For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
- پخلی کړی دﺉ

د ژبي ځيني اصطلاحات او محاورې په يوه کوچنۍ سيمه او لږو خلګو پوري اړه لري . د خپلي سيمي اصلي اوسېدونکي د دغه راز ترکيبونو په کارولو کي هيڅ ستونزه نه لري؛ خوکله چي د ژبي ټولو ويوونکو ته وړاندي سي، هر څوک يې په مانا نه پوهيږي؛نو ځکه يې کله کله په تېر وتني سره له نورو مفاهيمو سره ګډوي . د پخلي ټکی په دغه ترکيب کي همداسي بڼه لري، چي په ډېري اسانۍ د پخولو يا پخلي له کليمو سره التباس پيدا کوي؛ د مثال په توګه ويل کيږي : « د دولت وياند د دې خبري پخلئ کړی دﺉ . » ډېر کسان، له هغو څخه د پښتو د لوېدېزي ( لوېديځي ) لهجې ويوونکي په دې خبره نه پوهيږي، چي د دولت وياند څنګه دخبرو پخلی کړی دﺉ . که د دې ترکيب پر ځای و ويل سي : « د دولت وياند دا خبري منلي دي . » له يوې خوا هر څوک په اسانۍ سره د جوملې په مانا او مقصد پوهيږي؛ او له بلي خوا د مانا له پلوه له نورو ټکو سره د ګډېدو او التباس ستونزه هم نه پېښوي . که څوک د افغانستان په ختيز ( ختيځ )؛ په تېره بيا لغمان کي و وايي : « حيوانان مي کورته را وستل . » د ا جومله د دوی په منځ کي چندان ستونزه نه پېښوي؛ خو که دا جومله له غور څخه تر غزني، له تخار څخه تر کراچي پوري د پښتو د لوېديزي لهجې هر ويوونکي ته و ويل سي، نو هغوی هرو مرو دا فکر کوي، چي سړي به څاروي يا بوده ګان کور ته راوستي وي؛ ځکه د پښتو د لوېديزي لهجې ويوونکي د « حيوان » ټکی د څاروي په مانا استعمالوي . په دې لهجه کي هيڅکله کوچني يا واړه ته « حيوان » نه ويل کيږي . . .
په دې ډول ګورو، چي د « حيوان » دکليمې مفهوم د سيمي په بدلېدو سره، مځکه او اسمان توپیر مومي . داسي کليمې، ترکيبونه او اصطلاحات هم خورا ډېر دي، چي د پښتو د لوېديزي لهجې ټول ويوونکي په خورا اسانۍ په پوهيږي؛ خو د نورو لهجو ويوونکي يې په مانا ښه نه پوهېږي . د همدې استدلال پر بنسټ بايد د پښتو ژبي د ټولو لهجو لغوي او ادبي پانګي په بېلابېلو قاموسونو او کتابونو کي د لوستونکو استفادې ته وړاندي سي . په دې کار سره له يوې خوا د پښتو ژبي او فرهنګ ډېري ارزښتناکي پانګي خوندي کيږي؛ او له بلي خوا د پښتو د ټولو لهجو ويوونکي د خپلي پراخي او شتمني ژبي له راز راز لغوي، ادبي او علمي زېرمو سره بشپړه اشنايي مومي . د دغه راز فرهنګونو او کتابونو تر خپرېدو او تعميم مخکي بايد د چاپ او خپرواي په ټولو وسيلو کي د داسي ټکو او ترکيبونو له کاروَني ډډه وسي، چي د بېلابېلو لهجو ويوونکو ته د مانا د پوهېدو په برخه کي ستونزي او سرخوږی پيدا کوي . د ژبپوه، اديب، شاعر، ژورناليست، ليکوال او نورو پوهو خلګو خو دا مسلکي وجيبه او رسالت دﺉ، چي په خبرو او ليکنو کي د فصاحت او بلاغت اړخونو ته په ژوره توګه پام واړوي .