|
- پلانی . . . پاته سوی دﺉ
بل ناوړه ترکيب، چي له هندي او اُردو ژبو څخه پښتو ته لاره پیدا کړې ده، د « پاته
سوی دﺉ » عبارت دﺉ، چي د هندي ژبي د « رهنا » له مصدر څخه اخيستل سوی دﺉ؛ مثلاً په
اردو کي وايي : « فلان آدمی چهـ سال پارليمينٹ / اسميبلےکا مِمبر رهچکاهے . » د
کوزي پښتونخوا وګړي همدا جومله داسي پښتو کوي : « پلانی شپږ کاله د پارليمينٹ /
اسيمبلې مِمبر پاته شوی دﺉ . » د دې خوا ځيني پښتانه هم په ناپوهۍ سره دا جومله
داسي وايي : « پلانۍ شپږ کاله د پارلمان غړی پاته سوی دﺉ . » د « پاته سوي » ترکيب
په پښتو کي سم او خونده ور نه برېښي . هغه پښتانه، چي ژبه يې د پردو له ناوړي اغېزې
په امان وي، دا جومله داسي وایي : « پلانی شپږ کاله د پارلمان یا شورا غړی ؤ . »، «
پلانی لس کاله په پوهنتون کي استاد ؤ . » يا « پلانی څو کاله د کابينې وزير ؤ . » د
پښتو خوند، اساني او هونر په دې کي دﺉ، چي ډېري لويي پرپړې په يوه ټکي کي بيانوي .
دلته هم ګورو، چي په مخکنييو درو پښتو جوملو کي د « ؤ » ټکی په يوازي سر د هندي او
اردو ژبو د درو ټکو ( پاته سوی دﺉ )جواب وايي .
که څوک په ژبه کي، د يوه معقول او منطقي دليل له مخي يو نيم پردي ټکي کاروي، دا څه
لوی عيب او نه بخښوونکې ګونا نه ده؛ مثلاً که د کوزي خوا پښتانه د « ولسي جرګې » پر
ځای د « قومي اسېمبلې »، د « مشرانو جرګې » پر ځای د« سينيټ »، د « غړي » پر ځاي د
« مِمبر » ټکي استعمالوي، دا ډېره د اندېښنې وړ خبره نه ده ( که څه هم بايد تر وسه
وسه کوښښ وسي، چي تر اشد ضرورت ها خواپه پښتو کي د پردو ټکو جدي مخه ونيوله سي )؛
ځکه ټولي ژبي د ټولنيز ژوند د اړتياوو له امله، په يوه ډول د ډولونو د نورو ژبو
کليمې، ترکيبونه او اصطلاحات اخلي . ځيني ټکي او ترکيبونه د يوه هيواد دملي
ټرمينالوژي يوه برخه وي، چي د هغه هيواد په جغرافيايي حدودو کي يې د هري ژبي
ويوونکي بايد په خوښۍ سره ومني . تر دې استثنأ چي تېر سو که يو پردی ترکيب، په خپله
اصلي يا ژباړل سوې بڼه، زموږ په ژبه کي د سليم ذوق، اسانۍ او سادګۍ د اصولو پر خلاف
وي، نو هلته بايد د داسي ناوړه ترکيبونو جدي مخه ونيوله سي، چي پر پردي توب سربېره
زموږ د ژبي اصــــــــــــيل جوړښت ورانوي .

|