پنځم څپرکى
كله چې قلي بېګ
مهبد په سوكانو او لغتو له پښو وغورځاوه او پښې_ لاسونه يې وروتړل، مريم ته ورغى،
مريم د دېوال يوې ګوښې ته ولاړه وه او له وېرې رېږدېده. حالت يې تر پخوا بد و او
سترګې يې داسې برېښېدې، ته وا په څو شېبو كې به ومري. قلي بېګ مريم تر لاس ونيوله،
خو لا څو ګامه يې نه وو اخيستي، چې مريم له سده ووته. قلي بېګ له ډېره وخته راهيسې
د مريم د ورخپلولو خيالونه كول، له همغې ورځې چې مريم ناچاره شوه له كوره وتښتي او
له دوى سره يوځاى شي. قلي بېګ هيله درلوده مريم په غېږ كې ونيسي. خو اوس يې چې
تياره مړۍ په لاس كې وه، نه يې غوښتل يوه شېبه هم له لاسه وركړي. ژر يې مريم په
اوږو كړه او په بله كوټه كې يې د خوب پر بستر واچوله.
د هوس تورې پردې يې سترګې پوښتلې وې. نجلۍ د مرګ او ژوند په منګولو كې وه، بستر ته
يې ورنژدې شو، پر وجود يې ورټيټ شو ا و خپلې تورې_ غټې شونډې يې چې دوه غټ برېتونه
پرې راځوړند وو د مريمې پر غاړه كښېښودې. مريمه پر ځان نه پوهېده او قلي بېګ هم
شېبه په شېبه لېونى كېده او په زړه كې يې د هوس اور لمبې كولې. ژر يې د مريمې
ګرېوان څيرې كړ. خو همدا شېبه مهبد هم په سد راغى او كله چې يې خپل لاسونه او پښې
تړلي وليدل، په چيغو يې پيل وكړ. قلي بېګ، چې د كار شېبو ته رسېدلى و، د لېوني په
څېر يې ټوپ كړل. پوهېده كه مهبد غلى نه كړي، چيغې به يې ټول ګاونډيان راخبر كړي. په
غوسه له كوټې ووت او مهبد ته يې ځان ورساوه. خولې ته يې سوك وركړ، له جېبه يې ټيكرى
راوايست او د مهبد خوله يې پرې وروتړله. وروسته يې د ټليفون غوږۍ اوچته كړه او د
افسانې د پلار كور ته يې ټليفون وكړ، چې د ورپېښې حادثې بار له اوږو كوز كړي.
كله يې چې د ټليفون غوږۍ كښېښوده، د شرابو پر بوتل يې سترګې ولګېدې، دغه شراب پرون
افسانې په مهبد هم څښلي وو. بوتل يې اوچت كړ او په يوه ساه يې پر سر واړاوه. قلي
بېګ بوتل پر مېز كښېښود او برېتونه يې د لاس په چپ مخ پاك كړل. وروسته د مريمې كوټې
ته ورغى، مريم ورو- ورو زګېروى كاوه. قلي بېګ وخندل او مريم ته ورنژدې شو. د بستر
تر څنګ كښېناست او لاسونه يې د مريم تر غاړې لاندې كړل، چې سر يې د مچكې لپاره
ورپورته كړي، خو ناڅاپه يې سر ګنګس شو او له بستر لاندې پرېوت. په همدې شېبه كې
افسانه هم راغله او د مهبد كوټې ته ننوته.
كله چې مريم د مهبد د ټپونو د مينځلو لپاره په اوبو او نورو څيزونو پسې بهر ووته،
قلي بېګ ته يې ورغږ كړل. خو ځواب يې تر غوږ نه شو، په هېښتيا سره بلې كوټې ته ننوته،
مريم يې په همغه حالت ويده او ورمنډه يې كړل، څو شېبې وروسته يې قلي بېګ هم وليد،
چې د مړه په څېر خوب وړى و، افسانه په هېښتيا سره وزمڼېده:
_ سر مې نه پر خلاصېږي، په دې كر كې څه پېښ شوي؟
مريم ولې داسې لغړه ده؟ قلي بېګ ولې ويده دى.. وروسته د قلي بېګ تر څنګ كښېناسته،
چې په سد يې راولي. همدغه شېبه د مهبد سترګې پر مېز په ايښي بوتل ولګېدې، په څكولو
څكولو يې ځان تر مېز ورساوه. اوږه يې مېز ته وركړه او ورو_ ورو يې ټكان وركړ، تر دې،
چې بوتل ورغړېده او لاندې راپرېوت. مهبد څو شېبې بهر ته غوږ ونيو، د شپې سكوت پر
ټوله سيمه وزرونه غوړلي وو. كه مهبد بوتل مات كړى او په تېرو څوكو يې د لاس او پښو
پړي غوڅ كړي واى، ځان يې ژغورلى شواى او كه نه معلوم نه وو، چې څه به ورپېښېږي.
مهبد هڅه كوله بوتل د مېز په پښه ووهي. بوتل يې راوايست او په لومړني وار بريالى شو.
مهبد لږ مخكې وڅكېد. داسې چې ماته ښيښه يې تر شا ايښې وه. وروسته يې د لاس پړي پرې
كښېښود او لاسونه يې پرې وروښورول، زړه يې درزېده، لږ و ډېر يې انګېرلي وو، چې بد
برخليك يې په مخكې دى. په كار وه، په هر ډول چې وي، له دې دوزخه ووځي، كله يې چې پر
ښيښه پړى كشاوه، د افسانې په اړه يې هم فكر كاوه، پر دې ټولو چارو سربېره يې افسانه
بيا هم نه شواى هېرولاى. دې خطرناكې نجلۍ يې په زړه كې داسې ځاله كړې وه، چې هېرول
يې ورته ګران پرېوتل. اخ! كه مېرمنه يې نه قارېدلى او د پلار كورته نه تلاى، څومره
به يې....
د پړي شلېدو د مهبد د سوچونو لړۍ هم وشلوله. مهبد په خوشحالۍ خپلو لاسونو ته وكتل،
وروسته يې پښې هم خلاصې كړې او ولاړ شو. اوس په يو دوه كې پاتې و، كه له كوره يې
تېښته كولاى، افسانه به يې بيا ليدلې واى؟ كولاى يې شواى د افسانې پټ او هېښنده
رازونه ومومي؟ ايا ښه نه وه چې هملته پټ او هېښنده رازونه ومومي؟ ايا ښه نه وه چې
هملته د كور په يوه ګوښه كې پټ واى او د مريمې حال يې ليدلى واى، يا وپوهېږي چې
افسانې ولې تر څو ورځو د ده بندي كېدل غوښتل؟
مهبد لا تر اوسه پورې هوډ نه و كړي، چې د پښو غږ يې واورېد. په وېره يې يوه بل لوري
ته وكتل، په كار وه په يوه ګوښه ځاى كې پټ شي او تصميم ونيسي. خو چېرته؟ چېرته
كولاى شي پټ شي. د پښو غږ شېبه په شېبه رانژدې كېده. مهبد په كوټه كې يوې بلې خوا
ته وځغستل... نه! د پټېدو لپاره هېڅ ځاى نه و. افسانې زياتي كوټې ته راننوتله،
مردارمخى قلي بېګ هم ورسره و، ژر يې پر هغه كوچ سترګې ولګېدې، چې تر ماسپښين وروسته
پرې ناست و. په يوه ټوپ يې ځان تر كوچ ورساوه او له ځان سره يې وويل: اوس دا تر
ټولو ښه ځاى دى، ته ودرېږه، چې څه پېښېږي...
همدا ساعت افسانه كوټې ته راننوته او په تعجب يې وليدل چې د مهبد درك نه شته، بهر
ته يې منډه كړه او نارې يې كړې:
_ قلي بېګه... قلي بېګه...!!
قلي بېګ چې د افسانې په مرسته يو څه په سد شوى و، سر يې اوس هم ګنګس و. لاس يې پر
دېوال كښېښود او له ځايه پاڅېد:
افسانې بيا ورغږ كړل:
_ قلي بېګه.... بيړه وكړه...
بيا هم د قلي بېګ پته ونه لګېده. له انګړه تېره شوه او د قلي بېګ كوټې ته ورغله. دا
د مهبد لپاره ډېره ښه موقع وه، چې له كوټې نه ووځې، د كوچ تر شا مناسب ځاى نه و او
د ليدو احتمال يې زيات و. تر هغې، اخوا يې كه په انګړ كې د پټېدو ځاى نه و، لږ تر
لږه د تېښتې لار خو برابره وه، چې ورخلاص كړي او ځان سړك ته ورسوي.
