|
|
دورځي انځور
تجارتي اعلانونه
|
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه
محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
 |
- ښکلئ، ښکلا، کښلئ
د ځينو په ګومان دا کليمې د عربي ژبي له « شکل » او « شکيل » څخه اخيستل سوي دي . د
افغاني فرهنګ بابا، علامه حبيبي، د شېخ متـــــــي او ښکارندوی له اشعارو څخه نيولې
بيا د رحمان بابا تر شعرونو پوري، د دې کليمو پراخ نظاير ښوولي دي ( حبيبي، د پښتو
لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۹۷ – ۹۸ ) .
لـــــــوی استاد د همدې مقالې په يوه بله برخه کي داسي استدلال کوي : « په عربي کي
« شکل » د صورت په مانا دﺉ، چي ښه او بد دواړه پکښي راځي؛ خو د پښتو« ښکلئ »
يـــــــوازي حسين، قشنګ، او ښايسته ته وايي . » علامه حبيبي، وروسته د ډنکن فوربس
د سنسکريت ژبي قاموس په استناد، د ښکلي ريښه داسي بيـــــــــانوي : « Shukla» يا «Shukle
» په سنسکريت کي سپين او نوراني ته وايي . شکلته ( Shuklata ) نور، سپين والی،
سفيدي او شکله پکشه (Shukla – Paksha ) د سپـــــــــــوږمې رڼا ده . دغه راز، د
همدې معتبر قاموس په حواله زياتوي، چي کشل ( Kushal ) د روغتيا، سعادت، کامرانۍ او
فرخندګۍ په معــــــــــناوو راغلئ دﺉ . کشله ( Kushala ) خوښ، ښه، سم او درســت
تــــــــــــــه وايـــــــــــــــي . » ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل
مقالې ۷، ۹۹ ) . لوی استاد، په دې ډول نتيجه اخلي، چي هم د « ښکلي » او هم د « کښلي
» ريښې کـــــټ مټ په دغو ماناوو په سنسکريت کي سته .

|

|
 |