For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
۴- اپي يا هپي ( Api, Hapi )<
br> ‍ اپي په پښتو کي مار يا اژدهار ته وايي . دا چي په عربي کي افعي په دغه مانا سته دا د دې دليل نه دﺉ، چي دا کلمه له عربي څخه مفغنه سوې وي . لوی استاد، په خپله عالمانه او مستنده څېړنه کي د دې کليمې ريښې په پښتو ادب او ولسي محاورو کي ثابتوي؛ لکه څنګه چي د خوشال خان خټک دکلام يوه بولګه داسي ښيي :
مه لړم شه، مه اپي شه
غم فزا، راحت زدا
يا دا لنډۍ :
موزي اپي مار راته بس دﺉ
اپي ماران دي د موزيانو په ګورسينه
لوی استاد، علامه حبيبي، وروسته د همدې ټکي د مصدر په اړه داسي زياتوي : « په ژبه کي اپ يا هپ ژر ژر خوړولو ته وايي، چي کټ مټ په همدې معنا په هندي ژبه کي هم سته . په پښتو کي وايي : هـــــپ يې کړل يعنی بلعيد . بل مصدر يې اپييل يا هپېدل دي . نو اپي يا هپي بلعيدو ته وايي ( حبيبي، د پښتو لغاتو د تحقيق لاري، شل مقالې ۷، ۱۰۲ ) .