For best view download our font
دورځي انځور
Contact Us:
Khalid Hadi Haidery
USA Phone # +1 518 366 2728
AFG Phone # +93 707 414549
khalid_hadi@hotmail.com
تجارتي اعلانونه
سوله یوازي دجنګي جنایت کوونکوپه محاکمه کولوراتلاي سي نه هغوئ ته په واک ورکولو!
دکتابتون لومړی مخ دپښتو ژبي اړوند کتابونه دپښتو ژبي نننۍ مسالې
- تر معالجې يا درملني لاندي دﺉ

د مشهورو تېروتنو په لړ کي يو هم دا ترکيب دﺉ، چي له پارسي څخه پښتو راغلئ دﺉ . په پارسي کي ليکل کيږي : « فلانی تحت معالجه قرار دارد . » يا « فلانی تحت تداوی قرار دارد . » د دې جوملو پښتو بڼه کټ مټ د پارسي ترجمه ده . سړی نه پوهېږي، چي ولي بايد ناروغ هرومرو تر معالجې يا درملني لاندي وي؟ که څوک ووايي : « پلانی پر معالجه يا درملنه پروت دﺉ . » نو په جومله کي څه بې خوندي او ګډوډي راځي؟ لکه څنګه چي دا جومله د خلګو په محاورو کي جال نه ده، تر معالجې يا درملني لاندي خبره هم له منطق سره څنګ نه لګوي . زموږ عام خلګ خو په پښتو کي، د داسي مفهومونو د بيان له پاره په روښانه او څرګندو ټکو وايي : « پلانی علاج کوي . » يـــــــــــــا « پلانی دار درمل کوي . »، « پلانی دارو درمل خوري . » او داسي نور . د همدې دلايلو په رڼا کي، ټول هغه ترکيبونه په هيڅ ډول پښتني تومنه نه لري، چي د نورو ژبو په پيروي د لاندي او باندي په شان ټکي له ځانه سره زياتوي؛ مثلاً : تر مطالعې لاندي، تر څېړني لاندي، تر ارزوني لاندي، تر کتني لاندي او داسي نور .