نهم څپرکى
مهبد فكر كاوه
بل څوك يې ليدلى دى. باور يې نه راته، چې خپله بداخلاقه مېرمن دې په داسې يوه محفل
كې وويني. مهبد كه خپله كوچنۍ لور ليدلې واى، هومره به نه و هېښ، لكه خپله مېرمن يې
چې وليده.
غوسې واخيست، داسې غوسه لكه يو مست سيند چې د يوه جګ او سرلوړي غره له لمنو څخه
راتويېږي او هرڅه ورسره اخلي.
د نارينه لپاره تر دې سخته شېبه نه شته چې مېرمن يې په يوه بېګانه او له مستۍ، شور-
ځوږ څخه ډك محفل كې وويني. سړى آن دا هم نه غواړي چې مېرمن يې د خپل ژوند له پېښو
ورته وغږېږي. مهبد اوس لېونى شوى و، يو رښتينى لېونى، چې سر او سترګو يې د كار ځواك
له لاسه وركړى و.
افسانې د يوه �بهانه ګير� ماشوم په څېر پر ځمكه پښې ودربولې:
مهبده، خوب وړى يې... ودې شرمولم... هله وګډېږه...
خو د مهبد سترګې له كاسو راوتلې وې، په زوره- زوره يې ساه ايستله او له غوسې يې
سپېږمې وازې- وازې كېدې، تر سترګو لاندې يې څوك ليدل، چې وېښتان يې په فرانسوي سبك
جوړ كړي وو، لاس يې د ده د مېرمنې پر اوږه اچولى و او د شرابو ستاينه يې ورته كوله.
مهبد له ځايه ټوپ كړل او د خلكو له ګڼه ګوڼې يې د سټېج پر لوري وځغستل. لاسونه يې
وروغزول، مېرمن يې تر ګرېوان راونيوله او له څوكۍ يې لاندې راوغورځوله. چيغه يې كړه:
ته دلته څه كوې؟
د مهبد غږ د كوچني سالون تر چت لاندې د تالندې په څېر ازانګې وكړې، نجونې او هلكان
چې تر دې دمه غېږ په غېږ وو، په ډېرې هېښتيا او غلې غليا، مهبد او مېرمنې ته يې ځير
شول. افسانه له وېرې داسې لړزېده لكه يو وړوكى نيالګى چې د توپان څپو ته ورشي.
د مهبد مېرمنې له ډار پرته په سړه سينه وويل:
ته خپله دلته څه كوې؟
مهبد په ژېړ او خوټېدلي رنګ، يوه بې ارادې څپېړه ورخوشې كړه، مېرمنې د څپېړې له
امله خپل تعادل له لاسه وركړ او لاندې پر ځمكه ولوېدله.
زلمى هلك چې څو شېبې مخكې د مهبد له مېرمنې سره په خبرو بوخت و، ورو د وره پر لوري
لاړ او د موږك په څېر يې ترپ وهل .
د سالون څښتنه �روشنكه� يو دوه ګامه مخكې شوه او ويې ويل:
تاسو حق نه لرئ چې زموږ مېلمستيا راخرابه كړئ!
د مهبد اعصابو كار نه كاوه، په زوټه- زوټه يې وخندل:
دا مېلمستيا وه.. سل رحمته پر سره ګل... سل رحمته د پاريس پر لغړو پارټيو...
مهبد خپل غږ نور هم لوړ كړ:
تاسو دلته د فساد مركز جوړ كړى، نه مېلمستيا...
روشنكې سترګې سره چونګې كړې، سګرېټ يې له خولې ليرې كړ، غاښونه يې سره ټينګ كړل او
ويې ويل:
تاسو حق نه لرئ د نورو په ژوند كې ورګډ شئ، ته چا رابللى يې، دا د زلميانو ځاى دى،
نه د زړو...
د روشنكې خبرو- د مهبد اعصاب نور هم ورخراب كړل، په داسې حال كې چې مېرمن يې تر
وېښتانو نيولې وه او له ځمكې يې راجګوله، ويې ويل:
دا بې حيا ښځه ځوانه ده؟ ته خپله ځوانه يې؟ بدمرغو! تاسې په زړبوډۍ كې هم عياشي كوئ!
په دې ترڅ كې د مهبد مېرمن، چې تر اوسه يې ځان غلى نيولى و، يو دم خپله چوپتيا ماته
كړه:
بېشرمه، بې حيا، خاينه... كه ته زما مېړه واى او د مېړه توب دندې دې پېژندلاى، نو
په دې څو مياشتو كې خو به دې يو ځل زما احوال اخيستى و. ستا په څېر بې احساسه او بې
وجدانه سړى مې په ټول ژوند كې نه و ليدلى. ايا كومه ورځ دې خپله لور درياده كړې، چې
شپه او ورځ ستا پوښتنه كوي؟
افسانه يو دم مخې ته راغله، اوس ټولې نجونې او هلكان د دوى پر شا و خوا راټول وو،
ځينو يو بل ته پسپسى كاوه، ځينو د مهبد او ځينو د افسانې ملاتړ كاوه، مستانه او
عياش كسان د لانجې له امله ډېر ناارامه وو. هغوى غوښتل لانجه ژر ختمه او نڅا له سره
پيل شي.
افسانه نوره هم رامخكې شوه، دومره چې د مهبد له مېرمنې سره خوله په خوله شوه،
لاسونه يې ملا ته تېر كړل او د يوې پوچ خولۍ بوډۍ په څېر يې په خبرو پيل وكړ:
كه مهبد بېشرمه او بې حيا دى، ته هم يوه مرداره سپۍ يې، يو مړى او يو بدبويه جسد...
ما، هو ما ستا مېړه ملګرى كړ، مينه مې وركړه او محبت مې ترې واخيست. ستا پر خاوند
مې ډډه وكړه، ځكه د ډډې ځاى مې غوښت، زه پوهېدمه چې مهبد زما په يوې كوچنۍ مينې سره
زما تكيه ځاى ګرځي. خو تا څه ورسره كړي؟ څو كاله كېږي، چې واده دې ورسره كړى، په دې
څو كلونو كې دې څه وركړي دي؟ يوازې پوچ، رد، توهين او پلمې... كله چې غريب غوښتل
يوه وړه مېلمستيا جوړه كړي، ته به ورته وغورېدې او په بېلابېلو پلمو دې يې مخنيوى
وكړ. په داسې حال كې چې د مياشتې ټوله تنخواه دې يې خوړله، يوه پيسه دې هم ونه
سپموله (خوندي نه كړه)... كله به يې چې جامې واغوستې، د څارنوال په څېر به دې وپوښت
چې چېرې ځې؟ له چا سره دې ژمنه كړې؟ كله دې هم له ملګرو سره بنډار ته نه پرېښود،
كله دې هم په مينه ونه لمانځه، كله دې هم د مينې په دود د ګلانو ګېډۍ ورنه كړه. تا
يوازې دا غوښتل چې د مېرمنې په توګه مهبد برباد كړې، خو زه دې نه پرېږدم، تر دې
وروسته زه ستا ځايناستې يمه او څه دې چې ترې سپمولي، زه به يې ترې ځار كړم...
د مهبد مېرمن لكه برېښنا چې نيولې وي، پر ځاى مېخ ولاړه وه. باور يې نه راته چې يوه
نجلۍ دې دغسې ورته ودرېږي او په ډاګه ووايي چې د ځايناستې په توګه يې د خاوند زړه
ورخپل كړى دى. بده يې لا دا چې ټولو نجونو او هلكانو د افسانې په ملاتړ غږونه اوچت
كړل!
د مهبد مېرمنې يو دم د اعصابو كنټرول له لاسه وركړ او خوله يې پرې راوسپړله:
ښه- اوس چې خبره دومره رسوا شوې، نو پرېږده زه هم درته ووايم چې زه هم له يوه سړي
سره مينه لرم، له سړي نه، بلكې له يوه هلك سره... او بېواكه يې سترګې په ګڼه ګوڼه
كې په هغه هلك پسې وغړولې، چې څو شېبې مخكې يې تر څنګ ولاړ و، هلك يې ونه موند، په
نهيلۍ يې وژړل.
مهبد د خلكو له شرمه په خولو كې ډوب و او داسې يې انګېرل چې پر اوږو يې د ملنډو بار
درنېږي، مېرمن يې تر لاس ونيوله، خپ او چوپ، پرته له دې چې له افسانې سره خبرې يا
خداى پامانى وكړي، له كوټې او سالون څه بهر ووت.
مېرمن يې پر ټوله لار ژړل. مهبد له سګرېټو لوګى پورته كاوه او له ډېرې غوسې يې د
بلڅو او تندي رګونه راوتلي وو او فكر يې كاوه، څنګه غچ ترې واخلي. څنګه له خپلې
مېرمنې غچ واخلي.. خو پر دې يې سوچ كار نه كاوه، چې لوبه- لومړى ده پيل كړې ده.
يوازې همدومره پوهېده چې مېرمنې يې خيانت ورسره كړى او دغه خيانت بايد په يوه نه،
يوه لار جبران كړي.
***
د مهبد مېرمنې د ټليفون غوږۍ په لاس كې ټينګوله او په رېږنده غږ يې ويل:
مينو! زه وېرېږم... نه پوهېږې د مهبد چوپتيا څومره وحشتناكه ده، تر بخښنې وروسته يې
يوه خبره م نه ده راسره كړې، څو- څو ځله يې پښو ته ولوېدم. زارۍ او ژړاوې مې ورته
وكړې، چې راځه پر تېرو تيږه كښېږدو او نوى ژوند پيل كړو، خو مينو!.. نه پوهېږې...
نه پوهېږې.. كله چې دغه خبرې ورته كوم، داسې راته ګوري، چې له وېرې يې د پاڼې په
څېر رېږدم. مينو! په خداى چې زړه مې درزېږي، پوهېږم چې څه پېښه كېدونكې ده، يو غلى
او ناپېژندوى احساس مې له كوره تېښتې ته اړ باسي. ملنډې مه وهه مينو!.. درواغ نه
وايم... پر مهبد خدايزده څه پېريان ناست دي، كله يې د مستانو په څېر سترګې سرې
واوړي، سندرې وايي، چورت وهي، خوشحاله شي، ويده شي او كله بيا د ټپي مار په څېر
تاوېږي، نه پوهېږم څه ټكه پرې راپرېوتې ده. زما خو يې پر حركاتو سر نه خلاصېږي...
څه، باور دې نه راځي؟!
ښه ته خپله راشه... ډېر به خوشحاله شم مينو، ته رښتيا هم زما پر وېره نه پوهېږې،
ډېر ښه، زه درته منتظره يم... ښايي ته يې په خبرو راولې.. نه، اوس خو په كور كې نه
شته، خو يو دوه ساعته وروسته راپيدا كېږي، ته ژر راځه...
د مهبد مېرمنې د ټليفون غوږۍ كښېښوده او په سوچ كې ډوبه شوه، د مهبد پر كړو وړو يې
سر نه خلاصېده، يوازې يې دا فكر كاوه كه نن وي يا سبا، مهبد به يې خپه كړي او مړى
به يې په باغچه كې ښخ كړي، دغه فكر يې ورځ په ورځ، ساعت په ساعت او شېبه په شېبه
غښتلى كېده. پر وجود يې وېره او ډار ناست و او په هر كړپ سره به يې تيندك خوړ.
باغچې ته به يې په وېره كتل، كله به يې چې سترګې ورواوښتې، داسې به يې انګېرله، لكه
خپل ګور ته چې ګوري.
سګرېټ به يې بل كړ او په سوچ كې به ډوبه شوه. نه پوهېده مهبد يې ولې لور- په شپې
ښوونځي كې اچولې وه. د مهبد هر كار ته يې د شك په سترګه كتل او ناارامه به وه.
وروسته يې پرېكړه وكړه، چې خپلې ټولې اندېښنې به له مينو سره شريكوي. ساعت ته يې
وكتل، مينو ويلي وو چې نيم ساعت وروسته به وررسېږي... نيم ساعت دومره وخت نه و، خو
دې ته يې هره ثانيه پوره پېړۍ تمامېده.
***
مينو په خندا خپلې ترورزۍ ته وويل:
نوستينې! پاڅه، راځه ډېره ښه ښځه ده، كه ويې وينې ډېره ژر به دې خوښه شي. بداخلاقه
مېړه يې تر دوو سپېږمو رسولې او اوس وايي، غواړي ويې وژني.
نوستينه چې ۲۰ كلنه زده كوونكې وه او له څېرې څخه يې شوخي او شيطانت اورېدل، اوږې
يې سره وڅخنولې او ويې ويل:
دا خلك (سړي) هرڅه كولاى شي، ليرې نه ده چې ويې وژني...
مينو بيا وخندل:
تا د پوليسو دومره كتابونه لوستي، چې پر ځان دې هم شك راځي. اوس لاړ شو، كه نه؟
بده نه ده، تفرېح به وكړو...
مينو او نوستينه دواړه له كوره ووتلې او په ټكسي كې د مهبد د كور پر لوري وخوځېدلې،
څو دقيقې وروسته د مهبد د كور مخې ته كښته شوې.
مينو وويل:
ور خلاص دى!
نوستينې له تندي څخه وېښتان څنډ وهل او په شوخۍ او شيطانت يې مينو ته مخ كړه:
راځه چې دا ډارنه ملګرې دې لږ وځوروو!
_ څنګه؟
_ ور خلاص دى، ناڅاپه به پرې ورننوځو او وبه يې وېروو.
مينو د نوستينې وړانديز په خندا سره ومانه، غلي او بې غږ و غوږه كورته ورننوتې، ورو
پر پوړيو پورته شوې او نېغ د خوب كوټې ته ورغلې. مينو ور پرانيست، خو ډېر ژر يې پر
خولې لاس كښېښود او چيغه يې كړه.
په كوټه كې د مهبد د مېرمنې مړى پروت و. رنګ يې تور اوښتى و، سترګې يې له كاسو
راوتلې وې.
نوستينې، چې ډار او وېره پرې خپره وه، ځان يې د مينو تر شا پټ كړى و، په يوه ساه
وويل:
مينو راځه وتښتو، خپه كړې يې ده.. راځه وتښتو...
