For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
دوهم : اوښتي مفغنات

اړول سوي مفغنات هم په خپل وار سره پر دوه ډوله دي : د اوښتو مفغناتو په لومړۍ ډله کي هغه کليمې راځي، چي يوازي يې ظاهري جوله څه نا څه اوښتې وي؛ خو خپله اصلي مانا يې خوندي کړي وي . د دغه راز ټکو په ظاهري بدلون کي زياتره د « ش » توری په « ښ »، د « د » توری په « ل »، د « چ » توری په « څ »، د « ج » او « ز » توري په « ځ »، د « ب » توری په « و »، د « ن » توری په « ڼ »، د « ث » توری په « ت » يا خپلو اصلي مخرجونو ته په نورو نيژدې ږغونو اوښتي دي؛ مثلاً :
آبدست - اودس روزه - روژه
اشک - اوښکي يا اوښي روشن - روښان
ا طاق - هوتاک شاد - ښاد
افعی - اپي شادی - ښادي
بهادر- باتور شور - ښور ( ږوږ، غوغا )
بهشت - بهښت شهر- ښار، ښهر
پشت - پښت ( نژاد ) فراخ - پراخ
تفنګ - توپک يا ټوپک فرشته - پرښته يا پريښته
جوان - ځوان فيروزه - پېروژه
خداوند - خاوند ګريبان - ګرېوان
خرج يا خرچ - خرڅ مثل - متل
خوش - خوښ معصوم - ماشوم
ميراث - ميرات
هيچ - هيڅ ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کو) .
د اړول سوو مفغناتو په دوهمه ډله کي هغه ټکي شامل دي، چي هم يې ظاهري جوله اوښتي وي؛ او په هم يې په مانا کي بدلون راغلئ وي؛ مثــــــــلاً « اسي » هغه کليمه عربي ده، چي د عربي له « عاصي » ټکي څخه مفغن سوې ده، چي عربان يې د طاغي او ګوناکار( ګنهګار/ګنهکار ) په مفهوم کاروي؛ خو پښتانه دا ټکی د بخيل، شوم، منحوس، مړاوي او پژمرده په ماناوو استعمالوي؛ او « اسېګی » يې د تصغير بڼه ده ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کو) . دغه راز، عورت په عربي کي د انسان د وجود هغو ځايونو ته وايي، چي پټــول يې لازم وي؛ خو پښتنو له دې ټکي څخه بله کليمه جوړه کړې ده، چي « اورته » نوميږي؛ او د ماينې، ماندينې، ښځي، ميرمني، کوروالا، کوروداني او داسي نورو په مانا کاريږي . پښتـــــــنو وروسته د تورو په اړولو سره له همدې ټکي « اروته » جوړه کړه . ورپسې د همدغو مورفولوژيکو بدلونو په لړ کي له دې کليمې څخه بل ټکي سر پورته کړ، چي « ارتيــــنه » بلل کيږي . د عربي ژبي « نعره » په پښتو کي، په « ناره » واوښته . وروسته له همدې ټکي څخه په پښتو کي داسي اصطلاح ګاني جوړي سوې، چي له عربي مانا سره يې هيڅ تړاو نه درلود؛ د مثال په توګه د زياتره د کندهار او شاوخوا سيمو پښتانه وايي : « پلانۍ ناره وکړه . » د دغو سيمو پښتانه دا اصطلاح، د هغي نجلۍ يا ښځي له پاره استعمالوي، چــي د مور او پلار د خوښۍ او ټولنيزو دودونو پر خلاف ځانته د ژوند ملګری غوره کړي . دغه رنګه په پښتو کي، نارې هغو نظمونو ته هم ويل کيږي، چي له ملي وزنونو سره سم، د پښـــــــــتو د ولسي نکلونو په منځ کي ويلي کيږي؛ او زموږ ولسي نکلونو ته لا نوره ښکلا او جذابيت ور بخښي ( حبيبي، سپېڅلې پښتو کز) . په دې ډول ګورو، چي له عربي « نعرې » څخه په پښتني چاپېر کي داسي نوي ټکي او اصطلاحات و زېږېدل، چي پر خپلي ظاهري جولې سربېره، د مانا له اړخه هم له اصلي ټکي سره مځکه او اسمان توپير لري .