|
لومړی : مانوي ( معنوي ) مفغنات
هغه پردي ټکي دي، چي خپل اصلي حالت يې لږ و ډېر ساتلئ دﺉ؛ خو مانا يې اوښتې ده . دا
ډول ټکو په پښتني چاپېر کي داسي نوې مانا او نوی مفهوم موندلئ دﺉ، چي له خپلي اصلي
مانا سره نيژدې والی او ټينګي اړيکي لري؛ د مثال په توګه د « بشر » کليمه، چي په
عربي ژبه کي د انسان د ظاهري پوست په مانـــــا ده؛ خو په پښتو کي دا ټکی د انسان د
ټول بدن او وجود په مانا کاريږي؛ چي « بشرکی » يې د تصغير بڼه ده ( حبيبي، سپېڅلې
پښتو کد – کهـ ) .
د پښتو په لوېديزه ( لوېدځه ) لهجه کي د « بشر » کليمه خورا ډېره استعماليږي؛ لکه
چي وايي : « ته زما بشر يې ! » ياني ته د ځان په شان راته ګران يې ؛ « خدای دي روغ
بشر درکي ! » ياني خدای دي جوړ او روغ لره ؛ « بشر دي ومره! »، « بشر دي سرخوره سه
! »، « بشر دي خاوري سه »، « خوار بشری » او داسي نور، هغه ترکيبونه او تعبيرونه دي،
چي د « بشر » تر عربي ټکي په نسبتاً پراخه او بېله مانا کاريږي ( حبيبي، سپېڅلې
پښتو کهـ ) .
|