دې دا وينې ومينځم او پر ټپونو دې پټۍ كښېږدم.
_ خو تا تر اوسه زما ځواب نه دى ويلى.
افسانې لاسونه سره وموښل او په هيله منه ژبه يې وويل:
_ مهبده! باور وكړه په دې كور كې چې څه تېرېږي، زما په خوښه نه دي، ما نه غوښتل پر
دې برخليك واوړې، خو مخنيوى يې هم راته ګران و. يو څه صبر او حوصله وكړه، ته اړ يې
څو ورځې، ښايي درې ورځې دلته پاتې شې. دا ستاسو په بدني مقاومت پورې اړه لري، كه
كمزورى وې، ښايي ډېر ژر له كوره ووځې.
مهبد وروزې سره ګونځې كړې. په دې خبرو يې سر نه خلاصېده. د بدني ځواك يې په بنديتوب
څه؟ په دې اړه يې د پوښتنې توان نه درلود، ځكه د تېر په څېر يې خبره بې ځوابه پاتې
كېده. اوږې يې پورته واچولې، بايده ده برخليك ته پناه يوسي او وګوري چې وروسته څه
پېښېږي. افسانې، چې د مهبد چوپتيا وليده، له كوټې ووته او ټپونو د مينځلو لپاره يې
د وسايلو پر برابرولو بوخته شوه.
