For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
په پښتو کي التباسونه او ناوړه ترکيبونه

د « معياري » او « سوچه » پښتو په لار کي ليونييو هلوځلو، نن سبا د پښتو په ويلو او لیکلو کي ډول ډول التباسونو او ناوړه ترکيبونو ته لاره پرانيستې ده . پښتو ژبه د علمي، ريښتني او منلي معيار پر ځای د ځينو کسانو د ناسمو او غير علمي لاس وهنو له امله پر کږه لاره روانه ده . دغه راز، د ژبي د سوچه کولو خيالي او موهومو کوښښونو اوس زموږ اسانه او خوږه پښتو له داسي کړکېچنو، بد ذوقه او ناوړه ترکيبونو ډکه کړې ده؛ او ورځ په ورځ يې لمنه پراخيږي، چي له يوې خوا په هيڅ وجه د پښتو له واقعي سوچه کولو سره مرسته نه کوي؛ او له بلي خوا يې ساده، روانه او په زړه پوري پښتوخپلو اصلي ويوونکو ته ستونزمنه او ګرانه کړې ده . دلته د د ې موضوع د دوو بېلو اړخونو په اړه تر جلا جلا سرليکونو لاندي څو لنډي خبري کوو .