دکتابتون لومړی مخ ناولونه او کیسه یز کتابونه شيطان په پرېوتو كې
اتم څپرکى
ژېړ او غلى لمر د كوټې منځ ته رارسېدلى و. مهبد په ستړيا او ستومانۍ خپلې سترګې پرانيستلې. د تېرې شپې هېڅ شى يې هم په ذهن كې نه و. بلڅو (شقيقو) يې درد كاوه او سر يې ګنګس و. خوله يې بېخونده او ترخه وه. بېرته يې سترګې پټې كړې او څو دقيقې په هماغه حال پاتې شو. داسې يې انګېرل چې له كوم تنګ او تياره دالان څخه تېرېږي، منډې وهي، خو پښې يې درنې دي. څومره چې د تېز تګ هڅه كوي، لږ پر مخ ځي، يو ډول تربتوونكې تودوښې ځوراوه. په خولو لوند خيشت و، هڅه يې كوله وپوهېږي چېرته ناست دى؟ فكر يې وكړ: �ښايي ناروغ به يم� ناڅاپه يې افسانه ورياده شوه، پر څپركټ او بالښت يې لاس وواهه، خو په څپركټ كې څوك نه و. مهبد فكر كاوه څه چې پرې تېر شوى وخت هسې يو خوب و. افسانه بېخي راغلې نه ده او ماغزه مې كار نه كوي. له ځايه پاڅېد، شامپو او ځانپاك يې راواخيستل او د حمام پر لوري لاړ. تودو او خوندورو اوبو يو څه په سد كړ. كوټې ته ستون شو، اوس يې هم فكر كاوه چې تېره شپه افسانه نه ده راغلې او هسې مستۍ بې سوره كړى دى... لكه هغه يوه شپه يې چې پر سوالګرې ښځې د افسانې خيال كړى و، پر څوكۍ كښېناست او ګړۍ ته يې وكتل، د ګهيځ لس بجې وې، اوس نو ادارې ته نه شواى تلاى. اصلاً په وس كې يې نه وو. تندي ته يې ټس وركړ او چيغه يې كړه:
خدايه دا څه راباندې وشول؟ ولې تصميم نه شم نيولاى؟ ژوند مې نور بربادېږي، دا درېيم ځل دى چې په دې اوونۍ كې دفتر ته نه يم تللى! كه خبره همداسې پاتې شوه، نو ډېر ژر به منفك شم... ولې... دا ولې داسې شوم؟ خدايزده دې نجلۍ څه راباندې كړي، چې داسې بې هوډه او مړ- پړ شوى يم؟
سګرېټ يې بل كړ، ګوندې اعصاب يې تسكين ومومي، خو سګرېټ- د خولې خوند نور هم ورخراب كړ. د ناروغ په څېر كړكۍ ته لاړ، پرايې نيستله، چې سړه هوا پرې ولګي او يو څه ښه شي، خو دا كار هم بې ګټې و، كړكۍ يې بېرته بنده كړه، ناڅاپه يې پر مېز پراته ليك ته پام شو، په بيړه مېز ته ورغى او ليك يې ورواخيست، افسانې ليكلي وو:
�زما ښاغليه!
تېره شپه زما د عمر يوه نه هېرېدونكې شپه وه. ښايي د تېرې شپې غوندې خوند مې په ټول ژوند كې هم ونه وينم. پوهېږې زما خوږ مهبده كله دې چې تر څنګ څملاستم، د يوه پناه ځاى احساس مې وكړ، فكر مې وكړ ستا د وجود د لمر تر څنګ مې د وېرو او اندېښنو شپه پايته رسېږي. دا رښتيا ده، چې ته زما د هيلو سړى يې، دا يو حقيقت دى، چې زه د يوې بېوزلې مرغۍ په څېر ستا د غېږې ځالې ته اړه يم، له تا پرته يوه بې لمره ځمكه يم، له تا پرته هېڅ يم. ته راغلې او په ما كې دې ژوند راوټوكاوه. ما له تا تودوښه او رڼا اخيستې او له همدې امله دې نه شم پرېښوداى.
باور وكړه كله چې فكر كوم د ښځې خاوند يې او ستا د احساس د ښاخونو، پاڼو او مېوو تر سيوري لاندې بل څوك غزېدلى له ډېرې كينې لېونۍ كېږم. له ځانه مې بد راځي او شرمېږم، چې د بل چتر ته غله يم، پر وجود مې اور بلوي، خو مينه په ژبه پوهېږي؟ ايا مينه هم شرم كوي؟ هغه هم ستا غوندې سړي سره د يوې ۱۹-۱۸ كلنې نجلۍ مينه... زه نور تصميم نيسم چې پر دې ناپېژندوى رقيب، يانې ستا پر مېرمنې فكر ونه كړم، هڅه كوم پر دې ډاډمنه شم چې هغه ستا غوندې سړي د مينې وړتيا نه لري او كه نه- ته به يې نه بېزارولې. ځان ته دا حق وركوم چې له تا سره لاس په لاس د مينې او خوند د ځمكو لاروۍ واوسم. غواړم باران شم، واورېږم او د زړه وچ بڼ دې درخړوب كړم. پوهېږم، د باران او اورېدو اجازه راكوې چې لمر شم او د ځان ساړه دې له منځه يوسم. د مينې او هستۍ شراب واوسم او د زړه جام دې ډك كړم او ته باحساس سړيه! زما خوږ مهبده، بايد زما د وجود �بادبان� شې. د ستړي زړه چترۍ مې واوسې او پرېږدې چې دا بېوزلې مرغۍ دې د غېږې په ځاله كې ځاى ومومي. بايد زما استوګنځى واوسې... ماښام تا ته راځم، چې نوى ژوند درزده كړم... رښتيا، نژدې مې هېر وو كه حال دې ښه نه و، كولاى شې د مېز په لومړي روك كې له هغو �پوډرو� ګټه واخلې.
�ښكلوم دې ـــــ افسانه�.
مهبد يوځل، دوه ځله، درې ځله ليك ولوست، څومره يې چې لوست، هومره يې خوند ډېرېده. د افسانې په ليك كې جادو نغښتى و، يو داسې جادو، چې هغه يې افسون كاوه. سترګو يې د ليك كرښې څښلې او له ځانه سره زمڼېده: �دې نجلۍ، دې پېغلې جېنۍ خو د پاخه ليكوال په څېر ليك ليكلى... ليك يې هم د خبرو په څېرو سړى لومې ته برابروي...�
پر شونډو يې موسكا راخپره شوه:
نور به نو څه ژوند وي؟ دا ژوند به څومره ارزښت لري، چې دومره يې غم خورم... پرېږده څه چې غواړي ودې شي... مهبد د مېز روك پرانيست، په روك كې يوه خلته وه، هوبه هو لكه تېره شپه چې افسانې وركړې وه. خلته (پوړۍ) يې راواخيسته او لكه څنګه چې يې ياد كړي وو، په هماغه بڼه يې پوزې ته كش كړه او پر څوكۍ وغزېد. سګرېټ يې بل كړ، خو د تېر پرخلاف دا ځل يې ډېر خوند ترې واخيست.
ستړيا يې ډېره ژر له منځه لاړه او په خوښۍ او خوندونو كې ډوب شو، په زمڼېدا يې جامې واغوستې، نور يې د هېڅ شي په اړه فكر نه كاوه، نه له منفكېدو وېرېده او نه يې له مېرمنې څه اندېښنه وه. ته وا هېڅ شى هم ورته مهم نه وو. له كوره بهر شو، سبانارى يې د �خيام خونې� په يوه ګوښه كې وكړ، يو څه وخت يې د اوړي تر رنګ تښتېدلي لمر لاندې چكر وواهه، زړه يې و پر هېڅ شي هم فكر ونه كړي، ارامه او بې پروا و، ان يوه شېبه يې كوچنۍ لور ذهن ته ورغله، ژر يې پر بله موضوع فكر وكړ. تل يې له ځان سره دا ويل: �غواړم ژوند وكړم... نوى زېرېدلى يم، نوى...�.
ماسپښين قضا (درې بجې) كور ته راستون شو او ارام ويده شو. شپږنيمې بجې وې، چې د وره په زنګ سره له ځايه پاڅېد. پر اوږو يې يو څه واچول، له زينو راكوز شو او ور يې پرانيست، افسانه لكه ماشوم چې له مسافرۍ راګرځېدلى وي، ځان يې د مهبد په غاړې پورې ټينګ كړ. مهبد يې تر ملا لاسونه راتاو كړل، شونډې يې د افسانې پر شونډو كښېښودې او ور يې په پښو بند كړ، افسانې تر يو څه ځنډ وروسته د مهبد له شونډو شونډې ليرې كړې او په شوخۍ يې ورته وويل:
تا ټمبل خو تر اوسه جامې لا نه دي اغوستي!.
_ څه خبره ده، څه پروګرام لرې؟
_ هو زړګيه، يوې پارټۍ ته بلل شوي يو.
مهبد په هېښتيا وويل:
پارټۍ؟!.
او بيا يې لاندې وكتل. ډېر وخت وشو چې دغسې محفلونو ته نه و تللى: له هغه مهاله يې چې واده وكړ، پارټۍ... پارټۍ د خپلې ۱۷_ ۱۸ كلنۍ په سوچ كې ډوب شو او ټوله هيله يې همدا وه، چې يوې پارټۍ ته يې وبولي! ترخه موسكا يې وكړه او يو اه يې وايست:
هيلې څومره وروسته ترسره كېږي!
اوس د افسانې وار و چې هېښتيا وښيي، وروزې يې سره غونډې كړې او شونډې يې ورټولې كړې، په مينه ناك ډول يې وويل:
كومه هيله؟...
_ هېڅ نه!
_ ښه ژر كوه چې ناوخته كېږي، هلكان دې د موټر تر څنګ انتظار كوي، غواړي زما د هيلو سړى وويني.
مهبد ژر خپله شونډه وچيچله:
هغوى دې راوستلي چې يو بوډا وويني!
_ څه- بوډا؟ خبر نه يې، چې ستا په څېر سړي د جينكيو ترمنځ څومره زړه راكښون لري.
مهبد وخندل، د زړه له اخلاصه يې وخندل.
_ پوهېږم افسانې، نه مې پرېږدې.
_ نه، ژر كوه جامې دې واغونده...
مهبد په زينو پورته لاړ، نه پوهېده- ولې هڅه كوي تر ټولو ښكلې جامې واغوندي. خوږبويه عطر ووهي او وېښتان په يوه په زړه پورې بڼه واړوي، كله چې تيار شو، هندارې ته يې سر ورښكاره كړ، د خوښۍ موسكا يې وكړه او ويې ويل:
�اوس هم ډېر زوړ نه يم، دا زما اورا ده، چې ماته شوې او زړه ده او كه نه په ظاهره خو لا ډېر زلمى يم...�.
وروسته يې په لوړ غږ افسانې ته، چې له كوټې بهر منتظره ولاړه وه ورغږ كړل. افسانې د مهبد په ليدو سره چيغه وكړه او لاسونو ته يې ټك وركړ:
اوه مهبده! څومره ښكلى شوى يې، زه وېرېږم كه ملګرو ته دې وروپېژنم...
مهبد په غومبري وچيچله او ويې ويل:
ځه چې ځو... دومره ستاينه مه كوه، پر ځان مې لږ- لږ باور پيدا كېږي.

په كوچني سالون كې تر ټاكلې كچې ډېر خلك راغلي وو، د څراغونو په رڼا كې د هغو �زوجونو� سيوري، چې يو بل يې په غېږ كې نيولى و او نڅېدل، ډېر ګونګ برېښېدل. د سګرېټو لوګي، د شرابو او عطرونو بوى او په خولو خيشتو بدنونو ټوله فضا نيولې وه.
د كوچني سټېج ترمخ چې په يوې ځانګړې سليقې پسولل شوى و، درې څلورو نجونو او هلكانو يو پر بل لاسونه اچولي وو او په داسې حال كې چې په لاسونو كې يې د ودكا او پيپسي ډك ګيلاسونه وو، له نڅا سره يې سندرې بللې.
د سالون په بل كونج كې پر يوې اوږدې دړې چې له څو تشو صندوقونو، يوې توشكې او يوې پردې جوړه شوې وه، يوې نجلۍ د هلك پر سينه سر ايښى و او ا رام- بې غږه يې اوښكې بهولې، د هغوى نړۍ د هغوى خپله ځانګړې نړۍ وه.
مهبد لكه برېښنا چې نيولى وي، پرځاى مېخ ولاړ و او د خلكو ګڼه ګوڼې ته يې كتل، هغه ته دا صحنه هېښنده او نه موندونكې وه، مهبد فكر كاوه چې له اوسني نسله، د هغو نجونو او هلكانو له نسله، چې غوښتل يې ازاد او بې قيده ژوند وكړي او له ژونده خوند واخلي، ډېر ليرې پاتې شوى... ده د نجونو او هلكانو دې بې بريده خوښيو ته يوڅه په حسرت سره كتل.
د دې نسل په ټولو حركاتو كې يې د خوښۍ غورځنګ ليده. ان د هغې نجلۍ په اوښكو كې يې يو ډول خوند احساساوه. ته وا نجلۍ يوازې د دې لپاره ژاړي، چې له ژړا خوند اخلي. مهبد همغسې پر خپل ځاى مېخ ولاړ و او د نظر كوترې يې د خلكو پر ګڼه ګوڼې الوت كاوه. يو ډنګر هلك، دومره ډنګر ته وا غاړه يې همدا اوس وهل شوې او پر ځمكه به راپرېوځي، په داسې حال كې چې په يوه لاس كې يې ګيلاس نيولى و او بل لاس يې د كورتۍ په جېب كې ننه ايستى و، په پرله پسې او عجيب غږ يې يوه نامفهومه كليمه زمزمه كوله:
_ خوشحالي، پر سر ښندونكو... خوشحالي، پر سر ښندونكو... له لاسونو او پښو مو زنځيرونه ليرې كړئ... پرېږدئ سپك او بې وزنه هوا ته والوزو!
مهبد له دغه نسل سره نه و روږدى، په پارټۍ، خوندونو او ګډاوو هېڅ خبر نه و. ناڅاپه يوې نجلۍ، چې له ډېرې مستۍ يې د ځان كنټرول له لاسه وركړى و، د مهبد پر لوري منډه كړه او ورترغاړې ووته:
زړګيه... بېكاره مه اوسه، راځه... راځه... راځه ونڅېږو..!
افسانې په بيړه د مهبد له غاړې د مستې نجلۍ لاسونه خلاص كړل ا و په لوړ غږ يې وويل:
_ اذرې. لاسونه دې درخپل كړه! څښتن لري!.
مهبد ته خندا ورغله، خيال يې كاوه خوب ويني. په همدې ترڅ كې يوه بله ښځه چې نه ډېره ځوانه وه او نه هم دومره زړه، چې د ذوق مخه ترې واوړي. له دوه ګيلاسه شرابو سره راوړاندې شوه.
افسانې هغه راوپېژندله:
مهبده! مېرمن �روشنك� زموږ كوربه ده. مهبد سر ټيټ كړ او ويې ويل:
_ وياړم...
روشنك د سوداګر په سترګه مهبد ته وكتل او په خندا يې افسانې ته وويل:
باذوقه يې!.
افسانې سره وڅخنېده:
تر دې شور ځوږو هلكانو غوره دى!.
مهبد د شرابو ګيلاس په يوه ساه پر سر واړاوه، افسانې تر لاس ونيو او ويې ويل:
چې بيا ونه وايې تر دې دې شاعرانه خبرې اورېدلې وې؟
او له ځنډ پرته يې د خلكو پر لوري كش كړ، خو لا تر اوسه يې نڅا نه وه پيل كړې، چې موزيك بند شو او څراغونه روښانه شول، اذرې، هغې مستې نجلۍ چې غوښتل يې له مهبد سره ونڅېږي په لوړ اواز وويل:
_ هلكانو وګورئ... د افسانې نوي ښكار ته وګورئ...!
په يوه شېبه كې د ګڼ شمېر نجونو او هلكانو غږونو تر چت لاندې ازانګې وكړې، مهبد تر اغېز لاندې راغلى و. د لسګونو جوړه سترګو له كتو يې د شرم او خجالت احساس كاوه، پر تندي يې خولې راماتې شوې، اذر بيا غږ وكړ:
يوازې افسانه او ملګري يې بايد ونڅېږي، ټولو په يوه غږ د نوموړې خبره تاييد كړه او افسانه، ته وا له دغسې صحنو سره روږدې وي، ورو يې له مهبده وپوښتل:
كومه نڅا دې ښه زده ده؟
مهبد په لاسپاك سره خپلې خولې وچې كړې او ويې ويل:
�چاچا�.
افسانې غاښونه سره ټينګ كړل:
چاچا خو ډېره پخوانۍ نڅا ده...
د افسانې غږ اذرې ته شور او ځوږ كې ورك شو او له ځنډ پرته د چاچا موزيك پيل شو. اوس يوه ډله نجونې او هلكان د هغوى پر شا و خوا راټول شوي وو او مهبد دومره وارخطا شوى و، چې يو ګام يې له بله ګامه نه شواى پورته كولاى. افسانې د مهبد مټ ته زور وركړ.
پوزه دې راپرې كړه، ولې تم يې...
خو د مهبد حواس بل ځاى و، د سټېج تر شا، چې څوك ناست و او ده ته يې له مكر او حيلې څخه په ډكو سترګو كتل، د ده مېرمن وه.
 
شاته پاڼه دکتاب لومړی مخ مخته پاڼه