دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه شيطان په پرېوتو كې
اووم څپرکى
 مهبد د هيرويينو كڅوړه ورواخيسته. په زړه كې يې يوه لړزه احساسوله. سترګو يې د يوه بېوزلي او بېځالي مرغه په څېر د افسانې د سترګو لټون كاوه. هيله من و افسانه ووايي، چې شوخي كوم، رښتيانۍ نه يم. خو افسانه په انتظار كې وه او ده ته يې كتل.
مهبد وويل:
پوهېږې نور دې هېڅ پروا نه لرم.
افسانې ځواب ورنه كړ او سترګې يې د مهبد په لاسونو ښخې كړې وې. مهبد اوږې واچولې او ويې پوښتل:
ښه، نو ته مې استاده شه، دا راته ووايه چې څنګه يې وكاروم؟
افسانه، د زاړه كاريګر په څېر بوخته شوه. خپل بكس يې پرانيست، يوه ټوټه سپين كاغذ يې راوايست او سره تاو يې كړ، وروسته يې د كلولې يو سر د هيرويينو پرمخ كښېښود او بل سر يې د مهبد پوزې ته نژدې كړ.
ويې ويل:
اوږده ساه وباسه...
مهبد سترګې پټې كړې، اوږده ساه يې واخيسته، پليت ګرد زړي د اوسپنيزو زړو په څېر لكه مقناطيس ته چې ورنژدې كېږي، د مهبد پوزې ته ننوتل.
افسانې په زوټه وخندل:
اوس مې باور وكړ!
مهبد كاغذ سره تاو كړ او په سګرېټدانۍ كې يې واچاوه... پرنجى ورغى و، ټټر يې سوى كاوه، ته وا د سينې دروندتوب يې پرې انګېره. خوله يې وچېدله، په ځان كې يې بدلونونه احساسول، تر نوكانو لاندې يې د وينې په څېر تود شى، لكه اور خوځېده او پورته راته، د زړه درزا يې نوره هم ډېرېده. لېمه يې درنېدل. يو ناپېژندويه څيز يې له سينې ورو- ورو بدن ته غزېده، فشار ورو- ورو زياتېده، نور يې په پښو د درېدو توان نه و، پر څوكۍ كښېناست، د بدن بدلونونو ووېراوه:
افسانې! طبيعت مې ښه نه دى.
افسانې په ځان پورې سريښ كړ، پر وېښتانو يې لاس ورتېر كړ، اننګي يې مچ كړل او ويې ويل:
اوس خلاصېږي، يو څو دقيقې نور به يې هم خوند وڅكې...
مهبد داسې انګېرل، چې زور يې له وجوده ورو- ورو راكوزېږي او ځاى يې يو ډول سپكتوب، هېره او بېخبري نيسي. دومره سپك شوى و، چې فكر يې كاوه په يوه واړه حركت سره به د وښو په څېر په هوا كې ځوړند پاتې شي. تر پوستكي لاندې يې يوه بېسارې نشه ځغلېده، بېواكه يې وخندل:
افسانې! څنګه ښه نړۍ لرو...
افسانې تر مټ لاندې ونيو:
پاڅه مهبده! پاڅه پر څپركټ څمله.
_ څه پروا كړي افسانې، چېرته چې ته وې زه ارام يم. لږه راته ونڅېږه، همغسې لكه ابله ورځ چې ونڅېدې.
افسانې كوټ وايست، مهبد يې تر مټ ونيو او په سختۍ سره يې څپركټ ته پورته كړ. همدغه وخت يې له مهبده جامې وايستلې او پټو يې پرې راخپور كړ. مهبد د هغه مست په څېر چې خپل اعصاب يې له لاسه وركړي وي، وچغېد:
خوب نه كوم...
افسانې د ځواب پرځاى له ځان سره سوچ كاوه: له څه شي وېرېږم؟ شونې ده چې ژوند مې تر نن هم بدتر شي؟... هغه هم تر پټو لاندې وغزېده او ځان يې په مهبد پورې سريښ كړ. مهبد د افسانې پر وېښتانو منګول ښخه كړه او ويې ويل:
ته له چټلو او بې غيرته نارينه وو سره مينه كوې؟
افسانې خپل لاسونه د مهبد پر سينه كښېښودل، سر يې راپورته كړ او په داسې حال كې، چې ګوته يې د مهبد پر شونډو راكښله، ويې ويل:
مهبده! ته بايد زما په اړه په ډېرو شيانو وپوهېږې... پلار مې، زما لېونى پلار، يو ځنګلي خوګ دى. له شتمنۍ پرته د بل څيز په اړه فكر نه كوي. پوهېږې هغه زه، يانې خپله لور، د پيسو ترلاسه كولو وسيله ګرځولې، زه د هغه د سلګونو كاركوونكو له ډلې څخه يم.
هغه دا راز لېونتوب لري، يو لېونى دى، چې له هرڅه او هر چا غچ اخلي. مور ته مې يې دوكه وركړه، په شتمنۍ، ښكلو موټرانو او ښايسته ماڼيو يې زما مور په لومه كې ونيوه او كله مې چې مور پر دې وپوهېده، چې دغه شتمني له كومه راغلې، نور نو كار له كاره تېر و او د هغه قانوني مېرمن ګڼل كېده. مور مې ډېره هڅه وكړه، چې له دغې مردارې او تباه كوونكې لارې يې وژغوري، هغې شپه او ورځ وژړل، زارۍ او ننواتې يې وكړې، نقشې يې وايستلې، چې پلار مې له دغه جنايته لاس واخلي، خو پلار مې باك رانه وړ.
ته نه پوهېږې چې هغه څه وېروونكى ځواك لري. ستا د فكر شاهين دومره لوړ الوت نه شي كولاى، چې هرڅه وويني. زه نه پوهېږم، نه پوهېږم چې پلار مې دغه وحشي كار څنګه او له چا راپيل كړ. خو تېر كال يې چې دغه كار ته اړ كړم، وپوهېدم چې يو نړيوال قاچاقچي دى. زرتذكرې، زر پاسپورټونه، زر نومونه او څېرې لري... كه درته ووايم، چې د بانډ هېڅ غړي يې تراوسه اصلي څېره نه ده ليدلې، هېښېږه مه.
هغه پر سرو زرو مين دى، يوازې سره زر ډاډ وركولاى شي. د بانډ يوه غړي يې يوه ورځ راته وويل چې پلار مې په افغانستان، تركيه، يونان او فرانسه كې تر څار لاندې دى. پوهېږې په څه تورن دى؟ هېڅ يې عقل نه مني، هرڅوك چې مې خبره واوري لېونۍ مې ګڼي. خو دا رښتيا دي، باور وكړه، چې رښتيا دي، پر هغه لګېدلي تورونه، د وسلو او هيرويينو قاچاق، وژنه، يرغمل نيول، په سياسي توطيو كې ګډون او د جاسوسي مركزونو جوړول دي. وينې چې دا د نړۍ تر ټولو ګواښ او بد كسبونه دي، هغه له دغو چارو خوند اخلي، پر قدرت مين دى، د سرو زرو لېونى!
د سرو زرو لپاره د خپلو نژدې كسانو قربانۍ ته هم چمتو دى. مور مې له دغه وحشي قدرته خبره نه وه او په خپل فكر يې د هغه د سمون لپاره له يوه زلمي كارپوه سره اړيكي ونيول او د مېړه پر چارو يې روږدى كړى، كارپوه، چې كله وپوهېده چې له يوه نړيوال بدمعاش سره سر و كار لري، ددې لپاره چې ويې نيسي، د پلار پر خلاف مې يې د اسنادو په غونډولو لاس پورې كړ. همغه وخت مې پلار ناڅاپه هغه ورك كړ، ويل يې د درملنې لپاره فرانسې ته تللى، د هغه په نشتوالي كې يې په كوټه كې زما د مور مړى وموند او همغه كارپوه يې پر وژنه تورن كړ. ځكه زما د مور د مېز په رووك كې يې يو ليك وموند، چې د كارپوه لاسليك په كې راغلى و.
كارپوه زما له موره غوښتي وو، چې يا تسليم، يا مرګ ته چمتو شي! چارواكو كارپوه ونيو او له كوره يې يوه تومانچه هم ونيوله، چې زما مور يې پرې وژلې وه. پېښه همدلته پايته رسېدلې وه، خو زه وروسته وپوهېدم، چې مور ته مې كله هم دغه ليك په لاس نه و ورغلى او هغه بېوزلي كارپوه كله هم زما پر مور مرمۍ نه وې چلولې.
دا ټول زما د پلار كار و، څومره چې زه لويېدم له مور سره مې ورته والى ډېرېده. دومره چې ټولو به پر دغه ورته والي هېښتيا ښوده، د اچې زه له مور سره په رنګ او څېره كې يو ډول وم، پلار مې كركه راڅخه كوله. هغه غوښتل د مور غچ مې له ما واخلي، هغه مې د مور پر خيانت ځورېده، زه لا د ژوند پر ښو بدو نه پوهېدم، چې پلار مې له خلكو سره پر ملګرتيا اچولو مبجوره كړم، څو هغوى پرځان مين او پر هيرويينو يې روږدي كړم.
هغه په دغه كار ما ځوروي، تر ځور لوړ، كړوي مې، هېڅ مې هم په وس نه رسېږي. ډېر وېروونكى ځواك لري. پوهېږم كه له خبرو يې سرغړاوى وكړم، له منځه به مې يوسي.
كاش، چې له منځه يې وړلاى، ټوټې- ټوټې به مې كړي. په تدريجي مرګ سره داسې كار كوي، چې ګونډې ورته ووهم او ترې وغواړم چې يو ځلې مې ووژني. د هغه په اړه به زما پر خبرو څوك باور وكړي؟ هغه ډېر لوړ شخصيت دى!
يو داسې لوړ شخصيت چې د هېواد ډېر خلك يې كور ته تګ راتګ كوي. درنښت يې كوي، هغه يو داسې څوك دى، چې هر وخت يې په ورځپاڼو كې د خير ښېګڼو د چارو په اړه خبرونه او انځورونه خپرېږي. هغه د روغتون، ښوونځي او... لپاره ځمكه او پسې وركوي. بدل او بخشش كوي. د لمانځنو په مياشتو كې يې د خواخوږۍ غونډو له امله ټول خلك پېژني. كه چېرې وغواړم خلكو ته يې رښتينې څېره وروښيم، له لېونتوب پرته به څه تصور راباندې وكړي؟ هغه دغسې يو ځناور دى. يوازې يوه معجزه او تصادف كولاى شي، ما د هغه له منګولو وژغوري. پوهېږې له څه وېرېږم؟
له دې چې ښايي ته به هم زما پر خبرو باور ونه كړې. خو د دې خبرو باور هم يو څه ستونزمن دى. يوازې هغه څوك باور كولاى شي چې...
مهبد په هېښتيا سره سر رااوچت كړ، رښتيا هم د افسانې پر خبرو يې باور نه شو كولاى. داسې يې انګېرله، څه چې يې اورېدلي، هغسې يوه كيسه ده. سوچ يې كار نه كاوه. په داسې حالت كې و، چې د اورېدلو خبرو په اړه يې د رښتيا او درواغو توپير نه شو كواى.
سر يې ګنګس شو او بيا څملاست. افسانې زياته كړه:
زه، زه پوهېږم، چې له تا سره مې څه كړي. ته مې له ځانه سره په نابودۍ ككړ كړې، خو په دې كې زما ګناه نه ده، زه يوازې ګوډاګۍ يم، د پلار لپاره مې دا مهمه نه ده، چې زه د شپې كور ته راځم، كه نه؟دا هم ورته مهمه نه ده، زه بدلمنې يم كه سپېڅلې؟ د ده لپاره مهمه دا ده چې هيرويين يې ووېشم. زه له خپلو قربانيانو پرته له هېچا سره هم ناسته پاسته نه شم كولاى. تل تر څار لاندې يم. تل... همدا اوس كه پورته شې او تر كړكۍ لاندې كوڅې ته وګورې، ښايي لاندې پر سړك يو كس ووينې، چې دې خوا ته راګوري.
مهبد په بېخبرۍ سره وويل:
ولې تښتې نه؟
_ چېرته لاړه شم، مهبده؟
_ د يو چا كره لاړه شه، د يوه داسې چا كره، چې ملاتړ دې وكړي، مېړه وكړه، په خبره مې پوهېږې؟
_ څوك به له يوې هيولا نجلۍ سره واده وكړي؟
تر دې اخوا، خو ته هم پوهېږې چې ايرانۍ نجونې د مور و پلار له اجازې پرته اوبه هم نه شي څښلاى.
_ پر تا خو څه بنديز نه شته، افسانې، ته خو تر يوې كونډې او نارينه ازاده يې.
د افسانې په سترګو كې اوښكې راغونډې شوې، په داسې حال كې چې د غريو مخنيوى يې كاوه، ويې ويل:
مهبده! كاش زه هم د نورو جينكو په څېر په كور بنده واى، خو دغه ژوند مې نه درلوداى، ته پوهېږې، چې زه تل دا هيله كوم، چې د ښوونځي د نجونو په څېر په پټه مينه وكړم، له يو چا سره اړيكي ونيسم. ليك ورواستوم، ليك يې ولولم، غوسه شو، پخلا شو، اه! ته نه پوهېږې.. ته د دغو شېبو او تېر پر خوند نه پوهېږې.
دا د يوې نجلۍ تر ټولو خوندورې شېبې دي. خو زه له دغه خونده بې برخې يم. باور وكړه، چې تر تا مخكې مې له هېچا سره هم د مينې احساس نه كاوه. كله چې يو دغسې احساس راته پيدا شو او كله چې مې دغه كونګ او پټ حالت وموند، ډېر ځله له سړيو سره مخ شوم، خو تل مې تېښته او منډه ترې كړې ده. خو يوه نجلۍ به څومره توان لري؟ ترڅو به تښتي! يوه نجلۍ هغه هم زما په منګ نجلۍ، غواړي مينه وكړي، بل هم مينه ورسره وكړي، د زړه په هرې درزا سره مينه غواړي او په هره ساه كې يې د مينې كوتره وزرونه ورپوي. يو وخت مې وليدل، چې يوازې يم، يوازې او يوازې، په ژوند كې مې هېڅوك نه شته، پوهېږې څومره تريخ دى، لكه د للمې ځمكه، چې د باران په انتظار وي. څومره بده ده، چې سړى دې د بې ښاخه ونې په څېر وي او تر سيوري لاندې يې تېرېدونكي لاروي دمه نه شي؟
پوهېږې څومره غموونكې ده، چې مرغۍ په زړه خوړينۍ كې ځاله ونه لري... پوهېږې دغه يوازېتوب څومره وېروونكى دى. د خلكو په منځ كې يوازېتوب لكه ناپېژندويه ځمكه، بېوزليتوب او تشتوب... د خپل وجود په اندېښنو كې چې غوټې وهې... دغو ټولو جنتونو ما ته اندېښنې رااچولې دي. ځانګړې اندېښنې، چې تسليمي يې نه منم. د دې لپاره چې د دغو اندېښنو د سړو له كبله ونه رېږدم، د مينې اور ته مې اړتيا وه، پر همدې وخت ته راپيدا شوې، ته مې پر لاره ودرېدې او داسې مې وانګېرله چې خپل ورك شى مې وموند. څنګه مې كولاى شول خوندي دې وساتم؟ څنګه مې كولاى شول له لاسه دې ورنه كړم؟ پرته له دې، چې په پوډرو دې روږدى كړم، ځار دې كړم او داسې كار وكړم، چې تل راته اړ واوسې، كله مې چې اصلي څېره وپېژنې، بيا مې نو د پرېښودو توان ونه لرې.
افسانې اوس ورو- ورو اوښكې تويولې. د اوښكو څاڅكي يې د شلېدلو مرغلرو په څېر پر سپوږمۍ وزمه او تښتېدلو غومبرو راښويېدل او لاندې تلل. مهبد داسې انګېرله لكه په يوه لوى او ښايسته معبد كې چې پر يوې څوكۍ ناست وي او يوه وينځه نجلۍ يې په مخكې پر خاورو پرته وي او ژاړي. دغه سوچ يې غرور ته ډاډ وركاوه او خوند يې ترې اخيست. زړه يې تل دا غوښتل چې له يوې ارامې او غلې نجلۍ سره ملګرتيا وكړي. لكه يو غلى بوټى چې ان وږمې يې هم چوپتيا ماته نه كړاى شي او دا دى اوس يې دغه نجلۍ موندلې وه.
افسانه شورزېږې افسانه، چې ټول وجود يې ورنيولى و، هغه افسانه، چې پر پاى يې نه پوهېده او ښايي د پاى ټكى به يې بېخي نه درلود. په هر حال، هرڅه چې وو، اوس نو دغه افسانه يې په غېږ كې وه، نيمه بربنډه او هوس پاروونكې...
لاسونه يې د مار په څېر د افسانې تر ملا راتاو شول او په غوږ كې يې وسپڼېد:
پرېږده، نن شپه هرڅه هېر كړو.
افسانې د څپركټ د څنګ څراغ مړ كړ، هغوى دواړه نه پوهېدل چې برخليك څه خوب ورته ليدلى دى، هېښوونكى او عجيب خوب.
 
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه