مهبد انګړ ته ووت، خو په انګړ كې د پټېدو ځاى نه و، افسانه او
قلي بېګ دواړه پر دروازه راښكاره شول. مبهد ژر د كور ور پرانيست او بهر ته يې منډه
كړه. افسانه او قلي بېګ د مهبد په تېښته ونه پوهېدل، مهبد په منډه منډه موټر ته
وتښتېدل، جلب ته كښېناست او د كور پر لوري يې شڼ وهل.
مهبد په يوه بېكاره خيال كې ډوب و، يوازېتوب ډېر ځوراوه، زړه يې نه و، چې كور ته
لاړ شي. ښگځه يې هم په غوسه له كوره وتلې وه. د افسانې سوچونو ارام ته نه پرېښود،
اوس يې فكر كاوه چې تېښته يې نه واى كړې او هملته زنداني پاتې واى، تر دې به ښه و،
چې افسانه له لاسه وركړي. زړه يې ټكان كاوه، له لمر پرېوتو يې تر نيمې شپې په كوڅو
او سړكونو كې وزرونه وهل. سترګو يې د بېځالې كوترې په څېر د افسانې د ليدو انتظار
ايست. هغه يې په ډېر ناڅاپي ډول موندلې وه، خو اوس يې يو په يو وبايلله. زړه يې تر
واده وروسته په هديره اوښتى و، اوس دغه ده د ځمكې په څېر حاصلاتو وركولو ته چمتو و،
خو يوازې يوه اورښت ته يې اړتيا وه، چې د مينې د ورېځ په څېر يې پر سر راشي او دغه
وچه ځمكه يې ورخړوبه كړي.
په شپو- شپو به په كوچنيو ميخانو كې اوسېده او د يوازېتوب چيغې به يې كولې:
_ افسانې... ګرانې افسانې، چېرته يې؟... چېرې يې...؟!
غږ يې تر وړو چتونو لاندې ازانګې كولې. لارويو ميخورانو په په هېښتيا ورته كتل او د
باتجربه مى پلورونكي پر شونډو يوه ترخه موسكا ځغلېدله.
مهبد دغه خنداوې او كاته ليدل، فرياد به يې په زړه كې غوټه شو او د سترګو د اوښكو
پرده به يې ورپټوله. پر پياله به ورټيټ شو، په جام كې به يې افسانه او د هغې زړه
راكښونكې څڼې، مستې او خندنۍ شونډې ليدلې، د هغې مسته او هوسپاروونكې نڅا به يې
ليده، چې لمنه يې څرخ وهي، سپينې او بلورينې پښې يې كښته پورته كېږي او ورو- ورو
پناه كېږي.
مهبد به لاسونه سره ومروړل، لكه ګناهكار كشيش، لكه توبه ماتى راهب، سر به يې كښته
واچاوه او له ځانه سره به وزمڼېد:
_خدايه ولې داسې شوم... خدايه ولې يې نه شم هېرولاى؟ دې نجلۍ په ما څه كړي... څه يې
كړي؟؟!
د ناروغ په څېر به يې سترګې پټولې، په ګرد او غبار كې به يې فالګورې (فالبينه) تر
سترګو شوه، چې رانژدې كېږي، نوره هم رانژدې كېږي، لاس يې نيسي او په داسې غږ ته وا
تر دېوال هاخوا تر غوږ كېږي. وايي:
_ شيطان، شيطان په پرېوتو كې! له دې نجلۍ ډډه وكړه!... ګرد ورو- ورو ورك كېږي،
افسانه په خپلې ښكلا او راكښون سره راجوتېږي، مهبد غواړي ډډه وكړي، غواړي سترګې ترې
پټې كړي، خو توان يې نه رسېږي، اوس نو اوبه تر ورخ تېرې دي.
مهبد لېونتوب ته نژدې شو، خسرګنۍ يې څو ځله له مېرمنې سره د ده د پخلاينې هڅه وكړه،
خو هغه له خپلې مېرمنې سره مخامخېدو ته حاضر نه شو، ان د خپلې لور ليده يې هم نه
غوښتل، هغه يوازې افسانه غوښتله، زړه يې يوازې په افسانې پورې نښتى و.
يوه شپه له ميخانې څخه په بېسدۍ راووت، پر لار له يوې ښځې سره مخ شو، دغه ښځه
افسانې ته ډېره ورته وه، سرګې يې پرانيستلې، لاسونه يې په دېواله تكيه كړل، چې ونه
لوېږي، يوګام نور هم مخكې لاړ، ډمې مهبد ته موسل او د يوه ساده پېردونكي په څېر يې
ورته وكتل. مهبد خپلې ټولې هيلې او تمناوې په غږ كې راټولې كړې او په زوټه يې وويل:
_ افسانې... زما افسانې، و..ولې، ولې دې پرېښودم؟
ډمې يوه پليته نخره وكړه:
_زړګيه! لكه چې ډېر مست يې!
مهبد ښځې ته په ځير سره وكتل، نه! دا زېړداړې او مرداره خو افسانه، نه ده. اوږې يې
وخوځولې او د كور پر لوري روان شو. كله چې پر څپركټ وغزېد، فكر يې كاوه نور به له
ځايه ونه شي خوځېدى. سر يې ګنګس و، زړه يې ځوښ كاوه، د ټليفون زنګ يې د كړنګېدونكي
ناقوس په څېر پر غوږونو ولګېد، همغسې پر څپركټ غزېدلى و، د ټليفون غوږۍ يې پورته
كړه:
_الو...!
د واورو د اوبو په څېر غږ يې تر غوږ شو:
_ته يې؟
_ مهبد فكر كاوه بل څوك دى، خو دا د افسانې غږ و. غوږۍ يې په لاس كې ټينګه كړه او
غږ يې كړ:
_ اه! افسانې ته يې، ته يې، نه پوهېږې په ما دې څه كړي، نه پوهېږې زما...
_ خو ته په خپله وتښتېدې!
_ افسانې! ګناه ستا ده، تا كه له ما څخه دا سر هم غوښتى واى، سپما به مې نه واى كړې.
خو تا غوښتل په خپلې وحشي هيولا سره مې وساتې، دا كار مې خوښ نه شو.
_ښايي زه دې هم نه خوښېږم!
_ نه، افسانې! داسې يې وبوله چې په كوم عجيبه پيوند درسره تړلى يم. يو داسې پيوند،
چې په خپله يې هم نه شم غوڅولاى. غوږ ونيسه افسانې! زه ستا له تېر سره كار نه لرم،
دا هم نه غواړم چې ستا په دې كړو لوبو او كارونو وپوهېږم، زه مې ښځې ته طلاق وركوم
او له تا سره واده كوم، راځه تېر سره هېر كړو.
څو شېبې چوپتيا خپره شوه، د مهبد سر ګنګس و، په رګونو كې يې د وينې پرځاى الكول
ګرځېدل، افسانې وويل:
_ مهبده ته ډېر ښه يې... رښتيا چې دروند سړى يې، خو زه له تا سره واده نه شم كولاى،
غټه تېروتنه مې وكړه، چې ټليفون مې درته وكړ، خو د خپل لاس كار نه و، زړه مې ته
غوښتې، په هره ساه كې مې ستا انځور و او له هر ګام سره مې ستا سيورى ليده. تر دې
هاخوا مې نور زغم نه شواى كولاى. اړ شوم ټليفون درته وكړم، پوهېږې مهبده! چې يو ځلې
مې خپلې خبرې درته كړي، زه ستا د ژوند پر ځمكه د يوې زهرجنې چينې په څېر بهېږم او
ورو- ورو دې په زهرو لړم، ته كه وغواړي، يا نه، مسمومېږې او بالاخره نابودېږې.
مهبد په بې حوصله توب هيله وكړه:
_ د خداى لپاره بس كړه، افسانې بس كړه! تېرې خبرې مه راته راسپړه، ته چې هرڅه يې،
زما خوښېږې، پوهېږې واده درسره غواړم...
افسانه ګرمه شوې وه، د مهبد د خبرو خوند يې وجود د بېسدوونكو شرابو په څېر ورنيولى
و. تر اوسه هېچا هم دومره خوندورې خبرې نه وې ورسره كړې، په داسې حال كې چې له
هېښتيا لړزېده، ويې ويل:
_ مهبده! وايې څه وكړم، ستا لپاره زما څه په وس پوره دي؟
_ همدا اوس كور ته راشه، له تا پرته يوه شېبه هم نه راباندې تېرېږي، همدا اوس درته
سترګې پر لار يم.
_خو اوس خو نيمه شپه ده!
مهبد په ترخه لهجه وويل:
_ نن شپه له هغې شپې سره څه توپير لري، چې ستا لاس تړلى بندي وم، اه، ووايه څه
توپير لري؟
_ سمه ده، مهبده، درځم، درځم، چې درته وښيم رښتيا هم ستا يم. د تل لپاره، ترڅو چې
ته غواړې...
مهبد د كور پته وركړه، غوږۍ يې پر ځمكه كښېښوده او له ځايه پورته شوه، په تيندك
تيندك د حمام پر لوري وخوځېد، د سړو اوبو شاور يې خلاص كړ او سر يې ورته ونيو، سړو
اوبو يې د شرابو مستي ورومينځله، وروسته يې وېښتان ږمنځ كړل، جامې يې بدلې كړې،
شمعدان يې د خوړو له كوټې څخه د خوب كوټې ته راوړ او د مېز پر سر يې بل كړ. وروسته
يې څراغ مړ كړ، دوه درې ګامه پر شا لاړ او مستانه يې وخندل:
_ ښه شول، د زړه خبرو مې ونه غورځېده.
سګرېټ يې بل كړ او ګړۍ ته يې وكتل، اوس هم ډېر ناوخته نه و، د شپې لس بجې وې، د
افسانې د ژر راتګ له احسانه يې خوند اخيست. څومره په دې نجلۍ پسې لېونى و، څومره
پرې مين و. اوس يې نو پتېيلې وه، چې مېرمنې ته به طلاق وركوي، غوره دا وه، مخكې تر
دې چې خلك يې په زړبوډۍ كې له يوې اوولس اتلس كلنې نجلۍ سره پر عشق وپوهېږي، له
خپلې مېرمنې څخه بېل شي او...
د زنګ په كړنګا سره د مهبد د سوچونو لړۍ وشلېده، له ځايه يې ټوپ كړ، هغه راغلې وه،
افسانه... هغه نجلۍ چې په ورځو ورځو يې په لټه كې و. په بيړه له زينو كوز شو او ور
يې پرانيست.
افسانه تر پخوا ښكلې او زړه راكښونكې برېښېده. مهبد پرته له دې چې له وره ګوښه شي،
تر ډېره يې همداسې نېغ ورته كتل. نرم او ښايسته وېښتان يې پر اوږو راپرېوتي وو، تر
سترګو راتاوې شنې ليكې يې پر ښكلا نوره زياتونه كړې وه. پر شونډو يې موسكا خپره وه
او د غومبورو غوچوړي يې لا هم ښكلي ځلول. مهبد يو اه وايست:
_ څومره ښايسته شوې يې!
افسانې سر د اوږو پر لوري كوز كړ، شونډې يې سره ټولې كړې او په يوه زړه راكښونكي
ناز يې وويل:
_ ښه، ځكه دې كور ته لار نه راكوې؟
مهبد ژر له وره نه څنګ ته شو:
_ په ليدو دې دومره بېسده شوى يم، چې هېڅ نه پوهېږم... راځه راځه زما ښكلې
افسانې....
افسانه انګړ ته ننوته، مهبد ور پرانيست، تر مټ يې ونيوله او تر زينو يې پورته كړه،
همدا چې د خوب كوټې ته ننوتل، افسانه ګوته پر غاښ شوه:
_ وى، دا څومره ښكلې ده... زړه مې ډېر غوښتل ستا په څېر د يوه بااحساسه سړي د خوب
كوټه ووينم... زړه مې غواړي په دې كوټه كې په شپو- شپو ستا پر سينه سر كښېږدم او ته
راته وغږېږې.
مهبد پر څوكۍ كښېناست او افسانه يې د ځان پر خوا راكش كړه:
_ زما كور ته په راتګ ونه وېرېدې؟
_ ولې، په څه ووېرېږم؟
_ له دې چې د وجود په سيند كې به مې ډوبه شې، په دې چې ورته چار به وكړم او تا به
زنداني كړم.
افسانې وخندل:
_ سمه ده، چې ته يو مست سيند يې، خو زه هم يو ډبوكى يم، چې په اسانۍ سره پر څپو
رابرسېره كېږم.
مهبد د افسانې لاس پورته كړ او خپلې تودې شونډې يې پر كښېښودلې، په همدې ترڅ كې يې
وويل:
_ دومره مې خوښېږې، چې زړه مې غواړي خفه دې كړم، برباده دې كړم او ژوند ته دې د پاى
ټكى كښېږدم.
افسانې د مهبد پر اوږو سر كښېښود او ويې ويل:
_ پوهېږم، چې زما د وجود د كيسې د پاى ټكى يې...
_ ولې دغسې انګېرې؟
_ ځكه تر اوسه د هېچا په اړه دومره بې...
مهبد، افسانه په غېږ كې ټيڼكه كړه. دواړه ګرم شوي وو، د شمعې رڼا، موسيقۍ، يوازېتوب
او لېوالتيا ټول ورته په اندېښنه كې وو. د مهبد د ساه تودوښه د افسانې پر سينه،
غاړه او د غوږونو شا و خوا كې خپرېده. افسانې داسې انګېرله چې خپل مقاومت له لاسه
وركوي. نژدې ده هرڅه هېر كړي، سترګې يې پټې كړې، كوښښ يې كاوه ارامه واوسي، مهبد يې
په غوږ كې وويل:
_ ولې دې پرېښى وم، ولې دې ناڅاپي پرېښودم او لاړې؟
افسانې ته خپل ژوند ورپه ياد شو، ايا دغه ګرم او له احساسه ډك بري له مردارۍ او
بېكاره ژونده ژغورلاى شواى؟
لاسونه يې، چې د مهبد تر غاړې يې تاو كړي وو، خلاص كړل او ويې ويل:
_ مهبده! نه غواړې زما په ژوند وپوهېږې؟
_ نه، دغه شېبې مه راخرابوه، وېرېږم، چې داسې شېبې به بيا رانه شي.
_ خو مهبده! شونې ده له منځه لاړ شې!
_ پروا نه لري، ستا لپاره هېڅ هم رانه مهم نه دي.
_ زه څنګه ډاډه شم، چې ته رښتيا وايې؟
_ ومې ازمويه...
_ سمه ده، ازمويم دې.
افسانې له سينې څخه د مهبد سر پورته كړ، د بكس خوله يې پرانيستله او ويې ويل:
_ كه له دغې ازموينې بريالى راووځې، درته تسليمېږم، تر تله به ستاسو مال يم.
مهبد يې په خبرو كې چالاكي وانګېرله، د څو شېبو مخكې رښتينولي يې په كې ونه موندله،
خو سره له دې يې بيا هم په زړه كې ويل:
ځه پروا نه لري، زه خو رښتيا وايم.
افسانې له خپل بكس څخه يوه كڅوړه راوايستله، په كڅوړه كې د مالګې په څېر يوه اندازه
سپين ګرد و، كڅوړه يې په لړزېدلو لاسونو كې د مهبد پر لوري اوږده كړه او په امرانه
ډول يې وويل:
_ كه رښتيا وايې، دا وڅكوه!
مهبد په هېښتيا ګرد ته وكتل، سر يې درد كاوه. تر اوسه يې په وجود كې د شرابو او
مستۍ نښې پاتې وې، كڅوړې ته يې برګ برګ وكتل او له افسانې يې وپوښتل:
_ افسانې! دا څه شى دي؟
افسانې په پرېكنده او درانه غږ ځواب وركړ:
_ هيرويين!
د مهبد سترګې وا شوې، بېواكه يې ټكان وخوړ او له ځانه سره وزمڼېد:
_ هيرويين، هيرويين!
افسانې يوځل د لېونيانو په څېر په زوټه زوټه وخندل، د خنداوو غږ يې د كوټې په چت كې
ازانګې وكړې، يوه شمع مړه شوه، مهبد ته افسانه كركجنه او بدمرغه وبرېښېده، داسې يې
انګېرله چې تر څنګ يې د ښكلې او زړه راكښونكې نجلۍ پرځاى يو شوم اسكلېټ ناست دى.
افسانې په خندا خندا وويل:
_ودې ليد، برى څومره په اسانۍ ازمويل كېږي؟
مهبد تندى تريو كړ:
_ ته غواړې خپل ژوند درځار كړم.
افسانه، لكه قاضي چې د تورن په مخكې ولاړ وي، وچغېده:
_ خو تا نه ويل كه ته وغواړې ځان به هم درنه ځار كړم؟
مهبد په يو دوه كې پاتې و، نه پوهېده څه وكړي، دغه وژونكي زهر يې ډېر ښه پېژندل، چې
څنګه سړى د بربادۍ كندې ته اچوي، بل خوا يې پر خپلو پخوانيو خبرو هم خاورې نه شواى
اړولاى. سترګې يې سرې خوټېدلې وې، كله به يې افسانې او كله به يې هـيرويينو ته كتل.
په وجود كې يې شور و، عجيب شور.