|
|
دورځي انځور
تجارتي اعلانونه
|
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه
محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
 |
۲- ابير
د پښتو ادب وتلي او منلي بابا ، لوی استاد علامه حبيبي، د « ابير » د اريايي ريښې
تر څېړني مخکي، د دې ټکي د مانا په اړه داسي ليکي : « په پښتــــــــو خوشبــــويي
دوا ته وايي، چي له څو اجزاوو څخه مرکبه سوې وي . په سنسکريت کي هم په دغه شکل يو
خوشبويه پوډر سته، چي په ښو ورځو کي استعماليږي . »
لوی استاد، د « ابير » اصلي اريايي بڼه او په بېلابېلو ژبو کي د دغه ټکي د تعريب
سوي جولې په تړاو داسي کاږي : « په عربي کي هم عبير سته . په پارسي کــــي هم د
صندلو او ګلابو او مښکو څخه مرکبه دوا ده . پارسي کټ مټ عربي بڼه اخيستې ده، خو د
پښتو عبير اصلي آريايي کليمه ده، او لکه اکثر فرهنګ ليـــــــکوونکي چي وايي عربي
عبير هم له سنسکريت ابير څخه معرب سوی دﺉ . ځکه چي عربو د ډېرو دواوو نومونه له
هنده په خپله ژبه کي قبـــــــــول کړي دي، لکه صنـــــــــدل د چنــــــدڼ
معــــــــــــــــرب او نــــور . » ( حبيبـــــــــــــي، د پښتو لغاتو د تحقيق
لاري، شل مقالې ۷، ۱۰۱) .
|
|
 |